د یوګا ؛ ګټې څه دي؟ 

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نن د جون ۲۱مه، د یوګا د نړیوالې ورځې په توګه په نړۍ کې لمانځل کېږي. ملګرو ملتونو نهه کاله وړاندې دا ورځ د یوګا د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.

سږ کال یې نهم دی، چې د یوګا نړیواله ورځ لمانځل کېږي، په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازې په دې هکله یوه غونډه هم بللې چې د دغه هېواد لومړی وزیر نریندرا مودي به یې مشري وکړي.

یوګا یو فزیکي، ذهني او رواني تمرین دی چې لومړی په هند کې کېده او له همدغه ځایه نورو سیمو او هېوادونو ته یې لار موندلې ده. اوس په ګڼو هېوادونو کې د یوګا ځانګړي مرکزونه شته او په ځینو ځایونو کې د ښوونځیو د نصاب برخه ده.

یوګا د سانسکرت ژبې ټکی دی چې مانا یې یو ځای یا یوموټي کېدل دي. دا چې د یوګا پر مهال بدني او ذهني تمرکز یو کېږي، نو ځکه دا نوم ورته غوره شوی دی.

د ملګرو ملتونو ۱۷۵ غړو هېوادونو د دې ورځې لپاره رایه ورکړې وه.

اوس مهال په ټوله نړۍ کې یوګا په ګڼ شمېر کې مینه وال لري او په بېلا بېلو بڼو ترسره کېږي.

د یوګا ډولونه او ګټې

 

د یوګا افغانه ښوونکې پریسا رحمتي یې د بڼو په اړه وايي:

"یوګا شپږ څانګې لري او هر څانګه یې د یوه ځانګړي تمرکز ښوونه کوي چې له بل سره توپیر لري. ښه ده چې یو څوک د یوګا ښوونکی یا ښوونکې ولري چې په مرسته یې هغه بڼه چې له ذهني او جسمي پلوه ورته اړتیا لري، انتخاب او وکړي. په افغانستان کې ډېر لږ خلک د یوګا له دوو بڼو سره اشنايي لري، له نورو بڼو سره یې افغانان اشنا نه دي. اتار، راجا، باکتي، جانانا، تانتفرا او کرما د یوګا شپږ څانګې دي."

د یوګا د نړیوالې ورځې د لمانځنې موخه دا ده چې د یوګا ګټوته د خلکو پام واړول شي.

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي چې د یوګا د ورځې وړاندیز یې ملګرو ملتونو ته کړی و وايي، یوګا د هندي لرغونې دود یوه مهمه ډالۍ ده ځکه چې یوګا روغتیا ته ډېره ګټه رسوي.

 

د یوګا د ګټو په اړه اغلې رحمتي وايي، چې د بدن ټول غړي او عضلې په حرکت راولي.

"یوګا ډېرې ګټې لري، د یوګا هره بڼه چې غوره کوئ د بدن غړي ورسره په حرکت راځي، د یوګا بېلا بېل حرکتونه ستاسو بدن تحریکوي او دا تحریک ستاسو د بدن ټول غړي فعالوي، په بدن کې هر څه، هډوکي، عضلات او بندونه ټول په حرکت راولي. نو په ټوله کې یوګا بدن او روغتیا ته ډېرې ګټې لري."

په لندن کې میشته افغانه مریم، چې په منظم ټول د یوګا ټولکیو ته ځي وايي د یوګا له پیلولو وروسته یې هغه ستونزې له منځه تللي چې دا به ترې ځورېده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي فریکي فعالیت نه کول په نړۍ کې د مړینو له لسو لاملونو یو دی او د زړه ، شکرې او آن سرطان په څير د غیر ساري ناروغیو یو مهم لامل بلل کېږي.

یاد سازمان هم له غړو هېوادونو غوښتي چې خپل وګړي فزیکي فعالیت او په دې لړ کې یوګا ته وهڅوي چې ورسره په ناروغیو د اخته کېدو خطر پام وړ کمېږي.