امریکا څه غواړي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

امریکا د افغانستان تر ګردو لوی ستراتیژیک ملګری دی چې په تېرو کلونو کې یې له افغانستان سره په ټولو برخو کې نهایت زیاتې مرستې کړي چې افغانان یې د سخاوتمندانه مرستو منندوی دي، مګر په ځینو برخو کې پر امریکایانو هم ملاحظات لري، د بېلګې په توګه عام ذهنیت داسې دی امریکا لا هم له همغه لومړي سره په افغانستان خپلې موخې او لومړیتوبونه تعقیبوي او خپل لومړیتوبونه یې د افغانستان له ملي ګټو سره نه دي همغږي کړي.

د بېلګې په توګه د امریکا او نړیوالې ټولنې له لوري مرسته شوې پیسې لا هم په موثره توګه نه دي لګول شوي، د بندونو، بندرونو او نورو برخو کې لا هم اساسي کارونه او زېربناوې نه دي جوړې شوي، حتی د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه هغسې چې ښایي نه دي تمویل او تجهیز شوي. دا نیوکې یوه لورته او بل لورته د امریکا په اړه دا هم ویل کېږي چې دوی له وسله والو طالبانو سره هم همکاري کوي، ځکه په ډېرو مواردو کې خلکو لیدلي دي چې هغوی ته وسایل، مواد او وسلې ورکول شوې دي.

د دې ترڅنګ امریکا او ټوله نړۍ په واضح توګه ویني چې پاکستان هم تروریستانو ته ځای ورکړی، هم یې مرکزونه ورته جوړ کړي، هم وسلې او مهمات ورکوي، مګر د دې ټولو باوجود امریکا پر پاکستان لازم فشار نه راوړي او نه هم پاکستان له دغه ناوړه کار څخه منع کوي. که امریکا واقعاً وغواړي نو پاکستان به په هیڅ صورت هم دېته زړه ښه نه کړي چې د تروریستانو ساتنه او پالنه وکړي.

بله دا چې امریکا له افغانستان سره ستراتیژیک او امنیتي تړونونه لاسلیک کړي دي، مګر د دې باوجود پاکستان د افغانستان په سرحدونو کې مزاحمتونه ایجادوي، پر کنړ توغندیز او راکټي بریدونه کوي، مګر امریکا یې پر وړاندې هیڅ ډول غبرګون نه ښیي.

افغانان د امریکایانو پر رول شک لري. دوی داسې ګڼي چې امریکا د افغانانو د مرستې نه، بلکې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره افغانستان ته راغلې، ځکه که د افغانستان اندېښنه ورسره وای، نو وضعیت به یې کابو کړی وای، طالبان به یې ځپلي وای، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې تمویل او تجهیز کړي وای او پاکستان به یې په واضح توګه پوهولی وای چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

خصوصاً د سولې په برخه کې د پاکستان وروستۍ کړنې او دریځ بېخي افغانانو ته د پوښتنې او اندېښنې وړ دی، ځکه د خلیلیزاد په مشرۍ امریکایي پلاوی هر ځل د تړلو دروازو تر شا مذاکرات کوي، مګر افغان حکومت هیڅ په جریان کې نه دی، امریکا ته ښایي چې یا یې له طالبانو سره دغه مذاکرات ودرولي وای او یا یې افغان حکومت هم په مذاکراتو کې ورشریک کړی وای.

افغانان بالاخره دې نتیجې ته رسېدلي دي چې امریکا دلته لوبه کوي، بدرنګه لوبه، داسې لوبه که افغانان یو لاس نشي او خپل توند غبرګون ونه ښیي، نو ممکن افغانستان بیا طالبانو او پاکستان ته حواله کړي، چې له دې سره به هم وضعیت بدل شي، هم به حکومت له منځه لاړ شي او هم به یو بل بحران پیل شي، نو امریکا باید له احتیاطه کار واخلي او داسې څه ترسره نه کړي چې د افغانانو د خوښې او ارادې خلاف وي.