‎اتمر صیب هوښيار سیاستمدار دی!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


‎لیکنه : مینه منګل 
‎‌‌‌‌‌‌ډېر په دې نیوکه کوي چې اتمر صیب ولې په اساسو شېبو کې یې د ملي امنیت شورا له سلاکارۍ څخه استعفاء ورکړه ؟ 
‎دا خلک وايي باید چې اتمر صیب تر آخېره د ولسمشر غني تر څنګ ولاړ وی

.
‎خو هیچا له ولسمشر څخه دا پوښتنه ونکړه چې دا ستره ملي پانګه له څنګه مه لرې کوه ځکه چې همدا ملي پانګه یعنی اتمر صیب خو ستا ښی لاس او وزر وو ، همدا اتمر وو چې ستا ناکام سیاست یې بریالی کړ ، همدا اتمر وو چې ستا د نېک نامۍ په خاطریې نه شپه کتله او نه هم ورځ هڅې یې کولې چې ستا ناکامې برنامې بریالۍ کړي، هیچا ولسمشر ته ونه وې چې د اتمر صیب په شتون کې د سولې برنامې بریالۍ کېږي ځکه چې اتمر صیب د افغانستان او سیمې له سیاست څخه خبر او ملي ګټو ته وفادار سړی دی او د سولې د خبرو کامیابه تجربه مو د اسلامي حزب سره وکتله . 
‎هیچا ولسمشر ته ونه وې چې ته هغه وخت یواځې وې ، ستا سیاسي مخالفینو هڅه کوله چې تا بد نام کړي ستا کوششونه له خاورو سره یو کړي اما همدا اتمر و لکه غر درته ولاړ و او ستا د سیاسي مخالفینو ملاوې یې ورماتې کړلې .
‎هیچا ولسمشر ته ونه وې ته چې کله واک ته ورسېدې ټولو مرستندویه هېوادونو له افغانستان څخه  لاس اخیستی و ، ستا پوځ تش لاس و ، ستا پوځ معاش نه لرلو همدا اتمر و چې ددې پوځ د بقا ، او ددوی د پرمختګ او تجهیزاتو د پاره یې د نړۍ بېشمېره هېوادونو ته سفرونه وکړل پوځي مرستې یې را جزب کړلې، هوايي ځواک ته یې قوي پوځي الوتکې راوړلې دا کوم وړوکی او عادي کار نه و.
‎سره ددې ټولو هڅو ولسمشر غني وغوښته چې اتمرصیب یې له څنګه لرې شي .
‎دا چې اتمر صیب د افغانستان د پاره بې بدیله مشر ثابتېدلی شي د افغانستان د ‌‌‌‌‌‌ډېرو سیاسونو ، مشرانو ، دیني علماو، ځوانانو غوښتنه همدا وه چې اتمر صیب د ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړي دې کار سره به د افغانستان په سیاست کې بدلونونه راشي او موږ به د نورو ‌‌‌‌‌‌ډېرو پرمختګونو شاهدان شو . 
‎او د افغانستان خلک باوري دي چې اتمر صیب که چېرې ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی شي د افغانستان کورنی او بهرنی سیاست به واضح او روښانه شي او د افغانستان راتلونکیو نویو نسلونو ته به یو ښه زیری وي.
‎د اتمر صیب د نوماندۍ سره نېوکې دا دي چې ښاغلي اتمر ولې جنګسالاران د خپلو مرستیالانو په توګه له ځانه سره ونیول ؟
‎زه غواړو ددوی په ځواب کې داسې ولیکم!
‎لومړی لاتر اوسه اتمر صیب دا نده په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړې چې څوک او د کوم قوم مشران به یې مرستیالان وي.
‎دوهم _ افغانستان د ټولو قومونو ګ‌‌‌‌‌‌ډ کور دی دلته د هر قوم وګړی حق لري چې سیاسي قدرت ته ورسېږي، او دا څرګند حقیقت دی چې د یوه قوم څخه کله هم حکومت نه تشکیل کېږي.
‎اوس را به شو دېته چې ولسمشر غني څوک تر خپل معاونین وټاکل ؟
‎دوستم جنایتکار نه و؟ دا حقیقت دی چې د زرګونه پښتنو قاتل دی اما ددې لپاره چې ولسمشر غني واک ته ورسېږي همدا قاتل یې خپل لومړی معاون وټاکه ، نن هم همدا دوستم او کسان یې د هېواد په شمال کې جنایتونه کوي، پښتانه د طالب او ترورست په نوم وژني څوک یې د پوښتنې شته ؟
‎دوستم ته ورته لسګونه جنایتکاران یې له ځانه راګ‌‌‌‌‌‌ډ کړل د افغانستان د خلکو پر حقونو یې پښې کېښودې ، چاپلوس او د قوم شړل شوي اشخاص یې راوستل معینان ، مشاورین او نور کاره یې  وټاکل .
‎د یوه مشر په صفت ولسمشر غني ته درناوی  لرمه او ‌‌‌‌‌‌ډېرو ته یې بلا وروګرځوې.
‎خو مینوالو ته یې یوه مشوره لرمه .
‎پوهېږمه چې د اتمرصیب نوماندۍ تاسو ټول ‌‌‌‌‌‌ډېر ورخطا کړي یاست ددې پر ځای چې د اتمر صیب د نوماندۍ په اړه فکر وکړئ هڅه وکړئ چې ولسمشر غني ته نېکې او ښې مشورې ورکړئ تر څو یې د راتلونکي د پاره په درد وخوري.
‎اتمر صیب بریالی او هوښيار سیاستمداره دی که چېرې په خېر سره د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی شو نو باور لرمه چې سیاست به یې بریالی وي، او د افغانستان په خیر به تمامېږي.