د ایران سپاه پاسدارن ځواک وايي، اسماعیل هنیه د لنډ واټن وسلې په مټ ویشتل شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ایران سپاه پاسداران ځواکونه وايي، چې د دوی د څېړنو له مخې په تهران کې د حماس وژل شوی سیاسي مشر اسماعیل هنیه د لنډ واټن وسلې په مټ ویشتل شوی چې اووه کیلو ګرامه سرګلوله یې لرله. په دې تړاو د سپاه په اعلامیه کې راغلي، پر نوموړي ډز سره هممهاله سخته چاودنه هم شوې ده.

د سپاه پاسداران ځواکونو تر اعلامیې وړاندې د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت کمېسیون غړي احمد بخشایش اردستاني ددغه هېواد 'ایران دیده بان' ورځپاڼې ته ویلي و، چې د حماس د پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه ترور دوه احتماله لري، یو دا چې اسرائیلو د کوچنۍ ډرون په مټ د هغه استوګنځی په نښه کړی وي.

د نوموړي په وینا دویمه سناریو بیا دا ده چې د ایران دننه د اسرائیلو نفوذي کسانو هغه مېلمستون په توغندي ویشتلی، چې اسماعیل هنیه پکې استوګن و.

خو اوس د ایران سپاه پاسداران ځواکونه وايي، د دوی څېړنې ښيي چې اسماعیل هنیه د داسې لنډ واټن ویشتونکې وسلې پر مټ په نښه شوی دی چې اووه کیلوګرامه سرګلوله یې لرله. دوی وايي له برید سره هم مهاله په نښه شوي ځای کې سخته چاودنه هم شوې ده.

د سپاه په اعلامیه کې د برید اصلي طراح او اجرا کوونکی اسرائیل بلل شوی او امریکا یې په ملاتړ تورنه شوې ده.

خو تر دې دمه اسرائیلو د حماس د سیاسي مشر وژل کېدو په تړاو له څه ویلو ډډه کړې او امریکا وړاندې پکې خپله ښکیلتیا رد کړې ده.

د حماس پخوانی سیاسي مشر اسماعیل هنیه او د هغه شخصي ساتونکی درې ورځې وړاندې پر چهارشنبه د تهران په شمال کې ووژل شول.

هغه ایران ته ددغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره ورغلی و او له وژل کېدو څو ساعته وړاندې یې د یاد هېواد له مذهبي مشر علي خامنه يي سره کتلي و.

دا په ایران کې دننه د یوې بهرني سیاسي شخصیت وژنې تر ټولو ستره پېښه ده.

د حماس د سیاسي مشر له مړینې وروسته ښاغلي خامنه يي په یوه پیغام کې اعلان وکړ: په دې ترخه او ستونزمنه پېښه کې چې د اسلامي جمهوریت په خاوره کې رامنځ ته شوه، موږ خپله دنده ګڼو چې د هغه د وینې بدل واخلو.

په تهران کې د حماس استازي خالد قدومي د نوموړي پر استوګنځي د برید په اړه ویلي، "زه شاهد وم چې د کوټې دېوالونه او چت ویجاړ شوي او نړیدلي دي."

د ایران پوځي او سیاسي چارواکي وايي، هېواد به یې د اسماعیل هنیه د وژنې ځواب ورکړي.


تسنیم خبري اژانس چې له سپاه پاسداران سره تړاو لري د تهران په شمال کې سعد اباد ته څېرمه د یوه استوګنځي انځور خپور کړی چې مخکې په ټولنیزو شبکو کې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو د ځای په توګه خپور شوی و.

امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز په خپل يو راپور کې ويلي، ایران کې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په تړاو د هغه د اوسېدو سیمه کې د لوړې کچې ایراني چارواکې نیول شوي دي.

د نیویارک ټایمز د رپوټ مخې د امنیتي او استخباراتي ادارو لوړپوړو افسرانو، پوځي چارواکو او د مېلمستون د مسؤلینو په ګډون شل کسان نیول شوي دي.

د ایران او اسرائیلو ترمنځ کړکېچ د تېر کال د اکټوبر پر پنځلسمه پر اسرائیلو د حماس له برید راهیسې لوړې کچې ته رسېدلی.

د سوریې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو له برید او د سپاه پاسداران د څو قوماندانانو له وژل کېدو وروسته، ایران د لومړي ځل لپاره اسرائیلو ته د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید کړی و.