دویم غازي امان

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مطیع الله سحر
د غازي امان الله خان د ارمانونو پوره کولو لپاره خدای داسې یو کس زمونږ په هیواد باندې حاکم کړی چې هم د هیواد ابادي غواړي او هم د غازي امان الله خان هغه ارمانونه پوره کول غواړي کوم چې  د امان الله خان له وخت څخه نیولې نږدې سل کاله همداسې نیمګړي پاتې وو.
ځکه چې کله امان الله خان خپلو انکشافي کارونو ته ملا وتړله، نو دښمن هم په ارامه پرېنښود او په یوه او بله پلمه یې د دوی پر وړاندې مزاحمتونه ایجاد کړ او بالاخره وضعیت دومره خراب شو، چې غازي امان د افغان د وینې د بهېدنې د مخنیوي په موخه بې مخه ښې له وطن څخه ولاړ او ارمانونه یې همغسې نیمګړي پاتې شول.
د غازي امان الله خان له ارمانونو څخه یو ستر ارمان هم همدا وو چې په لویه کې یې هیواد په خپلو پښو ودرېږي. د نورو له احتیاجه ووځي او افغانان د ارام، هوسا او باعزته ژوند لرونکي وي. دادی سل کاله وروسته ولسمشر محمداشرف غني د دغه ملي اتل او غازي د دغو ارمانونو پاللو ته مټې رابډوهلي او غواړي چې د څلوېښتو کالو جنګ ځپلی او ویجاړ افغانستان د پرمختګ له سیمه ییز او نړۍ وال کاروان سره ملګری کړي.
د همدې اونۍ په لومړیو کې ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي توګه د داالامان کمپلکس د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده. چې له دې سره به افغانستان په هغو پنځو هیوادونو کې راشي چې اداري کمپلکس به ولري. د دالامان د اداري کمپلکس د جوړېدو پلان یوه پېړۍ وړاندې غازي امان الله خان جوړ کړی وه. خو د داخلي او بهرنیو لاسوهنې له امله دا چارې ريښتينې نشوې. خو نن ښاغلي غني دا ستر اقدام وکړ چې د غازي دا ارمان به زه پوره کوم.
د کابل ښار یوه لویه ستونزه په ښار دننه د دولتي ادارو شتون ده چې  ښاریان یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي، ډېری دولتي ادارې په کرايي کورونو کې خپلې  چارې پر مخ وړي او په ځانګړې توګه دا ادارې په ښار کې د سړکونو د  بندښت دليل هم  دی او پر دې ادارو د دولت د مخاليفینو د حملو په صورت کې د ملکي خلکو تلفات هم زیات دی چې د دې ټولو ستونزو لپاره د اداري کمپلکس جوړېدل یو اړين ګام دی چې ورسره به ډېرې دا ډول ستونزې حل شي.
د اداري کمپلکس د جوړېدو ګټې ډېرې زیاتې دي، چې په اړوندو ادارو  کې به مراجعینو کار به ډېر ژر تر سره کېږي. او تر یو امنتي چتر لاندې به وي او ادارو مالي مصارف به ورسره د اوسنیو په پرتله تر نيم څخه زیات راکم شي. او بله دا چې په ښار کې به ورسره راه بنديانې هم کمې شي. او ورسره به د دښمن د حملو په تر سره کلو کې به ملکیانو ته هم  زیات تلفات نه رسېږي.
دا ښاغلي غني په دې کار تر سره کولو سره به د غازي امان الله خان روح په قبر کې ارام شي. دا د غازي امان الله خان هغه ستر ارمان و چې دی یې په خپل ژوند کې تر سره کړي او په خپلو سترګو وویني چې ټولې دولتي ادارې یو زای کار وکړي. تر څو د یو ساعت کار په نیم ساعت کې په چټکۍ سره تر سره شي. ښاغلي غني غواړي چې د غازي امان الله خان په پل باندې پل کېږي او پر همغه لاره باندې مخ پر وړاندې لاړ شي. کومې برنامې او پلانونه چې غازي امان الله خان د هیواد لپاره درلودل که چېرته همغه پلانونه تر سره شي هیواد په ډېر ژر او په اساس ډول سره جوړ شي.