'بریتانیا ته په اې‌سي‌ار‌اېس پروګرام کې راوتلو افغانانو ته د کورنۍ نژدې غړو راوستلو پروګرام اعلان کړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

'
افغاناند عکس سرچینه،په بریتانیا کې د مېشتو افغان کډوالو په منځ کې ګڼې داسې کورنۍ شته چې دوی دغه هېواد ته لېږدول شوي خو د کورنۍ نور نژدې غړي ترې افغانستان کې پاتې دي. دوی له تېرو درې کلونو راهیسې انتظار کاوه چې له دوی جلا پاتې شوي کسان هم دغه هېواد ته ولېږدول شي او له دوی سره یوځای شي.
ددې غوښتنې لپاره کله کله اعتراضونه هم شوي دي.
څو ورځې وړاندې یو شمېر افغانان د بریتانیا د پارلمان مخې ته راټول شوي وو او ددغه هېواد له حکومته یې غوښتل چې د دوی د کورنۍ د نژدې غړو د لېږدولو وعده دې پوره کړي.
هغه وعده چې د اعتراض کوونکو په خبره له درې کلونو راهیسې نه پوره کېده.
تازه د بریتانیا حکومت یو پوګرام اعلان کړی چې له لارې یې په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشت کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو پرمهال بریتانیا ته لېږدول شوي او د کورنۍ نژدې غړي ترې هلته پاتې شوي وو، اوس کولی شي چې د خپلې کورنۍ نژدې غړي هم بریتانیا ته ولېږدوي.
د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر ایوت کوپر وايي، حکومت بالاخره له هغو کسانو سره خپله ژمنه پوره کوي چې د خپلو کورنیو له نژدې غړو جلا شوي وو.
دده په وینا، اوس دوی کولی شي چې د خپلو مړونو یا مېرمنو او هغو اولادونو لپاره چې تر اتلس کلونو یې عمر کم و، غوښتنلیکونه ثبت کړي.
ددغو کسانو لېږدولو لګښت به د بریتانیا پر حکومت وي.
د بریتانیا د کډوالو چارو وزیره سیما ملهوترا وايي "له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال د افغان کډوالو د لېږدولو له بهیره درې کاله پوره کېږي، خو لا هم د ډاډ ترلاسه کولو بېړنۍ اړتیا ده، ترڅو هغه کسان چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ ملاتړ او بشري حقونو خوندیتوب په برخه کې د لویو ګواښونو په منلو سره سره زموږ ترڅنګ ولاړ وو، له خپلو نژدې عزیزانو سره یوځای شي".
هغې وویل "دا زموږ اخلاقي دنده ده چې په غمجن ډول جلا شوې کورنۍ بیره سره یوځای کړو."
له همدې امله د هغې په وینا د (ACRS) پروګرام مو پراخ کړ چې له مخې یې جلا پاتې شوي کسان وکولی شي بریتانیا کې د مېشتېدو لپاره ولېږدول شي.
بریتانیا افغان امنیتي ځواکونه د "ارپ ARAP" او ملکیان د "اې‌سي‌ار‌ اېس ACRS" په نوم پروګرامونو له لارې دغه هېواد ته ولېږدول.
هغه وایي، افغانانو له موږ سره مرسته کړې او موږ هم باید له هغوی سره مرسته وکړو او دا ډاډ ترلاسه کړو چې زموږ سیستم عادلانه دی او د هغو کسانو ملاتړ وکړو چې له ګواښ سره مخامخ دي.
بریتانیا؛ د افغان کډوالو نوي پروګرام له اعلان سره هممهاله د یو شمېر پاتې کسانو لپاره اندېښنې ډېرې شوې
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي، دغه سیستم به د درېیو میاشتو لپاره پرانیستی وي او په شرایطو برابر کسان کولی شي د اکتوبر تر دېرشمې نېټې خپل غوښتنلیکونه دوی ته واستوي او د دوی د کورنۍ نژدې غړي چې په هر هېواد کې وي باید د بریتانیا د وېزو ترلاسه کولو یو مرکز ته ورشي او دغه هېواد ته له تللو مخکې خپل اسناد وسپاري او بایومټریک شي.
ددغه پروګرام له مخې هغه ماشومان چې له خپلو والدینو پرته بریتانیا ته لېږدول شوي هم کولی شي خپل مور او پلار لپاره غوښتنلیک ورکړي. همدا راز هغه خویندې او وروڼه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یې عمرونه تر اتلس کلونو کم وو هم په دغه پروګرام کې شاملېدای شي.
خو تر اتلسو کلونو پورته کسان ښايي له دغه پروګرامه ګټه وانخیستلی شي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي، د کورنۍ اضافي غړي ښايي په ځانګړو شرایطو کې په پام کې ونیول شي.
د کډوالو ملاتړو ادارو ددغه پروګرام هرکلی کړی.
بریتانیا کې د کډوالو د شورا مسؤل انور سلیمان وايي، تېرو درې کلونو کې یې له ګڼو هغو کورنیو سره مرستې کړي چې د کابل د سقوط پرمهال له خپلو عزیزانو جلا شوي دي. دده په وینا د بریتانیا د حکومت نوی پروګرام به د دوی لپاره لاره پرانیزي چې د خپلو نژدې غړو سره یوځای شي.

په افغانستان کې د پخواني حکومت له سقوط او د طالبانو حاکمیت څخه وروسته په لومړي پړاو کې له دغه هېواده د افغانانو د ویستلو بهیر د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۳مې تر ۲۸ مې نېټې ترسره شو. په دغه بهیر کې لسګونه زره کسان امریکا، کاناډا او ځینو اروپایي هېوادونو ته ولېږدول شول.
په دغو شاوخوا دوو اونیو کې بریتانیا څه باندې ۱۵ زره افغانان دغه هېواد ته ولېږدول چې دا ددغه هېواد تر ټولو هوايي عملیات بلل شوي دي.
په دغه بهیر کې ګډوډي او بېړه ددې لامل شوه چې ځینې کورنۍ له خپلو نژدې غړو پرته ولېږدول شي.