مسکو غونډه د څه لپاره؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

په تېره اونۍ کې یو شمېر افراد او اشخاص چې ځانونه افغان سیاستوال بولي، د حامد کرزي په ګډون د سولې راوستلو لپاره روسیې ته لاړل، او د روسیې په پلازمینه مسکو کې یې د طالبانو له مشرانو سره د افغانستان د سولې په هکله خبرې وکړې. خو دوی هېڅ کومه خبره له افغان حکومت سره په دې تړاو نه وه شریکه کړې او نه یې هم افغان حکومت ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه. او نه هم پکې پوښتل شوي وو. چې په دې سره یې د افغانانو غوصه راوپاروله.



د مسکو غونډه په دې متمرکز وه چې په ‌افغانستان کې سوله راولي، مګر تر ډېره زور ازمایي ته پاتې کېده، چې له کابله ورغلی لوری په کې نسبتاً خاموش او مودب معلومېده، مګر د طالبانو استازو په فاتحانه انداز خبرې کولې.

د غونډې ګډونوالو د امریکايي سرتېرو پر اېستلو هم خبرې وکړې. دوی له طالبانو سره دا وعدې وکړې چې بهرني ځواکونه به له افغانستانه وځي او هېڅ بهرني جنګیالي به په افغانستان کې نه وسي او له دې هیواده به خپلې پښې سپکې کړي. خو افغان حکومت ته بیا دا خبرې د منلو وړ نده ځکه په یاده ناسته کې هېڅ افغان حکومت ته د ګډون بلنه ورکړې نه وه او دغه ورغلي کسان هیڅ ډول اجرائیوي صلاحیت او ولسي ملاتړ له ځانه سره نه لري.

یادې ناستې په هیواد دننه د افغانانو غوسې راپارولي دي او په بېلابېلو ولایتونو کې پر لاریونونو لاس پورې کړی، دوی وايي چې د سولې خبرې باید د هیواد د ننه وشي او افغان حکومت استازي هم پکې ګډون وکړي. لاریون کوونکي وايي چې همدغه روسیه افغانانو د کوتک په زور له خپل هیواده واېستله. او اوس مو بېرته همغه هیواد ته د افغان سولې لپاره لاس نیولی دی چې افغانستان یې تباه کړل، افغانان یې شهیدان او بدمرغه او بې کوره کړل، چې دا د افغانانو لپاره د منلو وړ نده. او نه به هم روس وغواړي چې په افغانستان کې سوله راشي. ځکه چې همغه غوسه به یې لا په زړونو کې ساتلي وي.

په دغه غونډه کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي امنیت پخوانی سلاکار حینف اتمر، عطا محمد نور، محمد محقق او تورن اسماعیل د مسکو غونډه کې ګډون درلود چې د دوی ټولو په منځ کې یونس قانوني نسبتاً ښه دریځ درلود له نظام او لاسته راوړنو یې دفاع وکړه او خپل دریځ یې په جرئت سره بیان کړ.

. افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا وايي چې دا غونډې باید د افغان حکومت په مشرۍ وشي، او د سولې بهیر د افغانانو په مشرۍ  او مدیریت تر سره شي. ښاغلي غني زیاته کړه چې باید طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، خپلې ستونزې له حکومت سره په مخامخ خبرو کې شریکې کړي او په ګډه یوه د حل لاره پیدا کړي. چې دا به دواړو ته هم طالبانو او هم  افغان حکومت لپاره یوه ښه پایله ولري. خو طالبانو تل په دې ټینګار کړی چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه کېني.