ډاکټر ځلاند نور له زغم او چتې وتلی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبداللطیف یاد

د ډاکټر فیض محمد ځلاند پرېوتی شخصیت، افغان دښمنه چلند، ګوداګی ذهنیت، پردۍ پالنه د هیچا له سترګو هم پټ نه دي. هغه له پیله د حکومت، نظام، ولسمشر ، امنیتي او دفاعي ځواکونو او د ارزښتونو، دریځونو او شخصیتونو پر وړاندې پوچ تبلیغات کوي.

د خلکو ذهنیت خرابوي. تشدد، افراطیت، ترهګرۍ او ناسمو کړنو ته لمن وهي. د وسله والو طالبانو وحشتونه او جنایتونه توجیه کوي. امنیتي او دفاعي ځواکونه کمزوري معرفي کوي. د دوی د محبوبیت د راکمولو هڅه کوي. په خلکو کې نهیلي، وېره او بې باوري خوروي، مګر د دې ټولو ناوړه کړنو باوجود هم هغه زغمل کېږي.

مګر په دې وروستیو کې ډاکټر ځلاند بېخي له چتې او زغم وتلی دی. لیرې نه ځم د وروستیو دوه ورځو درې داسې تورونه او تهمتونه یې د بېلګې په توګه راوړم چې د هیواد هیڅ ویښ او بااحساسه او صادق بچي ته د زغم وړ نه دي.

کله چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي ډاکټر حمدالله محب په امریکا کې د زلمي خلیلزاد کړنې د افغان سولې په برخه کې نقد کړې او هغه یې ناسمې وبللې، نو ډاکټر ځلاند په خپله  فیسبوک پاڼه ولیکل: چې امریکایانو د محب نکټایي ورشکولې او هغه یې احضار کړی دی. پوښتنه داده چې کله امنیتي، کشفي، عدلي او قضایي ارګانونه له نوموړي څخه د دغه تور او سپک چلند او څرګندونو پوښتنه نه کوي او هغه نه مجازات کوي، نو د یو بل عادي افغانان پوښتنه او ننګه به نو څنګه وکړي؟

همدارنګه په بګرامیو ولسوالۍ کې چې امنیتي ځواکونو د ملا طوطي په نوم د یو غاصب کور کلابند کړ، نو ځلاند ولیکل چې امنیتي ځواکونو د ملا  ضعیف کور کلابند کړی، ځکه چې ضعیف د سولې هڅې کوي او غني د سولې دښمن دی.

بیا هم له ځلاند څخه د دغو بې خرته تورونو له امله پوښتنې ونشوې او ټولو ورباندې ځانونه غلي کړل. نوموړي دا هم وویل چې ښاغلی محب له دندې شړل شوی او کابل ته احضار شوی دی.

دا یوازې په دې دوه ورځو کې د ډاکټر ځلاند د سپک چلند، تورونو او تهمتونو درې بېلګې دي چې د دې هر پوست او تهمت له امله هغه محکمې او څارنوالۍ ته معرفي کېدلی شي او باید سخته سزا وګالي، مګر اړوند ارګانونه په دې برخه کې د هیڅ ډول مسوولیت احساس نه کوي.

که چېرې د ځلاند د غو ناسمو کړنو مخه ونه نیول شي، نو دا به په هیواد او ټولنه کې د حکومت پر وړاندې د بې بندوبارۍ لامل شي، نور خلک به هم دېته وهڅېږي چې دغسې عقده یي او سپک چلند وکړي. تر هغو چې حکومت د دغه ډول پردیپالو پر وړاندې قاطع او جدي دریځ اختیار نه کړي او د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې ورته سزا ورنه کړي، نو په هیواد کې به ورځ تر بلې د جاسوسانو او پردیپالو شمېر ډېر شي. دوی به د ځلاند غوندې په ښکاره او ډاګه د افغانستان ملي ارزښتونه، ملي ګټې او شخصیتونه، نظام او حکومت ننګوي. د پردیو  اجنډاوې به تطبیقوي او په ټولنه کې به انارشي او بې نظمي خوروي، خو د ځلاند او د هغه په څېر د نورو ناوړه اشخاصو او افرادو پر وړاندې جدي او توند غبرګون پکار دی.