د بهرنیو عسکرو د حضور اصلي لامل طالبان او که دولت دی؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
طالبان له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو ټینګار کوي، مګر په دې هیڅ فکر نه کوي چې بهرني عسکر په افغانستان کې د څه لپاره دېره دي او چا دوی ته دا پلمه په لاس ورکړې چې باید په افغانستان کې د زیاتې مودې لپاره پاتې شي؟

معلومدار چې خپله وسله وال طالبان ، تروریستان او د دوی وحشتونه او جنایتونه د دې لامل شوي دي چې بهرني عسکر په افغانستان کې مېشت وي او تر هغو چې د تروریزم تهدید چې د نړۍ او سیمې د هیوادونو د امنیت او ثبات پر وړاندې لوی ګواښ دی نه وي ختم شوی او ترهګر نه وي ځپل شوي، نو دوی به په افغانستان کې خپل ماموریت ته ادامه ورکړي.
ولسمشر غني چې د واک د لېږد مسوول وو، نو یو سل او شل زره امریکایي او نور بهرني عسکر یې له افغانستان څخه په عزت وېستل او د دوی واکونه او امنیتي مسوولیتونه یې د یو منظم مهالوېش او برنامې په اساس افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته انتقال کړل. حتی په پام کې وه چې ټول بهرني عسکر له افغانستان څخه ووځي، یوازې د امریکایي ډيپلوماتانو او سفارت د امنیت په خاطر څو سوه عسکر دلته پاتې شي، مګر کله چې وسله وال طالبان او د دوی بادارن په دې پوه شول چې بهرني عسکر افغانستان پرېږدي، نو دوی جنګ ته شدت ورکړ، په بېلابېلو ولایتونو کې یې بریدونه وکړل او امریکایي عسکر یې دېته مجبوره کړل چې دوی په خپله پرېکړه کې تغیر راولي او همغه وو چې د هغه وخت د امریکا ولسمشر بارک اوباما څو زره اضافي عسکر افغانستان ته را واستول.
لنډه دا چې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د حضور اصلي لامل په خپله وسله وال طالبان او هغه ترورریستي ګروپونه دي چې انتحار، انفجار، جنایتونه او وحشتونه ترسره کوي. د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی، د ولسواکۍ او د حکومت د پیاوړتیا مخه نیسي. فساد، قاچاق او نورو وحشتونو ته یې زمینه برابره کړې .
په ۲۰۱۴ کال کې چې له افغانستان څخه لسګونه زره بهرني سرتېري وتل، نو هغه مهال له خلکو سره د خپل راتلونکي او د افغانستان د بقا وېره او اندېښنه موجوده وه. ځکه دوی وېرېدل چې له یوې خوا به کورني جنګونه پیل شي او جنګسلاران به د نویمو کلونو په څېر د خلکو ژوند نارامه کړي او له بل لوري دا وېره له خلکو سره وه چې وسله وال طالبان او تروریستي ډلې او ګروپونه به په ښارونو را شېوه شي او په خلکو به ظلمونه او وحشتونه وکړي، مګر دا مهال چې افغانستان مجهز او پیاوړي امنیتي او دفاعي ځواکونه لري، نو نه خلک د خپل راتلونکي په اړه هغومره اندېښمن دي لکه څو کاله پخوا به چې وو او نه هم  د څو زره امریکایي سرتېرو وتلو ته اندېښنه لري، ځکه دوی پوهېږي چې زموږ ملي امنیتي ځواکونه د وضعیت په کابو کولو لاسبري دي او هیچاته به هم د خپلسریو او د خلکو د امنیت د ګډوډولو اجازه ورنه کړي.