د افغانستان جنګ ته دې سوله ییزه حل لاره ولټول شي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

نږدې څلوېښت کاله کېږي چې زموږ وطن او خلک د اور په لمبو کې سوځي او لا هم معلومه نه ده چې دغه بدمرغه تحمیلي جنګ به نور څه دوام کوي. د افغانستان دښمنان نه غواړي چې افغانستان جوړ او پر خپلو پښو ودریږي، دوی تل غواړي چې په افغانستان کې ګډوډي رامنځته کړي. دغه ډول ناوړه سناریوګانې که د بهرنیانو او مغرضو ګاونډیانو دي مګر تطبیق یې افغان وسله وال طالبان کوي.

ولسمشر غني له لومړي سره غوښتل چې جنګ ته د پای ټکی کېږدي، ځکه چې له یوې خوا جنګ تباهي ده او له بل لوري زموږ د خلکو زغم نور پایته رسېدلی دی، مګر ورځ تر بلې په افغانستان کې خونړي بریدونه، وروروژنې او جګړې زیاتې شوې.

جنګ ، جنګ دی چې هر څه نوم او د هر چا پروژه ورکړې، مګر قرباني یې زموږ وطن او خلک ورکوي، هره ورځ موږ په کې مرو، موږ بدمرغه کېږو او بې کوره کېږو او موږ په کې خپل ژوند او خواخوږي له لاسه ورکوو.

د ملي یووالي حکومت رهبري د جنګ د ودرولو په خاطر بیا بیا طالبانو ته د سولې او اوربند بلنه ورکړه، مګر هغوی په ځواب کې جنګ لا تېز او ترهګریز بریدونه زیات کړل. افغان حکومت هم ناچاره شو، دفاعي او تعرضي حالت یې اختیار کړ او ولسمشر غني به په خپلو ویناو کې تل ویل چې موږ د جنګ او سولې دواړو لپاره چمتووالی لرو. جګړه د وطن د دفاع او سوله د خپلو خلکو د هوساینې لپاره کوو.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د خلکو او انسانیت د دښمن له یوې پراخې جبهې سره په یوې پیاوړې مبارزه کې بوخت دي او دغه مبارزه په مېړانه او زړورتیا ترسره کوي.   

د طالبانو د وروستیو خونړیو بریدونو یو هدف دا دی چې د افغان حکومت مشروعیت زیانمن او د چارواکو او خلکو ترمنځ فاصله زیاته کړي. دوی هم له ولسمشر څخه  همدا یو غوښتنه لري چې امریکا دې له هیواد نه بهر شي او زمونږ او تاسو تر منځ به د سولې لاره هواره شي، بیا به نه په هیواد کې داسي خونړي بریدونه نه ترسره کیږي، او نه به د هر افغان په کور د ویر ژړاګانې وي، مګر په حقیقت کې بهرنیو سرتېرو ته د پاتې کېدو پلمه همدې وسله والو ډلو په لاس ورکړې، ځکه په ۲۰۱۴ کال کې چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وتل، نو دوی جنګ ته شدت ورکړ. دا اوس هم چې بهرنیان مطمئن شي چې وسله والې ډلې له جګړې لاس اخلي، نو دوی له افغانستان څخه خپلو هیوادونو ته ستنېږي.

د خونړیو بریدونو یو بل ستر لامل دادی کله چې په ۲۰۱۴کال کې  د افغانستان د ملي یووالي حکومت کې د واک په سر سیاسي جوړجاړی وشو،په حکومت کې دننه بې اعتمادي رامنځته شواو دښمن ته یې د دې فرصت په لاس ورکړ چې دوی خپلو ورانکارو فعالیتونو ته ادامه ورکړي، ځکه حکومت تر ډېره په خپلو داخلي او خپلمنځي جنجالونو اخته وو.

بالاخره اوس حکومت، طالبان او امریکا دې پایلې ته رسېدلي دي چې د افغانستان روان جنګ د زور او نظامي لارې نه ګټل کېږي، بلکې د سوله ییز جوړجاړي له لارې باید پایته ورسېږي، د امریکا د سولې پلاوی په دې برخه کې هڅې کوي او باور دی چې مثبت او پام وړ پایله به ولري.