د امنیتي او دفاعي ځواکونو بېساری ملاتړ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو چې په سختو شرایطو کې په څومره مېړانه، قوت او بېدرېغه سرښندنو سره د خپل هیواد دفاع وکړه او خپل خلک یې د تروریستانو او جنګي ډلو او ګروپونو او داعش له وحشت او جنایتونو څخه وژغورل ، نوهمدومره د هیواد دغو اتلانو د ولس پراخ ملاتړ خپل کړ. د هیواد په تاریخ کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه زموږ د خلکو ملاتړ بېساری دی،
ځکه چې دوی د خپلو اتلانو وضعیت درک کوي او په دې هم پوهېږي چې دوی د وطنپالنې د احساس له مخې یوازې او یوازې د خدای د رضا، د وطن د دفاع او د خپلو خلکو د ساتنې په موخه هره سختي په ډېره خوشالۍ پرځان مني او د غوښو د قوي او نه نړېدونکو دېوالونو په توګه د دښمن پر وړاندې ولاړ دي او له خپل هیواد او ولس څخه یې نه ماتېدونکې خوندي کلا راتاوه کړې ده، نو له دې امله زموږ ولسونه د خپلو زړورو سرتېرو د اتلولیو او سرښندنو قدرداني کوي او تر بل هر وخت د دوی ترڅنګ په قوت سره ولاړ دي.
زموږ دغه مېړني او اتلو سرتېري چې د هیواد دفاع او بقا کې څومره رول لري، نو  دوی په سوله کې هم فوق العاده رول لري، ځکه ولسمشر غني ویل، که طالبان سوله ونه مني، نو موږ به سوله د جګړې ډګر ته یوسو. مانا یې دا وه چې که په نرمه یې ونه منله، نو د جګړې ډګر کې به طالبان مات کړ او هغوی به دې دېته مجبوره شي چې سولې ته غاړه کېږدي. همداسې وشول، طالبان چې کله په جګړه کې مات شول، نو په ښارونو کې یې چاودنې او بریدونه وکړل، دوی فکر کاوه چې په دغه ډول جنایتونو او وحشتونو سره به د خلکو روحیه کمزورې کړي، مګر برعکس دوی کمزوري شول، مات شول او له خپل راتلونکي نهیلي شول، نو اوس مجبوره دي چې سوله ومني او دا زموږ د مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو برکت دی.
مګر امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډېرې مېړانې سره د دوی دغه خوب او خیال له خاورو سره خاورې کړ. زموږ ځواکونو په نشته امکاناتو، مګر د وطن پالنې په عالي مورال دښمن مات کړ. سره له دې چې په تېرو څلورو کالو کې هم جنګ شدت پیدا کړ او هم جنګي تکتیکونه بدل رابدل شول، خو کومه ګټه یې ځکه ونه کړه چې زموږ ځواکونه یې پر وړاندې لکه سپر ودرېدل.
کنه په لومړیو کې داسې ښکارېده چې حکومت ځان نشي ژغورلی او افغانستان سم مسیر ته نشي سوق کولی او د امنیت نشتوالي دا شکونه نور هم قوي کول. په دې حال کې امنیتي او دفاعي ځواکونه وتوانېدل چې د دښمن تصور له منځه یوسي او د دوی هیلې یې خاورې کړې. د ملي يووالي حکومت، په پوره درایت سره جګړه مدیریت کړه، چې په پایله کې یې په دوه سياسي جغرافیو د افغانستان د وېش مخنیوی وشو او دښمن په خلکو د خپلو ناروا غوښتنو او شومو اهدافو په تحمیلولو کې ناکام شو.