مداخله افغانستان کوي که پاکستان؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

څه موده وړاندې ولسمشر غني د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ په اړه یو ټویټ کې لیکلي و: "د خیر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د سول هییزو او مدني فعالانو او معترضانو په ضد تشدد مخ په زیاتېدو دی چې د بشري حقونو نړیوال سازمانونه، رسنۍ او حتا د پاکستان مدني او سیاسي بنسټونه هم دغه مخ په زیاتېدونکی تشدد تاییدوي او جدي اندېښنه ښیي.

سیمه د مذهبي افراطیت او ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ ده، د هر مسوول دولت اخلاقي دنده ده چې د دغه ډول مدني فعالیتونو ملاتړ وکړي، خو له بده مرغه له دوی سره برعکس چلند کېږي.

په داسې وخت کې زموږ لپاره د سوله ییزو اعتراضونو او مدني فعالانو ځپل نه یوازې د ژورې اندېښنې خبره ده، بلکې ټولې سیمې ته منفي پایلې لرلی شي."

سره له دې چې د ولسمشر غني دغه ټویټ نهایت بې طرفي، یوازې په انساني، بشري، اخلاقي او ولسواکیزو ارزښتونو ولاړ و او دا غږ یې په سیمه کې د افراطیت او ترهګرۍ د ځپلو او انساني حقونو ته د درناوي په پار کړی و، په هغه کې یې د پاکستان د حکومت د ادلون، بدلون او یا کومه بله داسې اشاره او خبره نه وه کړې چې له امله دې په پاکستان کې اخ و ډب زیات شي، د دوی امنیت دې وګواښي او یا حداقل د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلل شي. مګر د دې باوجود هم د پاکستان حکومت توند غبرګون وښود او دا یې د دوی په چارو کې لاسوهنه وبلله.

مګر څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړېدو خبره په ډېر صراحت سره کوي. دا نه یوازې له نړیوالو قوانینو سرغړونه، بلکې د افغانستان په چارو کې بربنډه لاسوهنه ده چې د نوموړي دغو څرګندونو بېلابېل غبرګونونه له ځانه سره لرل او له امله یې نوموړی سخت وغانده.

پاکستان تل د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنو ترڅنګ هلته د جنګ د دوام په خاطر خلک لمسولي، هغوی ته یې امکانات، تجهیزات او حتی استخباراتي معلومات ورکړي دي او لا هم پر افغانستان د پاکستان له لوري تپل شوی جنګ ادامه لري. پاکستان تل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې او د پاکستان د مداخلو له امله افغان حکومت کار، پرمختګ او ثبات ته نه پرېښودل کېږي. سیمه او نړۍ که له افغانستان سره صادقانه ملګرتیا لري، نو پر پاکستان دې فشار راوړي او هغوی دې په افغانستان کې له لاسوهنې څخه منع کړي. که چېرې د سیمې او نړۍ هیوادونه په دې برخه کې همکاري ونه کړي، نو باور دی چې پایلې به یې نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره خطرناکې وي، ځکه چې پاکستان د ترهګرۍ پالونکی او تولیدونکی هیواد دی.

همدارنګه په کوردننه افغان سیاسیون هم باید د پاکستان د دغو ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه سره یو لاس او د افغان حکومت تر څنګ ودرېږي. تر هغو چې دوی واحد غږ او دریځ خپل نه کړي، نو پاکستان به هم له خپلو بربنډو لاسوهنو او ناوړه کړنو لاس وانخلي.