د مسکو ناستې د پردې تر شا نورې کیسې لرلې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د مسکو ناسته چې په ښکاره د افغانستان او روسیې د ملګرتیا د سلمې کلیزې په پلمه رابلل شوې، تر شا یې پټې موخې او برنامې لرلې. دا څومره خندونکې او له مسخرې ډکه خبره ده چې روسان د افغانستان او روسیې د سلمې کلیزې دوستۍ ته هغه جنګي او تروریستي ډلې ور غواړي چې هغوی نه پر افغانستان باور لري، نه افغانان دي او نه هم د افغانانو او افغانستان استازیتوب کولی شي.

که موخه رښتیا هم د افغانانو او روسانو د دوستۍ نمانځنه وي، نو افغانان منتخب حکومت لري او باید د دوی په استازیتوب حکومتي مقاماتو ته بلنه ورکړل شوې وای، مګر د حکومت پرځای وسله والو طالبانو استازو، جنګي مجرمینو، جنګسالارانو، زورواکانواو هغو سیاسیونو ته بلنه ورکړې چې دوی نه کوم رسمیت لري، نه کوم محبوبیت لري، نه کوم مسوولیت لري او نه هم د افغانانو استازولي کولی شي، بلکې د دوستۍ د نمانځنې په پلمه د دغو کسانو ور بلل په حقیقت کې پر دوستۍ مسخرې او ملنډې دي.

د مسکو ناسته په حقیقت کې پر افغان دولت د فشار په موخه جوړه شوې. یانې یوه موخه یې دا وه چې څنګه پر افغان دولت چې د افغانانو منتخب او نماینده دولت دی فشار زیات کړي، ځکه یې نو وسله وال طالبان، د دولت مخالفین او منتقدین او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماندان وربللي وو.

دویمه موخه یې دا وه چې روسان غواړي بېرته خپل لاسپوڅي او جاسوسان سره منسجم کړي او دوی غواړي په دې ډول پر امریکایانو فشار زیات کړي او همدارنګه په افغانستان کې روان جنګ همداسې دوامدار وساتي.د دې ترڅنګ روسان غواړي چې د وسله والو طالبانو او د حکومت د مخالفینو تر منځ همغږي او همکاري زیاته کړي تر څو وسله وال طالبان له بهر او سیاسیون او مخالفین له داخل څخه په حکومت فشار زیات کړي او په دې وروستۍ یوه اونۍ کې لیدل کېږي چې پلازمېنه کابل کې نرم هدفونه، محصلین، ملکي وګړي او دولتي ملکي کارکوونکي هدف ګرځول کېږي او هغه هم چسپکي ماینونه دي له دې څخه داسې ښکاري لکه د روسانو دغه نوی پلان چې د تطبیق په حال کې وي او په دې ډول دوی غواړي چې حکومت تر فشار لاندې وساتي او عملاً خلکو ته داسې وښیي چې حکومت د خلکو د امنیت په ساتلو او تامین کې پاتې راغلی او پر بدیل یې باید فکر وشي.

ځکه چې له یوې خوا وسله وال طالبان او د دولت مخالفین او بل پلو روسان، پاکستان او ایران غواړي چې په افغانستان کې د قانوني او منتخب دولت پرځای یو موقت حکومت واوسي چې هم کمزوری وي، هم د دوی لاسپوڅی وي او هم په اسانۍ د دوی برنامې او پلانونه تطبیق کړای شي.

لنډه دا چې نه مسکو د افغانانو خیر غواړي، نه مشهد، تهران او اسلام اباد د افغانانو له غمه مړه دي. نه وسله وال طالبان د افغانستان د ابادۍ او سوکالۍ فکر لري او نه هم د دولت سیاسي مخالفین او منتقدین او حتی د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان د هیواد د امنیت، ثبات او پرمختګ په فکر کې دي، دوی ټول بهرنۍ، پردۍ او ناسمې اجنډاوې پرمخ بیایي او په لومړي قدم کې افغان دولت او په دویم قدم کې عام افغانان باید ویښ او بیدار واوسي او د دوی د وحشتونو، شرارتونو او رذالتونو مخه ونیسي.