د زړه کړکۍ

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


کړکۍ د خونې پرانیزئ کوربه مینه په کور کړئ
انګړ د بڼ کې جوړ د بلبلانو شور ماشور کړئ
غمونه له زړه وباسئ نظر پر روڼ سبا کړئ
روښان د زړه په تل کې بیا د مینې نوی اور کړئ
کړکۍ د خونې پرانیزئ چې وړانګې د لمر را شي
بیا سرې غوټۍ د هيلو د نرګس په لیمو خپور کړئ
د غرونو له سرونو  سپینې وړانګې ويلې کېږي
خپرې دا پلوشې د مړاو زرونو پر حجرو کړئ
یو دوه ورځې دنیا ده  تېر وې ولې په غم کې
د غم بوټی را وباسئ د غم ماڼۍ نسکور کړئ
بیا وخت د پسرلي دی توتکۍ په نڅا راغلې
 د هیلو کړکۍ پرانیزئ د غم ريښې په اور کړئ 
نن ستا سترګو کې یاره بیا ښکلا د پسرلي ده
د ساه تنګو رګو کې نوې ساه د ژوندون خپور کړئ
د ژوند اصلي مانا پرته  په مینه او دوستي ده
د زړه مړاوې دنیا کې یو نغمه د مینې خپور کړئ
که و کرې دانه ، یوه دانه سل او هزار شي
د مینې دانې و کرۍ هر زړه د مينې کور کړئ
چې اوبدي توتکۍ ځالې د مینې په تارونو
غښتلي دغه مزی د رښتیا په سرو اورو کړئ
 عبدالملک پرهیز