د طالبانو حکومت ځینو هېوادونو کې د افغان سفارتونو لخوا د صادرېدونکو اسنادو نه منلو اعلان وکړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی تر دې وروسته په يو شمېر اروپايي هېوادونو، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان د سفارتونو له خوا صادر شوي سندونه نه مني.
د افغانستان د پخواني حکومت له خوا ټاکل شوي ډیپلوماتان اوس هم په دغو استازولیو کې دندې ترسره کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان له سیاسي او کونسلګرۍ استازولیو څخه یې په وار وار غوښتي چې لږ تر لږه د کونسلګرۍ په چارو کې له مرکز سره د افغانانو د ستونزو د حل لپاره اړیکه ونیسي.
په اعلاميه کې هغو افغان کډوالو ته چې په اروپايي هېوادونو کې ميشت دي ويل شوي چې له نن څخه به د دغو ادارو له خوا صادر شوي د "وثیقونو، تصدیقونو، د جزايي مسووليت نشتوالي پاڼې، پاسپورټ او د پاسپورټ د تجديد سټېکرونه، ويزې او نور" ونه منل شي. په دې نوملړ کې د بریتانیا، جرمني، سویس، اتریش، فرانسې، یونان، ناروې، کاناډا او استرالیا کې افغان کډوالو ته سپارښتنه کړې، چې د خپلو چارو لپاره په نورو هېوادونو کې د افغانستان استازولیو ته ورشي."
تېر کال په هسپانیا او هالنډ کې د افغانستان سفارتونو ویلي وو، د طالبانو له حکومت سره یې اداري تعامل کړی،چې ورسره یې د طالبانو د مخالفینو غبرګونونه راوپارول.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزرات ویاند احمد ضیا تکل وايي دوی له دغو استازولیو په وار وار غوښتي و، چې لږترلږه په کونسلي چارو کې له مرکز سره همغږي وکړي، " په خواشینۍ سره باید ووایو چې د یادو ډېرو استازولیو له لوري کړنې له مرکز سره په نه همغږۍ، خپلسرۍ او له شته منل شویو اصولو څخه په ښکاره سرغړونې، ترسره کېږي. دافغانستان اسلامي امارت په بهر کې مېشتو هېوادوالو ته یو ځل بیا خبر وکوي، چې د دې اعلامیې له خپرېدو وروسته د لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسې، ایټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا استازولیو له لوري، کونسلي خدمتونه د منلو وړ نه دي."
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزرات په نوي نوملړ کې د اسپانیا او هالنډ نومونه نه لیدل کېږي.
له تاجکستان پرته د سیمې په هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د طالبانو د حکومت له خوا نومول شويو دیپلوماتانو ته سپارل شوي دي. چین په رسمي ډول د طالبانو سفیر منلی او خپله یې هم په کابل کې سفیر ټاکلی دی.
په بلجیم او لندن کې د افغانستان سفارتونو ویلي دوی په خپلې چارې په عادي ټوګه مخ ته وړي او وايي"موږ د افغانستان د وګړو د حقونو او ګټو ته ژمن یو. او له خپلو ټولو امکاناتو او سرچینو څخه په ګټې اخیستنې د غوره خدمتونو وړاندې کولو هڅه کوو."
تر دې وړاندې په ګڼو اروپايي هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو لخوا صادر شوي کونسلي اسناد لکه ویزې، د پاسپورت تمدید او نور هم په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له خوا منل کېدل.
د افغان ډیپلوماټانو په وینا، دوی د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو د حکومت له جوړېدو وروسته مرکز ته سیاسي او مالي راپورونه نه استوي.
ویل کېږي دغه دیپلوماتیکې ادارې خپل ورځني لګښتونه افغانستان ته د تلونکو بهرنیو مسافرو لپاره د ویزو ورکړې او افغان کډوالو ته د کونسلګرۍ چارو او سندونو بشپړولو له لارې پوره کوي.
ځینې کډوال چې دغو ادارو ته ورغلي د "لوړې" تعرفې په تړاو یې شکایتونه هم کړي دي.
امریکا لا له وړاندې په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ تړلې دي.