ولس دې بابا غوښې ډوډۍ نه غواړي!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

موږ چې کوچنیان وو، نو یوه لوبه به مو دا کوله چې پلتۍ به مو ووهلې او په لوړ غږ به مو دا زمزمه کوله چې : اوس به بابا غوښې ډوډۍ راوړي. اوس چې د حکومت کړنو او د ملت تیارخورګۍ ته ګورم، نو همغه دماشومتوب لوبه او زمزمه را یاده شي.

له بده مرغه جنګونو، مهاجرتونو او نورو ناخوالو زموږ ولس بې پروا او تیار خور روږدی کړ. ښه به ويني چې یو څوک په ناحقه روان دی، دروغ وایي، ظلم کوي، بډې اخلي، بل ته زیان اړوي، عام ملکیت او شتمنۍ لوټي، مګر زموږ خلک یې نه یوازې نه منع کوي، بلکې پر وړاندې یې خاموش وي او په رڼو سترګو یې ننداره کوي.

د اسلام د ستر لارښود د حدیث مبارک مفهوم دی چې ناروا کار مو ولید په لاس یې منع کړئ، که د لاس وس مو نه کېده، په خوله یې منع کړئ او که مو د خولې وس هم نه وو په زړه کې یې بد واېسوئ او که دا مو هم په وس نه نو مخ ځنې واړوئ.

مګر موږ د پیغمبر دغه توصیه او لارښوونه هم پرځای نه کړه، حتی په ډېرو ځایونو کې موږ وینو چې غاصب، غله، زورواکي، قاتل، جابر او ظالم ته خلک درناوی لري، ښکته او پورته ورته کېږي چې دا هم د انساني عرف او هم د اسلامي لارښوونو خلاف عمل دی او همدغه دلیل دی چې څلوېښت کاله موږ ځورېږو، کړېږو او وژل کېږو، ځکه چې دا هر څه پر موږ له خپله لاسه دي، موږ چې تر هغو په خپله د دغه حالت د بدلون او ښه والي هڅه ونه کړو، نو غیبي او دریم لاس مرسته نه کوي.

حکومت په ډېرو برخو کې اصلاحات راوستل، زورواکي یې ونیول، غصب شوې ځمکې یې ورڅخه وګرځولې ان تر دې چې غاصبان او زورواکي یې د نوماندانو له لېسته وغورځول، مګر ولس کرار ویده دی. نه ښه وایي نه بد وایي. واڼې یې وتلې دي. تازه تازه په ننګرهار کې نوي والي حیات الله حیات د اصلاحاتو بهیر پیل کړئ. د اصلاحاتو په لړ کې یې د ویزو سیستم د منظم وېش، د خلکو د ځورولو ، له هغوی څخه د بډو اخیستلو د مخنیوي او په اسانۍ د ویزو ورکولو لپاره اقدامات وکړل. مګر زموږ ولس یې نه ستاینه وکړه نه یې حمایت وکړ، مګر پاکستان برعکس په ننګرهار کې خپل قونسلګرۍ وتړله او په والي یې تور پورې کړ چې د دوی په چارو کې لاسوهنه کوي.

مګر زموږ د خلکو د عزت، سهولت او خدمت په خاطر چې والي په دغو خطرناکو حالاتو کې ټول اقدامات وکړل او د دوی په خاطر یې وکړل، نو کیسه کې یې هم نه دي. نو کله چې موږ دغومره غافل او بې پروا واوسو ، ښو ته ښه او بدو ته بد ونه وایي. د حکومت او چارواکو ملاتړ ونه کړ، له زورواکو او غاصبانو څخه مخ وانه ړو او دا ورته عملاً ور ونه ښیو چې له تاسو کرکه لرو، نو حالات به څنګه شي؟ یا به موږ څنګه له اوسنیو ناخوالو را ووځو؟

ولس دې په تیارې بابا غوښې نه غواړي، د بابا غوښو لپاره دې لږ ګام واخلي، ځانونه دې منظم کړي او د حکومت ننګه دې وکړي، کنه خدای مکړه سبا به بېرته همدغه غاصبان او زورواکان پرې مسلط وي او هغه وخت به یې بیا څوک نه غم خوري او نه به یې هم فریاد اوري.