‎د سولې مشورتي بورد کې د اتمر صیب اړتیا!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

‎لیکه: مینه منګل  
‎سوله یوه اړتیا ده چې په ټينګښت کې یې هر انسان ون‌‌‌‌‌‌ډه لري، که سوله نه وي ژوند هم ندی ، اقتصاد هم نشته، یعنې ټوله کې انسانان له هر نعمت څخه بې برخې پاتې کېږي.
‎په هر حال راځو دېته چې د سولې د پاره اتمر صیب څومره مهم دی ؟


‎په تېرو څلورو کلونو کې موږ ولیده چې اتمر صیب د واک پر مهال د سولې د پاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې ، لومړی دا چې اسلامي حزب سره سوله ناممکنه وه ، خو همدا اتمر صیب و چې هڅې ېې پيل کړلې او د اسلامي حزب مشر او نور غړي یې دېته اړ کړل چې د افغانستان حکومت سره سوله وکړي او نن ورځ اسلامي حزب له جګړې لاس اخیستی .
‎په تېر کوچني اختر کې له وسله والو طالبانو سره د اوربند طرحه یې ولسمشر غني ته وړاندې کړه چې ولسمشر هم دا طرحه ورسره ومنله او په ټول هېواد کې اختر د سولې په فضا کې ولمانځل شو .
‎دېته ورته د سولې د پاره نورې هڅې .
‎اتمر صیب وکولی شو سعودي عربستان چې د سولې په برخه کې تاثیر لرونکی هېواد دی دېته وهڅوي څو د افغانستان په سوله کې مستقیمه رول ولوبوي .
‎اتمر صیب د ملي امنیت د شورا سلاکار په توګه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني تر ټولو ښه او نېږدې او صادق همکار پاتې شوی .
‎زما په اند کله چې د سولې مشورتي بورد جوړېده باید چې اتمر صیب سره مشوره شوې وای.
‎تر څو مهمې او ښې مشورې یې ورکړې وای .
‎د سولې په هره برخه کې د اتمر صیب شتون مهم
‎دی په دغو دلایلو .
‎لومړی اتمر صیب د سولې په خبرو اترو کې پوره تجربه لري او په دې پوهېږي چې د سولې خبرې له کوم ځایه او څنګه پيل کړي.
‎دوهم دا چې اتمر صیب د ولس په منځ کې باور او ښه نفوس لري کولی شي چې د سولې خبرې د ولسونو پر مټ بریالیتوب ته ورسوي.
‎دریم دا چې اتمر صیب د افغانستان له حالاتو درک لري او په دې پوهېږي چې د سولې مهم موارد کوم
‎دي.
‎څلورم دا چې اتمر صیب د ولسمشر نېږدې همکار پاتې شوای او کولی شي ولسمشر ته د سولې په خبرو کې ګټورې مشورې ورکړي.
‎پنځمدا چې اتمر صیب د نظام مخالف ندی په پوره توان او صداقت سره کولی شي د سولې د پاره زیار وکاږي.
‎شپږم دا چې اتمر صیب نړیوال باور لري د سولې خبرې بغیر د نړیوالو متحدینو ناممکنه ده که اتمر صیب ددې بورد غړی وای نړیوالو متحدینو ته یې د سولې حل لارې ښودلی شوی .

‎اوسنی د سولې مشورتي بورد هېڅکله 
‎ د افغانستان د سولې د پاره ګټور نشي تمامېدلی ،ځکه چې یو طرف ددې بورد غړي اکثریت یې هغه جنګسالاران دي چې کله هم سوله نه غواړي او ددوی ګټه په جګړه کې ده او دوی په دې هم پوهېږي که چېرې طالبانو سره سوله وشي دوی بیا جګه غاړه په افغانستان کې نشي ګرځېدلی .
‎دوهم د سولې د پاره باید نفوس لرونکي اشخاص غوره شوي وای اما دلته داسې اشخاص غوره شوي چې نه نفوس لري تر ټولو متعصب اشخاص دي .
‎دریمه ‌‌‌‌‌‌ډله هغه اشخاص ددې بورد د پاره غوره شوي چې خپله د نظام مخالفین دي کله
‎چې دوی موجوده نظام نشي زغملی دوی به د سولې په ټينګښت کې څه وکولی شي؟
‎کله چې د سولې د پاره د مشورتي بورد لست هر افغان ویني په سوله یې باور کمېږي .
‎هیله لرو چې ولسمشر په دې غړو له سره غور وکړي او هغه کسان د  ددې بورد د پاره غوره کړي چې واقعین افغانان وي او په دې ولس یې زړه وخوږېږي.