سمیع الدین افغاني

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

{slide=د مهاجرو کمپ کې}

‏ د یوافغان مهاجرد زړه فرياد
‎ ‎د مهاجرو کمپ کې پروت يم په بد حال
خالقه لايزال،که خلاص شم له دې بنده

دلته کې هره ورځ ماتم دی
هــر ګړۍ ظلم دې ستم دی
دلته د غـــم دپاسه غم دی
نه مې دسرتضمين خوندي دی نه د مال
خالقه لايزال، که خلاص شم له دې بنده

وطن مو ټول شولو خراب
د تنظيمونـــو پــه حساب
هر خوا ته ظلم دی عذاب
دې زور واکانو ربه کبر کړې زاوال
خالقه لايزال، که خلاص شم له دې بنده

ربه قبول مو کړې دعا
له تا نه غواړو مونږ پناه
که له دې بنده شم رها
په پرديسي کې محتاج ژوند دی دجنجال
خالقه لايزال، که خلاص شم له دې بنده

اولاد تعلیم ځينې مــحروم دی
‎ ‎د دوئ کمک هسې پــه نوم دی
بې وسه ځوان دی که ماشوم دی
ځوانان لويږي بې تعليمه بې کمال
خالقه لايزال، که خلاص شم له دې بنده

ربه وطــن مـــو کـــړی اباد
هرخواتـــه سوله کړې بنياد
دا زور واکان کړی ټول برباد
چې شي خبر زمونږ د زړونو د احوال
خالقه لايزال، که خلاص شم له دې بنده
‎----------------------------‎

 {/slide}{slide=اتل شهید} 

په میړانه ئې سپرکړې خپل سینه ده

نن خوره  په وطن بیا د غم څپه ده

 

د غلیم سره په محامخ جګړه کي

د شهید د سر ښندنو حماسه ده

 

دردونکې جنازه د ځوان اتل ده

د وطن په پوله جوړه کارنامه ده

 

انتقام  یې نن د هر یو افغان فرض دی

دا مو عهد دا مو پیمان دا مو وعده ده

 

نن دونیا او نړیوال پرې ښه پوهیږي

چې دا چا ده خوره کړې دا فتنه ده؟

 

د دونیا په هره سیمه  چې وحشت دی

 د  ورانکارو ، دهشتګرو دسیسه ده

 

ربه ته د زور واکانو  زور زاوال کړې

چا چې کړې د بل چا په حق سلطه ده

 

راځۍ ورونو چې یوموټی یو قوت شو

چې خلاصون ته د یووالي لار کره ده

————————

۵ - ۹ - ۲۰۲۰

م ۰ کال

 

 {/slide}{slide=د سولې هیلې}   

څوک دی دسولې ارمانجن څوک دلته شرخوروي؟

څوک د پردو په لمسه غم پـه لـر او بر خوروي؟

 

لارې اوږدې دي  د کاروان جـــدا ، جدا منزلونه

یو څوک دحشت په مونږ په مکر او هنرخوروي

 

ښه پــرې پـــوهیږو د دښمن حیله، دوکه پیژنو

 دا چې پــردۍ دلته کې کرکه، بـــد نظر خوروي

 

زمونږ طاقت زمونږ پـه سوله او یووالي کې دی

بیا به د سولې مرغۍ هرې خوا وزر خوروي

 

دا چې د سیمې زوړ سیاست په بدلیدلو ښکاري

خدای به په مونږ دعدالت او سولې لمر خوروي

 

 اورو جــرس د ستړو ، سترو کاروانونو  لـــړۍ

څوک به دې  سولې په کاروان باندې اثر خوروي

 

افغاني څو بـــه دا مظلوم ولس په غم  ژړیږي؟

څو به پردي پر مونږه هره ورځ محشر خوروي؟

--------------------------------------

شاعر : سمیع الدین افغاني

۲۱ - ۸ - ۲۰۲۰

م ۰ کال

 

 {/slide}{slide=افغان ماشوم} 

 دا  افغان ماشوم  ساکن د قبرستان دی

تور لحد کې  یئ خواخوږی بندیوان دی

 

ددې خاورو سره خاورې یې هستي  ده

چې ماشوم  په دې حال او په دا شان دی

 

په تعظیم  او په ژړا د رب حضور ته

په ثنا ، صفت اخته  په دې مکان دی

                                                                

ربه ته یې د زړګي هیلې  پوره کړې

له روزګاره ، ساتندوی د ګورستان دی

 

 ته مو رب ته مو خالق، کریم ، رحیم یې

زمونږ ستا په وحدانیت  باندی ایمان دی

 

نور دا  جنګ او «اوبا» ختمه د جهان کړې

چې بدرنګ  د هر انسان د ژوند داستان دی

 

افغاني  په هره خوا مرګی ، مرګی دی

نن په قهر راته دا لوړ او ارت اسمان دی

-----------------------------------

شاعر : سمیع الدین افغاني

۹ - ۷ - ۲۰۲۰

م ۰ کال

 

 

 

  {/slide}{slide=نوې هیلې} 

 

شاعر : سمیع الدین افغاني

د نثر لیکونکې : یاسمین سهر

 

هر سهار له یوې نوې هیلې پیل کړئ

د ژوندون د خوږو هره ګړۍ میل کرئ

 

پدې طمعه مه اوسیږه چې مطلب ستا

هر یو هیله به پوره شي مرتب ستا

 

هیله ښه ده پام مطلب مو په څنګ نه شي

د ښکلا په هیله ژوند مو بدرنګ نه شي

-------------------------------------

۱۵ - ۴ - ۲۰۲۰

م ۰ کال

  {/slide}{slide=د کرونا ویرس} 

د کرونا ویرس خپور شوی په جهان دی

ټول عالم ورته حیران دی - حیران

 

هرې خوا سلهاو انسانان مري

که څوک غریب دی یا که خان مري

پروای نشته د بل دین که مسلمان دی

ټول عالم ورته حیران دی - حیران

 

علاج یې نشته افریقا کې

نه په یورپ نه امریکا کې

چانس د هغو دی چې په کور کې بندیوان دی

ټول عالم ورته حیران دی - حیران

 

دا نه کوم ټوکې مسخرې دي

دې کې د مرګ او ژوند کیسې دي

بې پروایې کې مبتلا پرې هر انسان دی

ټول عالم ورته حیران دی - حیران

 

نه وخت د مړي او ژوندي دی

نه د روزګار او غریبي دی

کمک یوبل ته طریقت د مسلمان دی

ټول عالم ورته حیران دی - حیران

 

افغاني سولې کې ژوندون دی

جنګ نابودي ده جنګ جنون دی

والصلح خیر په نامه امر د قران دی

ټول عالم ورته حیران دی - حیران

-------------------------

شاعر : سمیع الدین افغاني

۱۰ - ۴ - ۲۰۲۰

م ۰ کال

 

 {/slide}{slide=یار که اغیار؟} 

کلـه بـه ځـــما آرمـان تـــر سره شـي ؟

بـــاغ بــه مـې ګـلزاره بــا ثــــمره شي

 

کله به خــمار په ســـر ورجــګ شمه ؟

خلاصې د عنقـــا پـه شـان وزرې شي

 

څیرې ګریوان سم چـې په بیدیا شومه

کله چــې مې سـاه په ځان ابـــتره شي

 

جیل چې مې دغم دانې تـسپې شولې

یــا چې مې راټــول د ژوند ټغـــره شي

 

نه چې وړم محنت نـور د ژوندون ځینې

مـــاته د فرهـاد په شان کــکـــره شي

 

جوړچې شوقیامـت مې په وجود،وجود

هله بـــه ارمـــان د یــــار تر سره شي

 

 

 

 {/slide}{slide=تسلیت  }

دغم وريځې بياپه شنه اسمان خورې شوې

بيــــا د قهره د افــــق لمنې ســــرې شوې

 

نن داوښکــو دريــــابونــــو حساب نشته

چې داغـــداره مـــو منزلونه قافـلې شوې

 

خپل په وير،پردي په وير هرخواته ويردی

په معبد کـــې د هنودو دمـــاکې شوی

 

ځوانيمرګ یــــې ارزوګـانــــې اميدونــــه

ټول دخاورې سره خـــاورې افسانې شوې

 

دا ژوندون مونږ ته عجيبه شانته ښکاري

هره قدم د ځــوانيمرګـــو هديــــرې شوې

 

دا شيبې، شيبې دغــــم او د مــــاتم دي

پـه دې خلکو، مالتونو د غـم شپې شوې

 

ربــــه تــــه د درديــــدلو زړنـو مـل شې

چې د چــا د اميدونو ډيوې مــــړې شوې

------------------------------------

 

 {/slide}{slide=خطا لارې}

دا د شف اود پردو سياست خطاء دى

عدالت ، دیموکراسي پرې بدنامیږي

 

که د شف نه شفتالو خبر ته راشو

دغه غله د ګردنې به رسوا کيږي

 

مصلحت او جوړ جاړی که مو کولو

ټولټاکنې اوس په کوم نامه یادیږي؟

 

دا جګړه او تصور د زوړ او نوي

اوس به دغه مفهوم څنګه تعبیریږي؟

 

يا به ځو د ملت غږ او انتخاب ته

يا به غلو سره په یو لار روانیږو

---------------------------

د ۰ سعیدي

۲۵ - ۳ - ۲۰۲۰

 

  {/slide}{slide=آزمـــون  }

 

څه رنګینه شان موقعه ده

د تـاریخ حساس شیبه ده

 

سرنوشت پــــه بله کیږي

د افغان د ژوند کیسه ده

 

زما ، ستا چې د لسیزو

د حالاتـو نــــه ګیله ده

 

اوس راپاڅه لاس په کار شه

چې د مرګ او ژوند صفحه ده

 

ښه یې وینو چې ډوبیږو

لا هم وینه مـو سړه ده

 

د افغان نسل ورکیـــږي

ترېنــــه پاتې قافله ده

 

نن د وخت بدنام سالار بیا

د ولس په سره دعوه ده

 

سره یو شئ چې ورکیږو

د غلیم سره مـو شپه ده

 

شهامت مونږ ته پکار دی

څه ویرجنه سلسله ده؟

 

سرنوشت مو خپل په لاس کړئ

د پردو نــــه څــــه ګیله ده

 

که یو نه شو نو ورکیږو

پکار عــــزم اراده ده

 

اوس لا هم زمونږ د نیکونو

لــــوټه شوی حماسه ده

 

پوه رهبر درول غــــواړو

دا مــــو عــــزم اراده ده

 

افغاني په دې موقعه کې

د یووالــــي لار کــــره ده

  {/slide}{slide=‏ زمری څنګه ډنګر شو؟}

 
کوم پاچا په تیر وختو کې کـوم زمان
وو ساتلی  چاق زمـری قوی په ځان
‏    مقرر یې دې  زمري ته خدمتګار وو
د زمري  کار او محنت ته امیدوار وو
ورځ کې یو پسه زمري ته حواله وو
خو زمری به ورځ تربله بې چاره وو
پاچاه یو هیئت تعین کړه دی زمري ته
د زمري حال او احوال او نوکري ته
دې هیئت سره نورهم زمری  خراب شو
لاړه نور هم شو ډنګر ډیرپه عذاب شو
دویم ځل پاچاه یو بـــل هیئت  تعین کړ
‏ چې بیا کله د زمري حالت غمګین کړ
مده پس زمری لا نور پسې ډنګر شو
ژوند حالت یې شو خراب لاړه بدتر شو
په دریم ځـــل پاچا بـــل هیت تعین کړ
پدې کار یـــې باوري دا خپل یقین کړ
د زمري حالت لا نور هم پریشان شو
د پاچا زمری د مرګ په لور روان شو
لنډه دا چې تــر پنځم هیئت تعین شو
پس له هغه زمری مړ پاچا غمګین شو
پاچا و غـــوښته دربـــار ته خدمتګار
د زړګي مطلب یې کـړه ورتـــه اظهار
ورته یی وویل: حقیقت راتـه بیان کړه
د زمري د مرګ علت راتـــه عیان کړه
که رښتیا دې راتـــه وویل تا بښمه
ګني پـــوه شه پـــدې دار دې زړومه
خدمتګار شو وارخطا ویل : علیشان
حقیقت بـــه ددې راز کـــړمه عیان
چې تنها وم پسه ، پښه ما اخستله
‏ نوره غوښه مـې زمري ته ورکوله
چې دوهم هیت تعین شو کـــوم زمان
بیا دویمه پښه شوه د هغه ځوان
چې دریم هیت په مونږه  مقرر شو
‎1.‎ د پسه یو لاس دریم ته په نظر شو
څلورم  د پسه لاس خپل کور ته وړلو
دا علت وه چـــې زمـــری ډنګریـــدلو
بیا پنځم هیت ترې وړل نـــور اندامونه
زمری مړ شو دا چې ډيرشول هیتونه
پاچاه پوه شو د زمري د مرګ په راز
وخت پرې تیر وو په غصه شو بې نیاز
‏------------------------‏
په کوم ملک کې چې فاسد شي حاکمان
د ولس استحقاق خـــوري دا ظالمان
د غریب او د بیوزلو ژوند خراب شي
‏    بشري ناورین بیا  خلکو ته عذاب شي
‏------------------------------‏
‏۱۶ - ۲ - ۲۰۲۰‏
م ۰ کال

  {/slide}{slide=داغلي زړونه }

 
تــورې وريځې طــوفانونه
غــم لــړلـي مــاښامـونــه
‏ بيا اسمان ولې  په قهر دی
بد حالت دی بد روزګار دی
د اسمان لمنې سرې دي
درد اوغم شیبه، شیبې دي
دي غمجن، مهلک  وختونه
نــــا اميد داغــــلي زړونه
ځوانيمرګــه مو هستي ده
دنــــيا تلونکې ده فــاني ده
ځـــي د اوښــکو سیلابونه
پرې لامده شول ګريوانـونه
ځوانيمرګ مـو نن بهار دی
جګ نښتر دی هم چنار دی
ربــــه راولــــې قرار  بيا
د دې سيمې پــه ګلزار بيا
غوټــۍ وسپړي  خندا شي
خوشالي په هــره خوا شي
ربــه ختم دا مــــاتم کــړې
خوشالي په هر قدم کړې
د اسمان لــمنې شنې کړې
د خوښۍ بلې ډيــوې کړې
‏ ستا دربارته  دوعـاګـوی يو
چې پــدې خــبره پوی يــــو
صرف تحفه زمونږ ايمان دی
دا ژوندون يـــو امتحان دی
‏--------------------------‏
 

 {/slide}{slide=فــتــنه ګر}

‏ بې ضمیره لـــوی  دښمن دی د بشر
بې حیا او  بـــې انصافه دی فتنه ګر
خپلې ګټې او د بل بربادي غــواړي
چال ، دوکه او مکاري یـــې ده هنر
په ظاهر به د ورورۍ نه درته وایي
خو په زړه کې د ابلیس نه دی بدتر
نه انصاف نه ترحم لري په زړه  کې
دی بې رحمه ،خرابکار دی، ستمګر
ولسونه که  دغم په ټغر ناست وي
‏ پروا نکړي که سوځیږي سمه او غر
په فریب او په دوکو یې زندګي ده
د حرامو روزي نه شي سپین او زر
تل د بـــل عیبونه شماري حقیقت کې
دی  د خپلو  عیبو نـــه  دي بـا خبر
‏ که په هرجامه، لباس کې را ظاهر شي
‏ دی هویت یې  معلومدار په  لر او بر
ربه تـــه یې هدایت د نیکي وکـــړې
د اخلاص یې په زړه  نشته کوم اثر
‏-------------------------------‏
شاعر : سمیع الدین افغاني
‏۵ – ۲ – ۲۰۲۰‏
م ۰ کال

{/slide}{slide=انساني جوهر }

یـوه ورځ پاچا، وزیر سره خـلوت کې

پلار خبر یې کړه رایاد غمجن حالت کې

 

ویل : زلمی وم پلار بــه تل راتـه ویل

چې ته نــه بــه شې سړی ، تل وه رټل

 

اوس خو دا دی پاچا شوی یم نامداریم

کاشکې پلار مې وای ژوندی په اقتداریم

 

که پلارجان مې وای ژوندی په دا جهان

اوس بــه وای پــه خپل خبرې پښیمان

 

اوس پاچا یم اقتدار مې شته شهرت هم

هم می زر شته هم جایداد لرم عزت هم

 

په جواب کــې وزیـر وویل : علی شانه

دا ارمان بــه دې پــوره شي مهربانه

 

پلار دې اوس هم لا په کلي کې اوسیږي

دې زوړ شوی د راتلو وس یې نه کیږي

 

درباریانو سره لاړ شه پلار تــر کلي

وزیران ځان سره بــوزه نور ښاغلي

 

پلار چې وګوري دا تاج د ستا په سر

درباریان هم پــه تعظیم یې د پسر

 

چی بیا وګوري دا ستا شان او شوکت

شي به پوه چې اوس پاچا دی با عزت

 

شې پیښمانه بیا بــه واخلي خپل خبر

بیا بــه ووایي سړی شوې اوس پسر

 

شوه پاچا تــه د وزیــر خبره غوره

شو راضي د خپل وزیــر پدې خبره

 

درباریان یې خپل دربار کې کړل حاضر

پلار تر کلي د تلو امر یې کړ صادر

 

پاچا سپور په قوی اسپ شو معلومدار

زین د زرو نعــل د زرو ښــه بیدار

 

دی شو مخکی لښکریان راتله تر شا

ټــول ولس یې اقتدار   پــه تماشا

 

کوم ګړۍ چې پاچا کلي ته نژدې شو

کلي څنګ ته قرارګاه په جوړیدو شو

 

امر یې وکړلو سپاهیانو ته پاچاه

لاړ شئ راولئ یې پلار تر قرارګاه

 

سپاهیان په منډه لاړل پلار تر کوره

په زحمت یې زوړ پلار راوسته کمزوره

 

پلار چې ولیده خپل زوی په اسپ دی سپور

دی په مخ کې دی ولاړ ورته بې زور

 

بیا پاچا وویل پلارته په دا شان

زمان تا ویل : سړی به نشم هیڅ

 

دادی زور لرم هم زر شته، اقتدار

ها خبر دې بیرته واخله ګرانه پلار

 

تا به تل راته ویل نه سړی کیږې

اوس پاچا یم حقیقت دی که پوهیږې

 

پلار ویل چې مبارک دې پاچاهي شه

دا شوکت دې مقتدرهم د شاهي شه

 

کوم خبره چې پرې زه لرم اسرار

چې ته نه به شې سړی وایم تکرار

 

که سړی واې ته راغلی به وې کور ته

د زوړ پلار او د ځوانی د وختو لور ته

 

ته د اسپ په سر یې سپور درته ولاړ یم

اوس لا هم ځانله سړی وایی نامدار یم

 

پاچا کوز شو د خپل اس نه هغه ان

د خپل پلار پښو ته پریوت علیشان

 

ویل: چې پلاره تا رښتا کړی وینا ده

انسانیت نه په کوم تخت نه په دونیا ده

 

ویل : بښنه درنه غواړم ګرانه پلاره

اوس دې پوه کړم سړیتوب په اصلي لاره

 

پلار یې ونیو پاچاه محکم تر لاس

د پلار کور ته شو داخل ډیر په اخلاص

 

انسانیت د سړي زیب دی هم جوهر دی

انسانیت نه په پیسو دی نه په زر دی

---------------------------------

۲۷ - ۱ - ۲۰۲۰

م ۰ کال

 

 

  {/slide}{slide=دا لغمان دی}

دا منظر چې معلومیږي دا لغمان دی
دا د پوهې معرفت لوی دبستان دی
لوی تاریخ د تمدن لري په زړه کې
ابادي یې زمونږ دئین په هرزمان دی
ډیر ویاړلي نومیالي یې دي روځلي
که الفت دی که عالم سعید افغان دی
ډیر پاکزړي ولسونه پکې میشت دي
که ساپي دي که ناصر یا نورستان دی
الیشنګ او الینګار ښکلې درې دي
په سیندونو یې خړوبه دي ودان دی
د مرکز نه چې شیرګړ باندې ور تیر شې
دا ښایسته عمرزائي مو ډیر ارمان دی
‏------------------------------------‏
‏۲۵ – ۱ – ۲۰۲۰‏
م ۰ کال
 
 
 

 {/slide}{slide=مه وژنئ}

 
ډاکټر ناکامورا  قاتل ته
شاعر : سمیع الدین افغاني
مه وژنئ
مه وژنئ با درده انسان مه وژنئ
نور د انسانیت پیروان مه وژنــئ
بس کړئ دغــه ظلم او جفا نــوره
نوردا بې ګناه مظلومان مـه وژنئ
تاسې به هم کـــــور لرئ اولاد لرئ
نور د کلې زوړ او ځوانان مه وژنئ
پريږدئ چې ګلونه شي باغونه شي
نور دا ببر سر ماشومان مه وژنئ
سولې، ورورګلوی ارمان په زړه لري
زمونږ دا نازولي بچيــان مه وژنئ
دا د خواخوږۍ او همدردۍ سمبول
درد او د احساس انسانان مه وژنئ
‏----------------------------‏
‏۴ – ۱۲ - ۲۰۱۹‏
م ۰ کال

 {/slide}{slide=وطن جوړیږي}

که وي پــوهه ، تعقل وطن جوړیږي
چې وي یـو دبل منل وطن جوړیږي
څوبه خپلو کې مونږ لاس اوګریوان یو
د ورورۍ لاس ورکول وطن جوړیږي
 د زور واک ،چپاولګرو چې هستي ده
بیت المال ته یې سپارل وطن جوړیږي
که پرون په زړه د تورو کاڼو غروه
اوس یې سم دریځ نیول وطن جوړیږي
ترڅونشو په خپل مینځ کې کوراوکلي
درناوی کــول د بــل وطن جـوړیـږي
ډیربیرحمه او مکاره مـو دښمن دی
ورته یو موټي کیدل وطن جـوړیږي
ښه موقعه او ښه فرصت د زمانې دی
ځوان کهول پکارګمارل وطن جوړیږي
سمه طرحه بــرنامه ورته پکار ده
یو معقول دریځ منل وطن جوړیږي
د پردي مټ تــه هیڅکله تمه نشته
افغاني احساس لـرل وطن جوړیږي
--------------------------------
 سمیع الدین افغاني
۱۰ – ۸ – ۲۰۱۹
م ۰ کال

{/slide}{slide=د موسی علیه السلام زیږده}

 

 

دیوسف اود یعقوب په زمانه کې اسرائیل

د «ګوشن» ښار کې وه میشت په رود نیل

 

دیعقوب  سره دا قوم  مصر نشین شول

دوئ اخته پـــه زندګي او خپل آئين شول

 

وه موسی ځوی د «عمران» ابن د قاهت

د« لاویـــان» د قبیلې وه  ستـر عظمت

 

 شو پیدا مـــوسی «لاویان» په قبیله کې

«یوکابد» یې دمـــور نوم دی کتیبه کې

 

د «مریم» په نوم یې مشره خور یادیږي

د اوه کالو تفاوت دوئ مېنځ کـــې کیږي

 

د«هارون» په نوم یې بل سکنی ورور وه

له موسی یې عمر درې کالــه څه نور وه

 

 فرعون کـــړی وه صادر داسې فـــرمان

د مهاجـــرو نوزاد  مــړ کــړئ هغه آن

 

د «عبري» مهاجر پیدا کـــه شو ماشوم

رود نیل کـــې یې لاهو کړئ ښه معلوم

 

چې موسی د مـــور په نس کې شو پيدا

مور یې شوه  پـــه اندیښنو او په سودا

 

چې به څنګه پناه ورکـــړي خپل اولاد ته

د فـــرعون تـــر جـــلادانو بیا نوزاد ته

 

موسی مـــور ګـــاونډ کې نرسه پیژندله

د ماشوم پـــه حال یې هـر وخت خبروله

 

موده پس چې ماشوم زیږدې ته نژدې شو

ښه خــدمت ورتــه حاصل د قابلـــې شو

 

چې موسی کړې سترګې خلاصې په جهان

ددې نرسې ټــول وجود شو په  لـــرزان

 

ویل : چې  ښکلې دی ماشوم د« یوکابد»۰

خــدای پیدا کـــړ نـــورانــي لکه عــابد

 

ویل: چـــې نه پـــرې خبروم دا جلادان

زماخوښ شول د ماشوم دواړه چشمان

 

انعام اخلم کـــه خبر کـــړم زه ســـرکار

ډیر مې خوښ شو هـــرګز نه کوم دا کار

 

دغه نـــرسه چـــې د کـــور نـــه راوتله

هـلته لـــری جـــاسوسانـــو  ولیدلـــه

 

جاسوسانو پـــرې خبر کـــړل سپاهیان

پدې کــورباندې شکمن شـــول جلادان

 

سپاهیان شول ور داخل «یوکابد» کور ته

مور د ویرې موسی واچـو تنور اور تـه

 

له هیبته پـــه خپل ځـــان نه پوهیدله

شپاهیانو هـــمدی حـــال کـــې غږوله

 

ویل: چـــې نرسه دلته څنګه وه راغلی؟

رښتیا وایه ولـــې ناسته یـــې ته غلې؟

 

یوکابد  ویلې : دا نرسه مـې اشنا ده

زمونږ راشه درشه ډیـره لـــه پخوا ده

 

سپاهیانو کـــور تمام زیر او زبـــر کړ

بل تنور تـــه دوئ د لـــرې هـم نظر کړ

 

ویل: چې نشته څوک، تنها همدا تنور دی

 خالي کور دی بیرته تګ زمونږ ضرور دی

 

چې دې  کـــور نه  سپاهیان شـــول را بهر

مور په هوش شوه د موسی فکر یې په سر

 

مور ویلې  خپلې  لـــور تــه ډیر غمجنه

موسی پـــروت د تنور اور کـــې دی دننه

 

دوئ په بیړه بانــدې راغله تنور خوا ته

چې نجات ورکړي موسی دوست د الله ته

 

په تنورکې مــوسی جـوړ او سلامت وه

اور سوړ شوی د الله پـــه کــرامت وه

 

مور موسی کـــړلو بهر بیا له  تنور نه

شوه خوشاله پـــه رحمت رب الغفور نه

 

ویل: که چیرې دې ماشوم کــړې ژړا وای

 سپاهیانو بـــه وژلــی خامـــاخا  وای

 

 مور یې بیا شوه  پــه دې فکر او سودا

که ماشوم  پـــه زوره  وکـــاندي  ژړا

 

جاسوسان به په احـــوال باندې خبر شي

کورته را به شي بیا مړ به مې پسر شي

 

په زاري دوعا یې پــورته کـــړل لاسونه

د الله دربـــار ته ویې  کــړل دا عذرونه

 

ویلې: خدایـــه د موسی تــه نګهبان شې

ته کـــریم یې ساتندوی یې هر زمان شې

 

په دې وخت کې الهام وشو د سبحان نه

چې موسی ته شیدي ورکړه ښه پریمانه

 

رود نیل کـــې یـــې لاهو کــړه بې هراس

ویره مکړه زړه نـــه لــرې کړه وسواس

 

یوکابد لاړه د سیمې یـــو تـــرکاڼ تـــه

د ماشوم احـوال یې وویلې دې ځوان ته

 

ویل : صندوق د لرګو جوړ کړه په ښه شان

موسی  نیل تـــه وړم  پـــه آمــر د سبحان

 

چې ترکـــان  د «یوکابد» واوریـــد نظر

لاړ پـــه منډو چې سپاهیان کاندي  خبر

 

 چې غوښتل یـــې  شروع وکړي په بیان

ژبه یـــې بنده شوه توتلی شـــو هغه آن

 

سپاهیان یې  هیڅ پوه نـــه شول په مطلب

فکر یې وکړ کـــوم ګونګی  دی مخاطب

 

پــه تهدید یې کـــړه بهر تـــرکاڼ ټاڼې نه

پوه پــرې نه شول لدې راز او د کیسې نه

 

ترکاڼ  څـــه شیبه وا پس راغی ټاڼې ته

په دویم ځل که یې څوک غوږ شي کیسې ته

 

په دوېم ځلي هـــم بیا تـــرکاڼ ګـونګی شو

سپاهیانـــو مــخ کـــې سپک او خندنی شو

 

ترکاڼ لاړ په سوچ او فکر د خپل ځان شو

شو حیران د خدای حکمت ورته عیان شو

 

لاړ په بیړه یې موسی ته صندوق جوړ کړ

پدې کار یې خپل زړګی لــه کینې سوړ کړ

 

چې  صندوق یې «یوکابد» ته کړه تسلیم

ویل: توبــه ده خدای قادر دی هم رحیم

 

داترکاڼ په نوم «حزقیل» یا چې «حزبیل» وه

ایماندار شو په موسی  دی اسرائيل  وه

 

یوکابد پـــه شیدو ښه مـــوړ کـــړ  موسی

د صندوق پـــه مینځ کې  بند یې کړو صفی

 

وه سهار صندوق یې ویـــوړ رود نیل ته

 په دعا او پـــه توبـــو شوه رب جلیل ته

 

بیا صندوق یې کــړه لاهــو پـــه رود د نیل

چـــې الهام وه ورتـــه شـــوی د جلیل

 

یوکابد  تــه  الهام  وشـــو  پــه دا شان

هراس پریږده مــوسی دی پـــه الله ګران

 

 موسی بیرتـــه رب ستا غیږ تـــه راولي

خدای یې خپل فضل او کرم باندې ساتي

 

مور یې راغله کـورتـــه ډیره په واس واس

لورته یې تیره کـــړه کیسه ‌‌‌‌‌‌‌وه پـــه هراس

 

لور چـې کله په احوال د ورور خبر شوه

کور نه لاړه رود نیل په لوري سر شوه

 

 مریم  ولیده صندوق د سیند څپو کـــې

چې لاهــو دی رود نیل لوړو موجو کې

 

هلته وې لیدل  د لـــرې څـــو کسان

چې صندق لـــه اوبـــو باسي مـــاهران

 

شوه خوشاله چې موسی له سیند بهر شو

نور څارل یې د خپل ورور ډیر په هنرشو

 

آسیه  د فـــرعون ښـــځه وه  نامـــداره

ډیرهوښیاره، پـه دربارکــې وه واکداره

 

د فـــرعون سره وه نیل تـــه راوتـــلی

پـــه آرام فکر یـې  نیل پـــه لور کتلی

 

له قضی دغـــه صندوق تــه یـــې نظر شو

دې په امـر دا صندوق له سیند بهر شو

 

چې صندوق یــې کله خلاص کــړ هغه آن

د صندوق مینځ کــې  ماشوم  شو نمایان

 

ډیر ښایسته او ډیر معصوم ورته ښکاره شو

فرعون هــم ددې  مــاشوم پـــه ننداره شو

 

آسیه ویلې چـــې وړم یـــې خپل دربـار ته

خپله یـــې ساتمه حـــاضره یـــم دا کار ته

 

په خوښې یـې موسی ویوړلو خپل کور ته

مریم  ولیده خـوشالــه شــوه خپل ورور ته

 

ستړې راغله چـې پرې مـــور کانـدی خبر

موسی مور هـــم شوه خـــوشاله په پسر

 

 د فرعـــون وه لـــور په نـــوم د «انیسا»۰

وه  مـــریضه نـــا علاجـــه  لـــه قضی

 

لـــه علاجـــه یـــې عاجـــز وه طبـــیبان

کاهنان  وه هغه وخـــت کـــې  فالبینان

 

کاهانانــو تعبیر کـــړی داسې فـــال وه

چې فرعون یې راضي کړی په احوال وه

 

ویل : د نیل نــه بــه بهر شي یــو انسان

ستا دربار کې به شي میشت هغه زمان

 

 د خولې لاړي به یې علاج وي« انیسا» ته

همدا لار ده ستا د ګـــرانې  لور شفا تـــه

 

چې بیا کله مـــوسی قصر ته داخـــل شو

فرعون هــم د فال  تعبیرباندې  قائل شو

 

 د مـــاشوم د خـــولې اوبـــه لکه  دوا

د فـــرعون د لـــور حاصله کـــړه شفا

 

آسیه  ډیـــره حوشاله وه مـــاشوم ته

شوه په فکر د یو نـــوم دغه معصوم ته

 

نوم یې کیښود په ماشوم باندې موسی

معنی دا چـــې څوک یو څه کاندي پیدا

 

 موسی دوئ وه پیدا کـړی رود نیل کې

مناسب ورته دا نـــوم وه پـــه دلیل کې

 

د فـــرعون دربار کــې وږې وه موسی

شیدې نـــه رودلــې غیږ نـــه دبل چـــا

 

کـــه دا نــورو ښځو ډیـــر وګاله زیـــار

چـــې پـــه خپلو شیدو مــوړ کاندي نهار 

 

خو موسی به هرګـز خوله نه خلاصوله

د بـــل چـــا غیږه یــې هیڅ نـــه قبلوله

 

فرعون امــر وکـــړ لاړ شۍ کور په کور

یـــوه ښځه کــړۍ پیدا  داعیه  مــور

 

داسې ښځه چـې شیدې ورکړي موسی ته

نس یې موړ کړي چې محتاج نه وي ژړا ته

 

بیا سپاهیان یې مخ پـــه کلي کړل روان

چې ماشوم ته څوک پیدا کړي په ښه شان

 

چې په لار کې په «مـریم »دوئ برابر شول

پـــه پـــوښتنې د داعی مـــور د پسر شول

 

مر یم وویلې : معلومه  راتــه مـور ده

زمونږ کلي کې هوښیاره شانته ترور ده

 

سپاهیان یې مریم  راوستل خپل کور ته

دا حالت یې پټ بیان کـــړ خپلې مور ته

 

مـوریې راوسته سپاهیانو بیا دربار ته

چې شيدې ورکړي موسی وږی، نهار ته

 

مور چې کله بیا موسی ته ورنژدې شوه

په خوښي يې غیږه خلاصه د شیدو شوه

 

موسی خلاصه کړله خوله د مور شیدو ته

ټول خوشاله شول مــوسي  نس مړیدو ته

 

دا وعــده  وه «یوکابد» تــه د  سبحان

چې موسی  راغی مور غيږ ته په دا شان

 

د الله رحمت چـــې چاتـــه شـــي حاصل

د نجات لار ورتـــه خلاصه شـــي کامل

 

ربه تـــه مو ساتندوی شی ته سبحان یې

ته ناجی مـو پـه دونیا، په هر زمان یې

--------------------------------

شاعر : سمیع الدین افغاني

 ۴۵ ۲۰۱۹

م ۰ کال

 

 

 


{/slide}
{slide=د عبرت یوه ښکلې کیسه}


شاعر : سمیع الدین افغاني


د نثر لیکونکی : خسرو یوسفزی


د موسی  په زمانه کې پیغلې ، ځوان

 خپل واده  ته کړ دعوت دا علي الشان

 

موسی  هم ددوئ بلنه کــــړه قبوله

شو روښانه دا محفل موسی له نوره

 

دې ښادي کې خوشالي وه په هر خوا

ناوې ، ځوان هم وه خوشاله خوله خندا

 

شپه آخــــر شوه موسی ولید ازرائیل

د بام سر کــــې په لیدو یې شو دلګیر

 

ویل: چې څه دې دی مطلب دلته راتلو ته

زه پریشانه شوم پدې شپه  ستا لیدو ته

 

ویل: راغــــلی یــــم د رب ده دا رضا

 ناوی ،شاه نــــه نن شپه اخلمه زه ساه

 

هغه داسې دوئ بــــه و چیچي تور مار

دوئ بــــه مړه کاندي دمار مرګني زهر

 

دې حالت کې به روح اخلم دې جوړې نه

نشته وخت دوئ لره ډير لدې مدې نه

 

موسی فکر او په هوش د پیغلې، ځوان شو

سرنوشت ددې جوړې ته ډیرپریشان شو

 

سبا وخته موسی راغي دوئ لیدو تــه

  ځوان او ناوې  جنازې او خښیدو  تــــه

 

موسی ولید ناوې،شاه دواړه ژوندي دي

بس اخته پــــه خپل خوشاله زندګي  دي

 

هم یې ولید یو تور مار ددوئ تر څنګ

چې مړشوی، اوږد پروت دی  په بد رنګ

 

بیا موسی و کړه پوښتنه جبرائیل نه

ددوئ عمر اوږدیــــدو علت، دلیل نه

 

جبرایل ویلې مــــوسی ته پــــه دا شان

لاړ شه وکړه ناوی ،ځوم نه دا پرسان

 

موسی لاړه دې جوړې نه په پرسان  شو

 موسی ځوان  ته په همدې ژبه ګویان شو

 

 کوم یو نیک  عمل مو کړی چې سبحان

 عمر ډیر درتــــه نصیب کــــړه هم زمان

 

ځوان ویلې چــــې محفل کله تمام  شو

خلک لاړل د واده رســــم انجــــام شو

 

پخه شپه کــــې د کــــور ور وټکید لو

د ور شاتــــه  یــــو فقیر مــــې ولیدلو

 

ما ویل: څه دي بابا څنګه یې راغلی؟

پدې شپه کــــې دلته چا یې را لیږلی؟

 

ویلې: ځوانه شوم خبر ستاسو ښادي وه

ستاسو کور کې په ماړه نس خوشالي وه

 

د څــــو ورځو زه یمه وږی او نهــار یم

بس د ولــــږې بې اختیاره یــــم بیمار یم

 

اوس راغلی یم چې وږی نس مې موړ کړې

پدې کارباندې بیمار حالت مــــې جوړ کړې

 

زه حیران شوم چې فقیر ته به څه داد کړم

څنګه وږی نس یې موړ او زړه یې ښاد کوم

 

کور کې نوره ډوډۍ نه وه صرف دناوی

چې اخته وه سمول یــــې د کــــور چارې

 

په کوم وخت چې سوالګر ډوډۍ غوښتله

د سوالګــــر خبر دې نــــاوې واوریدله

 

ناوی خپله ډوډۍ راوړلــــه سوالګر ته

کوم چې وږی وه راغلــی ددوئ در ته

 

سوالګر هــــم ورته د عمر دعــــا وکړه

په خوراک یې د خپل نس تسلا وکــــړه

 

 مونږچې کله شوواپس خونې  تر څنګ

سرنه دیګ په کټ ګذارشوکلک تر سنګ

 

ناوی دیګ له دې تاخچې  ښکته کولو

دیګ شیوه شو پــــدې مــــار ولګیدلو

 

مار شو مړ په هغه دم په دغه ځای

تر سبا مونږ عبادت وکــــړه د خدای

 

جبرئیل ویــــلې :  موسی ای پیغمبره

صدقــــه رد دبــــلا ده ای ســــروره

 

صدقه باندې حاصل د رب رضا شي

 شي د اوږد عمر خاوند، ورکه بلا شي

-----------------------------

۱۰ – ۴ – ۲۰۱۹

م ۰ کال

{/slide}{slide=مه وژنۍ }

مـه وژنۍ زمونږه مشران مه وژنئ
نور مو د آيئن پیروان مه وژنۍ

بس کړئ دغـــــه ظلم او جفا نــوره
نوردا بې ګناه انسانان مـه وژنئ

تاسې به هم کـــــور لرئ اولاد لرئ
نوردکلې زوړ اوځــــوانان مه وژنئ

پريږدۍ چې ګلونه شي باغونه شي
نور دا ببرسرماشومان مه وژنئ

سولې، ورورګلوی ارمان په زړه لري
زمونږ دا نازولي بچيــان مه وژنئ

دا د لوړ همت اود عزت مشران
سولې ، د وحدت پیروان مه وژنۍ

 ٢ - ٢   -  ٢٠١١   
م ۰ کال

{/slide}{slide=خود فریبه انسان}
دنثر لیکونکی محترم قاضي صیب لودین

یو دارآ سړی په لاره کې روان وه
ډیر مغروره ،کبرجن مین په ځان وه

کوم درویش ورته نظر د لری خواه شو

 په غرور یې  لارې  تګ ته په سودا شو

ورته یې وویل : غرورنه ښایي انسان ته
نه شې ځمکه شق کوای نه ګوري ځان ته

انسان نشې رسیدی دا لوړو غرو  ته
دی بې وسې نا علاج خپل  اندیښنو ته

 خدای پر ځمکه  غرور هیڅ نه دی پکار
 کبرجن دی لوی عاصي  د کردګار

دا مالداردغه  درویش ته ډیر په قهار شو
خپل اصلیت او د هستي نه په ګفتار شو

ویل: چې پيژنې زه څوک د کوم ټبر یم؟
خپل نصب د خپل هستي نه با خبر یم

ته جاهل یې ته دې ګوره خپل وضعت ته
هډ و نه یمه خوشال ستا  نصیحت ته

که مالدار سړی وه مست په خپل هستي
دا درویش وه هم قانع په خپل راستي

درویش ویلې : دا چې څوک د کوم دیار یې
پیژنم دې چې مغرور یې لوی  مالدار یې

دولتمند ورته په قهر ویل:  څه وایې؟
ستا له ما نه څه ګیله ده چې ګویا یې

 درویش وویل: ژوند عبث غوندې هستۍ ده
د انسان بنیاد یو  څاڅکې  ګندګې ده

شي بهر پرې باندې غسل واجبیږي
که لباس باندي شي توی بیا مینځل کیږي

په نا پاکو جامو لمونځ نه  روا کیږي
 نه لوستل  د پاک قران  نه دوعا کیږي

دا بنیاد دي ستا دژوند دا دې هستي ده
مرګ کې بیا دستا دجسم نابودي ده

ګور چینجان به دې په قبر حواله شي
بیا به جوړ ستا د وجود حالت ګنده شي

ابتدا او انتها دې  دا حالت دی
بیا غرور انسان ته څله ضرورت دی

دوه نا پاکو حالتو مینځ کې زنده یې
شه اګاه چې ته یې څوک دچا بنده یې

د عارف په کلام پوه دغه مالدار شو
د خپل کبر او غرور نه توبه ګار شو

وېل: د زړه خبر صفا ده د درویش
زړو ته لار لري د زړو خبر همیش
---------------------------------
۱۸ – ۳ – ۲۰۱۹
م ۰ کال

{/slide}{slide=جنتي خوب}

شاعر : سميع الدين افغاني
د ښاغلي اټک   يوسفزي  د (کرجي  بابا) د ليکنې پر بنيا د

ماويل جنـــت مو د پښــتو ډک شو
په خــوږو ژبــــو پښتنـــو ډک شو

ځای د پښود ايښـــودوکـــم دی
په احـــمـــد زو او درانو ډک شو

هلته  ځاځي او هم ساپي وينمه
د پوپل زو او  نورزيو ډک شو

دلته مسود او ابـــدالي قـــامونه
په ميړنـــيو يوســـف زو ډک شو

ګورۍ چې ټول کړي په پښتوخبرې
د پښتونــخوا پـــه پښتنو ډک شو

کوچني ماشوم مې غوږکې ورووويل
زمونږ د کلي پــــه ځلمــــو ډک شو

ويل چې کرجې بابا دلې واستول
زمونږ په خواخوږو او پلارو ډک شو

ماشوم کرجي  کرجي  نارې وهلې
ويل د کرجي بابا د کــــړو ډک شو

ها د شين ډنډ جنتيان هم دلې دي
ويل دحــــاکم په  فـــرمانو ډک شو

ماشوم لـوی ورته   اشاره وکړله
ويل انتظار د لوی صفو ډک شو

شاوليکوټ پښتانه هم رادرومي
 هــــغو بــې وسو په بچو  ډک شو

دا د فــراه او د شينډنډ ځامن دي
دا دهـــغو کلـــو بانــــډو ډک شـــو

ماته شهــــيدې پښتــنې وويلې
دزور واکانو په ظلمو ډک شول

ما ويل چــې زه هم جنتي شـوم ربه
څه د ځــان مـــرګو په حملو ډک شو

ډيربيا چارو اکو په عــــزت ليـــږلي
څــه يې پـــه مکر  او پلـــمو ډک شو

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل
زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو

دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته
زما دخاوند په وينو سرو ډک شو

ناڅـــاپه غږ اوغړمبهار  شو پورته
کـــور دهنــــدارو او ګـــردو ډک شو

ګورم چې لرې دخپل ځايه پروت وم
زړه نــــا اميــده له سلــــګو ډک شــــو

ما مې د کور خلکو ته غږ پورته کړ
غــږ مـــې دزړه په لـــرزيدو ډک شو

زموږ ه لـــوی اوسنـــدريـــز ه  کلـــی
  اوس پـــه نارو اوپـــه سوروډک شو

زماحواس ټول پريشان ښکاريده
چې ټــــول بــــدن مې دخولوډک شو

اوس هم هغه  وحشې غږونه اورم
کــــلی موټول له تور  لــــوګو ډک شو

ربــــه پــه مونږ څـــه حالتونه دي نن
زمــــوږ وطــن پــــه اديـــرو ډک شو
------------------------------------

{/slide}{slide=ورورګلوۍ}

ځينې ، ځینې په نامه باندې افغان دي
په باطن کې ددې خاورې دښمنان دي

په هویت د افغانیت باندې شرمیږي
ځینې اوس لا په قدرت کې حاکمان دي

د تعصب اود نفاق اوریې بل کړی
ډیر بې رحمه پردي پاله ظالمان دي

ترحم  یاڅه انصاف په دوئ کې نشته
د پردو پټ اوښکاره جیره خواران دي

نه د سر نه د چا مال امن خوندي دی
  بې احساسه ډیر بی رحمه انسانان دي

 اوس افغان ولس یو شوی  بیدار شوی
  شي رسوا  به کوم هغه چې خاینان دي

د حساب ورځ ده راتلونکې لرې نده
په کوم چاچې زورولي افغانان دي

افغاني په ورورګلوۍ کې مو بریا ده
هریوخیل مود یوې باغچې ګلان دي
-----------------------
سمیع الدین افغاني
۱۰ – ۱۱ – ۲۰۱۸
م ۰ کال

{/slide}{slide=چې وختونه}

چې وختونــه يـو پــــه بل پسې سبا شي
حقايق د زمــــانې بــــه بـــرمــــلا شي

چاچې کړي وي خيانت د قام په حق کې
دا حتمي ده چې عالم کې به رسوا شي

د رښتيا کاروان پــه مخه ځي تیریږي
د خائن به دې کاروان نه لار جلا شي

بې لــــه شکه پــــه قوي تکل او عزم
دا تيارې د ظلمتونــــو بــــه رڼــــا شي

دريابونه هــــاند څپاند شي د بزمـــونو
چې عــــزمونه ارادې يې بې ریا شي

ځو پــــه مخه پــــه سراب نه ایساريږو
خيانت کار به مخ تورن نن يا سباشي

افغاني که ورورګلوي موخدای نصيب کړه
د دې خاورې خائنان به رو سيا شي
----------------------------------
سمیع الدین افغاني

 

{/slide}{slide=مونږ تر څو به ؟}
 مدې تیرې شـــوې کلـــونه انتظار یو
  پـه خیالونو، تصورکـــې د روزګار یو

 دهر پوه او مبتکرپـــه تمه  ناست یو
لا یې ضعم ، کار نامو ته امیدوار یو

پدې هیله چې بـــه سوله ، امن را شي
په هر لوري به اخته په کار او زیار یو

ځوان کهول به خپل وطن کې اسوده وي
نور به خلاص د بل محنت او د ازار یو

د کوکنار او بنګ د بوټو کر په ځای به
  کروندګر به د زعفران، غنم او جوار یو

په نیشو روږدي علاج به هر بیمار وي
ټول په  فکر، جوړیدو د خپل دیار یو

لا تر څو به د غفلت په خوب بیده یو؟
غلط شوي د هـــر چا په تش ګفتار یو

افغاني وطن کې هره ورځ  مرګی دی
   دې غمجن، غمجن  حالاتو نه بیزار یو
----------------------------------
سمیع الدین افغاني
۱۹ – ۸ – ۲۰۱۸
م ۰ کال


{/slide}{slide=څو په خپله}
څو په خپله سره یو نه شو ورکیږو
لاترڅو به په سرو وینو کې لمبیږو
هره ورځ دلته د غم په ټغر ناست یو
د غزني ،کابل،ننګرهار په ویر ژړیږو
نن په یو سبا په بل کور کې ماتم دی
د پردو تحریک او لمسه وژل کیږو
هرکنډر په هره خوا مرګی مرګی شو
په نفاق کې مونږ له غمه نه خلاصیږو
ورنو سوله، همغږۍ ته ضرورت دی
په یووالي خپل مطلب ته مونږ رسیږو
تربګني او په نفاق باندې څه نه شي
ځو د سولې د کاروان سره یو کیږو
افغاني، حب الوطن جز د ایمان دی
خپل وطن په خپل ایمان باندې نازیږو
-------------------------------------
سمیع الدین افغاني
۱۲ – ۹ – ۲۰۱۸
م ۰ کال

{/slide}{slide=ورځ تر بله}

ورځ تر بله خرابیږي دا وطن
 په نفاق کې نه جوړیږي داوطن

د بې رحمه او مکار دښمن دلاسه
هره خوا په اور سوزیږي دا وطن

 په قومونو او خیلونو یو بیل شوی
 جنګ،جګړوسره ورانیږي دا وطن

د دالرو او کالداروپه حساب کې
په پردو باندې خرڅیږي دا وطن

په هر لوري بې وسي ده مایوسي ده
ټول په وینو کې لمبیږي دا وطن

 د وطن ټوله هستي یې رانه لوټ کړه
کار زحمت باندې جوړیږي دا وطن

لا ترڅو به مونږ په خپلو کې جنګیږو
ځان ،ځاني کې تباه کیږي دا وطن

افغاني مینه، احساس که مو نصیب شي
سر منزل ته به رسیږی دا وطن
--------------------------------
سمیع الدین افغاني
۴- ۹ – ۲۰۱۸
م ۰ کال

{/slide}{slide=جنګوي}

مونږه لا هم روس او امریکاجنګوي
لا اوس هم د اخوند سره ملا جنګوي

پرون که د ملحد او مسلمان په نامه  جنګ وه
د قوم په نوم مو لا هم نن سبا جنګوي

دنیا لاړه په پوهه علمیت لوړ اسمانو ته
دوئ مونږ په پوهنتون او دانشګا جنګوي

کلونه په مونږ تیر شول چې په سره اور کې لمبیږو
دښمن مو هر یو خیل جلا جلا جنکوي

یو والی ورور ګلوي د ولسونو ضرورت دی
دوخت سالار ته ګوره چې دنیا جنکوي

وطن ته ای ملګرو نن د سولې ضرورت دی
بې رحمه چم ګاونډ مو برملا جنګوي

سمیع الدین افغاني

۹-۷-۲۰۱۸
م ۰ کال

{/slide}{slide=شر پسند}

چې دوه زړونـه بدوي دابـد انسان دی
داسې خلکوپـه ایــمان کلـه ګمان دی

چې دبــل کــور اوبنیاد تباهي غــواړي
داسې خلکوهــم برباد دین اوایمان دی

چې د دین په نـوم دوکه ،چال اوفریب کا
څومره زشت څومره ذلیل داسې انسان دی

چې هم ستا ، ستا د اولاد تباهي غواړي
پدې خلکو تـل غصب دپاک سبحان دی

ستا په زړه کې به اخلاص او ارادت وي
دې به تل مدام خوشال ستا په تاوان دی

عمر یې تیر پښه یــې قبر ته نژدې شوه
خولا اوس هم فتنه ګــر دخپل زمان دی

چې الله چــا سره مــل شي هراس نشته
د پاک زړنو تل مـدام خـدای نګهبان دی

څوک چې ورنومینځ کې شراونفاق غواړي
همدې خلکو نـن وران کـړی دا جهان دی

په ظاهـر ګیره اوږده لاس کـې تسبخ دي
په باطن کـې سکنی ورور د شیطان دی
-----------------------------------
سمیع الدین افغاني
۳۱ - ۸ - ۲۰۱۶
م ۰ کال

{/slide}{slide=پریږده پریږده ای مرګيه}

لــــږ دمـه شــه ای زړګيــه
زه لا نورڅــه کـول غواړم

لږ مــې پــریږده ای مرګيه
د ايمان آ زمــويل غواړم

چې منبر مــې چــا سيزلی
دهــغو پــرځــول غــواړم

زمـاورورېــې چـې وژولـی
ترې ګريوان څيرول غواړم

بــبر سری مــاشومــان مـې
له بــمــو بــچــول غــواړم

چې ترې والوزی کــوترې
د پنجــرو مــاتول غــواړم

لا نيمګړی مــی آرمان دی
خپـل آرمان ته ور تلل غواړم

دا چې کور په کور روان دی
داماتم ختمول غواړم

نــا اميد داغلــي زړونــه
په ليمو ښکولول غواړم

دا کشتی پــه ډوبيــدو ده
تر تـوفـان تــيريدل غواړم

ربــه داسې طــاقت راکړی
د ولس پــاڅــول غــواړم

چې موږ تول سره يوځای کړي
پــوه رهــبر درول غــواړم

پریږده پریږده ای مرګيه
زه جانان تــه ورتلل غواړم

يوپاڅون يــوانقلاب تــه
لــراوبــريــوکــول غواړم

يا به دا ارمــان پــوره کړم
يا کــفن څيـرول غــواړم

بيا نو هــله پــه مــزار مې
ســرې جنډې رپـول غواړم
---------------------------
سميع الدين افغانی

{/slide}{slide=د خلاصون لار}

نن په لر او برکې بیا کومه کیسه ده؟
چې د ورونو په مخ بنده دروازه ده

ده ریښتیا اوبه په ډانګ کله بیلیږي
دا د وخت سالار بې ځایه تلوسه ده

نن دونیا او نړیوال پرې ښه پوهیږي
چې دا چا ده خوره هرځای کې فتنه ده؟

د دونیا په هرهیواد کې چې دهشت دی
د دوئ لاس دې مصیبت کې اغشته ده؟

ربه ته د زور واکانو زور زاوال کړې
چا چې کړې د ولس په حق سلطه ده

راځۍ ورونو چې یوموټی یو قوت شو
چې خلاصون ته د یووالي لار کره ده
------------------------
سمیع الدین افغاني
۴ - ۶ - ۲۰۱۶
م ۰ کال

{/slide}{slide=د لارې مل}

په خوښي کې به هرڅوک درسره یارشي
دوست هغه دی چې په سخته کې پکارشي

د ښه دوست او لارې مــل په انتخاب کې
د اخلاص اصل ضــرور ګڼه حساب کې

په کوم ځای کې درې ملګري هم نظرشول
دا درې واړه پــه تکل د اوږد سفــر شول

دې سفر لار کـې وه غرونه، دریابونه
پرتې واورې، لوې دښتې او ځنګلونه

چې د کلي نه روان دوئ په سفر شول
مده پس دوئ یو ځنګل ته برابر شول

سپینې واورې اوریدې ډیره یخني وه
دې ځنګل نه تیریدل دوئ ته حتمي وه

دوئ چې کله د ځنګله ځینې بهر شول
لویه لار کې په وحشي خرس برابر شول

خرس چې کله دوئ ته لرې نه نظر شو
دوئ په لورې په تلوار په منډو سرشو

پدې وخت کې دا ملګري وارخطا شول
لویې ونې پــه لور تیښتې ته تابیا شول

د دوئ دوه تنه پــه منډو کــې چالاک
ځان یې ورسو ځنګله ته هیبت ناک

ډیر په بیړه ونې سر تــه پــه ختو شول
ونې سرکې خرس راتګ په اندیښنو شول

دا دریم دوئ کې ډنګر او کم قوت وه
تردوه نورو وروسته پاتې کم طاقت وه

په سختۍ په منډو سر ددوئ په لور وه
ډیرستومانه بې شیمې حالت یې نور وه

په مشکل شو را نژدې ونې تر څنګ
پریوت ونې ډډ تــه اوږد لکه ملنګ

هغه دم خرس چې سړي ته رانژدې شو
ښکته پورته ترې راتاو په بوڼیدو شو

غوږ او سر یې ورته بوی کړ لنډ زمان
پس له څو شیبو واپس شو ترې روان

خرس په منډ شو روان مخ پــه ځنګل
سړي وويل : شکر نــه مې وه اجل

دوه ملګري چې وه ناست ونه کې غلي
دغه خــرس وه دوئ بــې حــده بیرولي

چې یې ولید خرس روان مخ په ځنګل شو
شول را ښکته په پرسان دخپل د مل شو

هغه دواړو تــرینه داسې و پــوښتل
ویل :چې خرس په غوږ کې څه درته ویل؟

دې دریــم پــه ډیر غصه او اضطراب
په سختۍ یــې ورکــړو دارنګه ځواب

خرس ویل : په تاسو ونــه کړم حساب
بد حالت کــې درنــه ولاړل پــه شتاب

ویل : نا مــردو سره مه ځه نورپه لار
په مشکل کې به دې نه شي دوئ په کار

په سختي چې مددګار شي څوک د چا
بد ساعت کــې به ځان نــه ګڼي تنها

په اول کې خپل دوستان کړه امتحان
بیا یــې شه د لارې مــل هغه زمــان
---------------------------
سمیع الدین افغاني
۱ - ۵ - ۲۰۱۶
م ۰ کال

{/slide}{slide=د مقدوني سکندر وصیت}

د عبرت کیسه

دا دونیا چــا لره نه لــري بقا

ترېنه درومي کــه فقیر دی که دارا

 

دبدبې دي تیرې شــوي د شاهانو

قدرتــونه شول نسکور د حاکمانو

 

اسکندر مقدوني هم یو لوی نامداروه

مقتدر وه سر لښکر سپاه سالار وه

 

چې یې کله د ژوند پــاڼه شوه خــزان

د ځواني او د قــوت تیر شوه دوران

 

نظامیان یې خپل دربار ته کړل احضار

خپل حالت یې ورته داسې کړ اظهار

 

ویل : چې زه فاني دونیا ځینې په تلو یم

پس له مــرګه د څو هیلو په ارزو یم

 

دغــه هیلې بــه ضــرور پــوره کــوئ

پس له مرګ به ما په دې راز خښوئ

 

لمړی خواست زما پوره کړئ په دا شان

جنازه بــه جګــوي صــرف داکتران

 

سپین چپنې داکتران بــه پیش قدم وي

نظامیان به ترینه وروسته هغه دم وي

 

دویم دا چې ټولــه لار قبر تــر ځایه

ټول هستي او زر مې وشیندئ تر پایه

 

په شخصي طلا ، زیورمې لار ښایسته کړئ

په همدې لار کې مې تیره جنازه کړئ

 

دریم دا چې مې لاسو نه په ښه شان

له تــابوت نــه را بهره کــړئ عیان

 

په همدې منوال مــې خښه جنازه کړئ

دا وصیت بــه زما خاماخا پوره کړئ

 

نظامیانو ویل : چې ستا په حال خفه یو

پس له مرګ هم ستا تابع د قومنده یو

 

په هر رنګ چــې وي ستا امر ، هدایت

کړو اجرا بــه یې په مینه ، صداقت

 

په دې وخت کې لوی افسر شو ډیر حیران

دې نامدار سپاه سالار نه شو پرسان

 

ویل: عجیبه ده سالار دا کوم حکمت دی؟

ستاسو دې ډول وصیت نه څه مطلب دی ؟

 

دې کې کوم داسې یو راز پروت دی پنهان؟

د وصیت اصلي مطلب که کړئ روښان

 

سکندر د زړه مقصد ورتــه عیان کړ

ددې راز حکمت یې دا رنګه بیان کړ

 

ویل : جنازه که مې کړي پورته ډاکتران

هر سړی بــه پــدې پــوه شي هغه ان

 

معنی دا چې مرګ حتمي دي د هر چا

نه ډاکتر څــوک بچوی شي نــه دوا

 

دویم دا چې مې هستي لاره کې شیندم

معنا دا چې مــال د ځانه سره نه وړم

 

نه کفن کــې د چــا جیب شته د پیسو

نــه قــبرو کــې المارۍ شته د کالو

 

دا چې دواړه لاس بیرون وي د تابوت

داسې کــار معنی ددې لــري ثبوت

 

چې تش لاس ومه راغلی دې دونیا ته

داسې تش لاس به ور ځم دارالبقا ته

 

نظامیان یې دې وصیت ته شول حیران

ویل :ریښتیا چې هر هستي لري پایان

 

د ژوندون معنی نه زور دی نه دولت دی

نیک عمل دی صداقت دی عبادت دی

---------------------------

سمیع الدین افغاني
۲۰ - ۴ - ۲۰۱۵
م ۰ کال
{/slide}{slide=زور واکي}

عجیبه شـــانـــته حـــالت دی
څوک بري څوک ملامت دی؟

سړي سر پـــرې نه خلاصیږي
څوک حاکم کوم یو رعیت دی؟

که مظبوط ناست په چوکۍ وي
هر څه جوړ خیر او خیریت دی

که بیا لـــرې د قـــدرت شي
بس کرځی پـــرې مــلامت دی

ها غټ سترګـــی بـــې حیا خو
دعـــوه ګیـــره د قـــدرت دی

که څوک لږ ورته غصه شې
بیا پردو ته یې شکایت دی

دا چې ملک کې څه تیريږي
ددې خپل ستایل او رغبت دی

صرف په جنګ کې یې هستي ده
ورورګلوي نه یې نفرت دی

څوک جهاد لار کې شهید شو؟
چا پـــرې کـــړی تجارت دی؟

په خوله یو چې زړه کې بل وي
لوی شیطان دی پرې لعنت دی
----------------------
سمیع الدین افغاني
۱۳ - ۴ - ۲۰۱۶
م ۰ کال

{/slide}{slide=د سولې پیغام}

د سولې او د یو دردیدلي افغان ځوان د زړه خواله

شاعر: سمیع الدین افغاني

سوال او ځواب

سوله :

زه نفرتونه ورکول غواړمه

بشر ته مینه ورکول غواړمه

 

زه یم بنیاد زه یم د سولې پیغام

زه یم احساس زه یم د مینې الهام

 

زه محبت او ورور ګلوۍ راولم

مینه اخلاص او خواخوږۍ راولم

 

زه د ایمان زه د ارمان سره یم

زه د سپیڅلي پاک انسان سره یم

افغان ځوان :

راځه ای سولې ستا ارمان ښکلی دی

د ورګلوي ستا ارمغان ښکلی دی

 

خو زما یوه ګیله له تانه راځي

ستا د خوږو دغو وینا نه راځي

 

تیر شول کلونه ډیر وختونه په موږ

د څو لسیزو کړاوونه په موږ

 

په موږ دا ظلم دا ستم نه ګورې

زموږ دا کور په کورکې غم نه ګورې

 

زموږ وطن کې جوړ ماتم دی کنه

دلته خو غم د پاسه غم دی کنه

سوله:

وا یه زه اورم ستا ارمان پیژنم

ستا ټول احساس درد اوخفګان پیژنم

 

زه ستا په غم باندې خبر یم ضرور

زه هم په زړه پرهر پرهر یم ضرور

 

خو زه تعصب دنیا ته لار نلرم

د نفرتونو سره کار نلرم

 

زه د یووالي ورورګلوي سره یم

زه د اخلاص او همدلي سره یم

 

تر څو په خپل کې اتحاد نشئ

سره ټینګ عزم او بنیاد نشئ

 

زه هلته نه شم ځانته لار پیدا کړم

زه کوم خواخوږی یا دلدار پیدا کړم

افغان ځوان :

ګرانه رښتیا ده زه منمه د ستا

ستا دغه هیله قبلومه اشنا

 

موږ هم ایمان او ارادو سره یو

ښه با احساسه پرګنو سره یو

 

افغان صادقه او دیندار ولس دی

همیشه سولې ته تیار ولس دی

 

موږ د یو بل سره اخلاص کړی دی

د ورور ګلوۍ قوي احساس کړی دی

 

تل راشه درشه مددګار یو د بل

په غم خوښۍ کې موږ همکاریو دبل

 

ټول ولسونه مو رسیږي بل ته

دوئ په خوښۍ کې خوشالیږي بل ته

 

بیا هم په ویر او په ماتم کې ناست یو

هره شیبه په درد او غم کې ناست یو

سوله :

هوکې ته ښه وایې رښتیا غږیږې

ته د تعصب نه ما سوا غږیږې

 

ته ملامت نه یې ګناه نه لرې

ته خالي لاسه یې خطا نه لرې

 

خو په هر ځای کې شته ذلیلې څیرې

ډیرې موحیلې او حقیرې څیرې

 

چې په پردو دې خرڅوي برملا

نه یې هراس شته نه یې ډاره تر چا

 

دوئ د پردو په لمسه جنګ جوړوي

ځانله بنګلې باغچې تر څنګ جوړوي

 

شول د قصرو د بلډیدنګو مالکان

خارج بانکو کې د پیسو مالکان

 

ستاسو د سر او مال اختیار لري دوئ

د هر غلیم سره پټ لار لري دوئ

 

ستاسو حجرو ته یې ماتم راوستی

تاسو ته یې غم د پاسه غم راوستی

 

په دې سبب د درتلو لار نلرم

زه خپله تاسو کې غمخوار نلرم

افغان ځوان :

زه ستا منم موږ اوس اګاه یو تمام

دې خود سرۍ ته په سودا یو تمام

 

موږه د څو کلو جنګو نه ورسته

ډیرو ناخوالو کړاوو نه ورسته

 

اوس موږ دښمن د خپل وطن پیژنو

موږ خپل دوستان او اهریمن پیژ نو

 

په موږ کې شته دي د لسټونو ماران

دا د پردو پټ او ښکاره بوډاګیان

 

چې موږ په ژبه او قومو بیلوي

په سل نیرنګ او دسیسو بیلوي

سوله :

اوس چې پوهیږې نو یو لاس شئ سره

یو بل ته مینه شئ اخلاص شئ سره

 

په خلاصو سترګو نن جهان ته ګورئ

ساینس اوتخنیک عصر زمان ته ګورئ

 

په علم پوهه دا وطن جوړ کړئ

د خپل پلرو نیکو مدفن جوړ کړئ

 

څو به په خپلو کې جنګیږئ سره

پردو په لمسه جلا کیږئ سره

 

تر څو په خپلو کې قوت نه شوئ

دغه نا خوالو ته همت نه شوئ

 

لابه په جنګ او په ماتم کې پایئ

هره ورځ غم د پاسه غم کې پایئ

افغان ځوان :

هوکې غفلت نور موږ ته ندی په کار

دا بد حالت موږ ته نور ندی په کار

 

سولې ! په پوهه موږ ستا لور ته درځو

په اتحاد د خوښي کور ته درځو

 

په اتفاق به دا ماتم ختموو

په ورور ګلوی به نور داغم ختموو

 

تر څو موږ سیال شو د سیلانو سره

سوله ورورۍ شو افغانانو سره

 

راوړو د سولې خوږ پیغام خلکو ته

بیا د خوښیو خوږ الهام خلکو ته

 

ټینګ افغاني مینه اخلاص راولو

بیا جوړولو ته احساس راولو

--------------------------

سمیع الدین افغاني

{/slide}{slide=ګیله مند}
زه د حــــــالاتو نه په تنــــــګ راغلم
دخپل تدبیر سره په جنـــــــګ راغلم

مـاویل چې ښکل به کړم روښانه لاره
پـــــــه سرنوشت کې د پتنــګ راغلم

زه د خپـل ملک د پادشاهي په هیله
خـــو په حسـاب کې د ملنــګ راغلم

ما سره ښـــکلي ارمـــانونه زړه کې
خـو نامراده ترې په څنـــــګ راغلم

هغــــه حساب چې مې د ژوند درلوده
زه پـه مسیر کې د نیرنــــــګ راغلم

ماویل چې زه به خپــــل منزل ته رسم
پـــــه حقیقت کې پــــه بل رنګ راغلم

د پاکو هیلـــــو ، ارمـــــانونو ښار نه
زه افغــــاني تري ګیلـــــــه مند راغلم
***
سمیع الدین افغاني

{/slide}{slide=بد مرغه حریص}

په کوم ځای کې کوم حریص ډیرپیسه دارشو
د ارګاه ، بارګاه خاوند شو ښه مالدار شو

تل مدام به يې خوراک، پـــوښاک نا سم وه
په مصرف دهر درهم بـــه ناست په غم وه

یوه ورځ خپل ذخیرې ځینې پـــه ډار شو
د پیسو خـــوندي کیدو تـــه یې تلوار شو

په دې فکر چې خدای مکړه غل به را شي
مال ، پيسې او دارایی بـــه یــې تالا شي

سوچ یې وکـــړ چې چاره ورته پکار ده
د پیسو خـــوندي کـــول یې سمه لار ده

پس له ډیره فکر ، هوش پدې نظر شو
د پيسو د خښیدو خیال یې پـــه سر شو

په کوم ځای کې سړي خښې خپل پیسې کړې
خښې څنګ ته یې ډبرې هم دوه درې کړې

هره ورځ به دغه ځای ته تلو ، راتللو
د خپل زیرمې حال ، احوال یې اخستلو

یوه ورځ په سړي لوی غل برابر شو
په سړي او په دې ځای باندې شګبر شو

غل پـــه پټه باندې راغی دغه ځای ته
په دقت یـــې نظر وکړه سر ا پای ته

د دې ځای پـــه را سپړلو باندې سر شو
د پیسو پـــه هغه زیـــرمـــه برابر شو

چې یې ولیدې پيسې ډیره شو خوشاله
په څادر کې یې کړې تاوې بې مجاله

ټول پیسې ، دولت یې واخسته روان شو
د روزګار له چانسه خوښ هغه زمان شو

بله ورځ چې حریص راغی ځای لیدو ته
خپل د ګنج حال او احوال معلومیدو ته

چې ښه ځیر شو سړی لاړه وارخطا شو
خپل پيسو او دارائي تـــه په سودا شو

په ژړا پـــه فغان سر شو په نارو شو
په دې کار شو پښیمانه په سلګو شو

په دې وخت کې یو ملنګ تیر شو په لار
چې یـــې ولید سړی ډیر دی نـــا قرار

ورته وویل : چې په څه ته ازرده یې؟
پـــه ژړا په نارو سر داسې غصه یې؟

سړي وویل: چې تباه شومه برباد یم
ټول هستې یې رانه وړې زه ناښاد یم

پدې ځاي کې ما پيسې وې خښی کړې
ما د غلو د ویرې دې ځای کې ساتلې

کوم ظالم پرې برابر دی ټول یې وړي
نه حبه نه کوم دینار ترې پاتې شوي

دا زما د پوره ژوندون ټوله هستې وه
چې پیدا مې په زحمت او ډیر سختي وه

اوس برباد شومه هستي مې ټول تباه شوه
په ما جوړ دی بد حالت دا مې سزا شوه

ملنګ وویل : چـــې پدې مـــه خفه کیږه
مشوره زمـــا نه واوره غصه پریـــږده

لاړ شه ډکه بوجـــۍ تیګې کړه تر پایه
دلته یې خښې کـــړه له ځانه سره وایه

چې زما پیسې هیڅ ندی چا غلا کړي
بس همدلته ما په دې ځای کې ساتلي

هره ورځ دلته راځـــه زړه دې پخلا کړه
خپل زړګې پـــه همدې تیګو تسلا کړه

تا خو ټول عمر پيسې دي ټولې کړي
له سختی دې پدې ځای کې خښې کړې

ښه به دا وای چې تا ښه ژوند تیرولای
خپل پيسې دې په ښه لار مصرفولای

دا ژوندون همدا موقعه ده چې تیریږي
خدای خبر دی چې سبا ته به څه کیږي؟

دا چې ژوند کې جواز نشته د اسراف
حریص هم ګڼه بد مرغه ، بې انصاف
-----------------------
سمیع الدین افغاني
۷ - ۳ - ۲۰۱۶

{/slide}{slide=د سولې پیغام}
د سولې او د یو دردیدلي افغان ځوان د زړه خواله
سوال او ځواب

سوله : زه نفرتونه ورکول غواړمه
بشر ته مینه ورکول غواړمه

زه یم بنیاد زه یم د سولې پیغام
زه یم احساس زه یم د مینې الهام

زه محبت او ورور ګلوۍ راولم
مینه اخلاص او خواخوږۍ راولم

زه د ایمان زه د ارمان سره یم
زه د سپیڅلي پاک انسان سره یم

افغان ځوان : راځه ای سولې ستا ارمان ښکلی دی
د ورګلوي ستا ارمغان ښکلی دی

خو زما یوه ګیله له تانه راځي
ستا د خوږو دغو وینا نه راځي

تیر شو کلونه ډیر وختونه په موږ
د څو لسیزو کړاوونه په موږ

په موږ دا ظلم دا ستم نه ګورې
رموږ دا کور په کورکې غم نه ګورې

زموږ وطن کې جوړ ماتم دی کنه
دلته خو غم د پاسه غم دی کنه

سوله : وا یه زه اورم ستا ارمان پیژنم
ستا ټول احساس درد اوخفګان پیژنم

زه ستا په غم باندې خبر یم ضرور
زه هم په زړه پرهر پرهر یم ضرور

خو زه تعصب دنیا ته لار نلرم
د نفرتونو سره کار نلرم

زه د یووالي ورورګلوي سره یم
زه د اخلاص او همدلي سره یم

تر څو په خپل کې اتحاد نشئ
سره ټینګ عزم او بنیاد نشئ

زه هلته نه شم ځانته لار پیدا کړم
زه کوم خواخوږی یا دلدار پیدا کړم

افغان ځوان : ګرانه رښتیا ده زه منمه د ستا
ستا دغه هیله قبلومه اشنا

موږ هم ایمان او ارادو سره یو
ښه با احساسه پرګنو سره یو

افغان صادقه او دیندار ولس دی
همیشه سولې ته تیار ولس دی

موږ د یو بل سره اخلاص کړی دی
د ورور ګلوۍ قوي احساس کړی دی

تل راشه درشه مددګار یو د بل
په غم خوښۍ کې موږ همکاریو دبل

ټول ولسونه مو رسیږي بل ته
دوئ په خوښۍ کې خوشالیږي بل ته

بیا هم په ویر او په ماتم کې ناست یو
هره شیبه په درد او غم کې ناست یو

سوله : هوکې ته ښه وایې رښتیا غږیږې
ته د تعصب نه ما سوا غږیږې

ته ملامت نه یې ګناه نه لرې
ته خالي لاسه یې خطا نه لرې

خو په هر ځای کې شته ذلیلې څیرې
ډیرې موحیلې او حقیرې څیرې

چې په پردو دې خرڅوي برملا
نه یې هراس شته نه یې ډاره تر چا

دوئ د پردو په لمسه جنګ جوړوي
ځانله بنګلې باغچې تر څنګ جوړوي

شول د قصرو د بلډیدنګو مالکان
خارج بانکو کې د پیسو مالکان

ستاسو د سر او مال اختیار لري دوئ
د هر غلیم سره پټ لار لري دوئ

ستاسو حجرو ته یې ماتم راوستی
تاسو ته یې غم د پاسه غم راوستی

په دې سبب د درتلو لار نلرم
زه خپله تاسو کې غمخوار نلرم

افغان ځوان : زه ستا منم موږ اوس اګاه یو تمام
دې خود سرۍ ته په سودا یو تمام

موږه د څو کلو جنګو نه ورسته
ډیرو ناخوالو کړاوو نه ورسته

اوس موږ دښمن د خپل وطن پیژنو
موږ خپل دوستان او اهریمن پیژ نو

په موږ کې شته دي د لسټونو ماران
دا د پردو پټ او ښکاره بوډاګیان

چې موږ په ژبه او قومو بیلوي
په سل نیرنګ او دسیسو بیلوي

سوله : اوس چې پوهیږې نو یو لاس شئ سره
یو بل ته مینه شئ اخلاص شئ سره

په خلاصو سترګو نن جهان ته ګورئ
ساینس اوتخنیک عصر زمان ته ګورئ

په علم پوهه دا وطن جوړ کړئ
د خپل پلرو نیکو مدفن جوړ کړئ

څو به په خپلو کې جنګیږئ سره
پردو په لمسه جلا کیږئ سره

تر څو په خپلو کې قوت نه شوئ
دغه نا خوالو ته همت نه شوئ

لابه په جنګ او په ماتم کې پایئ
هره ورځ غم د پاسه غم کې پایئ

افغان ځوان : هوکې غفلت نور موږ ته ندی په کار
دا بد حالت موږ ته نور ندی په کار

سولې ! په پوهه موږ ستا لور ته درځو
په اتحاد د خوښي کور ته درځو

په اتفاق به دا ماتم ختموو
په ورور ګلوی به نور داغم ختموو

تر څو موږ سیال شو د سیلانو سره
سوله ورورۍ شو افغانانو سره

راوړو د سولې خوږ پیغام خلکو ته
بیا د خوښیو خوږ الهام خلکو ته

ټینګ افغاني مینه اخلاص راولو
بیا جوړولو ته احساس راولو
--------------------------
سمیع الدین افغاني
۲۸ / ۱ / ۲۰۱۴
م۰ کال

{/slide}{slide=د پلار مینه}
مور او پلار یو لوی نعمت دی په جهان
احترام یې دی واجب په هر انسان

د هر چانه ډیر قریب دي مور او پلار
د اولاد په غم کې تل وي نا قرار

د پیدا نه تر پناه پورې ځوریږي
د اولاد ونیکمرغۍ ته هوسیږي

تل په فکر د اولاد وهي سوچونه
څو یې وس وي ورته ګالي زحمتونه

یوکیسه مې دیو دوست نه واوریدله
چې د پلار د خاطرو ځینې کوله

ویل چې کله زه د وه کلو ماشوم وم
نازولی د پلار کور کې زه معلوم وم

لږ څه شوخ وم ښکته پورته ځغلیدمه
ورانول به مې هر څه نه پوهیدمه

یوه ورځ چې مې پلار ډیر راته غصه شو
یو ګذار مې په نازک مخ حواله شو

پلار مې ښه څپیړه راکړه ښه په زوره
چې د درده یې زر ووتم د کوره

درد یې وکړ خو ما اوښکه تویه نکړه
د خپل پلار مینه مې هډو هیره نکړه

بیا هم تل د خپله پلاره نه جلا نه وم
راته ګران وه د خپل درد په سودا نه وم

څو کلونه بیا ددې کیسې نه تیرشول
دا فکرونه مې هډو د سره هیر شول

چې یو وخت بیا د یوولسو کلو شوم
یو ځل بیا زه یو لامل پلار دغصو شوم

بیا څپیړه یې په مخ را حواله کړه
ما د تیر په شانې هیره خپل غصه کړه

درد یې ډیر وکړ ما بیا ونه ژړلې
سترګو لاندې به مې پلار ته پټ کتلې

په زړګی کې مې خپل پلار راباندې ګران وه
ماته ژوند کې لکه ستوری د اسمان وه

شول کلونه تیر له دغې خاطرې نه
د ژوندون له دغه راز ددې کیسې نه

تل د پلار سره مې ژوند وه څنګ په څنګ
پلا زما او زه د پلار ومه خدنګ

خو چې کله د پنځه ویشتو کلو شوم
د قوت او د روزګار د اولادو شوم

پلار مې بیا په یو علت راته په قهر شو
چې ګذار یې په مخ را کړ بې اختیار شو

په دا ځل مې خدایګو ډیرې وژړلې
مامې سترګو لاندې خپل پلار ته کتلې

په دې نه چې پلار څپیړه ولې راکړه
لرزیدلي لاس یې ډیر کړمه غمناکه

هغه وار چې ماشومتوب کې راکولو
هغه زور نور پکې نه وه لرزیدلو

ما د پلار پدې حالت ډیر وژړلې
سترګو لاندې مې په مینه ور کتلې

پت په زړه کې مې همدا حالت لیدلو
په سلګو او په زار زار مې وژړلو
--------------------------------
سمیع الدین افغاني

{/slide}{slide=ګران وطنه}
هره وليشته به دې ساتوپه ايمان
ګران وطنه زموږخوږ افغانستان

دلته ټول پښتون ،تاجک که هزاره دي
د هرات دي د بادغيس که د لغمان

هر قدم به دې د سرپه بيه ساتي
چې په لر او بر کې ميشت دۍ ټول افغان

دا باتوره ، با عزته افغانان دي
کړي پوره به دوختونوخپل ارمان

د تور مخو زوړ سياست په ختميدو دی
دوه مخۍ کې دوئ معلوم دي په جهان

په کلو کلو يې وران زموږ وطن کړ
اوس اګاه پدې مطلب دی هرانسان

نه په دين نه په ايئن نه په صلاح دي
دوئ بد نوم لري تاريخ کې د جهان

له دښمنه هيڅ اميد د رحم نشته
رااوچت شئ ښه فرصت دی د زمان

چې راټول سره يو لاس اويو قوت شو
بی له شکه به نابود شي غليمان

شمله ورو لوړ همته افغانانو
بيا يې ور کړ لو تاريخ ته امتحان

پرون بيا په جګو غرونو کارنامې وې
شول تباه زموږد خاوری دښمنان

ښه موقه ده دشملو اود وياړنو
په يو والي د وطن شئ نګهبان

افغانان دي اوس حاضر مقابلې ته
شنډوي به دسايس په سپین ميدان

د نجيبوپاکو زړونوانتقام دی
دقاسم شهيد دزړه وه دا ارمان

دا رښتيا ده تاريخونه پرې ګواه دي
چې پرديو دلته تل کړی تاوان

اوس حالاتو افغانان سره يو کړي
شي رسوا به نور لستوڼي کې ماران

چې راټول په يوه عزم او تکل شو
بيابه جوړ کړو ګران وطن جنت نشان
----------------------------------
سميع الدين افغاني
٥ - ٦ - ٢٠١٣
م ٠ کال

{/slide}{slide=باغونه او یادونه}
دیومهاجرې پیغلې او ځوان د وطن خاطري


پیغله
کاشکې د وطن باغو ته تللې وای
ګلو لمن ډکه ترې راغلې وای

ځوان
ښکلی کابل جان کې ښه باغونه دي
هر لورته یې ښکلي منظرونه دي
باغ د بابر شاه کې ګرځیدلای وای
ګلو لمن ډکه ترې راغلای وای
پیغله
لاړه وای پغمان خیالي درو ته بیا
ناسته یې وای ښکلو منظرو ته بیا
ګل مې په اوربل باندې ټومبلای وای
ګلو لمن ډکه ترې راغلې وای
ځوان
ښکلی ښه باغونه قندهار لري
خوند یې ښه انګور او سره انار لري
بیا په چهل زینو ورته ختلای وای
ګلو لمن ډکه ترې راغلای وای
پیغله
تللې شاهي بڼ ته ننګرهارپه لور
هلته د شهید امیر مزار په لور
هار مې د نارنج د ګل جوړ کړای وای
ګلو لمن ډکه ترې راغلې وای
ځوان
ښکلی دی مزار د شنه باغو سره
ښه ښکاری روزه د ګنبدو سره
سوال مو دایمان الله ته کړی وای
ګلو لمن ډکه ترې راغلای وای
پیغله
لاړه شهدا ، تمیم انصارته وای
نا سته د افغان سعید مزار ته وای
بیا مو د دوعا لاس پورته کړای وای
ګلو لمن ډکه ترې راغلای وای
ځوان
لاړ وای د پروان ښایسته باغونو ته
بیا د استالف ښه منظرونو ته
یخې د چینو اوبه مو څکلای وای
ګلو لمن ډکه ترې راغلای وای
پیغله
لاړ وای مهتر لام بابا زیارت ته بیا
لاس وای په دوعا د خدای رحمت ته بیا
نظر مې د سوال په ځان منلې وای
ګلو لمن ډکه ترې راغلې وای
ځوان
ښه ښکاري وطن شینکي باغو سره
خوند کړي افغاني کلو بانډو سره
بیا عمرزیو په لارو تللای وای
ګلو لمن ډکه ترې راغلای وای
-----------------------------------
سمیع الدین افغاني
۲۰ -۱۱ -۲۰۱۲

{/slide}{slide=خیالي شیبې}

تیر د وختونو څه مده غوندې شوه
د یار ګيله راته پلمه غوندې شوه

ولاړم تر کلي او ګوڅو د دلبر
چیرته چې ښه هلته مې شپه غوندې شوه

د ډیر کلونو او وختونو وروسته
خدایږو چې ماته مې توبه غوندې شوه

ماچې حساب کې د پردو ګڼله
هغه صنم د خندا شنه غوندې شوه

نور ستړی ستړی په میرو کې نه وم
په خپل مالت کې مې دمه غوندې شوه

د زړګي راز یې را څرګند کړ راته
چې بې نقابه راښکاره غوندې شوه

ما هم اظهار ورته د مینې وکړ
هغه ښکلا چې مې میلمه غوندې شوه

خوږې خبرې د خوږلنې اشنا
د زړه دنیا د زړه کعبه غوندې شوه

خیالي شیبې هغه خواږه وختونه
اوس راته پاتې خاطره غوندې شوه
----------------------------
سمیع الدین افغاني
۱۹ - ۱۱ - ۲۰۱۲

{/slide}{slide=زه به درشم}
ته قرار راسره وکړه زه به درشم
لږ مدار راسره وکړه زه به درشم

چې وعدې دې د وصال راوړي ترغوږه
د ريبار راسره وکړه زه به درشم

زه بندي د کور او کلي د دستور يم
ته لږ وار راسره وکړه زه به درشم

زه په هيله تاج محل ته دې درتلو يم
ته هم لار راسره وکړه زه به درشم

ها وعده دې د نيمکړي ماښامونو
په بار بار راسره وکړه زه به درشم

چې تکل مې د درتلو نا هيلی نشي
اعتبار راسره وکړه زه به درشم

ستا دمينې اسير شوی زړه مې وايي
پري وار راسره وکړه زه به درشم
--------------------------------------
سميع الدين افغاني
٣ - ٧ - ٢٠١٢
م ٠ کال

{/slide}{slide=افغان ځوان111111}
خپلو خلکو ته خـدمت کړي په ښه شان
افتخار کــړي پــه تــاريخ د لــوی افغان

د احمــــد اودمیرویس نیکه خدمت ته
شپه او ورځ یـــــــې یوه کــــړې پــه ایمان

د نـــــــازو اودمـــــلالې خـــــــدمتګاردی
خپل ولس ورتـــــه د هـرڅـــه نه دی ګران

نازولـــــي یـــــې مدام خپـــل مشران دي
احترام ورتـــــــه لــــــري پـــــه هــــر زمان

ښکلی ځوان دی هم ساتونکی دسنګردی
د دښـــــــمن سره یې لاس دی پــه ګریبان

لوړ احساس یې دوطن څیره کې ښکاري
ربـــــه ته داسې ځـــــوان شی نګهـــــــبان

دی غمخواره اسـتعداد لري قلم کـــــې
کړي خدمت دخپل وطن په ښکلي شان

همیشه د افغانــــانــــو پــــه خدمت کې
تل نازیږی پـــــــه تـــــــاریخ د لوی افغان

ربه تـــــــه د با احساسوساتنـــــــدوی شې
لوړ همت راته ښکاره شــــو افغان ځوان
-----------------------------------------
سمیع الدین افغاني

{/slide}{slide=پلوري}
څوک مو په چم څوک برملا پلوري
په سپين سترګۍ مو په هرچا پلوري

ډير بد حالت موپه وطن حاکم دی
چې څوک موځمکه څوک فضا پلوري

دا د پردي فرهنګ واکمن غلامان
جګې شملې مو د بابا پلوري

زموږ کلتورته دوئ په سپکه ګوري
هم مو محراب هم مو ملا پلوري

موږ په قومو نو لر او بر بيلوي
ټوله هستي زما او ستا پلوري

دګران هيوادپټ او ښکاره دښمنان
دوئ زمونږ سمه او بیديا پلوري

کلي بانډې موپه په بمو ورانې شوې
زموږ ماشوم زموږ برنا پلوري

صرف کاميابي موپه يووالي کې ده
دوئ مو هر خيل جلا ، جلا پلوري

که سره يو نه شو يو موټی نه شو
په سپن سترګۍ مو په دنيا پلوري

دا ټول پردي دي خپل کيدلاي نه شي
اوس مو ښکاره په سپين سبا پلوري
-----------------------------
سميع الدين افغاني
٧ - ٥ - ٢٠١٢
م ٠ کال

{/slide}{slide=د مينې نغمه}
ته د مينې لـــوی کتاب يې
ته دمينې لــوی درياب يې

ته تصویــر د ښکلا ګــانو
ته ښايسته شانې ګلاب يې

تــه دميــنې سمــندر کې
د موجونو په حساب يې

ته څرګند تصویــر د مينې
ته سکون د زړګي تاب يې

ته د ژوند پــه امتحان کې
په بر لاسوکې حساب يې

تــه نغمه يــې د شعــرونو
د درخــو ادم ربــاب يې

تا نه زه لــوګی لوګی شم
د غمجن زړګي ثواب يې
--------------------------
سميع الدین افغاني
٢١ - ٥ - ٢٠١٢
م٠کال

{/slide}{slide=خيرالناس}
ځينې ظاهره کې با پاس ښکاري
خوپټ په زړه لکه خناس ښکاري

کړي په ظاهره د ورورۍ خبرې
په بدبيني کې بيا برلاس ښکاري

ستا به اخلاص او ارادت وي ورته
دې به بې مينې بې احساس ښکاري

دا د اخلاص او د انصاف سوداګر
فریب، رندۍ کې بې مقياس ښکاري

وي مخ تورن به د دنيا او عقبا
دخاين زړه تل په واس واس ښکاري

ښکلې دنيا ده د ورورۍ او اخلاص
چاته چې غوره خيرالناس ښکاري
--------------------------------
سميع الدين افغاني
٣٠ - ٤ - ٢٠١٢
م ٠ کال

{/slide}{slide=دا څوک دي؟}
داڅوک دي چې تاريخ او په زمان موشک لري؟
احساس مـو راته وژني په ايمان مو شک لري

فطرت کې مو ځای شوی آزادي دخپل ولس ده
زموږ پـــه قوې عـــزم او پيمــــان مو شک لري

باتــــور دزمانې وو پــــه ملکو مو واکداري وه
په عزم متانت او پــــاک وجدان مو شک لري

ولس مــو راته وژنــــې دپردي سامراج په امر
زموږ پــــه ارادو د زوړ او ځوان مو شک لري

دښمن که مو پــــه خپلو کې نفاق ته سره بولې
په پوهه ورورګلوي د هر افغان مو شک لري

هغئ چې مو په ډاګه د وطن بربادئ غواړي
زموږ دجد په ځـمکه او آ سمان مو شک لري

ډير ژر بـــه ېې خپل عقل په سر راشې لـــرې نده
چې څوک موپه بـري دجنګ ميدان موشک لري

سميع الدين افغاني

{/slide}{slide=زرنګار}
چې يې دمينې په بازار خوښ يم
په سپين رخساردزرنګارخوښ يم

څومره چې ګرم وي بازار دمينې
هسې دزړه خپل په قرار خوښ يم

زړه مې دمينې په دریاب لا هو دی
دخپل زړګي پدې اسرار خوښي يم

چيرته چې مينه سوداګر نلري
په ترک او تلودهغه ښارخوښ يم

مينه درياب دی سمندر يې بوله
د يار دمينې په اقرار خوښ يم

ديار کوڅه به ښکلوم په ليمو
چې يې دمينې په اظهارخوښ يم
--------------------------------
سميع الدين افغاني
٢٦ - ٣ -٢٠١٢
م ٠کال

{/slide}{slide=درديدلی زړه}
درواری شم ښکلی ځـــوانه
ای غمجن زړګــــی افغانــــه
تړمــــې اوښکې نــــا امــيده
د ظالــــم ښکــــاري د صیده
چې ناتار يې ستا په کور کړ
چې شهيد يې درته ورور کړ
ستا په کور يې جوړ ماتم کړ
ستا دا خوږ زړګی يې غم کړ
ته نا هيلې د هر خوا شوې
چــــې دخپلو نــه جدا شوې
پدې جــــرم چـــې افغان يې
تــــه په صدق مسلمان يې
درواری ستا لــــه کتو شم
ستا د زړه ستا له غمو شم
ستا کهول په خوب بيده وه
پــــه اميد د ژونــــدانه وه
چــــې نــــا څاپه ظالمانــــو
دې وحشي دون صفتانــــو
ستا خواخوږي يې تباه کړل
ټول يې مړه په سپين سبا کړل
د خــــواخوږو په غم ژاړې
نا اميد اوس د هــــر چا يې
زه پو هيږمــــه خبر يــــم
زه هم تــــا غوندې ابتر يم
ټول ولس درتــــه خفه دی
ستا د وير په انديښنه دی
نن جهان پـــدې ماتم ستا
دی شريک پداسې غم ستا
تاته صبر خدای نصيب کړه
جنتي دې ټـــول قريب کړه
دا بـــې وسې افغانـــان دي
دوئ سپيڅلي شهيدان دي
کوم ساعت چې دې وحشيانو
ستا پــــه مخ کې اجنبيانو
ستا ماشوم معصوم خواخوږي
کوم چې سولې ته وه تږي
ډير بيرحمه شهيدان کړل
قتل عام مې ستا خپلوان کړل
دوئ پــــه تمه د ژوندن وه
پــــه امـــيد دسبــــاوون وه
دوئ ويل سوله به بيا راشی
دا تيارې بــــه نور رڼا شي
چې موږ ټول به دا وطن بيا
سره جوړ کړو دا ګلشن بيا
چې يو موټی ټول افغان شي
ټول د سولې ارمغــــان شي
اوس هغه نــــاتـــار او ظلم
ستا څيره کـــې زه يې وينم
ستا په زړه کې دي غمونه
ها وحشی وحشي وختونــــه
اوس هم ستا د ذهن څانګې
د ظلمت ها تورې وړانګې
ژړوی دی زوروی دې
په سور اور کې کړوي دې
هغه دم چــــې دې وحشيانو
ستا په کــــور دا ظالمانــــو
لکه غــــلو داړه مــــارانو
دې وحشي سړي خورانو
ستايې کور ستي وتي کړ
څوک شهيد څوک يې زخمي کړ
دوئ بيرحمه دي وحشيان دي
د وئ بې رحمه ، ظالمان دي
د ظــــالم نــــه د ښو تمه
پکار نــــده بــــې لــــه غمه
زمــــا واوره ای بــــاتــــوره
اوښکې پاکې کـــړه مجبوره
پـــه نـــامرده ظـــالمانـــو
د قـــدرت دې لـــيونيانـــو
بس کـــه نن وي که سباده
د ظـــلمت دنـــيا تبـــاه ده
متکي پـــه خپل ايمان شه
ته قـــوت شه تـــه زمان شه
د ځـــواني قـــوت دې واړه
پـــه مقـــصد ددې لـــپاره
چې يو موټی ټول افغان کړې
خلاص وحشت نه دا انسان کړې
نن پـــه تا سبا پـــه بل دي
چې په خوب ویده غافل دي
چې يو موټی افغانان شي
ورک لستوڼي نه ماران شي
بيابـــه هـــله شـــي بنياد بيا
ورورولـــۍ او اتـــحاد بيا
د دښمن سره پـــه جنګ شي
بيا دښمن به ترې په څنګ شي
دا چـــې نن پـــه تا تـــيريږي
سبا بـــل هـــمداسې کـــيږي
صرف په پوهې ، شهامت بيا
شو به خلاص لدې ظلمت بيا
-------------------------
سميع الدين افغاني
م٠ کال ١٥ - ٣ -٢٠١٢

{/slide}{slide=د غم څپې}
په مــــــوږ د مرګ بدې څپې تېرېږ ي
څــــه عجیبه شانتې صــــحنې تېرېږ ي
د زړه ګوګل ته مـو لاس ویـــوړو رقیب
د درد او غـــــــم بدې شیبې تېرېږ ي
د ژوند مفهــــوم زموږ بې رنـــګه شولو
د نابودیو ولــــــــــــــــولې تېرېږ ي
هــــا امیـــدونه ارزو ګانې د ژونــــــــــــد
ټولې نیمـــــــــــــــګړي قافـــــــلې تېرېږ ي
راځئ ترې واخــــلو عبرتونـــــه د ژونـــد
داسې په مــوږه چې تیارې تېرېږ ي
پدې ژوند ون کې اعتبار کلــــه شتـــــه
د خود غرضـــــــو ناکردې تېرېږ ي
دلته دا څوک دی چې مغروره ښـکاري
فــــاني دنیا شیبې ، شیبې تېرېږ ي
افغاني! رب ته د سجــــــــــدو موقعه ده
ګنې مــــــوقعې مو د توبې تېرېږ ي
--------------------------------------
سمیع الدین افغانی

{/slide}{slide=پدې کې به مو خير وي}
په يو ديرکې کوم پاچا وه ډيرعادل
عالمان يې خپل دربار کې نازول
چې پاچا به کوم فتوا صادروله
د پوهانو تر نظر یې تيروله
ټول کارونه يې په پوهه او تدبیر وه
په قدرت کې به يې پوه سړی وزیر وه
په ماحول کې دپاچا يو پوه فالبين وه
چې د شاه پرې هميشه پوره يقين وه
په دربار کې به چې هر څه پيښیده
د فالبين نظر به شاه تری اوریده
که پاچا به دکوم کارپه نيت روان شو
دم ګړۍ به د فالبين نه په پرسان شو
د فالبين په خوله به تل دغه کلام وه
چې پدې کې به مو خير وي که انجام وه
چې پاچا به کله ښکار په عزم تللو
دا فالبين به يې له ځان سره بيولو
پوه فالبين وه د پاچا سره همراز
په خلوت کې د پاچا وه ورته نياز
دا وينا به د فالبين دخولې کلام وه
چې پدې کې به مو خير وي که انجام وه
څه موده لا تيره نه وه د روزګار
د فالبين دغه مثال شو ډير تکرار
د پاچا پدې کلام راغی څه شک
وی دا څومره يادوي دا بې مسلک
شو په زړه کې بد ګمانه په فالبين
چې ويلې به سهار هم ماسپهين
چې پدې کې به مو خير وي که انجام وه
دا پاچا ورته غصه پټ او پنهان وه
کومه ورځ ناست وه پاچاپه خپل دربارکې
د خوراک هوس يې وکړه کار و بار کې
امر يې وکړه چې حاضر کړی ښې مڼې
د بشقاب سره يو ځای راوړې چړې
زه يې خپله پاکومه په ښه شان
حاجت نشته د بل چا دا دی فرمان
دم ګړۍ ورته نوکر راوړې مڼې
د بشقاب په مينځ کې ايښې وې چړې
شاه راواخستله ښکلې شان مڼه
په بل لاس ېې پاکوله په چاړه
چې ناڅاپه د پاچا بل خوا نظر شو
داچاړه ېې غټې ګوتې کې خنجر شو
لاس ېې پرې کړه په چاړه شو په عذاب
خپل نوکر ته يې فرياد کړه په شتاب
هغه دم يې خپل طبيب کړلو احضار
د لاس زخم يې پرې علاج کړه د پرهار
دې شيبه کې د فالبين د خولې کلام وه
چې پدې کې به مو خير وي که انجام وه
شاه فالبن باندې په قهر او په غصه شو
د زندان امرې صادر بې حوصله شو
ويل چې ويليږئ ز ندان ته دا جاهل دی
زما لاس دی زخمي شوی دا غافل دی
زما لاس زخمي کيدو کې څه کمال دی
چې اخته دا شپه او ورځ پدې مثال دی
خو چې کله یې فالبين بيوه زندان ته
ویل پدې کې به مې خير وی ښه انجام ته
په دربار کې په فالبين ټول په خندا شول
د فالبين دا نزاکت ته په موسکاشول
په سبا يې پاچا ووته په ښکار
بې فالبينه ترينه ورکه شوه خپل لار
په هر لوری سرګردانه شوپاچا
اس قيزه يې کشوله هرې خوا
چې نا څاپه په وحشيانو یې ګذر شو
ځنګليانوپه لوی جشن برابر شو
ځنګليانو پاچا کلک راونيولو
سمدستې ترغټې ونې وتړلو
ددې خلکو قربانی ته څوک پکار وه
دوئ هرکال په همدې جشن دا قرار وه
چې پدې ورځ به يو څوک قربانوينه
پدې کاربه خپل خدايان خوشالوينه
د پاچا لاس او پښې يې وتړلې
هر خواته ځنګليانو پرې خندلې
دا ميله وه دغه قوم ته مزه دار
چې پيدا وه قرباني لپاره ښکار
ددې قوم کې ددې خلکو دا اسره وه
چې دمشر هميشه دا فيصله وه
هغه څوک چې پدې ورځې قربانيږي
هغه شخص تمام وجود به کتل کيږي
چې رنځوراو يا چې نه وي زخمي شوی
پس له هغه قرباني ته دی منلی
ددوئ مشر چې پاچا ته ورنږدې شو
د پاچا تمام وجود په لټيدو شو
چې ناڅاپه زخمی لاس وليدلو
امر یی وکړ د پاچا د خلاصولو
ويل چې دا زموږه رسم کې خطا ده
د زخمی قربانول موږ ته ګناه ده
لاړ شی راولی سالم ژوندی انسان
چې حلال يې کړو يو ځای پدې ميدان
شاه ېې خلاص کړلو له بنده دې وحشيانو
په ملنډو په خندا دې ځنګليانو
شاه په زغرده لدې ځای کړې پښې سپکې
ورپه ياد شو د دربار ها لارې ورکې
په خواری او زحمت راغی تر درباره
وه خوشاله چې شو خلاص ترلوی ناتاره
دا چې څنګه خپل دربار ته شو داخل
د فالبين په راغوښتلو شو عاجل
ويل چې زر یې د زندان ځينې ازادکړئ
ورته ورکاندئ تحفه زړګې يې ښاد کړئ
چې فالبين يې شاه حضور ته راوستلو
شاه هغه دم ترې بښنه و غوښتلو
ويل د ګوتې پریکيدو کې ريښتا خيروه
ګنې ژوند به مې د بلې دنيا دیروه
ټول هغه چې په پاچا وه څه تير شوی
هغه ټولو ته اظهار کړه دې ښاغلي
ويل رښتيا وه د فالبين دخولې خبره
پکې پروت وه لوی حکمت وه ملغلره
خو پاچا لدې فالبين وکړه پوښته
وې جواب کړه ته زمادغه غوښتنه
چې صادر مې تاته امر د زندان کړ
هغه وخت کې تا هغه مثال بيان کړ
تا ويل دې کې به مې خير وي بل زمان
دې کوم راز وه داخل ستا په بيان
فالبين وويل ته پاچا يې اي سرداره
دې کې لوی حکمت وه پروت زما لپاره
زه که تا ودی زندان ته نه ليږلی
نو حتمي وه چې تا ځان سره بيولی
موږ به دواړو ورکه کړې وه خپل لار
زه به هم وم د وحشيانو ګرفتار
ستاچې ګوته وه زخمی ته شوې ازاد
ستا په ځاي به قرباني وم زه ناښاد
انسانان په خیرو شر خپل نه رسيږي
پاک الله دې چې پدې رازو پوهيږي
----------------------------------
سميع الدین افغاني
٢- ٣ - ٢٠١٢م ٠ کال

{/slide}{slide=داانصاف دی؟}

کار ،محنت دخدای رضا ده
هر کاســـب دوســت د الله ده
خــــو د هر کار په انجام کې
امتـیا ز د کــار فـــرمــــا ده

دغــــه ځمکه د سبحان ده
کار زحمت يې د دهقان ده
چــې حاصل يې برابر شې
لويه بــــرخه بيا د خان ده

ځوې دمور په زحمت لوی شي
پلاريې هروقت دوعاګوی شي
خو چــــې ځوان شې د واده شي
د ميرمن پــــه ټنده پــــوی شي

د خـــدای دين دهر مسلم دی
رهنما د دیــــن عــــالم دی
خــــو یونيم ددين په نوم بيا
په بل ورور باندې ظالم دی

هـــر مـــارغــه لـــري وزرې
چې پــــرې الـــوزي تر لرې
چرګ پــرواز کولای نشي
وهي خپل مينځ کې ډغرې
----------------------------------
سمیع الدین افغاني

{/slide}{slide=محتاجه ژوند}
نه رسومنزل ته نیمه لار کې پاته شوي يو
ځکه چې حالاتو د کاروانه پاته کړي يو

نن چې دامحتاج ژوندسره لاس اوګریبان يوموږ
داسې بد حالاتو نور بې وسه ، ستړي کړي يو

نشته دی درمان مو دمرض نه کوم هوښارطبيب
موږ دا نا علاجه ژوند ټول عمر زورولي يو

موږ دميلمه قدر په هر وخت اوهر زمان کړی
موږ خو همیشه خپلې راستۍ را پرزولي يو

ناست يو په تياروکې په اميد د سباوون يو موږ
تل دا اجنبيانو په خپل مينځ کې جنګولي يو

جوړبه شي وطن بيا که نصيب مو روغه ،جوړه شي
ځوان قوي تاقت لرو بې کاره پاته شوي يو

څو به افغانان وي تل محتاجه د پردو ملکو
ځکه تل پردو موږ ه په سپک نظر کتلي يو
-----------------------------------------------
سمیع الدین افغاني
٣ - ٢ - ٢٠١٢
م ٠ کال

{/slide}{slide=بدلون}
هغه دنـــــيا ده نن ېـې رنګ بدليږي
اغيا رهغه دی نن ېې څنګ بدليږي

دا کومــــې لوبې چې پرون چلیدې
نن د هغــــه لوبو نیرنــــګ بدلیږي

دا دشبـــــاب شانې ظاهره ښکاري؟
که په رښتیاسره یې خــوندبدلیږي؟

پرون چې خپلوکې وه لاس اوګريبان
د هــــغه خلـــکو نن فرهنګ بدليږي

ځای د ټــــوپک کــــه دقلم سره شي
زمــــونږه شــاه زموږ ملنګ بدليږي

د يــــو ارمــــان د یو تغیر په هــــيله
په علم اوپوهې ځای دجنګ بدليږي

-------------------------------------
سمیع الدین افغاني
٧ - ١١ - ٢٠٠٩

{/slide}{slide=ظالمو زمانه ده}
چا وران کړو دا وطن چا تری لوټ کړې خزانه ده
که خپل کـــه بیګانه ده
چه خپل یــې ورانوي بیا د پـــردو نه څه ګیله ده
ظالمو زمانه ده

په نوم د عدالت دی خو خیانت پکې چالان دی
غریب پدې وطــن کې د ماړه نس په ارمان دی
دا ملک چاته جنت چـــاته په مثل د زندان دی
هر چا ده غږولی د خپل خــــوښې ترانه ده
ظالمو زمانه ده

هر چا تــــر خپــــله وسه دا وطــــن کــــړلـــو خراب
څوک ناست دی بلـډنګو کې په ډالر کوي حساب
څوک پروت دی په خیمه کې له یخني نه شو کباب
هستي یــــې رانه لـــوټ کـــړه د ډالرویارانه ده
ظالمو زمانه ده

خلک لاړه ترکیهانه موږ په خپلو کې جنګیږو
پدې عصرو زمــــان کې د پردو په ډول ګډیږو
نفاق او تربګني کــــې هیڅ مطلب ته نه رسیږو
وطن په نامه یو شی صرف همدا یوه چاره ده
ظالمو زمانه ده

ټینګ عزم افغانی اوورورګلوي موسعادت دی
وطن ته د با دردو هیواد والو ضرورت دی
یووالی اتحــــاد زمونږه پوهه ده همت دی
وطن بـــه شي اباد که دا مو عزم او اراده ده
ظالمو زمانه ده
----------------------------------------
سمیع الدین افغاني

{/slide}{slide=دربزم عشق}
واګر ان چشم جادويش مرا اندر نظر دارد
بخال هندويش اين دل فغان وناله سردارد

حريم عشق بې پايان کجا داند جنون عشق
نګاه مست ان ماهرو قمار مال وسر دارد

خراب قامت سروې شدم هرګز ندانستم
که اين سودای خوب رويان هميشه چشم تردارد

بدی ساقی شراب ناب کمی درمان کند دل را
به يادی انکه نامش درخراب دل اثر دارد

به بزم عاشقان هرګزنه يابد راه ان سنګدل
که از دنياي ماهرويان وعشقش بی خبر دارد

سروری زندګی درعشق پاکې خوش دلان زيبد
که از مهرو وفا در دیر خوبان بال وپر دارد

به عزم راسخ ،مهرش بدست ارم دلی او را
کنم رامش به صد منوال اګر هرچند شرر دارد
-----------------------------------

سميع الدين افغانی
١٧ - ١١ - ٢٠١١

{/slide}{slide=اختر}

دادځـــوانـانـــودخـــوښیو اختر
د پیغـــلو نجـــنو دټـــالیو اختر


دکـــــور او کــــــــــلـــي اخــــــتـــر
چــــــي لــوړ دودونـــــــــه لـــري


د ســــپـــوراو پــــــــــــــلی اخـــتر
ښـــه رواجـــــــــونــــــه لـــــــري


دا د خــــوښیــــواټــــنــــونو اختر
دا دخوشحاله ســـرودونواختر


دی دبیـوزلوکونډو رڼــــډواختر
د یتیـــمــــانو او بــربــنــــډو اختر


د غریبـــانو او خــــانــــــانو اختر
د مسلمـــانودینــــــــدارانو اختر


وي مبارک دې په تمـاموخلکو
وي برکــت دې په تمامو خلکو


ښه افغاني دود او رسمــونه لري
خدایګوچې ښکلي رواجونه لري

-----------------------------

سمیع الدین افغاني

{/slide}{slide=راپاڅه}

 

راپاڅه ای زلميه ستر ارمان سره ا شنا شه

د سولې ورورګلوۍ ښکلي جهان سره اشنا شه

 

ترڅوبه دا وطن په سرولمبوباندې سوزیږي

چې سولې ته لارخلاصه کړي زمان سره اشنا شه

 

په پوهه او تعليم باندې روښانه دا تيارې کړه

ځوانانو ته د پوهې دبستان سره ا شنا شه

 

تر څو به په پردي ملکو کې ګرځو سرګردانه

وطن ته بیا د سولې ارمغان سره ا شنا شه

 

چې ټول سره یو ځای کړياو دبل په درد درمند دی

دهيلو د نجات د قهرمان سره ا شنا شه

 

په سيمه او ڼړۍ کې د با دردو ضرورت دی

چې سوله جهاني کړيداجهان سره اشنا شه

 

په علم او تدبير سره د جنګ لمن کړي ټوله

پيشرفت او ترقی د ګلستان سره ا شنا شه

 

زخمی زخمی سينو کی دي زخمي داغلي زړونه

راپاڅه د دردمند زړونو درمان سره ا شنا شه

----------------------------------------------------------------------

سميع الدين اقغاني

٢٥ - ١٠ - ٢٠١١م ٠ کال

{/slide}{slide=مه ورانوۍ}

مه ورانوئ لردی يا که بر زموږ

دې کې دی دزيږندې مظهر زموږ

 

دلته موهستي ده موږ ته ګرانه ده

تاته به پردي وي سم اوغر زموږ

 

نه يو موږ بې وسه په سيالانوکې

پيژني غليم توره او زغر زموږ

 

موږ ورته د زړه نه هوسيږو تل

دلته موعزت شته هم جوهرزموږ

 

څو به دامظلوم ولس په غم ژاړي

مه خوروئ غم نورپه ټغر زموږ

 

پريدئ چې په سوله کې ژوندن وکړي

ښار زموږ سېندونه او ګدر زموږ

 

مه ورانوې نور دا غيرتي ولس

پريدئ چې ازاد وي بال او پرزموږ

 

هر تياره انجام لري سبا لري

پري چې کلې کور شي هر ټبرزموږ

----------------------------------

سميع الدین افغاني

م ٠ کال ٢٠ - ١٠ - ٢٠١١

{/slide}{slide=آزاد افغانستا ن}

چــې کلــــه ګل کلــــه بوستان يــادوم

زه مــــې د خــــوږ زړګې جانان يادوم

څوک به سپيڅلې د يار مينه ستايي

زه هـــم نرګس سره بوستان يادوم

زمــــا قــــلم او مــــحبت معلوم دی

جنګ نه نفرت زه خپل آ رمان يادوم

ټوپکه مات ،ظالمه سر دې وخورې

زه مې په ســــوله کې ايمان يادوم

يواځې جنګ ندی چې لار پيدا کړي

زه پــــه قــــلم د ژوند داستان يادوم

جنګ تباهي ده جنګ وحشت راولي

د قــــاتــــلانــــو تير زمــــان يــــادوم

دا چــې غليم مې په بــاغونو ګرځي

پــــه اتفاق کــــې غليم وران يادوم

چې شل په سلو کې قدرت غواړي دوی

زه پــــه لستوڼې کــــې ماران يادوم

دا دپــــردو استــــخبـــاراتــــی ادارو

ښکاره او پت جیره خوران یادووم

دا وزارت خــــو د خدمت موخه ده

دا د چوکی ټيــــکه داران يــــادوم

راشه چــــې غــــاړه شو غړی شو سره

په ورورۍ هــــر مشکل اسان يادوم

افغانــــه پريــــګده د توپــک خبره

پـــه هوښاري بـُـرد د ميدان يادوم

راځه چې لاس د ورورۍ ورکو سره

د ازوريــــدلــــي افغانــــان يـــادوم

زه دښمـــني د ټوپک مار سره کړم

نه چې د دين خدمت ګاران يادوم

ټوپک دې پريږده سترګې خلاصې که نور

والصلح خير پــــه نوم قــــران يادوم

افغاني يــــوکــړه دا خواره قومونه

بــــيا به ازاد افغانستا ن يــــادوم

----------------------------------

سميع الدين افغاني

{/slide}{slide=سړې شيبې}
ښکاري چې تيرې اشنا هيرې کړلې
ها د خوښۍ شيبې يې هيرې کړلې

لکه سوړ باداوس په يخنۍلګيږي
هغه خوږې ،تودې يې هيرې کړلې

دګلو لښته څنګ په څنګ ماتيده
ها د مستۍ کانې يې هيرې کړلې

دا چې په څنګ او په پلمو تيريږي
دښوشيبو بيلګې يـــې هيرې کړلې

ديار کيسې شوې پـــه دوکوبـــدلې
چې دو صال وعدې يې هيرې کړلې

---------------------------------
سمیع الدین افغاني
م ٠ کال ٢ - ٦ - ٢٠١١ ٦

{/slide}{slide=جوارګره}
دا منم چې اشنا مينه په رښتيا کړي
پټه مينه کله نـــه غواړي رسوا کړي

زړه د زړونو سره لار لـــري پوهيږم
خو وعـــدې کله دنن کله سبا کړي

شيرين عمر تيروي پــه شوګيرو کې
بس د زړه د ارادو ســره جفـــاکـــړي

د غروردا هسک سرونه ورته رام دي
بې خبره د خپل ځان کله پـرواه کــړي

که پــه مينه کې صادقه وي اشنا بيا
داتيارې دامیدوبــــه دې رڼــــا کړي

چې وعدې ورسره وکړي پرې ولاړوي
ستاغرورته به سر ټیټ خپله دنياکړي

پټه مينه دې زړګي کې مدام ستايي
هسې نه چې په عالم کې دې رسوا کړي

جــادوګــره ، انڅــورګــره ،جوارګــره
کلـه، لعل د جــودانې سره سودا کــړي
------------------------------------
سمیع الدین افغاني
م ٠ کال ٢٠١١ - ٦ -١٠

{/slide}{slide=زاڼې}
زاڼـې ، زاڼـې قطــارونـه
الوتل يې غرونه ، غرونه

هسکې غاړې ترې تيريږي
لاندې غرونه که سيندونه

کړي پرواز په هر موسم کې
وي طـــوفان کــه بارانونه

تودو سيمو په نيت درومي
ټول يو ځــای وهي منزلونه

څه ښه ښکاري زاڼـې ، زاڼـې
پرې ښايسته دي اسمانونه

دمطلب په لـــوره روان دي
دي اوچت يـــې پـــروازونه
-------------------------------
سمیع الدین افغاني
م ٠ کال ١٥ - ٤ - ٢٠١١

{/slide}{slide=د اشنا پرون!}
هير شه مـــازيګره د اشنا پـــرون
ای د زړه پـــرهره د اشنا پـــرون

ما چې دکلونو پرې حساب کوه
وې وتـــم د دره د اشنا پـــرون

ما یې اوږدې لارې لنډولې خو
چا کـــړم د نظره د اشنا پـــرون

نور ېې دخوبونو او خيالودنيا
هيره کـړه د سره د اشنـــا پـــرون

اوس راته حساب کې دپردوښکاري
مينه ســـوداګره د اشـــنا پـــرون

مات مي شو پالنګ دورختوتکل
کوز شـــوم د بستره د اشنا پرون

بيا د ګلـــروخانو په چم راغلمه
پوه شوم لـــه هنره د اشنا پرون

پريږده افغاني نور پرې حساب مکړه
لاړ شه د نظره د اشنـــا پـــرون
--------------------------------
سمیع الدین افغاني
م٠ کال ٢٢ - ٣ - ٢٠١١

{/slide}{slide=ما او تا وژني!}
دا چې پرون ، نــن او سبا وژنــــي
د کلي خلک مـــو بې ګناه وژنـي

دا د غليم مکر ، دوکه ده ګورئ
چې مې دکور هم د صحرا وژني

تمه د رحم ، ستړيدو يې نشته
قاتل بـــې رحمه دی دنيا وژني

کله ږ دي يو نوم کله بل نوم راته
دا بل څوک ندي ما او تا وژني

خپلو نــاوړو پلانــــو په خاطر
څوک په تياره څوک په رڼاوژني

راځئ چې يوکړوداخواره قومونه
لږ شو بيداره چـې مــو بيا وژني

څوبه ويــده يودغفلت پــه خوبو
چې په جومات کې مو ملاوژني

يوه جرګه يــــوه نــــاره شــو سره
زموږه زوړ هــم مـــوبرنا وژني

څو به بـــاور په بې بـــاورو کوو
افغاني ستا دين او رضا وژني
---------------------------------
سميع الدين افغاني
١٥ - ٣ - ٢٠١١ م٠ کال

{/slide}{slide=مه وژنۍ!}
مه وژنۍ نورسه ځوانان مه وژنۍ
نور دا ببر سرمـاشومان مه وژنۍ

بس کړۍ دغــه ظلم او جفا نــوره
نوردکلې زوړ اوځوانان مه وژنۍ

پريږدۍ چې ګلونه شي باغونه شي
زموږد انازولي بچيان مه وژنۍ

تاسې به هم کــور لرۍ اولاد لرۍ
دغه بې ګناه انسانان مه وژنۍ

صرف دغـارتګر اوترهګر په چم
نور مو د ايئن لارويان مــه وژنۍ
------------------------------------
سميع الدين افغاني
م .کال ۵ ٢ - ٢ - ٢٠١١

{/slide}{slide=دخدای حکمت دی}
د وطــن ښکلـــې هـــوا ښه طبيعت دی
په وطن کې اوسيدل دخدای نعمت دی

هره سيمه هــــره خوا ښکلې درې دي
موږ ته پاتې ترينه ښکلې خاطرې دي

اوسيدلو هرطرف ښکلو ځايو کې
دوطن ښايسته بانډواوسردروکې

يو ورځ د ننګرهار په لور مونيت شو
ديودوست دښادۍ رسم يې علت شو

محمودخان پله کې تم ځای وه دبسونو
ور روان وه ننګرهار تــه پــه لسګونـو

ما اودوست مې په لمړي سيټ کې دبس
موټـــــروان تــــر څنګه کيناستو خلص

چې روان موږ په مقصددننګرهارشوو
په ستايلو او قصو د هغه ښار شوو

يوګـــړۍ لا تيره نـــه وه د ز مــــان
د ماهېپر ها چړاېي شــــو له عيان

ډيــــره ښکلــــې منظــره د مــــاهېپر
داوبـو هغه ابشار شــــو پــــه نظــــر

يوسپين ګيري وويل ښکلی طبعيت دی
دا ابشا او دا ماهيانو کې حکمت دی

ځوان ويلې: څه حکمت لري ماهيان؟
چې ابشار ته په ختو دي سرګردان

تر يوحده دې ابشارته چې رسيږي
وس يې نه رسيږي بيرته ځينې وليږي

داناپوهه دي بې ځايه وهې زور
ښه به داوي چې واپس شي کور په لور

زوړويل: دغه حکمت دی چې زې وايم
د مــــاهيان د ختلو عــــلت ستايم

ويل : ماهيان ابشارپــه سر کې زيږدلي
هغه تيګې هغه کاڼـــو کې لـــوی شوي

تريووخته پورې هلته کړی ژونددی
خېل روز ګارځني اخستی پوره خونددی

بيا کوم وخت چې اوريـدلي بارانونــه
پــدې سيمه کــې راغــلي سيلابــونه

دوی ېې لاندې د ابشاره غورځــولي
بس همدلته په همدې ځای کې لوی شوي

اوس چې لږ څه د طاقت او لږ د ځان دي
د خپل دزيږنده ځایو نو په ارمان دي

هر پرواز کې په دې هیله او آرزو دي
په امید دځوانۍسيمو په لیدو دي

په خپل زور او په قوت ورپوته کیږ ي
هاکم ز وره ماهيان بـیرته ترې راولیږي

ددوی صرف هدف ليدل دخپل مالت دی
پدې فکرچې بـه وران که سلامت دی

دا علت دی چې مالت په هر چاګران دی
پرې خوشاله دی غريب یاچیرې خان دی

پدې راز اوس هم هغه خلک پوهيږي
چې د خپل وطن نه لرې کې اوسيږي

وطن ګران دی تر هر څه وطن عزت دی
په مالت کې اوسيدل دخدای نعمت دی
---------------------------------------
سميع الدين افغاني
م .کال ۵ ٢ - ٢ - ٢٠١١

{/slide}{slide=خــوږه مينه}
هـــرګــړۍ مـــې ديـــار ميـــنه ژړوي
لکه شمه پـــه سور اور مې سوزوي

راياديږي هــر شيبه هـــره ګړۍ بيا
خــوږه مينه زړګـــی کلـــه هيـــروي

غنمرنګه جګه ونـــه سورسالوکې
په ښکلا دقفقازحـــورې شرموي

بيا ليلاځي مـــازيګر پــه ګدر نو
شين منګی په لپه ورو وروډکوي

زه د يــاردمينې ځکه رضامنديم
واي څه چــې څوک کري هغه ريبي

ياره ستاد مهـرګـــروسترګــو سحر
بيا چيچل کــړي لکه تــږي منګري

اوس خزان چې په بهارمې راروان دی
خوږ موسم هسې تيريږي د ځواني
----------------------------------------------------
سمیع الدین افغاني
م .کال ١۵ - ٢ - ٢٠١١

{/slide}{slide=يوعجيبه خاطره}
يو عجيبه خــــاطــــره د تير وخـــتونــو
پــه ښوونځی کې د لسم ټولګي کلونو

هره ورځ درس اوتعليم ،کتاب درسونه
امتحان وه هم کامياب ،ناکام وختونه

يـــوه ورځ ټولګي کــــې وويـــل استاد
نوې زيري درکــوم چې شۍ پــرې ښاد

ويل سبابه درس ټولګي کې نه تيريږي
پروګرام به بيا په بل ځای کې جوړيږي

سبا تاسې شاګردان ځــي سرګرمۍ ته
هــم تفريح او يــــو نوې سير علمۍ ته

چې سبا مـــوږ دخپل کوره راروان شو
د استاد په پلان پــــوه هغه زمــان شو

ويل چې ځو د ځو بڼ ښکلو نندارو ته
تاسې بولم دژوندون رنګين صحنوته

هر ژوندي ته چې ورځۍ وکړی پرې فکر
ټول ياداشت کړۍ بياټولګي کې کووذکر

چــــې ور ورسيدو دغــــه د ځو بــــڼ ته
تلوسه مـــو شوه د هر ژوندي ديدن ته

وه پــــه بڼ کې ټــــول وحشي ځناوران
څوک حيوان څوک يې ښايسته پرنده ګان


چا بيا وليکه ياداشت پـــه بيزو ګانو
د هــــوسيو پـــه واړه واړه بچيانـــو

چا شروع کړه دزمرو د ژوند صحنونه
د هغو د ژوند او ځـــای د اوسيدو نه

زه او دوست مې يو خبر تــه شو حيران
هغه دم يــــوه صحنه شــــوه را عيان

ما ويل ګورۍ دی حالت نه لږ خبر شۍ
سيمساره او داچـــرګوړو تــه نظر شۍ

سيمسارې اوبو د ډنډ نـه سر اوچت وه
د دوه درې ورځو چـــرګړوبــدحالت وه

څوک په سر د سيمسارې باندې روان وه
څوک ترې لرې په ګوشه ترې په ترسان وه

در ي څلور چوچه مـــرغان ترې شاوخوا
ګرزیدل څــــوک ازرده څــوک بې پــروا

ما پوښتنه خــــدمتګاره ځينې وکړه
ما ويل د اچوچه مرغان نودلته څه کا

ورته جــــوړ کړی مناسبه شانته ځای
پري چې اوسی اسوده د ژوند تر پای

ويل چې نه! دسيمساریو دا خوراک دی
ورځ کې څودانې چرګوړي استحقاق دی

موږ ژوندې يې هره ورځ ورته راوړو
دا خــــدمت دي سيمساریو ته يې کوو

ما چې وليدل عــــاجز، عاجز چرګوړي
چې نه کور ځانله لري نه کوم ځاي سوړي

بس چې کله سيمساری پرې ور ګذار شي
د چرګوړو ځينې ورکـــه خپله لار شي

زه او دوست شلوو غمګين پـــدغه راز
و لوي رب ته مـو په زړه شو راز او نياز

ربه دا د ژونـــد قانـــون عجيبه شان دی
چې دايوژوندی خوراک دبل حيوان دی

پدې دير کې کاشکې دا نـــه پيښيدلی
چــــې يوه، د بل چــــا ژوند نه ختمولی

کاشکې هر ژوندون ارامه کړی ژوند وای
دا چرګوړې به اخستی ژوندنه خوندوای

يو انسان ولې ژوندی د بل خوراک کړي
داګناه ده دغه کار به کوم بې باک کړي

لا تر اوسه دی حساب تــــه يــــم حيران
څه قانـــون دې د مخلوق ددې زمان

په بحرو کې هــــم همدا شانې پيښيږي
په وړو ماهيانــــو غټ نهنګ مـــړيږي

يا غرڅه چې د ليوه کله پـــه ښکار شي
وينې وزبيښي په غوښويې نشخوارشی

واې ليوه څومــره ظالمه او خونخوار دي
حقيقت کې انسان دې نه بد رفتار دی

د غوايې غـــاړه کــې تيز چــــاړه کړي تير
وينې تويې کړی په غوښه کړې ځان سير

د دنيا داسې قــــانون تــــه يم حــيران
دا سيستم دی د ژوندن پدی جهان
-------------------------------------
سميع الدين افغاني
م .کال ١٢ - ٢ - ٢٠١١

{/slide}{slide=تل به نه وي}

نه بل تل داپاچاهۍ نـه عيش نوش وي
نه بــــه تل دا غلامــان حلقه بګوش وي

نه به تل وي دا مـــاڼۍ نه دا قصرونه
نه ساقي نه ميخا نه نـه باده نوش وي

نه به تل وي مــــازيګـــر د ګدرغاړې
دپی مخوچټو پيغلوجـــم،جوش وي

نه به اوړي کاروانونــــه په البند بيا
نه به بيا دپسرلـــي هغه خروش وي

که يوه شيبه له ځانه سره سوچ کړې
ددنياوعجايبوتـــه دې هـــوش وي

دا دنيادغـــه فضاه دا اسمـــانــونـــه
دسبحان دا عظمت به درته روش وي

کوم ساعت چې سترګې پټې له دنياشي
خپل پردي به دې دغمه سياه پوش وي

چې کـــري هغه بـــه رېــبي دامتل دی
بدکـردار به دې ترعمره بـاردوش وي
-----------------------------
سمیع الدین افغاني
م .کال ١ - ٢ - ٢٠١١

{/slide}{slide=دغم وريځې}

دغم وريځې بياپه شنه اسمان خورې شوې
بيــــا د قهره د افــــق لمنې ســــرې شوې

نن داوښکــو دريــــابونــــو حساب نشي
چې په سرمو د ځوانۍ خاورې ایرې شوې

خپل په وير، پردي په وير هرلورې وير دی
نامرادد ښکلي ځوان د زړه اسرې شوې

ځوانيمرګــــې ارزوګــــانــــې اميدونــــه
ټول دخاورې سره خاورې افسا نې شوې

دا ژوندون راته عجيبه شانته ښکاری
هرې خواد ځوانيمرګـو هديرې شوې

دا شيبې، شيبې دغــــم او د مــــاتم دي
پدې کليو، مالتونودغـم شپې شوې

ربــــه تــــه د درديدلو زړنــــو مــــل شې
چې دچــــا د اميدونو ډيوې مــــړې شوې
-----------------------------------------
سميع الدين افغاني
م .کال ۸ ٢ - ١ - ٢٠١١

{/slide}{slide=حيران يم}
ځينو،ځينو انسانانــــو تـــه حـــيران يم
چې شکبر يــــې پـــه ظاهره او پنهان يم

پـه ظاهر به د ورورۍ نـــه درتــــه وايې
خود زړ ه پـــه ارا دو يې بدګمــــان يم

چې ته نه يــې بيا د بــل سره يــــې مخ شي
ورته وايې ز ه دې دوست په هر ميدان يم

خپلې ګټې به د بـــل په زيان کې ګوري
زه دا مکر، دوه مخۍ ته يې حيران يم

په هرلـــوري دنفاق اورونــه بل کړي
پدې کار کې باوري پرې د شيطان يم

سکني خواخوږ ي، ورونه سره بدکړي
بيا په هريوپاچاهي کړي وايې خان يم

که دبل ســره خاين شـــي ګناه ګار شی
خو ددين په نوم به څنګه مسلمان يم

د اخــلاص اود راستي ښکلې دنيا ده
پرې زوريږم غلطۍ تـــه يې حيران يم

صداقت اوورورولۍکې سرلوړي ده
ددوه مخـو په دوستي تل پښيمان یم
-----------------------------------
سميع الدين افغاني
م .کال ۸ ٢ - ١ - ٢٠١١

{/slide}{slide=ووايــــه!}
ووايــــه اشنا که راتــــه څه وايې
اورمه که بـــد يا راته ښه وايې

ستا لوري مې ټول په ځان منلي دي
ستا زړه کـه خواږه که څـه ترخه وايې

ماته په رښتيا باندې منظوريې دي
وايــه د رنــد ۍ که دې د زړه وايې

زه خو دې په ميـنه باندې پايمه
ته به اوس پدې کې راته څـه وايې

پـــوی يمه اشنا په دې با وريمه
ماته د خوږلن زړ ګي خواله وايې
------------------------------------
سمیع الدین افغاني
م .کال ٦ ٢ - ١ - ٢٠١١

{/slide}{slide=داغلي زړونه}
تورې وريځې طوفانونه
غــم لړلـــي مــــاښامـونه

بيا آ سمان ولــې په قهر دی
بد حالت دی بد روزګار دی

دي غمجن غمجن وختونه
نــــا اميد داغــــلې زړونه

ځوانيمرګ ښکلې ځواني ده
دنــــيا هسې ده فــــاني ده

ځـــي داوښــکو سيلابــونه
پرې لامده شول ګريبانــونه

ځوانيمرګ مـو نن بهار دی
جګ نښتر لــکه چنار دی

ربــــه راولــــې قرار بيا
د دې سيمې په ګلزار بيا

غوټۍ وسپړي خندا شي
خوشالي په هــره خوا شي

ربــه ختم دا مــــاتم کړې
خوشالي په هر قدم کړې

د اسمان لــمنې شنې کړې
د خوښۍ بلې ډيــوې کړې

ستا دربارته دوعـاګـوی يو
چې پــدې خــــبره پوی يــــو

صرف تحفه زمو ږ ايمان دي
دا ژوندون يـــو امتحان دی
--------------------------------
سميع الدين افغاني
م .کال ٦ ٢ - ١ - ٢٠١١

{/slide}{slide=ملال زړونه}
چې دبل په خفګان ځان ساتي خوشال
دا غـــرور دی داســـې کبر شـــه زاوال

داسې نده چې ژوندون چاله هميش وي
دا درياب دی چـــې بهيږي زود مهال

څوک چـــې بل ازاروي خپله ازار شي
چې ازار نکړې په ژوند کې د چا سيال

زه ددوست اوانډيوال نه معافي غواړم
که پوه شوی وي نا سم په کوم منوال

د بل زړه خوشالول لوی عبادت دی
د فـــلاح نـــاره بـــلنـــد وه د بـــلال

احـترام د عـــزتـــمندو اوپـــوهـــانو
دا حکـــمت دی عــلامه ده د کمال

په اصلاح د تير وتو کې بدي نشته
ناپوهـــان به تل مغرور وي د کمال

دانا دوست به تل ښيګڼې درته ښايې
نادان دوست به دې اخته کړي په جنجال

افغاني د دوست په نقدکې خپه ندی
خـــو زوريږي تل د زړونو په ملال
--------------------------------------
سمیع الدین افغاني
م٠ کال ١٢ - ١١ - ٢٠١٠

{/slide}{slide=پریږده پریږده ای مرګيه}
لــــږ دمـه شــه ای زړګيــه
زه لا نورڅــه کـول غواړم

لږ مــې پــریږده ای مرګيه
د ايمان آ زمــويل غواړم

چې منبر مــې چــا سيزلی
دهــغو پــرځــول غــواړم

زمـاورورېــې چـې وژولـی
ترې ګريوان څيرول غواړم

بــبر سری مــاشومــان مـې
له بــمــو بــچــول غــواړم

چې ترې والوزی کــوترې
د پنجــرو مــاتول غــواړم

لا نيمګړی مــی آرمان دی
خپـل آرمان ته ور تلل غواړم

دا چې کور په کور روان دی
داماتم ختمول غواړم

نــا اميد داغلــي زړونــه
په ليمو ښکولول غواړم

دا کشتی پــه ډوبيــدو ده
تر تـوفـان تــيريدل غواړم


ربــه داسې طــاقت راکړی
د ولس پــاڅــول غــواړم

چې موږ تول سره يوځای کړي
پــوه رهــبر درول غــواړم

پریږده پریږده ای مرګيه
زه جانان تــه ورتلل غواړم

يوپاڅون يــوانقلاب تــه
لــراوبــريــوکــول غواړم

يا به دا ارمــان پــوره کړم
يا کــفن څيـرول غــواړم

بيا نو هــله پــه مــزار مې
ســرې جنډې رپـول غواړم
---------------------------
سميع الدين افغانی
م ٠ کال ١١ - ١١ - ٢٠١٠

{/slide}{slide=د مطلب انډيوال}
چرګ مارغه، الوتی نه شي
خودباز پــــه وزرو خاندي

نې په خپله څــه کـوی شي
نه دبل په سود اوزيان دي

بل تــــه هيڅ ويــلی نه شي
بس دکـور داړه ماران دي

داسپين سترګي بي کماله
دښمنان خپله د ځان دي

زړه يې سوړلکه کنګل دي
دبــــزمونــــو نــــقادان دي

ددوی مـــيــنه بــازاري ده
د مطلب انـــډيـــوالان دي
----------------------------
سميع الدين افغاني

{/slide}{slide=لويه ربه}
څــــــه ويرجنـــې سلسلې دي
څه غمجـــن مهلک وختونه

څــړمې اوښکــې دي روانې
پرې لامــده شول ګريبانونه

زه د مـــور پـــه حال جړيږم
چې تير شوي پرې وختونه

هـــر ګـــړۍ هـــره شيبه يې
يـــادوي خـــپل مــالتونه

نـــا اميده لـــه هـــر خواده
ځان ځانـــي ده تکليفونه

اوس يې خپل ترې پردي شوي
پرديسي پــردي ملـکونه

ربـــه داســـې تـــوان را کړې
چې يې وکـــړو خـــدمتونه

د مور قـــدر او خدمت کې
خدای نصيب کړي جنتونه

څه حالات ښکلې شيبې وې
دځـــوانی ها تير وختونه

عمر سيند په دود بهيريږي
مـــري سيندونــه دریابونه

مورې خدای دې نګهبان شه
کړو پاک رب ته دا سوالونه

دا غمجن زړګی يې ښاد کړې
کـــړه نصيب يـــې راحـــتونــه

ته مو دا ارمـــان پـــوره کړې
تـــرينه لـــرې کــړې دردونــه
-----------------------------
سميع الدين افغاني
م٠ کال ٣٠ - ١٠ - ٢٠١٠
مهاجرت

{/slide}{slide=پټ کاته}
نن چـې اشنا سترګــو کې کتل کوي
ښکاري چې په زړه کې څه ويل کوي

جــوړې تماشې يـې دي چشمانوکې
خيال کې مې انځور دکوم غزل کوي

خونديې پټ کاته کاسترګوسترګوکې
مينــــه ده د زړونــــو ښکارول کــــوي

پريږده کــــه غماز ورته هرڅه وايي
نه مـنې د بــــل هغه چــــې خپل کوي

حسن ده ښکلا ده پــــه همـــزولوکې
خونديې رواجــونـــه دکابـل کـــوي
------------------------------
سمیع الدین افغاني
م٠ کال ٢۸- ١٠ - ٢٠١٠

{/slide}{slide=ټوپکمار}
خپله کارغــه دي چــم د بــاز کوي
د ډيره کبـــره جګ پرواز کوي

د ابې کمالـه د قــــدرت ليونيان
نه ترحــــم شته نــــه لحــــاذ کوي

دا قاتلان دي ټوپکماريې ګنه
هسې تبليغ دور او دراز کـوي

خودوی په خپله په دې ښه پوهيږي
چې تـــل ګـــډادغير په سا ز کوي

دغــــه دنيا دا لباســــي وختونـــه
دايمه نــــه ده چــــې پرې ناز کوي

زموږ د ديــــن او د ائين پــــيروان
خداي ته د سولې راز ونياز کوي

ربه تباه کــړې فرعوني زورواکان
چې ستا مخلوق سره ناساز کوي
------------------------------------
سمیع الدین افغاني
م ٠ کال ١٧ - ١٠ - ٢٠١٠

{/slide}{slide=پټ انځور}
مات کړه داطلسم راښکاره شـه نور
پرېـــږده دا غــرورلــږګذاره شه نور

غواړم چې انځوردې خيال کې ځای کړمه
څو شیبې دسترګـونندا ره شه نور

ژونـــددی زر تـــيريــږي بقـــا نـلري
راشه دزړه کــورکې مې ديره شه نور

څوبه تصورکـــې وي خيالې دنيا
راشه دژوندې مينې کيسه شه نور

والـــوزه وزرې دې راپــــرانــــيــزه
مات کړه داقفس ترې بي ګانه شه نور

ته نــور دتعصب زاهـــده ډار مکړه
وخانده دژوندخـــوږه نغمه شه نور

د ا د پـــاکې مينې ارمــانو تـــه يار
راشه ورتـــه وخــانده دمه شه نور

مات بـــه مې خمارشي د اوږدو کلو
ښکلې د ســـروزرو پيمــانه شه نور
---------------------------------------
سمیع الدین افغاني
م ٠ کال ٢١ - ٨ - ٢٠١٠

 

{/slide}{slide= ژوندون څه دی؟}
دا ژونــدون يـــوامتحان دی
چاتــــه سخت چاته اسان دی
چې پــه سمه لارکې سم وي
ورتــــه فضل د سبحــان دی

د بــــد کارو بـــد انجام وي
رياکار کله نيک نـــام وي
چې د ښو تمه تـــرې نه وي
کور اوکلي کې بدنام وي

دنيا سيندپـــه څير بهيږي
د ښو ښه نوم پــاته کيږي
چې عبث ترې ځي وختونه
خپل مقصدته نه رسيږي

ژونــــدون نـــلري بــقا تل
وي انجــــام د ابتدا تــل
څودې وس رسي نيکي کړه
چې فــــاني ده دادنيا تل

ته د پــــوهې تـــرفدار شه
ښه تعليم وکړه هوښيارشه
د دنيا په کار او زيار کې
لږ همت وکـــړڅ بيدار شه

دغه وار پــــه تيريدو دي
بس فرصت دڅه شيبو دي
غـــافــــل نشې د ايــــامــه
چې ايـــام درنـــه په تلو دي
----------------------------
سميع الدين افغاني
م٠ کال ٣٠ -٩ -٢٠١٠

{/slide}

{slide= غـــزل }
نن چـــې مــې اشنا راته غصه ښکاري
ښکاري چـــې دنيا راته غصه ښکاري

مــــا دبڼو لانــــدې پــــټ کتل ورتــه
خدايګو په همداراته غصه ښکاري

څه مــې په وعــده کې خطائې راغله
ځکه پــه بيا بيا راتــه غصه ښکاري

هسې مې ټول ژوندپه غم بدل کاندي
دا چـــې دلـــربا راتـــه غصه ښکاري

کړم يې بـــدرګه په سرو غنچود ګل
ګرم يم خاماخا راته غصه ښکاري

زه يې اوس دزړه په احوال پوه شومه
دا چــــې برالا راتــــه غـــصه ښکاري

ميــــنه،محبت لــــري په زړه کې يار
نشې چـې رسوا راته غصه ښکاري

خوندکړي افغاني دا پښــتنه ميـــنه
ده دزړه دنـــيا راتــه غصه ښکاري

سمیع الدین افغاني
م ٠ کال ٢٨ - ٨ - ٢٠١٠

{/slide}{slide= څه تيريږي؟ }
خدای پرې خبردی چې به څه تيريږي؟
چيرته بـــه بــد چــــيرته به ښه تيريږي؟
بـــدې شيبې زمـــوږ پــه زړه تيريږي
چې ټانک د کلي پــر وياله تيریږي

جنګ موسپين ګيري اوځوانان ژړوي
دبمباردنــــوم مـــوهـــر افغــــان ژړوي
دود د بــــاروتــــومـــو آ سمــــان ژړوي
څوک په ښکاره څوک لکه غله تيريږي
چې ټانک د کلي پر وياله تيریږي

هر خــــواته مـــرګ دی افغانان مــري
زمـــوږ اميـــد ســـره آ رمـــان مـــــري
زمــونـږ دکلـو زوړ اوځــوان مــري
څوک نــــا بللي ميلمــانـــه تــیريږي
چې ټانک د کلي پـــر وياله تيریږي

دا خو عمل د کـوم خونخوار ښکاري
چې عدا لت پـه نــــوم شعار ښکاري
انسان وژنــــه پـــه اشکار ښـــکاري
لکه تــر شپـولې چـی ليوه تيريږي
چې ټانک د کلي پر وياله تيریږي

ته بــــه هم کلی لــــرې کــور به لرې
زړه سپين سرې شانته مور به لرې
ماشوم بچي بــه لرې ورور به لرې
په بل چې کاندي پــــه هغه تيريږي
چې ټانک د کلي پروياله تيریږي

په زور په بل حاکميت ګران کاردی
دا ورور وژنــــه د نا دا ن کــــار دی
خيــــراوفــــلاح دمسلمان کــار دی
څه بـه په سيمه اوکــالــــه تيريږي؟
چې ټانک د کلي پر وياله تيریږي

بس دی مرګـــونه او نــاتارکلو کې
ســوله، جــرګه شې او اتبارکلــو کې
پريږدۍ چې راشې نور قرار کلوکې
په ببر ســـر ماشوم به څه تيريږي؟
چې ټانک د کلي پروياله تيریږي
----------------------------------
سميع الدين افغاني
م ٠ کال ٦ - ٨ - ٢٠١٠

{/slide}{slide= ژوندون نلري بقا }
دا بحـــرونــــه دا فضا
دغــــه ځمــــکه دا هوا
داهستي نــــن او سبـا
ده فـــاني دغــــه دنيــا

که بادشاه وي دملکونو
هم صاحــب د کــــروړنو
د بنــــګلو او بـلــډنګنو
خو ترې تللي وي فردا

دبــــدبــــې او عــــزتونه
د قدرت مغروروختونه
ها قصرونـه او برجونه
چـاتــــه نــلــــري بــــقــا

ای مــــغروره د هستيو
د قدرت او د چـــوکيو
د عيشونو او خوښیو
د ژوند نــــده دا مـانا

لــــږ دمــــه شه د غــروره
ای د بــــل په زور باتوره
شــــرم ښــــه دی د تربوره
کړه حاصل د خدای رضا

لږ انصاف درته پکار دی
ولس ټول درته په قهردی
سباواک د بل واکدار دی
مــــکړه ځــــان ســــره جفا

عمر ټول پــه تيريدو دی
داکاروان پــه رسیدو دی
غفلت کار د ليـــونو دی
ښه عــــزت لري تـــقـــوا

ځان دې پــيژنه انسان یې
بې خـــبره د خپل ځان يې
چې په غیر لارو روان يې
نور د خــدای غـواړه پناه

سباخــدای ته دې رفتن دی
ژوند ختميږي ځانکندن دی
بس يـــو څــــو متره کفن دی
څــــه ځـــــواب کــــړې د الله؟
......................................
سمیع الدین افغاني
م ٠ کال ٢٩ - ٧ - ٢٠١٠

{/slide}{slide= بيا ای هموطن }

خون افغان چــرا ارزان شده است ؟

که جابر قدرت دوران شـــده است

 

که اين خودکش وبمب کور دشمن

سبب قتل مــال و جان شده است

 

چرا آن ديوې خون اشام وحشی

نصيب ما درين زمان شده است

 

اين هم انسان و آهی! دلی دارد

تنش بيماری بي درمان شده است

 

ديګر اولاد مــــن و تــــو نــــدارد

که از يک جسم واز يک جان شده است

 

کجا درمــــان شود آهی! غريبان

هر طرف شهر نا پرسان شده است

 

امیدلطــــف ا ز د شمـن نبـــاشد

که قاتل قدرت جهان شده است

 

کجــــا شد ګــــوش شــــنوای انان

که یکبار نی وصد اسان شده است

 

بيا ای هــــموطن بــــاهــــم بمانيم

که هرجا خشم بی پايان شده است

 

بــــيا پيمــــان با هــــمی بــــبنــديم

که امــــر صلح در قران شده است

 

ادای حــــرمت و اعــــمـــار کشور

صدای قلب هر افغان شده است

---------------------------------

سميع الدين افغانی

٢٠ - ٧ - ٢٠١٠

 

{/slide}{slide= آزاد افغانستا ن }
چــې کلــــه ګل کلــــه بوستان يــادوم
زه مــــې د خــــوږ زړګې جانان يادوم

څوک به سپيڅلې د يار مينه ستايي
زه هـــم نرګس سره بوستان يادوم

زمــــا قــــلم او مــــحبت معلوم دی
جنګ نه نفرت زه خپل آ رمان يادوم

ټوپکه مات ،ظالمه سر دې وخورې
زه مې په ســــوله کې ايمان يادوم

يواځې جنګ ندی چې لار پيدا کړي
زه پــــه قــــلم د ژوند داستان يادوم

جنګ تباهي ده جنګ وحشت راولي
د قــــاتــــلانــــو تير زمــــان يــــادوم

دا چــې غليم مې په بــاغونو ګرځي
پــــه اتفاق کــــې غليم وران يادوم

چې شل په سلو کې قدرت غواړي دوی
زه پــــه لستوڼې کــــې ماران يادوم

دا دپــــردو استــــخبـــاراتــــی ادارو
ښکاره او پت جیره خوران یادووم

دا وزارت خــــو د خدمت موخه ده
دا د چوکی ټيــــکه داران يــــادوم

راشه چــــې غــــاړه شو غړی شو سره
په ورورۍ هــــر مشکل اسان يادوم

افغانــــه پريــــګده د توپــک خبره
پـــه هوښاري بـُـرد د ميدان يادوم

راځه چې لاس د ورورۍ ورکو سره
د ازوريــــدلــــي افغانــــان يـــادوم

زه دښمـــني د ټوپک مار سره کړم
نه چې د دين خدمت ګاران يادوم

ټوپک دې پريږده سترګې خلاصې که نور
والصلح خير پــــه نوم قــــران يادوم

افغاني يــــوکــړه دا خواره قومونه
بــــيا به ازاد افغانستا ن يــــادوم
----------------------------------
سميع الدين افغاني
م .کال ٧ - ٧ - ٢٠١
مهاجرت

{/slide}{slide= دا څه حال دی ؟ }
د علامه محمدسعيد « سعید افغانیَِ
د ١٣٥٦ هجري شمسي کال د لیکنې پر بنا
دا څه حال دی ؟

پوه نه يم چــــانه دا پــوښتنه وکړم
څنګه ددې حــــالت څيړنــــه وکړم

څوک به ددې تپوس ځواب ووايي؟
ددې حالت راتــــه حساب ووايي

ډاره ، هراس خو موخلاف ته بيايي
داسياست وال موانحراف ته بيايي

ارتجاع ،هروخت د دوکو سره ده
خاين، خپل شومو پلا نوسره ده

د بلـې خوا دا د څــــوکۍ نوکران
دي د ولـــس اوتــــرقۍ دښمنان

اجـنټ د لاســــه دا وطن تباه دي
د جــــاهلانو نـــه اميد خطا دي

استعمارګر راته نيرنګ ښکاري
روشن فکران موهم کمرنګ ښکاري

يو څــــو کاذبه د قــــدرت ليونيان
پردی پـــه زور د حاکيمت ليونيان

په چپاول باندې روږدي دي تمام
دا وطن پــال مو زنداني دي تمام

نو دې حالت تــــه به ځواب څه وي؟
دې ته رښتينۍ فصل وباب ځه وي؟

که پــــرده جګـــه دعيبونو کاندې
يا بر ملا د دوئ ظلـــمونو کاندې

که وای چې څومره بيکاري ده دلته
ټول ناداري بـــې روزګاري ده دلته

وايي، چې ستا پدې کی کار نشته
ستا حاکميت کــــی اقتدار نشته

که واي ځوانان موټول بهرته درومي
د پــــردو زجــــر دبل در ته درومي

هلته تــــوهين او رټــــل کيږي تمام
دوي پــــه ناحقه وژل کيـږي مدام

واې ،په تا څه چې ټول افکار پاروې؟
؟ زموږ قدرت زموږ روزګار ورانوې

که وای دا مرستی کو م ځواب نلري
وای د خيرات پیسی حساب نلري

واي ،سيــــاست کــــې دتا کار نشه
خيرات اشنــــا نــلرې يــــار نشته

ما ويل، ملــت او بودجه یعنې څه ؟
واي، ز موږ ه خپله اراده په تا څه ؟

مصـــر فــــو ېــې خپل بــقــــا لپاره
د خپل مــــر اد او در ضــــا لپاره

که وای قدرت کې دي ناپوهه خلک
واې ، پکار ندي ز موږ پوهه خلک

تر دولسمه شپږم پــــاس ښــــه دی
تحصيل يې څه کوو اخلاص ښه دی

اوس دی چنګيز او هلاکو په قدرت
ستا وظــــيفه ده دحــــاکم اطــاعت

که دې له دندې نه دې شوې بې خبر
ګنې چـــې ګورې ، ډبلۍ او ستا سر

دوی دخيــــانت کلــــه اظهار کوې
وای، داســــې نده ترې انکار کوي

که واې ژوند دعالم، پوه بدتر دې
واې، ددې راز افشا کــــول خـــطر دی

که واې تشخيص دمرض وړوندښکاری
وای زموږ کار موږ ته سمون ښکاری

ما ويل، قانون مو د ځنګل قانون دي
کوتک ، ډنـــډې او دچلول قانون دی

يو ډارن غږ کړه چې دا څه وايې يار؟
ځان دې په خپله خيژوې ته په دار؟

ما ويـــل ډاريـګه مه جــرت دی په کار
لږ څـــه احساس د مسؤوليت دی په کار

د ژوند ماهيت په حقيقت ښکلې دي
ژوندپه همت او مسؤوليت ښکلې دي

هــــاد وطــــن تاريـخ ته پام وسا ته
لــــږ دنیکــــونــــو احترام وسا ته

ای هيوادوالو دا لوی فرض دی زموږ
داخپل ګفتارته عمل قرض دی زموږ

نور د پــــردو د دوکـــو ښـکار نشئ
چې پــه لمسون د لوی اغيار نشئ

د يــــو بــــدلــــون او د سمون لپاره
د يــــو واحــــد وطن د شتون لپاره

دې بــــد حالت ته نور انجام شوسره
يو عمـلي ګــــام او اقــــدام شـــوسره
------------------------------
سميع الدين افغاني

{/slide}{slide= د سولې دښم }
چې وې د سولې او صفا خبرې
د افــــغانــــانو د پخلا خــــبرې
وي د ورورې اوبې ريا خبرې
دا د لستوني مــارا نکارکوي

دی په جنګو کې خپل هستي غواړي
د افغانــــانو تبــــاهـــي غــــواړي
ځانله بزنس دبل نيستي غواړي
ځکه د ســــولې نــه دئ ډار کوي

دی د سبا ورځــــې حساب بيرو ي
د خپل کړه وړونه ېې ځواب بيروي
دی د کاذب وجدان عذاب بيروې
پــــه ســــولې کلــــه اعتبــار کوي

زموږ مالت ېې په سوراور سیځلی
د چا خرمن د چا ېـــې کور سیځلی
زمو ږ وطن ېې لور په لور سیځلی
دغه جانې کار دخـــونخوار کوي

دی برالا د بـــل په ډول ګډيږي
په سپين ستر ګئ دبل په زورغږيږي
خبره يو وي خو دئ نور غږيږی
خاين دښمن دې چم د مار کوي

د شرق اوغرب دوئ په فرمان دي
هسې پــــه نوم بــــاندې افغان دي
دوئ مو لسټونې کـــې ماران دي
صرف افغانيت په خوله اظهار کوي

دو ئ پښتانه هـــم پشئي وژلي
هم يې ازبک نورستاني وژلي
دوئ د افشار واړه بچي وژلي
اوس هم په جنګ باندې ټينګارکوي

راځئ اي ورنــــو اتحاد جوړ کړو
چی سره يوشو خپل هيوادجوړ کړو
سوله يوالي تــــه بنياد جوړ کړو
پردي په جنګ باندې تلوار کوي

دا د باتورو شاځلميانو کور دی
دبا ايمانه دين دارانـــو کور دی
د بــــاعزتــــه افغانانوکــــور دی
افغان په سولې تل اسرارکوي
--------------------------------
سميع الدين افغاني
م کال ١ - ٦ -

{/slide}{slide= حالات }

څه حالات موپه وطن دي چې تيريږي
ځوانې هيلې ارمــانونـــه مـو ژړيــږي

څه وختونه فرصتونه په تلو تلو دي
زموږهيلې اميدونــه پــه سلګو دي

اوسيده په يو مالت کې ښکلې ځوان
وه قانع په خپل قسمت په خپل ګذران

شپه اوورځ ئې په زحمت اومز دوري وه
کــر د ځمــکې د نيکو يــې غريبــي وه

وه خوشاله خپل مالــت کې دغه ځوان
هم راضي په سخاوت دپاک سبحان

بد حـــالاتو د وطــــنه مســــاپـــر کړ
دي نــــاخوالو د کلــــونو مهاجــر کړ

شپې او ورځې تيريدی مياشتې کلونه
ورپه زړه شو د وطــن خـواږه وخـتونه

هغه کلی هـا ښايسته باغ او ګلز اربيا
د شنيليو او ګلونو نــــو بها ربيـا

يادول يــې شپه او ورځ خــپل وطنونه
د مالت هغــه شيبې خـــواږه يادونــــه

ویل چې خدايه خپل ملکونه مې ياديږي
د وطن شنه شنـه فصلونه مې یــــادیږي

څومره ښکلې څه ښایسته کلي بانډې دي
جــــم او جـــوش دبـــازارونو مې یادیږي

د ودونــــو او دودونــــــــو رواجــــونــــو
ها دیرې ها مــجــلسونــــه مـــې یادیږي

د پی مــــخو ښکلو پیغلوبیر او بارکې
هغــــه لــوی لــوی زیارتونه مې یادیږي

پــــه اختر کــې د ځـــوانانو ډلـــې ډلې
هــــامیلې او اټــــنونــــه مـې یادیـــږي

د چــــینی نه د اوبو منګــــی په سر کـې
ها د پیــــغلو کتــــارونه مـــې یــــادیږي

رنګ پــه رنګ ښکلې جامې د طاعتونو
په مسجد کې ښه وعــظوونه مې یادیږي

مــــړ اوبــــل داوربــــلـکــــو الــوتــــنې
د بــــامــــو د ســـر خــوبونه مې یادیږي

یــــادول یــې زیــــاتــوي د زړه دردونه
افغاني هـــا تیر وخــتونـــــه مې یادیږي

*********
سمیع الدین افغاني
م کال ٢٥ - ٥ - ٢٠١٠ {/slide}{slide=د ميــنې لار }
پـه کومــــه مينه چې اظـــهار کوي
کــــله اقــــرار کلــــه انکـــار کـوي

په يو نظــر ېې زړه زمـــا وړي دی
لکه ښکاري دزړونــــوښکارکوي

هسې پــه ناز او کــرشمــوتيــره شوه
لکه سپوږمۍوريځ کې رفتارکوي

داســې پــــه مينه او ادا غــږيــده
خــوږ ې خـبرې خــــوږ بنډارکــوي

مدې شوې تيرې چې خبرېې نشته
قاصـــد چمـــونه دبـــاز ار کـــوي

دا بـــد قـاصد هم پــه نازلو ارزي
ځکه د زړونــــو کاروبـار کـــوي

د افغاني زړه تــــه ېې لارموندلې
ميــنه د زړ ه ، زړنــو تـه لار کوي
-----------------------------------
سميع الدين افغاني
م کال ٢٥ - ٥ - ٢٠١٠ {/slide}{slide=دمور زړه}

يوه لنډه کيسه د مور د ورځې په مناسبت

يــــوکيسه د يـــوې ښکلــــې ناوکۍ
وه حسينه پــه مثـــال د ښاپـــــيرۍ

د ښکلا شهرت يـــې ډيــروه بې انداز
چې پـــرې خپلـــه وه اګاه لـــدغه راز

ډيرځـــوانان يې د ښکلا وه خريدار
کبرجنه ډيــــر مـــغـــروره پـــه رخسار

ښکلی ځوان وه په هغې زړګي بايللی
هغه حسن يــې زړګــي تر ګوګل وړی

په خپل فــــکر کــــې با عزمه با ايمان
ښکلې پيغلې ته ېې اظهارکړه خپل ارمان

پيغلې وليده چې ځوان دی هسې ښکلی
چی په ما باندی ېې خپل زړګی بايللی

چې دځوان اظهاريې واوريـــدپه ښه شان
ورته وړانــدې کـــړه خپل شرط په هغه ان

که دې شـــرط راته قبول کړه زه يم ستا
بــــی لـــه شــــرطه بــــه دې نشــــمـــه ليلا

ځوان ويــــلې چې هــر شرط ته يــــم تيار
راتــــــــه وايــــه چــــې زه نــــلــــرم قــــرار

ويل چې شرط مې دی مشکله که پوهیږې
هــــمدا اوس بــــه د مور کورته روانیږی

مور دې مــــړه کــــړه ماته رايوړه لړمون
پس لــــه هغه به کامياب شــې په ازمون

زه بـــه ستا شمه ژوندون کې تل مــدام
که قبــــول کړې زما شــــرط زما مرام

ځوان په منډو دخپل کورپه لورې سرشو
د خــــپل مــــور ته رسېدلو پـــه تکل شو

هلته ګوري چې ېې مور په خوب بيده وه
بې خــــبره دخپل ځــــوی پــدې قصه وه

لوی چاړه يې دخپل مورپه ګوګل سر کړ
سمـــدستې يې دخپل مـــورځيګربهرکړ

دا ځيګر يې کړ په لاس په منډو سر شو
د جـــلې پــــه لـــور ېې عـــزم او سفر شو

ورخطــــا د هـــغې پيغلې په لور سروه
ليونــــې د خپلــــه ځــــانــــه نـــا خبر وه

چې نا څاپه يې پښه شوه لارکی بنده
راګـــوزار شــودیوغت کانی تر څنګه

دی په خپل درد او فرياد باندی اخته شو
مورځيګر هلته ګــوزاراو کللولـــه شو

مــــور ځيګر نــــه دا اواز شولــــو بهر
اه ، پاک ربه چـــې مې ژوبـــل شو پسر

د اواز پـــه اوريــــدو پــــه چغــهار شـــو
ځوان په هغه سات دخــوبه را بيدار شـــو

چې دخوبه يې سرجګ کړ دم ساعت
مورېې سر ته ورتــــه نــــاسته په هيبت

مورې غږ وربـاند ي وکړ ځويــه څه دي
بيا نارارامه وې خوبونه دې درانه دي

ځوان چې خپل مورته له ورايه وکتل
له هيــــبته يــــې پښو تــــه ودانـــګـــل

ويل مور جـــانې زه يم ستا اصلي قاتل
ما تــــه عـــفه کـــړه انصاف نه وم غافل

تا روزلی يم خپل نفس کې تر دې دمه
چې ژوندی يم زه بـــه ستا قدر ساتمه

خوږموجوديې ته خلقت دپاک سبحان
ستا دا پــــاکې عــــاطفې تـــه يم حيران

مور ده مينه مور احساس دی د ژوندن
یــــوهستي ده هــــم رڼـــا د سبــــاوو ن

هــــغه څـــوک چـې د مور قدر ته رسيږې
د خالق پــــدی پيرزوبـــانـــدې پوهيږې

پـــه دنيا کې تر هــــر څه نـــه خوږه مور ده
مور نعمت ده مـــور ښکلا د هريوکور ده
سميع الدين افغاني
م کال ٩ - ٥ - ٢٠١٠
{/slide}{slide=دا څوک دي؟} داڅوک دي چې تاريخ او په زمان موشک لري؟
احساس مـو راته وژني په ايمان مو شک لري

موږ سر د هر جنجاله د خپل سر په بيه جګ دی
زموږ پـــه قوې عـــزم او پيمــــان مو شک لري

فترت کې مو ځاي شوی ازادي دخپل ولس ده
ښکاريږي چې په لوړ نوم د افغان مو شک لري

باتــــور دزمانې وم پــــه ملکو مو واکداري وه
زموږ دجد په ځــــمکه او اسمان مو شک لري

ولس مــو راته وژنــــې دپردي سامراج په امر
زموږ پــــه ارادو د زوړ او ځوان مو شک لري

دښمن که مې پــــه خپلو کې نفاق ته سره بولې
په پوهه متانت او پــــاک وجدان مو شک لري

ډير زر بـــه ېې خپل عقل په سر راشې لـــرې نده
چې څوک موپه بـري دجنګ ميدان موشک لري

نن هرڅه نـــه ای ورو نو ديـــووالي ضرورت دی
يوکيږی هرافغان پدې ارمــــان مو شک لري
------------------------------------------------
سميع الدين افغاني
م کال ٢٤ - ٤ - ٢٠١٠

{/slide}{slide=وختــــونــــه}
يــو ګلابــــي رنـــګين څپه
يــــوه شيبــه يــــوه لـــمحه
د ژونديــوښکلې خـاطـره
د خـــوږې ميـنـې تــــرانــه

راته پـه زړه شوې سلسلې
ها ديادونــــوښــــې شيبې
ستا د وصـــال ډکې پيالې
ښکلې ساقــي او پيمــانه

هــــغه د يـــار خواږه کتــــل
په ګلابــــي شــــونډو خندل
ســـره اننګي چــــپه کـاکل
هـــغه سئتونـــه يــــارانـــه

هغه سپرلی ښايسته ګلان
هـــغه شنيلی ، غر او دامان
زيړ مازيګر ښکلی جانان
بـې ميـو مست وم ديــوانه

ژوندکې خوږې شته هم ترخې
داژونــد رڼــــا لـــري هم شپې
کلــــه خــــوښي کلــــه ګيلـــې
کــــلـــه وختــــونــــه جـــانـانه

داژونـــد تيريــږي هــم ايـــام
خـــوږوې دمينې خـوږ انجام
ښې خاطرې دخـــوږ ګل فام
خـــوږه د ميـــنــــې افسانه

اوس نــه دلــدارشته نـه دلبر
نه ېـې منګی شـته نــه ګدر
لکـــه د ژمـــې مـــازديــګـر
هســـې تيـــريـــږې زمــانــه
--------------------------------
سميع الدين افغاني
م کال ٢٠ - ٤ - ٢٠١٠
{/slide}{slide=ملي خاین ته}
بل مــــې وژنــــې او تـــه ګـورې

څـه عجيـبـه شــــانته ورور ېې

د وطن په غيږ کــــې لوی شوې

ورتــــه واېـــې سپکې سپورې

د پــــــــردوســــره دې راز دی

خوحـــــاکم زمــاد کــــورېــــې

خـــوږ وطن دې په بل خرڅ کړ

تش په خوله واېې چې ورورېې

چې يووالــــې تــه دې بـــولي

جــوړوې بــــانې څــــه نــورې

دا وطــــن د هــــر افــغــان دی

ته شمـــلې پــه سپکه ګورې

تاريخونــه يــــې ژونــدي دي

دا چنــــګيز او مغــــل ګــوری

قدرتـــونــــه پــه ګــونډو شول

سورلښـــکر اوپرنګ پورې

خـــو يــــوه خــــبـــره واوره

که هرڅه پــه زړه کې تور ېې

چې تـيــارو رپسې رڼا شته

بيا په کومو سترګو ګورې؟

نن يــــووالی ضــــرورت دی

که اصيل بــچـــې د مـــورېې

د ملــــی ګټو پاس بــــان شه

که په هر تنظيم کې جوړ ېې

نور د جنــــګ لمن کړه ټوله

که خلاف د ظـــلم او زور ېې

افغاني احساس اشنــــا کړه

چــې د هــــر زخـــم ټکــوریې

----------------------------

سميع الدين افغاني

مهاجرت
{/slide}{slide=جنتې خوب}
ماويل جنـــت مو د پښــتو ډک شو
په خــوږو ژبــــو پښتنـــو ډک شو

ځای د پښود ايښـــودوکـــم دی
په احـــمـــد زو او درانو ډک شو

هلته ځاځي او هم ساپي وينمه
د پوپل زو او نورزيو ډک شو

دلته مسود او ابـــدالي قـــامونه
په ميړنـــيو يوســـف زو ډک شو

ګورۍ چې ټول کړي په پښتوخبرې
د پښتونــخوا پـــه پښتنو ډک شو

دا دی سيـــد عبدالخالـــق وګورۍ
پــــه ماشومانـــو او زړو ډک شـــو

کوچني ماشوم مې غوږکې ورووويل
زموږ د کلي پــــه ځلمــــو ډک شو

ويل چې کرجې بابا دلې واستول
زموږ په خواخوږو او پلرو ډک شو

ماشوم کرجي کرجي نارې وهلې
ويل د کرجي بابا د کــــړو ډک شو

ها د شين ډنډ جنتيان هم دلې دي
ويل دحــــاکم په فـــرمانو ډک شو

ماشوم لـــوی ورته اشاره وکړله
ويل انتظار د لوی صفو ډک شو

شاوليکوټ پښتانه هم رادرومي
هــــغو بــې وسو په بچو ډک شو

دا د فــراه او د شينډنډ ځامن دي
دا دهـــغو کلـــو بانــــډو ډک شـــو

ماته شهــــيدې پښتــنې وويلې
دزور واکانو په ظلمو ډک شول

ما ويل چــې زه هم جنتي شـوم ربه
څه د ځــان مـــرګو په حملو ډک شو

ډيربيا چارو اکو په عــــزت ليـــږلي
څــه يې پـــه مکر او پلـــمو ډک ش

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل
زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو

دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته
زما دخاوند په وينو سرو ډک شو

ناڅـــاپه غږ اوغړمبهار شو پورته
کـــور دهنــــدارو او ګـــردو ډک شو

ګورم چې لرې دخپل ځايه پروت وم
زړه نــــا اميــده له سلــــګو ډک شــــو

ما مې د کور خلکو ته غږ پورته کړ
غــږ مـــې دزړه په لـــرزيدو ډک شو

زموږ ه لـــوی اوسنــــــدريـــز ه کلـــی
اوس پـــه نارو اوپـــه سوروډک شو

زماحواس ټول پريشان ښکاريده
چې ټــــول بــــدن مې دخولوډک شو

اوس هم هغه وحشې غږونه اورم
کــــلی موټول له تور لــــوګو ډک شو

ربــــه پــه موږ څـــه حالتونه دي نن
زمــــوږ وطــن پــــه اديـــرو ډک شو
--------------------
سميع الدين افغاني
٥ - ٣ - ٢٠١٠ م کال-جرمني
{/slide}{slide=نیمګړې لار}
مونږ ته مـــــــــو خپــل دکلې لار ياديږي
ز مونږ سپرلي مـــــــــونږ ته بهار ياديږي

مونږ دژوندن پــــــــــه اوږ دې لار ورتلو
خپل مستـقبـل تـــــــه امـــيد وار ورتــلو

دامــــــــــــو دديــــــــن او دائــــيــــن لاره وه
دامــــودپــــــــــــــوهــــې او تعلـــيم لاره وه

مـونږ پدې لارکې خپل مقصدلورې تلو
مونږ خپل بري اوخپل مطلب لورې تلو

ددغــــې لارې د مــنــــزلـــنـــــــــو وروسته
بــيا دکلــــــــــــــونو کــړاونــــو وروســتــــه

اوس هـــــم منزل ته رسیــــــــــدل ګران دي
په دې پــــيچومـــــــــو ورختـــل ګران دي

ددغــــې لارې ســــرانــــجـــــــــــــام نشــته
پکــې ښــــاغلــــی اونيک نــــام نشتـــــــه

پـــه پــــردوسر پــــه بــــل ګلــــــــــــشن لاړو
د خپـــل مطــــلب ځينې پـه څنــــــګ لاړو

اوس يــــو مــحتاجــــــــــه دپــردو د وطن
يــونــــاعـــلاجــــــــــــــه د مـــيــــرو د وطن

دلـــته مو هـــــــــــــم ز مونږ ارمـــان ژړوي
مونږ خپل مالت خپل ګلستـــــــان ژړوي

مــــونږ زحــــمتونـــــــــــه کـــړاونــــه ګالو
مونږ په رښتياتيــاره وخـــتــــــــونه ګالو

چې په وطن مـــــــــــولوی ناتار جوړ دی
وحشـــي خـــزان مــــــــو په ګلزارجوړ دی

مونږخـپل وطن تـه دخـــــــــدمت په هيلـه
مونږ د اباد کلــــي ، مالت په هيلـــــــــــــه

اوس په همــــــــدې ارمــــان سوچونه کوو
په خــپل تير شـــــــوي ژوند فکرونه کوو

مونږ ويــــل وطنـــه چـــې اباد به دې کړو
غليم بـــــــــه ورک کړواوبنياد به دې کړو

چې مو پــــدې دنــيا جنــت جــــــــوړوای
خپلو پــلــرو تـــه مـــــــــــو عزت جوړ وای

کله بــــــــــــه خپـــل وطــــن ابــــاد ووينو؟
د ولــــســـونــــو اتــــحـــــــــــــــاد وويــــنــــو

اوس ترې محــــــــروم يوهرهرڅه تباه دي
ټــــول زحمتــــــــــونه او کــړه وړه تباه دي

که خـــــــــــداې مو بـــيا په هغه لار بوځي
پــــه هـــغـــــــــــه کلــــې او ګلـــزار بوځــــي

ربــــه موږ ستا نــــه تـــل امــــــــا ن غـواړو
د ښـــه ژونــــدون ســــره ايمــــــــان غواړو

ته مو عــــزت تــــه مـو همت وســــــــــاتې
ته مو غـيرت زمونـــږه پــــت وســـــــــاتی

څه بــــې ګناه ډيــــر افغـــــــــانان تباه شول
زمــــوږ زاړه زمــــــــــوږ ځـوانان تباه شول

لـــه دغـــــــــــــــه بنده مـــوږ ازاد کړې ربــه
د ولــــسو مــــو اتــــحـــــــــــاد کـــړې ربــــه

تــــر څــــو د کلـــــــــــو پــــه لار بيـا لاړ شو
د خــــپل ښاغــــــــــــلو پـه لار بيــا لاړ شو

په افغاني احســــــــاس وطــــن جــوړ کړو
ها دخپل پـــلار نيکـــــــه مدفن جوړ کړو
***
سميع الدين افغاني
٢ - ٣ - ٢٠١٠
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide=داڅه حال دی}
دغه خوب دلیدو نه دی
نه خوبونه دلیدو دی
داحالت دلیدو نه دی
نه وختونه دلیدو دی
څه تیاری دی خپری شوی

سمه او غر یی دی نیولی
دی وحشی وحشی شیبو کی
دا فرصت دلیدو نه دی
نه وختونه دلیدو نه دی
ددی شنه اسمان تر څنګه
دا زخمی زخمی وختونه

مرګ او ژوبله، بیوسی ده
دا دهشت دلیدو نه دی
نه وختونه د لیدو دی
پرهارونه مرګ او ژوبله
دبیرحمو قا تلا نود ظالمو جابرانو
دا وحشت د لیدو نه دی
نه وختونه د لیدو دی
حالتونه توفانی دی
اوس وختونه توفانی دي
ای د وخت سالار تربوره
ستا خصلت دلیدو نه دی
نه وختونه دلیدو دی
نن دخدای د بنده ګانو
ډیر بی حده سپکه کیږی
څوک پرزیږی څوک زړیږی
دا قیامت دلیدو نه دی
نه وختونه دلیدو دی
ای ددی زمان انسانه
سره یو شه یو همت شه
یوه چیغه د غیرت شه
نور غفلت دلیدو نه دی
نه وختونه دلیدو دی
تر دی غلو او ګیدړانو
داوحشی ، سړی خورانو
ترینه خلاص مظلوم انسان کړه
دا ذلت دلیدو نه دی
نه وختونه د لیدو دی

سمیع الدین افغانی

د زړه باغچه

دزړه باغچه کی درته ګل کرمه
رامبیل،چمبیل،نرګس،سنبل کرمه
دا به وعده راسره ګدی جانانه
دګلو سیل له به راځی جانانه

د زړه باغچه کی درته خیال جوړوم
د ښاپیریو پکی ټال جوړوم
زما دا هیله به منی جانانه
دګلو سیل له به راځی جانانه

زما د پاکی مینی ښکلی بڼ کی
ستا د ښایسته حسن منلی بڼ کی
د وفا لاس به راکوی جانانه
د ګلو سیل له به راځی جانانه

زما د مینی او سرو ګلو باغچه
د رنګینو ،باغ او بلبلو باغچه
بیا له خزانه به ساتی جانانه
دګلو سیل له به راځی جانانه

ترڅو پدی باغچی خزان ګډشی
په سرو ګلونو می تالان ګډشی
پاس په لیمو به قدم ګدی جانانه
د ګلو سیل له به راځی جانانه
------------------------------------------

سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= افغان یم}
زه څوک دکوم ملیت دکوم زبان یمه زه؟
بس دومره درته وایم چه افغان یمه زه
پښتون دی که تاجک که هزاره ددی وطن
ازبک نورستانی که پشه ای دی یا ترکمن
ددی خاوری بچیان دی سره یو مو دی مدفن
تاریخ یم جوړونکی د زمان یمه زه
بس دومره درته وایم چه افغان یمه زه
دښمن مو په نفاق کی یو تر بله بیلوی
په رنګ رنګ دسیسوموپه خپل مینځ کی جنګوی
په حیله او نیرنګ مو په قومو جلا کوی
اوس پوه زه د دشمن په بد ګمان یمه زه
بس دومر درته وایم چه افغان یمه زه
د توری په میدان کی هردښمن پدی پوهیږی
افغان باندی په زور او زیاتی کله کلی کیږی
خصلت مودمیړانی دی په دی هرڅوک پوهیږی
په عزم، اراده کی با ایمان یمه زه
بس دومره درته وایم چه افغان یمه زه
راځی ای خوږو ورونو چه وطن سره اباد کړو
په پوهه هوښیاری باندی دا خپل غلیم برباد کړو
پیشرفت او ترقی ته افغانی عزم بنیاد کړو
بیا سولی ورورولی ته ارمغان یمه زه
بس دومره درته وایم چه افغان یمه زه

------------------------------------------------سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= غم}
ډوب په تصور کی د اشنا یمه
لاس په زنه ناست چه تر سبا یمه

مه چیړی دردونه ځما مه چیړی
پریږدی چه اخته په خپل سودا یمه

ما د لیونو په کلی ورولی
زه هم لیونی د خپل لیلا یمه

سرمی دمنصورغوندی په دارښه وه
نه چه د خپل یار ځینی جدا یمه

نکری د زاهد جادو په ما اثر
زه خوار ازلی ډوب له کناه یمه

اچوم کچکول بیا دبهلول څنګ ته
ځم د خپل اشنا ددر ګدا یمه

ژوند ما افغانی په غم کی تیر کړلو
زړه می شو پلی په خوله خندا یمه
-----------------------------------------
جنوری ۲۰۰۱ ماین اشف جرمنی
{/slide}{slide= خوب}
ما د وړی پادشاهی خوب لیدو
چه سرمی جګ کړه زه په جیل کی ومه
زه د جیلونو او کمپونو مینځ کی
د افغانانو په سر خیل کی ومه

خوب کی دخپل وطن امیر ومه زه
په خپل ولس باندی زهیر ومه زه
وه هر طرف ته ټول اباد کورونه
پکی ښایسته ښایسته د بڼ ګلونه
ښه راشه درشه او اخلاص می لیدو
زه د قومونو په هر خیل کی ومه
زه دجیلونو او کمپونو مینځ کی
د افغانانو په سر خیل کی ومه

وطن ښایسته ښکلی اباد وه زما
د ولسونو اتحاد وه زما
د رنګینه باغونو جوړ وه وطن
ښه په ښایسته وادیوموړوه وطن
چه سرمی جګ کړه دنیا بل شانی وه
د بی وسی ژوندون په سیل کی ومه
زه د جیلونو او کمپونو مینځ کی
د افغانانو په سر خیل کی ومه

څوک دخواږه خواخوږی ویر ته ناست وه
د نا امید ژوندون تدبیر ته ناست وه
عجب روزګار عجیب خیالونه وه بد
د ناروا ښکاری چمونه وه بد
ټول وه پردی پردی پردی ښکاریدل
دلا مذهب ښکاری په ښکیل کی ومه
زه د جیلونو او کمپونو مینځ کی
د افغانانو په سر خیل کی ومه

د جوړ وطن نه ادیری جوړی وی
د شهیدانو تر تپی ډکی وی
ورانی جادی وران تعمیرونه وه ټول
زړونه ویشتلی پری داغونه وه ټول
د خوږ ژوندون اخرنی شیبی وی
د تدریجی مرګی په ټیل کی ومه
زه د جیلونو لاګرونو مینځ کی
د افغانانو په سر خیل کی ومه

د ځان ځانیو نه نفاق جوړ وه
د مرګ او ژوبلی اتفاق جوړ وه
خلک وه خواره او مهاجر هر طرف
د کور او کلی مسافر هر طرف
خوږ افغانی وطن مو وران کړخپله
د مرګنی طوفان په ټیل کی ومه
زه د جیلونو او کمپونو مینځ کی
د افغانانو په سر خیل کی ومه
------------------------------------------------
نهم دمارچ ۱۹۹۸
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= دا افغانستان دی}
ای وطنه ګران وطن
ښکلی ګلستان وطن
دا مو د خاپوړو کور
دی جنت نشان وطن

ښه باغ او باغچی لری
رنګ په رنګ میوی لری
ښار د قندهار زموږ
پیغلی پښتنی لری

ښګلی ننګرهار ته ځم
ګل د نارنج ښار ته ځم
بیا به د سپرلی موسم
د ښکلو دیدار ته ځم

غرونو کی زمریان لری
ژڼی اټن چیان لری
خلکو د پکتیا سیمه
ښه ښایسته ځوانان لری

لوړ نام او نشان زموږ
دا د اسیا بام زموږ
څومره لوړ شهرت لری
لعل د بدخشان زموږ

دروند په زیارتونو دی
ځای د طاعتونو دی
دا د غزنویانو کور
زړه د تاریخونو دی

لاړ به شو مزار ته بیا
د روضی دیدار ته بیا
سوال به د ایمان وکړو
د الله دربار ته بیا

دا مو قومو کلی
دا مو د دودو کلی
لوړعالی کلتور لری
دا مو د نیکو کلی

لوړ په تول جهان دی
دا کور د افغان دی
دا مو د پلرو کلی
دا افغانستان دی
-----------------------------
سمیع الدین افغانی
کال ۲۰۰۲
مهاجرت
{/slide}{slide= سجدی}
ستا د رضا دامیدونو سجدی
ربه ستا در کی د عذرونو سجدی

د ګناهونو نه منزلونه جوړ دی
غواړم ادا د ګناهونو سجدی

ستا دغفار کریم رحیم له نومو
شی که قبول د طاعتونو سجدی

زاهده ځانله چه مغروره نه شی
زه یم پیرو د پاکو زړونو سجدی

څوک دی عابد ستا ددوزخ له ویری
څوک کړی سجدی د ثوابونو سجدی

چه مسلمان دی او قایم په خپل دین
کړی پنځه وخته د فرضونو سجدی

که افغانی وطن کی صوله راغله
زه به ادا کړم د نفلونو سجدی
------------------------------------------
سمیع الدین افغانی
کال ۱۹۹۸
مهاجرت
{/slide}{slide= میپرست}
زه ساقی او می خانی سره اشنا یم
ځکه اوس د ټول غمونو بی پروا یم

نصیحت په ما د هیڅ چا اثر نکړی
زه په خپله په نیشو کی غټ پیشوا یم

سم او بد هسی چه ما دی پیژندلی
په خپل عقل د ذاهده زه دانا یم

رنګینی د میخانی سره عادت یم
په مستی کی د ساقی د زړه دنیا یم

د رندانو او مستانو په حساب کی
حساب شوی یم نه اوس بلکه پخوا یم

چه ساقی د میخانی سره می راز شو
زه تر نورو هوښیارانو مستثنی یم

افغانی چه په نیشو کی څه لیدلی
په خمار کی په هغه لیدو سلا یم
-------------------------------------------
سمیع الدین افغانی
جنوری ۲۰۰۴
{/slide}{slide= دخوب تعبیر}
دا د مرګ د خوب لیدل وه؟
که د ژوند د خوب تعبیردی ؟

خوشحالی وه او جشنونه
خط او خال وه او حسنونه

په جنت کی می نوشی وه
د ذاهد و بد مستی وه

عنطهور شراب څښل کیږی
نه ګناه ثواب چلیږی

هلته حوری په نڅا وی
د غلمانو پایکوبی وه

ایمانونه په نڅا وه
ثوابونه دی رقصیږی

ټول جنت کی خوشحالی وه
د ذاهدو بد مستی وه

ټول ولیان وه او پیران وه
څوک صادقه مومنان وه

په مستیو کی سجدی وی
د ثواب قصی پخی وی

دا د مرګ د خوب لیدل وه ؟
که د ژوند دخوب تعبیر دی ؟
-------------------------------------
سمیع الدین افغانی
کال ۱۹۹۶
{/slide}{slide= وطنی مصری}
دوطن غیږه کی می کور دی
ماته پردی مالت کی خوب کله راځینه

دوطن خاوری به رانجه کړم
دا پردیسی ژوندون می هردم زوروینه

چه مو تاریخ ته نظر وکړو
جګی شملی مو د پلرو را یادی شینه

دا مو په خپله په ځان وکړه
چه د پردو په لمسون خپل کور ورانونه

راځی چه خپل وطن اباد کړو
تر څو به ګالو د پردیو پیغورونه

وطن د ټولو شریک کور دی
دا دشمنان مو په قومونو بیلوینه

د اتفاق نه هرڅه جوړ شی
راځی چه یوکړوافغانی خواره قومونه
---------------------------------------
کال ۱۹۹۸ مهاجرت
{/slide}{slide= تر څو به دا نفاق وی}
راځی چه جوړ کړو دغه وران کلی کورونه
ورنو تر څو به دا نفاق وی
راځی چه یو کړو دا خواره واره قومونه
ورنو تر څو به دا نفاق وی

ګدرمو وران پیغلی سرتوری شولی
د ورور ګلوی خبری نوری شولی
کلی بانډی مو رانسکوری شولی
څوبه د بل په لمسون خپل کورورانونه
ورنو تر څو به دا نفاق وی

دا وطن مینه غواړی کار غواړی
بیا جوړولو ته یی زیار غواړی
ښکلو باغچو ته یی ملیار غواړی
تر څو به اورو د پردیو پیغورونه
ورنو تر څو به دا نفاق وی

ورنو تدبیر او علمیت دی به کار
لوړ شجاعت او صداقت دی په کار
بیا رغونی ته همت دی په کار
راځی پوره کړو د کلونو ارمانونه
ورنو تر څو به دا نفاق وی

دا مو د کلو او بانډو وطن دی
دا د ښایست د منظرو وطن دی
د ولسونو ، پرګنو وطن دی
سره جرګه کړو افغانی ټول ولسونه
ورنو تر څو به دا نفاق وی
-------------------------------------------
سمیع الدین افغانی
مهاجرت ۲۰۰۷ کال - ۸ - ۳
{/slide}{slide= د نیکو وطن}
خپل وطن مو وران شو شومحتاجه دپردو وطن
خوږ دی خلکو خوږ دی د پلرو او د نیکو وطن

دلته مجبوری ده هر قدم کی تکلیفونه دی
دلته بی وسی ده هری خوا ته پیغورونه دی
بل غوندی قانون دی مایوسی ده زحمتونه دی
هر قدم پردی دی راته ښکاری د میرو وطن
خوږ دی خلکو خوږ دی دپلر او دنیکو وطن

څه خو په وطن کی ډیربی شمیره شهیدان شول
ډیر نور د ابرو خلک بی کوره بی کاروان شول
څوک بیا په پردی وطن کی پاتی په بیابان شول
دا نسل لا پریږده چه مو وران شو دلمسو وطن
خوږ دی خلکو خوږ دی دپلر او دنیکو وطن

څومره شو بی قدره په بل ملک کی چه اوسیږو
دلته هر قدم کی د افغان په نوم زوریږو
ټول عیب په نفاق کی دی په دی هم نه پوهیږو
وران شو د شملو وطن د کلو او بانډو وطن
خوږ دی خلکو خوږ دی د پلرو او د نیکو وطن

راشی خوږو ورنو سره یو شو د افغان په نوم
څو به دا نفاق وی چه بیلیږو این او ان په نوم
لاس د وروری ورکړوداخلاص اودایمان په نوم
جوړ کړو افغانی وطن د سولی او جرګو وطن
خوږ دی خلکو خوږ دی دپلرو او دنیکو وطن
----------------------------------------------------
سمیع الدین افغانی
مهاجرت
{/slide}{slide= ګران وطن}
دا مو د خاپوړو کلی کور دی
دا مو د نیکو د توری زور دی
ورک به شی غلیم چه مخ یی توردی
سر به تری قربان کړم د بدن سره
مینه موږ لرو د خپل وطن سره
دا وطن په موږ باندی ډیر ګران دی
دا زموږه خوږ افغانستان دی

لوړ چه په هوا کی یی بازان ګرځی
هلته په ځنګلو کی یی زمریان ګرځی
جوړ په سردرو کی یی طوطیان ګرځی
مست یی بلبلان د باغ او بڼ سره
مینه موږ لرو د خپل وطن سره
دا وطن په موږ باندی ډیر ګران دی
دا زموږه خوږ افغانستان دی
دا وطن خوشحال غوندی بچیان لری
دلته کی نازو انا لمسیان لری
لوی احمد شاه ستر نوم په جهان لری
ساتو به یی شاړی د چمن سره
مینه موږ لرو د خپل وطن سره
دا وطن په موږ باندی ډیر ګران دی
دا زموږه خوږ افغانستان دی

وګوری هرات دی که لغمان
یا که ننګرهار دی که جوزجان
پورته قطغن که بدخشان
غرونه یی ښه ښکاری دمعدن سره
مینه موږ لرو د خپل وطن سره
دا وطن په موږ باندی ډیر ګران دی
دا زموږه خوږ افغانستان دی

وایی هریرود اوبه خوږی لری
سیند د ارغنداب جګی څپی لری
ګوره د کنړ سیند څه نخری لری
جوړی تری بیالی دی د سربند سره
مینه موږ لرو د خپل وطن سره
دا وطن په موږ باندی ډیر ګران دی
دا زموږه خوږ افغانستان دی
دا وطن زموږه افتخار دی
دی کی موعزمت دنیکه پلاردی
دا د افغانی کلتور یادګاردی
لاس په ګریبان ګرځوله دشمن سره
مینه موږ لرو د خپل وطن سره
دا وطن په موږ باندی ډیر ګران دی
دا زموږه خوږ افغانستان دی

----------------------------------------------
سمیع الدین افغانی
دیسمبر ۱۹۹۹ ویزبرګ جرمنی
{/slide}{slide= دا افغانستان دی}
ای وطنه ګران وطن
ښکلی ګلستان وطن
دا مو د خاپوړو کور
دی جنت نشان وطن
ښه باغ او باغچی لری
رنګ په رنګ میوی لری
ښار د قندهار زموږ
پیغلی پښتنی لری

ښګلی ننګرهار ته ځم
ګل د نارنج ښار ته ځم
بیا به د سپرلی موسم
د ښکلو دیدار ته ځم

غرونو کی زمریان لری
جنی اټن چیان لری
خلکو د پکتیا سیمه
ښه ښایسته ځوانان لری

لوړ نام او نشان زموږ
دا د اسیا بام زموږ
څومره لوړ شهرت لری
لعل د بدخشان زموږ

دروند په زیارتونو دی
ځای د طاعتونو دی
دا د غزنویانو کور
زړه د تاریخونو دی

لاړ به شو مزار ته بیا
د روضی دیدار ته بیا
سوال به د ایمان وکړو
د الله دربار ته بیا

دا مو قومو کلی
دا مو د دودو کلی
لوړعالی کلتور لری
دا مو د نیکو کلی

لوړ په تول جهان دی
دا کور د افغان دی
دا مو د پلرو کلی
دا افغانستان دی
-----------------------------
سمیع الدین افغانی
کال ۲۰۰۲
مهاجرت
{/slide}{slide= دمینی رنګ}
ستا په اننګو کی
چه د چا د وینی رنګ دی
زما د پاکی مینی
حقیقت پکی څرګند دی

ما ویل سترګی دی خوږی دی
دی ویل توری په رنجو دی
ما ویل مینه دی سور اور دی
دی ویل یار زما ملنګ دی

ما ویل زما سره اشنا شه
دی ویل زموږ کلی ته راشه
ما ویل مینه رسوا کیږی
دی ویل دا دمینی خوند دی

ما ویل ښکلی دی ځوانی ده
دی ویل مینه رسوایی ده
ما ویل زه دی لیونی کړم
دی ویل یار می غنم رنګ دی

ما ویل سپینه خوله دی راکړه
دی ویل مینه کړی بی باکه
ما ویل زړه ته می نژدی یی
ویل زه شمع یار می پتنګ دی

ما ویل راشه مازیګر ته
دی ویل دربه شم ګدر ته
ما ویل لاره به دی څارم
ویل منګی می شین په څنګ دی
----------------------------------
سمیع الدین افغانی
۲۵ / ۴ / ۲۰۰۷
{/slide}{slide= کلیواله}
د کلی مینځ کی دپنجو په څوکوتله لیونی
لکه کوتره می د ورایه ولیده لیونی

د سیخکو کتار یی جوړ وه د اوربله ځینی
په یو نظر یی زړګی ویوړه د ګوګله ځینی
په سرومنګلو یی لاس تیرکړه د کاکله ځینی
په هر قدم کی لکه لښته ماتیده لیونی
لکه کوتره می د ورایه ولیده لیونی

خپلو همزولو سره وتی په چکروه نه
ښکلی موسم د پسرلی او مازیګر وه نه
د پلو لاندی پټ کاته یی په هنر وه نه
د نجنو مینځ کی لکه شمع بلیده لیونی
لکه کوتره می د ورایه ولیده لیونی

یو یی په غاړه سورکمیس ګل بخمل وه نه
په جګه پوزه د چارګل یی جلوبل وه نه
دا خوشبویی چه په ګډا تری د سنبل وه نه
په افغانی لباس کی ښکلی ښکاریده لیونی
لکه کوتره می د ورایه ولیده لیونی
------------------------------------------
سمیع الدین افغانی
۷ / ۱ / ۲۰۰۸
{/slide}{slide= مهاجر}
زړه کی چه مغروره او کاکه یمه
داسی معلومیږی چه ساده یمه

دلته په پردی وطن کی ژوند کوم
هر څه خپلوم ځان بیګانه یمه

ګوری راته تل دوی په پردی نظر
هسی زه د څو ورځو میلمه یمه

-----------------------------------------

سمیع الدین افغانی

۲۴ / ۴ / ۲۰۰۷
{/slide}{slide= پاکی هیلی}
هغه څه چه مو په زړه کی هوسیږی
زموږ هیلی دی منزل ته به رسیږی

دغه هیلی ډیری پاکی او سوچه دی
چه ملګری مو د ژوند او همیشه دی

دا ژوندون د امیدونو لوی جهان دی
ځکه تل په هلو ځلو کی انسان دی

زموږ هیله زموږ ګران افغانستان دی
زموږ هیله زموږ ژوند زما ایمان دی

بی وطنه چه اوسیږی په غربت کی
خوږ ژوندون ورته په مثل د زندان دی

زموږ مینه زموږ هیله ده ارمان دی
اتفاق او ورورګلوی د هر افغان دی

دا وطن په ورورګلوی باندی جوړیږی
په یووالی باندی هر مشکل اسان دی

دوطن غیږه کی می کور دی
ماته پردی مالت کی خوب کله راځینه

دوطن خاوری به رانجه کړم
دا پردیسی ژوندون می هردم زوروینه

چه مو تاریخ ته نظر وکړو
جګی شملی مو د پلرو را یادی شینه

دا مو په خپله په ځان وکړه
چه د پردو په لمسون خپل کور ورانونه

راځی چه خپل وطن اباد کړو
تر څو به ګالو د پردیو پیغورونه

وطن د ټولو شریک کور دی
دا دشمنان مو په قومونو بیلوینه

د اتفاق نه هرڅه جوړ شی
راځی چه یوکړوافغانی خواره قومونه

---------------------------------
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= زخمی زړه}
شیخه نور کله زه تسبیح شمیرم
زه می زخمونه د سینی شمیرم

ګیله می ځکه د خپل ځانه راځی
خپل صداقت دا ناکردی شمیرم

چه په وفا او صداقت مړه شویی
د هغه خلکو هدیری شمیرم

د زړه باغچه می ټول زخمی زخمی ده
د رغیدویی ورځی شپی شمیرم

د پیوندی زړګی نه څه غواړی نور
نه ستا وعدی نه می ګیلی شمیرم

ستا زړه په کوم رنګ چه تسبیح اړوی
زه افغانی می شوګیری شمیرم
-----------------------------------------
سمیع الدین افغانی
باد کیسینګین -فرانکن کلینینک
۱۷ / ۸ / ۲۰۰۸
جرمنی
{/slide}{slide= اروا ښاد ګل پاچا الفت ته}
ستا دالفت ډیوه په لاس وه اوس تیاری يریوتی
ځکه وطن کی د دردونو افسانی پریوتی

د هغه یو افغان په نوم چه تا وحدت ته بلل
اوس ی په کلی او بانډو کی دغم شپی پریوتی

د پاک احساس او د وروری خبری کمی ښکاری
ځکه په سمه او میرو کی ادیری پریوتی

د وطن دښتی او ابادی یا ویجاړ ځایونه
په هر قدم کی د ژوندیو جمجمی پریوتی

څومره وحشت او بربریت شو په بی وزلو خلکو
په ادیرو کی په زرهاوو جنازی پریوتی

څوک به یی راټول کړی دا بی زوره زوروره خلک
چه د نیکونو افتخار جګی شملی پریوتی

راځی ای ورنو افغانی الفت ارمان لپاره
چه سره یو شو ګنی خدایګو معجزی پریوتی
{/slide}{slide= همت}
دلبره زه چه ستا رضا نیسمه
په هر قدم کی می ګناه نیسمه

دا چه شلیدلی ګریبان ګرځمه زه
ځان د مجنون دګورترخوا نیسمه

پدی ساده ذاهد می نه شی باور
دین دکعبی د در پیشوا نیسمه

پری نه پوهیږمه چه کوم لوری ځم
کله دنیا کله عقبا نیسمه

په بازاری مینه غلط چه نشم
دود د یوسف او ذلیخا نیسمه

چه می باورد خوږاشنا شی حاصل
دمینی لیار یی په ریښتیا نیسمه

افغانی پریږده دقسمت خبری
د همت لیار به خاماخا نیسمه
{/slide}{slide= سمه لیار}
عزت یی شی نصیب چه ربه ستا په لیاری سم دی
ذلت په هغه چا چه د ریا په لیاری سم دی

تیریږی قافلی د زمانی نن او سبا کی
سر لوړی به وی څوک چه د الله په لیاری سم دی

انسان لری ډیر لوړه مرتبه تر بل مخلوقه
زیبیږی ورته کړه چه د عقبا په لیاری سم دی

ذاهد په عبادت رسی د ذهد مرتبی ته
سجدی یی شی پخی چه درضا په لیاری سم دی

سخی په سخاوت باندی حاصل د زړو رضا کړی
منلی به وی څوک چه د سخا په لیاری سم دی

ژوندون هسی عبث چه تیروی متاع یی څه ده
پیرو د سمی لیار د مصطفی په لیاری سم دی

درګا ته دی الله زه افغانی لاس په دعا یم
مطلب ته رسی څوک چه مدعا په لیاری سم دی
{/slide}{slide= خمار}
ساقی تا ثیر دی په پیالو کی نشته
ځکه چه خوند یی په نیشو کی نشته

یا د خوږو ترخو توپیر دی لږ دی
یا چیری رنګ دی په تر خو کی نشته

چه د محفل یاران خمار پاته دی
ښایی تادی دی په پیالو کی نشته

هسی می بوزه د مستیو لور ته
چه د جنت په کنارو کی نشته

چه د غمونو می بی غمه کاندی
داسی حالت چه لیونو کی نشته

دا چه میخوره لیونی می بولی
اوس دا مقام په ارزیدو کی نشته

چه می حالت د لیونتوب معلوم کړی
ساقی دا راز دی په فکرو کی نشته

خمار خمار دی افغانی د کلو
نور یی طاقت په صبریدو کی نشته ٢٤ م کال - ٣ - ٢٠١٠

{/slide}{slide= سینګار}
محبوبی ښه سینګار دی کړی دی
صنمی اور دی لګولی دی

ځان به له تا سره اشنا کرم
تل به دی قدر په رښتیا کړم
ګلی زړګی دی رانه وړی دی
صنمی اور دی لګولی دی

له خمارو سترګو دی جار شم
کړم افتخار چه زه دی یار شم
څه شین ټکری دی اچولی دی
صنمی اور دی لګولی دی

دا افغانی ستا خدمت ګار دی
د تورو سترګو خریدار دی
دا خوږ زړګی دی پری چولی دی
صنمی اور دی لګولی دی
{/slide}{slide= دحسنونو سوداګر}
د حسنونو سودا ګریم شرابی حسن په څو دی
چه معیاریی خال اوخط وی کتابی حسن به څودی

چه خوشحال یی هسی ستایی افتخار پری شاعران کا
د ترکانو د خوبانو ګلابی حسن په څو دی

چه د سترګو په ښکلایی ټول عالم په مسیدو دی
د قفقاز دهسکو پیغلو عناب حسن په څو دی

چه عالم ورته سلا کا ښاپیری ورته حیرانی
دسلاویانو په وطن کی ارزانی حسن په څو دی

نورستان په سر درو کی د هلمند رود شاو خوا ته
د قندهار کلو بانډو کی نورانی حسن په څو دی

د ښکلا او د حسنونو په بازار کی هسی ګرځم
چه بازار یی هسی خوږدی افغانی حسن په څودی
{/slide}{slide= توپیر}
ما د خیالونو د باغچو ښاپیری
دهوسونو د دنیا ناوکی

په سمه ورځ او په رڼا ولیده
ما یوه ښکلی تماشا ولیده

زه د حسنو میلمه شوم
د ښاپیرو میلمه شوم

هلته زه پوه شوم په دی

چه دخوندونو او خیالونو دنیا
د هوسونو دنیا

درڼا ورځی د خوندونو سره
خوږو وختونو سره

تعبیر په څه انداز دی
توپیر په څه انداز دی
{/slide}{slide= دنارنج ګل}
چه موسم یی د نارنج دګل بهار شی
را په یاد می هغه ښکلی ننګرهارشی

د نرګس، ذنبق،نارنج د ګل له فیضه
زړونه مست په نڅیدو د هردلدار شی

ننګرهار زموږ د ښکلو ګلو ښار کی
په سپرلی کی دشاهی د بڼ دربار شی

د رباب او د بلبل خوږو نغمو کی
خوشحالی شی جم اوجوش بڼ او ګلزارشی

څومره ښکلی ښه فضا د طبیعت شی
رنګینه ښایسته ګلان دپیغلو هار شی

ښه فضا شاعرانه شی هری خواته
افغانی ګلشن کی ښکلی لاله زار شی
{/slide}{slide= د جانان غم}
د شوګیرو به درته څه ووایم
د ژړیدو به درته څه ووایم

چه دی په مینه کی لوګی لوګی شوم
د نا کردو به درته څه ووایم

د جانان غمه لیونی دی کړمه
د رغیدو به درته څه ووایم

چه په وعده باندی وفا ونکړی
د تش وعدو به درته څه ووایم

ګیلی می ډیری په زړګی تیریږی
ددی ګیلو به درته څه ووایم

زړه می د مینی په دریاب لاهو شو
د ډوبیدو به درته څه ووایم

د افغانی زړګی کی مینه د یار
د هیریدو به درته څه ووایم
{/slide}{slide= د جانان غم}
د شوګیرو به درته څه ووایم
د ژړیدو به درته څه ووایم

چه دی په مینه کی لوګی لوګی شوم
د نا کردو به درته څه ووایم

د جانان غمه لیونی دی کړمه
د رغیدو به درته څه ووایم

چه په وعده باندی وفا ونکړی
د تش وعدو به درته څه ووایم

ګیلی می ډیری په زړګی تیریږی
ددی ګیلو به درته څه ووایم

زړه می د مینی په دریاب لاهو شو
د ډوبیدو به درته څه ووایم

د افغانی زړګی کی مینه د یار
د هیریدو به درته څه ووایم
{/slide}{slide= که خپل که بیګانه ده}
چا وران کړو دا وطن چا تری لوټ کړی خزانه ده
که خپل که بیګانه ده
چه خپل یی ورانوی بیا د پردو نه څه ګیله ده
که خپل که بیګانه ده
هر چا تر خپله وسه دا وطن کړلو خراب
څوک ناست دی بلډنګو کی په ډالر کوی حساب
څوک پروت دی په خیمه کی له یخنی نه شو کباب
هر چا ده غږولی د خپل خوښی ترانه ده
که خپل که بیګانه ده
په نوم د عدالت دی خو خیانت پکی چالان دی
غریب پدی وطن کی د ماړه نس په ارمان دی
دا ملک چاته جنت چاته په مثل د زندان دی
هستی یی رانه لوټ کړه د ډالروزمانه ده
که خپل که بیګانه ده
خلک لاړه تر کیهانه موږ په خپلو کی جنګیږو
پدی عصرو زمان کی د پردو په ډول ګډیږو
نفاق او تربګنی کی هیڅ مطلب ته نه رسیږو
وطن په نامه یو شی صرف همدا یوا چاره ده
که خپل که بیګانه ده
ټینګ عزم افغانی او ورورګلوی مو سعادت دی
وطن ته د با دردو هیواد والو ضرورت دی
یووالی اتحاد زمونږه پوهه دی همت دی
وطن به شی اباد که دا مو عزم او اراده ده
که خپل که بیګانه ده
{/slide}{slide= ګیله}
نشته د خوښی خبری دلته کی
پاتی د وروری خبری دلته کی

هر سړی په خپلو خولو لوند وینم
دی د بی کسی خبری دلته کی

څوک چه ښه روزګار یا ښه دولت لری
کاندی د مستی خبری دلته کی

بله دنیا بل غوندی قانون دی دا
چلی د رندی خبری دلته کی

هیڅوک دلته هیچا سره مل ندی
دی د مایوسی خبری دلته کی

خپل درته پردی پردی کتل کوی
کم دی د خپلوی خبری دلته کی

هغه چه اخلاص او صمیمیت به وه
تللی پخوانی خبری دلته کی

درومه افغانی په خپله لیار پسی
نشته وطنی خبری دلته کی
{/slide}{slide= د وطن یادونه}
په وطن موجوړماتم دی
تورتمونو کی مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلونو کی مو شپی دی

ګران وطن راته سوراورشو
د دوزخ لمبی تری خیژی
بل محشر ته حاجت نه شته
قیامتونو کی مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلمونو کی مو شپی دی

د کابل هره کوڅه مو
ښکلی ښکلی خاطری دی
اوس یی وران اوویجاړګورم
ګړنګونو کی مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلمونو کی مو شپی دی

زوړ او ځوان مو شهیدان شول
څوک بی پلاره څوک بی موره
د چا کور جوړ قبرستان شو
زیارتونو کی مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلمونو کی مو شپی دی

افغانان ټول تار او مار شول
څوک په کوزاوڅوک په بردی
په وطن کی چه اوسیږی
ماتمونو کی یی شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلمونو کی مو شپی دی

د اسلام په تمه تمه
د کافرو کانی وشوی
هیڅ تمیزکولای نه شو
په چرتونو کی مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلمونو کی مو شبی دی

دنیا ټوله راته خاندی
موږ په چیغو چیغو ژاړو
څه سپین سترګی دنیاګی ده
سیاستونو کی مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلمونو کی مو شپی دی

افغانی وطن به جوړ شی
که د خدای مهربانی وه
د پردو لاس به لنډیږی
امیدونو کی مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلمونو کی مو شپی دی
-----------------------------------------
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= زخمی زړه}
شیخه نور کله زه تسبیح شمیرم
زه می زخمونه د سینی شمیرم

ګیله می ځکه د خپل ځانه راځی
خپل صداقت دا ناکردی شمیرم

چه په وفا او صداقت مړه شویی
د هغه خلکو هدیری شمیرم

د زړه باغچه می ټول زخمی زخمی ده
د رغیدویی ورځی شپی شمیرم

د پیوندی زړګی نه څه غواړی نور
نه ستا وعدی نه می ګیلی شمیرم

ستا زړه په کوم رنګ چه تسبیح اړوی
زه افغانی می شوګیری شمیرم
-----------------------------------------
سمیع الدین افغانی
باد کیسینګین -فرانکن کلینیک
۱۷ / ۸ / ۲۰۰۸
جرمنی
{/slide}{slide= سپین سترګی}
منصف نه شو په ژوندون کی دانصاف
په عقبا به څه جواب کړی د مناف

د ګناه پیټی ی دروند دی د هر چانه
هسی اخلی د اسلام نوم په ګذاف

په ښکاره کی مستقیم خلکو ته ښکاری
په باطن کی کوږاوکیڼ دی یک اوصاف

حقیقت کی جو دانه ترینه درنه ده
خو ځان دروند ګنی همیش تر کوی قاف

په دنیا کی ی یو نیک قدم کی نښود
دی ظاهره کی زاهد د خولی په لاف

د رباب نغمه خوږه ده هم شیرینه
غږوی راته سازونه د نداف

افغانی ولس به کله فراموش کا
چاڼوی به یی کړه وړه تر چلو صاف
------------------------------------------
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= لیونی}
د فکر ټال کی زنګیده لیونی
بیا په زړګی می وریده لیونی

ما می د زړه ورته داغونه شمیرل
دا بی پروا وه خندیده لیونی

هسی بی درده بی احساسه نه وه
ځما په مینه پوهیده لیونی

ما چه اظهار ورته د مینی کوه
لکه د ګل به غوړیده لیونی

افغانی څومره ښی شیبی تیری شوی
چه په مالت کی اوسیده لیونی
{/slide}{slide= یووالی}
لا تر څو به زموږ ګران وطن ورانیږی
لا تر څو به زموږ کلی لا نړیږی

ورنو لږ څه د تدبیر نه کار په کار دی
په یووالی باندی هر مشکل سمیږی

چه یووالی ورورګلوی یی په نصیب شی
افغانی وطن به خا ماخا جوړیږی
----------------------------------------
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= مستی}
زه دمستانو او رندانو جمع ته
چه کله ځمه بیرته نه راځمه

زه د بد مسته میخورانو جمع ته
چه کله ځمه بیرته نه راځمه

د چټو پیغلو ښاپیریو ښار کی
د چا نظرته چه ورځمه بیرته نه راځمه

یم د رندانو میخورانو جمع کی
نو میکدی ته چه ورځمه بیرته نه راځمه

د مینانو دهوس دنیا او۰۰۰۰
لوی سمندرته چه ورځمه بیرته نه راځمه

مالی دی ښاد وی بڼ ګلزاره مدام
د ګلو سیل ته چه ورځمه بیرته نه راځمه

افغانی پوه کړه دا ساقی په رمز کی
چه یی پیالو ته کله ځمه بیرته نه راځمه
--------------------------------------------
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= انسان}
د ادم د زړګی وینه
چه بدله شوه په مینه
قدرت ګوره د سبحان
چه پیدا یی کړ انسان
د زمان بهیر چلیږی
خلک کله پری پوهیږی
فرشتو دی راوستلی
دی دنیا ته انسان ښکلی
انسانی مینه انسان
رب پیدا کړه په جهان
دی جهان ته دی حیران
د ادم لمسی انسان
------------------------
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= غزل}
محفل چه د یارانو ټنګ ټکور سره مزه کا
خوښی او خوشحالی د کلی کور سره مزه کا

پروا می د اشنا په ځان منلی وه نو ځکه
اشنا ستا یارانه خو د پیغور سره مزه کا

د ژوند په اوږدو لارو منزلونو او ستړیا کی
دا ټول جار او جنجال بیا د زړه زور سره مزه کا

څوک ناست دی غمازی کا څوک دښکلوسوداګردی
د ا ژوند او کارو بار بیا لږ څه شور سره مزه کا

ځوانی چه می دیار قد او قامت سره ښکلا ده
خالونه یی په مخ کی دری څلور سره مزه کا

دیدن ته چی د یار په افغانی وعده ورځمه
سور شال یی پلو داره په سر خور سره مزه کا

---------------------------------------------------------
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= کوم اختر؟}

زموږ دکلی د تروږمی ماښام څخه څو شیبی دمخه یو تنکی لس کلن هلک ډیر خوشحا له ښکاریده، دهلک دخوشحالی علت یو هم دا وه چه هغه دسبا ورځی د اختر د راتګ څخه خبر شوی وه،هلک ته دهغه مور او پلار د اختر لپاره نوی جامی ، څپلی او واسکټ رانیولی وه چه هغه په همدی مازدیګر قضا دسبا ورځی نوی جامی اود نژدی خپل خپلوانو د اختر مبارکی تحفی به خپل وجود کی تمثیلولی او همدا وجه وه چه هلک ته یی خوشحاله بڼه ورکړی وه په رښتیا سره کوم اختر چه ماشوم ته سبا راتلونکی وه، نه تنها هغه ته بلکه دکلی ټول اوسیدونکو ته دخوشحالی زیری ورکاوه ۰
هو، کوم اختر؟ دکور او کلی اختر ، او که دمهاجرو اختر، کوم چه له خپل کور، کلی او بانډو څخه لیری په پردی وطنوکی لمانځی دا یو څرګنده خبره ده چه اختر هر چاته په هر ځای کی چه وی پوره او یا نیمه خوله خندااو خوښی وربښی ۰

نو اختر کوم اختر؟

دا دځوانانو دخوښیو اختر
د پیغلو نجنو دټالیو اختر

دکور او کلی اختر
چه لوړ دودونه لری

د سپور او پلی اختر
ښه رواجونه لری

دا د خوښیو اټنونو اختر
دا دخوشحاله سرودونو اختر

دی د بیوزلو کونډو رڼډو اختر
د یتیمانو او بربنډو اختر

د غریبانو او خانانو اختر
د مسلمانو دیندارانو اختر

وی مبارک دی په تمامو خلکو
وی برکت دی په تمامو خلکو

ښه افغانی دود او رسمونه لری
خدایګوچه ښکلی رواجونه لری
-----------------------------------------
سمیع الدین افغانی

۱۹۹۸ کال مهاجرت
{/slide}{slide= د زړه دنیا}
نن چه اشنا زما تر خوا راځی
بیا می زړګی ته مشغولا راځی

چه مخامخ ورته کتلی نه شم
زه تری شرمیږمه حیا راځی

زړګیه پټه مینه مینه شولی
داسی ښکاریږی بیوفا راځی

د زړه زخمونه به ټکور شی زما
سترګو ته ښکلی تماشا راځی

اوس دخوښی اوخوشحالی ورځی دی
چه د شب قدر شپه په ما راځی

چه یی تسل دخوږ زړګی پری وشی
د افغانی د زړه دنیا راځی
------------------------------------
سمیع الدین افغانی
کال ۱۹۹۶
{/slide}{slide= حالت}
زړه ته کله کله راشی مایوسی
خفه کیږم د نا اهلو په دی دوستی

که له یوخوامی هجران زړګی کباب کړ
بیا د بلی خوا دی غم د بی وسی

عاقبت به می وکومی لورته بیایی
چه کولی چاته نه شم چاپلوسی

د خوارانوسره خوار یمه په تبعه
د خانانو دود می ځانته لمسوی

زه چه وګورم د ماتو زړونو خلک
پری زوریږمه بی حده خدای راستی

چه د عدل په بازار کله ور ګډ شم
د سرو،سپینو فرق یی وینم سم دستی

زه په مینه د اشنا هسی صادق یم
چه مجنون ورته عاجزدی په دوستی

افغانی چه دکوم چا په مینه سوزی
د هغه نګار په مینه کړی مستی
--------------------------------------------
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= سینګار}
محبوبی ښه سینګار دی کړی دی
صنمی اور دی لګولی دی

ځان به له تا سره اشنا کرم
تل به دی قدر په رښتیا کړم
ګلی زړګی دی رانه وړی دی
صنمی اور دی لګولی دی

له خمارو سترګو دی جار شم
کړم افتخار چه زه دی یار شم
څه شین ټکری دی اچولی دی
صنمی اور دی لګولی دی

دا افغانی ستا خدمت ګار دی
د تورو سترګو خریدار دی
دا خوږ زړګی دی پری چولی دی
صنمی اور دی لګولی دی
--------------------------------
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= جهانی ته}
په ساده روان نظمونو
په پخو خوږو نکلونو

دی پخی خوږی خبری
که امیل د ملغلری

چه هررنګ لری خوندونه
په زړه پوری ښه طنزونه

در سپړی درته رازونه
تجربی دی هم پندونه

نمونی دی احساس
دی پسند د عام او خاص

پکی پروت دی لوی حکمت
د باری د شعر صفت
--------------------------------
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= د زړه باغچه}
دزړه باغچه کی درته ګل کرمه
رامبیل،چمبیل،نرګس،سنبل کرمه
دا به وعده راسره ګدی جانانه
دګلو سیل له به راځی جانانه

د زړه باغچه کی درته خیال جوړوم
د ښاپیریو پکی ټال جوړوم
زما دا هیله به منی جانانه
دګلو سیل له به راځی جانانه

زما د پاکی مینی ښکلی بڼ کی
ستا د ښایسته حسن منلی بڼ کی
د وفا لاس به راکوی جانانه
د ګلو سیل له به راځی جانانه

زما د مینی او سرو ګلو باغچه
د رنګینو ،باغ او بلبلو باغچه
بیا له خزانه به ساتی جانانه
دګلو سیل له به راځی جانانه

ترڅو پدی باغچی خزان ګډشی
په سرو ګلونو می تالان ګډشی
پاس په لیمو به قدم ګدی جانانه
د ګلو سیل له به راځی جانانه
------------------------------------------

سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= خیبره}
خیبره ستا لیدو ته دځلمو سره درځم
ستا جګو جګو غرو ته د پښتو سره درځم

اغیار که چیری لارکی د اغزو دامونه کیږدی
هیڅ ډاره می تری نه شی ابله پښو سره درځم

زما دنیکو کوریی تاکی ښکلی تاریخونه دی
میړانه نارینتوب او د اسرو سره درځم

پردی که په خپل زوراو په طاقت باندی نازیږی
زه خپله پښتونواله او شملو سره درځم

دا ستا په سردرو کی د میړانی هدیری دی
مزار ته یی دسرو ګلو غنچو سره درځم
-------------------------------------

سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= کوډ ګره}
چه د سترګوپه کاته سحراوجادو کا
د سحرګرو سترګو قدر دی په کار

هسی ګوری تصور کی ته به وای
د ځوانی هوس یی ښکاری په اظهار

جګه پوزه یی چارګل ده ښایسته کړی
د بڼو څوکی یی جوړی دی په شمار

تر سرو شونډوګلابی شونډی حیا کری
که نصیب دی شوی تری ونکړی انکار

جذبه می د ځوانی په ټینډکو شوه
د هندو د لور په سترګو کی په وار

دا د رب د قدرتونو نمونه ده
افغانی غم دی کوه لږ په کرار
---------------------------------------
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= مینه څه ده}
دغه چټه ښکلا ګوره
وای په مینه نه رسیږم

خپله مینه کی لمبیږی
وای په چل یی نه پوهیږم

مینه اور مینه سیلاب دی
مینه ژوند مینه کتاب دی

مینه پوهه ده علمیت دی
مینه کار دی شجاعت دی

مینه سیند دی لوی دریاب دی
مینه شرنګ دی یو رباب دی

مینه بحر دی طوفان دی
مینه دا فانی جهان دی

مینه ښه شانتی نغمه ده
یوه ښکلی ترانه ده

دا د ژوند معنی ده مینه
هم د خوند معنی ده مینه

څوک د خدای سره کړی مینه
د عقبا په لاری سر دی

څوک په دی فانی جهان کی
د ریا په لاری سر دی

مینه کور مینه دلبر دی
مینه زوردی اوهم زر دی

څوک د کار سره کړی مینه
څوک مین په خپل هنردی
څوک روزګار سره کړی مینه
هم پیشوا دی هم رهبر دی

د یار مینه زوریدل دی
په سور اور کی سوزیدل دی

د پتنګ انجام د مینی
په لمبو کی لمبیدل دی

د مین په برخه ګوره
مایوسی ده جړیدل دی

د جانان مینه د سره
په سور اور ورته دانګل دی
---------------------------------
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= تیر یادونه}
خړ سیندونه سیلابونه می یادیږی
د وطن شنه شنه فصلونه می یادیږی

د ودونو او دودونو رواجونو
ها دیری ها مجلسونه می یادیږی

سندریز خوږی نغمی دحجرومینځ کی
ها ګیسونه او کټونه می یادیږی

د مرغیو ګڼه ګونه او سیلونه
د چق مق ټوپک غږونه می یادیږی

په جوزا کی د توتانو په موسم کی
د فصلونو درمندونه می یادیږی

مصلی اود درمند شاخی په لاس کی
تورچنګړ لوی لوی چجونه می یادیږی

د دهقان په لاس چه تیګه دمیزان شی
لپکی او خجورونه می یادیږی

د چینی نه د اوبو منګی په سر کی
ها د پیغلو کتارونه می یادیږی

مړ او بل د اوربلکو الوتنی
د بامو د سر خوبونه می یادیږی

په اختر کی د ځوانانو ډلی ډلی
ها میلی او اټنونه می یادیوی

د پی مخو ښکلو پیغلو بیر او بار کی
هغه لوی لوی زیارتونه می یادیږی

رنګ په رنګ ښکلی جامی د طاعتونو
په مسجد کی ښه وعذونه می یادیږی

څومره ښکلی څه ښایسته کلی بانډی دی
جم او جوش د بازارونو می یادیږی

یادول یی زیاتوی د زړه دردونه
افغانی ها تیر وختونه می یادیږی
-------------------------------------------
سمیع الدین افغانی
مهاجرت
{/slide}{slide= شین خالی}
څه ښکلا څه نازونه یی دی
تور اوربل شنه خالونه یی دی

جګه ونه شمشاد یی قامت دی
ده مغروره شاهین یی صفت دی
ناز ادا فریبونه یی دی
تور اوربل شنه خالونه یی دی

خوږ کتل کړی په ناز لکه حوره
ښکلی مخ یی ځلیږی له نوره
شوخ نظر سترګکونه یی دی
تور اوربل شنه خالونه یی دی

چه له ورایه په ناز ناز کتل کا
په زړګی می د غشو ویشتل کا
جادوګر منترونه یی دی
تور اوربل شنه خالونه یی دی

افغانی حسن جوړ شنو خالو دی
چه ی وړی زړګی په پلمو دی
پراته زړه کی غمونه یی دی
تور اوربل شنه خالونه یی دی
-----------------------------------
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= ستا یادونه}
یاره خوږ می ستا یادونو ته نظر شو
ځکه بیا می ددرتلو هوس په سر شو

د حرم د باغ د حورو غم کی نه شوم
چه په زړه می ستا د مینی خوږبشرشو

را په یاد چه می ستا تللی خاطری شوی
پوه پری نه شوم چه سبا که مازدیګر شو

افغانی پام چه په تلو یی منکر نه شی
ګوندی بیا دی په نصیب هغه دلبر شو
-------------------------------------------
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= پل دی بختور شه}
شپی دی د برات شه شه کلونه دی اختر
پل دی بختور شه ناوی پل دی بختور ))

پل دی بختور شه ناوی مینه کی دی کورشو
نوی اشنایی شوه نوی بل د مینی اور شو
ستا د حسن شمعه چه روښانه په هر لور شو
حسن دی ښکلا دی چیری مه شه د نظر
پل دی بختور شه ناوی پل دی بختور

نن چه دی محفل کی خوشحالی ده هم خندا
خوښی دی همزولی دی په مینه کړی نڅا
یی د نجونو میره ټول دا ستا په تماشا
رب دی په نصیب کړه په ژوندون کی زیب اوزر
پل دی بختور شه ناوی پل دی بختور

ناوی نوی ژوندکی خوشحالی دی شه نصیب
کور دی بختور شه خوږ اشنا دی شه طبیب
اور یی چه بلیږی پاک الله یی شی قریب
وی دی په امان کی افغانی ښکلی بشر
پل دی بختور شه ناوی پل دی بختور
-----------------------------------------------

سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= افغان یم}
زه افغان یم خپل وطن راباندی ګران دی
اتحاد او ورور ولی ځما ارمان دی

چه یی مینه دوطن یی ده په زړه کی
افغانی داهموطن را باندی ګران دی

----------------------------------------
سمیع الدین افغانی

اروا ښاد اسحاق ننګیال ته

چه خبر شومه په مرګ دځوان ننګیال
شوم غمګینه زړه خفه شو بی مجال

داحساس تاثیر په قلب د هر شاعر وی
ستا وه ښکلی مرتبه د نازک خیال

د وطن ورانی هر چاته بی هیڅ نه وی
څوک په سره مرمی شهیدشی څوک په چال

دردونکی جنازه ډک له احساسه
خښوی د وطن ځوی دی بی مثال

تر ابده به وی ملاست په تفکر کی
دا زموږ د زړه همراز اسحاق ننګیال

ستا په مغز او تفکر کی اوس باقی دی
هغه شعر هغه نثر هغه خیال

پیرزو مشه داسی مرګ د چا دښمن ته
چه وطن یی ورته خوږ وی په هر حال

رب دی تاته جنتونه در نصیب کړی
مرتبه دی تل بلنده د کمال

افغانی وطن تمام مرګی مرګی شو
بیا داغداره شو زړګی دی په ننګیال
---------------------------------------------
سمیع الدین افغانی
کال ۱۹۹۸
{/slide}{slide= ستا یادونه}
یاره خوږ می ستا یادونو ته نظر شو
ځکه بیا می ددرتلو هوس په سر شو

د حرم د باغ د حورو غم کی نه شوم
چه په زړه می ستا د مینی خوږبشرشو

را په یاد چه می ستا تللی خاطری شوی
پوه پری نه شوم چه سبا که مازدیګر شو

افغانی پام چه په تلو یی منکر نه شی
ګوندی بیا دی په نصیب هغه دلبر شو
-------------------------------------------
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= محــــــبت}

هـــــمیــشه بــــــه مـــــي ورب تــــــه دادعاکـــــړه

محــــــبت دنــــازولـــــــي جـــــــانــــــان راکـــــــړه


دا نـړۍ راتــــــه فانـــــي دنیـــــا حــــــــساب ده

هوښیارانو تــــــوښـــــه جوړه دعــــقبا کـــــــړه


د جــــنـــت او د دوزخ پـــــروا بــــه څـــــه کــــړم

چي پروا مــــي شپه او ورځ ستا د رضا کـــــړه


چـــــــي تمـــــام عمـــر پــــــه فکر د دولــــــت وي

هغـه خلکــــو د خـــــپل ځان سره جــــــفا کــــــړه


د مـــادي دنیـــــا مـــــــتاع ده د څـــــــو ورځـــــو

غافل مـه شــــه اوخـروي تحـــــــفه پیدا کــــــړه


چي د زړونو پــــه رضا رب خـــــــوشحالـــــیږي

راشه ! داسي انسانـــي احساس اشـــــناکــــړه


د اخــــلاص او صـــــداقـت لــــــوړه رتبـــــه ده

د کعـــــبې د پیـروانــــــــو ځان همـــــرا کـــــړه


په کــــوم ملک کــي چي رښتنې ورورګلــوي وي

د هغــــو خلکـو روزګــــــــــار ربـــــــه صـــفا کــــــړه


چـــــــي د بخل او کیــــــنې نـــــه ، نـه مړیــــږي

هغــــــه قوم ،هــغـــــه ولس ربــــــه پــــــنا کـــــــــــــړه


افغانی دا صدا قـــــت لـــــــــــوی عــــــبادت دی

قــــوم په صدق کي حاصل د خدای رضا کـــړه
{/slide}{slide= ارواښادملنګ جان ته}
د محبوب وطن په غیږ کی ارام اوسه
زه په بل وطن مهاجر یم وطن وران دی
هغه سیمه ، هغه خلک ، هغه کلی
ټول وران شوی ویجاړ شوی مدفن وران دی
څوک په یو نوم څوک په بل نوم دی بیل شوی
دقومونو او دودونو مسکن وران دی
سر را پورته کړه د شعر خیال کی ګوره
ګدر وران پیغلی سرتوری ارمان وران دی
د پلرو او د نیکو پګړی بی قدره
دخوشحال اودمیرویس خوږچمن وران دی
په درشل مو دوطن دښمن میشته شو
افغانی ولس ته ښکلی ګلشن وران دی

-----------------------------------------------------


سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= شکمن}
چه دچا یمه همراز د چا شکمن
یم د چا د سترګو خار د چا خوږمن
زمانی چه خپلی لوبی په ما وکړی
یم دچا سره اوس دوست دچا دښمن
د ریا او صداقت توپیر لږ شوی
یم د بعضو اشنایانو ګیله من
هرسړی چه ترمطلبه پوری یار شو
اعتبار په بعضو نشته عزت من
څه دنیاشوه څه روزګاراوڅه یی خلک
څوک د چا په ښو کی ندی رضامن
افغانی پام چه د زړه راز افشا نه کړ
په ظاهرو او باطنو یم شکمن

------------------------------------

سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= سوز}
یار چه کړم بیمار د لیونو په چم
دود شوم په انګار دسپیلنو په چم
تورو تورو سترګو حیاناکو دی
ویوړه رانه زړه د زوریدو په چم
مستی ستا د سپین مخ له رڼا ځینی
شپه شوه راته ورځ ستا د شغلو په چم
یاره د یو خوږ نظر په تمه دی
یم په انتظار د تیر وختو په چم
سترګی د امید می درته پاته دی
مړ کړه را ژوندی دقصیدو په چم
سم د افغانی دود او دستور سره
خپل به شی نګار د مرکو په چم
--------------------------------------
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= باران}
په شیبو یی اوروینه ګلی بیرون باران دی
په لوړوغرویی اوروینه ګلی بیرون باران دی
کله باران کله سیلی شی
کله بیا تالنده ګلی شی
بیا تر غرمو ی اوروینه ګلی بیرون باران دی
د پسرلی باران وریږی
لاری کوڅی پری ټول لمدیږی
په شنوفصلو ی اوروینه ګلی بیرون باران دی
دا زموږ کلی او کوڅو کی
د بارانونو په وختو کی
بیا په هفتو یی اوروینه ګلی بیرون باران دی
باران را تاو شو د تیرا نه
هلته دکوزی پښتونخوا نه
په اپریدو ی اوروینه ګلی بیرون باران دی

 

باران نه جوړ شوه سیلابونه

کړی به چپه کلی کورونه

په دامانو ی اوروینه ګلی بیرون باران دی

 

د افغانی کوچانی ژوند کی

هلته په لاره د البند کی

په شاځلمو ی اوروینه ګلی بیرون باران دی

------------------------------------------------

سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= افغان ته}
هڅه ده ټینګ عزم ارادی لری

ګوره دافغان زړه څه اسری لری

 

څوک دی چه احساس ته قربانی ورکړی

ودانګی مرچل ته عقیدی لری

 

ژوند ترخوخوږوچه وی پوخ کړی څوک

اور دی د احساس بلی لمبی لری

 

پوهه هم ښکلا ی ده په زړونو کی

خلکو سره ښی مرودی لری

 

عمر چه شی تیر په ولسونو کی

ګوره چه روزګارڅه ورځی شپی لری

 

خپله عقیده قوی تصمیم سره

ژوند کی شجاعت راز او مزی لری

 

مرد وی د روزګارچه سربازی کوی

سیند دی که سیلاب لوړی څپی لری

 

ما یی افغانی احساس احساس کړلو

مینه د وطن یی خاطری لری

---------------------------------------
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= د وطن اتلان}
ستا په لوړو غرونو د افغان بچی

جوړی کار نامی کړی قهرمان بچی

 

ټینګ یی په دښمن باندی ګوذار وکړ

و می لید ډګر کی پهلوان بچی

 

سوله یی شعار ده مخ په وړاندی ځی

دوی دی په تصمیم کی با ایمان بچی

 

ساتی خپل وطن لوړ شجاعت لری

دا د توری بریښ او د میدان بچی

 

باسی کشتی خپله د ساحل په لور

دا د طوفانونو د دوران بچی

 

دوی په افغانی غیرت نازیږی تل

دا د صداقت او پاک وجدان بچی

------------------------------------------
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= اغیار}
کله به ځما ارمان تر سره شی ؟

باغ به می ګلزاره باثمره شی ؟
کله به خمار په سر ورجګ شمه ؟

پورته د عنقا په شان وزری شی ؟

څیری ګریوان سم چه په بیدیا شمه

کله چه می ساه په ځان ابتره شی

جیل چه می د غم دانی تسبیح شولی

یا چه می راټول د ژون ټغره شی

وی نسم محنت نور د ژوندون ځینی

ماته د فرهاد په شان ککره شی

جوړچه شوقیامت می په وجودوجود

هلته به ارمان د یار تر سره شی

-----------------------------------------

 

سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= زړګی ته}
زړګیه ښکاری کم قوته شولی

د ژوند ترخو ته نا تاقته شولی

 

ځوانی دی لاړه د غمونو سره

اوږدو منزلو ته بی همته شولی

 

زه دکلونو امیدو په هیله

ته نیمه لیار کی بی جرته شولی

 

لری منزلونه وه د لری اشنا

ور رسیدو ته کم قوته شولی

 

لکه چه ښکاری اخری شیبی دی

اوس خپل تصمیم کی ملامته شولی

 

افغانی خپل ژوندستا په ژوندکی وینی

ښکاری جدا چه تر قیامته شولی

----------------------------------------

سمیع الدین افغانی

مهاجرت
{/slide}{slide= کلیواله نجلی}
د کلی مینځ کی دپنجو په څوکوتلله جلی

لکه کوتره می د ورایه ولیدله جلی

 

د سیخکو کتار یی جوړ وه د اوربله ځینی

په یو نظر یی زړګی ویوړه د ګوګله ځینی

په سرومنګلو یی لاس تیرکړه د کاکله ځینی

په هر قدم کی لکه لښته ماتیدله جلی

لکه کوتره می د ورایه ولیدله جلی

 

خپلو همزولو سره وتی په چکروه نه

ښکلی موسم د پسرلی او مازیګر وه نه

د پلو لاندی پټ کاته یی په هنر وه نه

د نجنو مینځ کی لکه شمعه بلیدله جلی

لکه کوتره می د ورایه ولیدله جلی

 

یو یی په غاړه سورکمیس ګل بخمل وه نه

په جګه پوزه د چارګل یی جلوبل وه نه

دا خوشبویی چه په ګډا تری د سنبل وه نه

په افغانی لباس کی ښکلی ښکاریدله جلی

لکه کوتره می د ورایه ولیدله جلی

------------------------------------------

سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= عزم}
ایښی می قدم په لری لیار ده بیا

ځمه اخر ګام پوری رسیږمه

 

دا لیاره اوږده ډک له خطره ده

بیا به خپل مقام پوری رسیږمه

 

عزم می قوی اراده ټینګه ده

خود به خپل ارمان پوری رسیږمه

 

سر می قربانی ته لمسولی دی

یا به خپل مرام پوری رسیږمه

 

ژوند سړی تو دی راته ښودلی دی

اوس به د جانان پوری رسیږمه

 

پوه شجاعت قوی تصمیم سره

چین دی یا که شام پوری رسیږمه

 

رب که می همت سره ملګری شی

پورته تر کیهان پوری رسیږمه

 

ګوره افغانی پاک ارمانو سره

خود به سر انجام پوری رسیږمه

---------------------------------------

سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= ناکام}
د ژوندون پانه می خزانه شوله

د زړه دنیا می خلکو ورانه شوله

 

څوک به مزار ته بلی شمعی راوړی

چه می د ژوند ډیوه پاشانه شوله

 

د امیدو غوټی می خلاصی نه شوی

چیغه می پورته تر کیهانه شول

 

د اوږدو لارو منزلونو لړی

دا څومره زغرده کی پریشانه شوله

 

د نامرادو ارمانونو کړی

ماته راوشلیدله ورانه شوله

 

دا د جفا او ظلمتودنیاګی

د خوب لیدو سره بل شانی شوله

 

د زړه یوه ټوته په څو ټوټی شی

چه د علاج چاره می ګرانه شوله

 

افغانی ګاله د قیامت ستړیاوی

چه دی د ژوند مده پایانه شوله

--------------------------------------------

سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= حالات}
په مونږه څومره چه وختونه تیر شول

هومره عبث میاشتی، کلونه تیر شول

دا به تقدیر وه که مو خپله ګناه

په ژوند مو څومره کړاونه تیر شول؟

خلک ښه ژوند ته ترکیهانه لاړل

ز موږعبث ټول فرصتونه تیر شول

دغه حالاتو په موږ څه ونکړل

زموږ روزګارکی ټول غمونه تیر شول

یوه لحظه ارام مو ونه لیدو

څه ناکراره مو فکرونه تیر شول

خپلو مینځو کی جنګوی افغانان

څومره وحشت څومره ظلمونه تیر شول

ګډ شوه په ډول د اجنبی رنګ په رنګ

څه بی وقاره حیثیتونه تیر شول

هسکه شمله مو دنیکو شوه ټیټه

د پردو رسم او رواجو نه تیر شول

دا بی فرهنګه د فرهنګ تر نامه

زموږ د کلتور اود دودو نه تیر شول

د ا د تاریخ او افغانیت دښمنان

دوی مو لسټوڼی کی مارونه تیر شول

افغانی نه رسی منزل ته هغوی

چه د وطن او ولسو نه تیر شول

--------------------------------------

سمیع الدین افغانی

٢٨ - ١٢ - ٢٠٠٨

برول - جرمنی
{/slide}{slide= جلا وطن}
دا موږ څومره بد نصیب یو

په پردو کی چه ا وسیږو

نه د ځان نه د قریب یو

غیر ملکو کی چه اوسیږو

 

وطن مور وطن عزت دی

وطن مینه محبت دی

اوس مو وران دی د زړه کلی

شوګیرو کی چه اوسیږو

 

دغه څوک دی چه یی وران کړو

نن احتیاج یی د جهان کړو

دا دکوم ظالم له ظلمه

تورو شپو کی چه اوسیږو

 

کاش د خپل وطن بزګر وای

یا چوپان وای یا کار ګر وای

اوس په بل ملک کی نوکر یو

په چرتو کی چه اوسیږو

 

دلته بل رنګ ترانی دی

دلته بل شان ته نغمی دی

موږ د خپل مالت نه لری

په میرو کی چه اوسیږو

 

نه ځما د کلی خوند شته

نه هغه د یاری رنګ شته

دلته مینه بازاری ده

په دوکو کی چه اوسیږو

 

دلته زړونه دی مات شوی

د مستی نه دی ولیدلی

هر قدم کی مایوسی ده

په سلګو کی چه اوسیږو

 

که لوی خدای مو مهربان شی

د رحمت په موږ باران شی

په وطن کی مو وروری شی

خپل بانډو کی چه اوسیږو

 

ربه موږ هم بنده ګان یو

د یو خوږ ژوند په ارمان یو

لا تر څو به محتاج ګرزو

امیدو کی چه اوسیږو

 

افغانی وطن سور اور شو

تر اسمانه لوګی خپور شو

اه فریاد دی د بیوزلو

تورتمو کی چه اوسیږو

-------------------------------

سمیع الدین افغانی

٧ - ٢ - ٢٠٠٩
{/slide}{slide= څه تمه وشی ؟}
دغه تغیر او بدلیدو نه به څه تمه وشی ؟

د جهانخوارو د وعدو نه به څه تمه وشی ؟

 

دا به رښتا وی هغه څه چه دوی وعدی ورکوی؟

د نوی مشر تدبیرو نه به څه تمه وشی ؟

 

خلکو د ظلم او ورانکاره سرمایی نظام نه

ددو هوښیاره لیونو نه به څه تمه وشی ؟

 

روزګار به بیا خپل ازموینه راڅرګنده کاندی

زموږ د بربادو ارمانونو نه به څه تمه وشی ؟

 

هغه ظالم پاچا د ظلم دانجام نه وروسته

د دغه ځوان د کړو وړو نه به څه تمه وشی ؟

 

خلکو دا ظلم دا وحشت به وی تر کومه پوری؟

خاونده ستا د قدرتونو نه به مو تمه وشی ٠

 

دغه ناتار چه نن سبا په ولسو روان دی

ددی وحشت دختمیدو نه به څه تمه وشی ؟

 

که داسی نه وی نو راپاڅه ای مظلوم ټبره

یو لوی تحریک د ولسو نه به څه تمه وشی ٠

 

افغانی ستا کلی بانډی چه ورانوی نه ګوری؟

ددی ورانکار سړی خورو نه به څه تمه وشی ؟

----------------------------------------

سمیع الدین افغانی

٢٩ - ١ - ٢٠٠٩


مهاجرت
{/slide}{slide= ګیله مند}
زه د حالاتو نه په تنګ راغلم

دخپل تدبیر سره په جنګ راغلم

 

ماویل چه ښکل به کړم روښانه لاره

په سرنوشت کی د پتنګ راغلم

 

زه د خپل ملک د پادشاهی په هیله

خو په حساب کی د ملنګ راغلم

 

ما سره ښکلی ارمانونه زړه کی

خو نامراده تری په څنګ راغلم

 

هغه حساب چه می د ژوند درلوده

زه په مسیر کی د نیرنګ راغلم

 

ماویل چه زه به خپل منزل ته رسم

په حقیقت کی په بل رنګ راغلم

 

د پاکو هیلو ، ارمانونو ښار نه

زه افغانی تری ګیله من راغلم

--------------------------------

سمیع الدین افغانی

١٨ - ٣ - ٢٠٠٨
{/slide}{slide= درحمان با با مزار}
چه د رحمان بابا مزار ورانوی

د پښتنو ستر افتخار ورانوی

 

دا د فرهنګ او د ادب دښمنان

زموږ کلتورزموږ یادګار ورانوی

 

زموږ تاریخ ته دوی په سپکه ګوری

دوی زموږ څلی او منار ورانوی

 

نن د صوفی عبدالرحمان په پلمه

د تصوف پلونه او لار ورانوی

 

دوی د انصاف او انسانیت نه لری

نن که رحمان سبا انصار ورانوی

 

دا تنګ نظره دتعصب لیونیان

د افغانانو کار او زیار ورانوی

 

اغیار به دا ارمان تر ګوره ویسی

چه د افغان ولس ګلزار ورانوی

 

افغانی زموږ د پرګنو یووالی

د دښمن ځاله او اعتبار ورانوی

--------------------------------------

سمیع الدین افغانی

٨ / ٣ / ٢٠٠٩

مهاجرت
{/slide}{slide= افغان ځوان}
چه خپل ژبی ته خدمت کړی په ښه شان

په مرچل کی ورته پروت د ی د افغان

 

نازولی یی مدام خپل مشران دی

احترام ورته کوی په هر زمان

 

ښکلی ځوان دی هم ساتونکی د سنګر دی

د دښمن سره یی لاس دی په ګریبان

 

لوړ احساس یی دوطن څیره کی ښکاری

ربه ته د دغه ځوان شی نګهبان

 

دیر غمخواره استعداد راته ښکاره شو

په خدمت دخپل وطن کی افغان ځوان

 

د میرویس او احمد شا بابا خدمت ته

شپه او ورځ یی یوه کړی په ایمان

 

د نازو او د ملالی خدمتګار دی

خپل ولس ورته د هر څه نه دی ګران

 

همیشه دی د ټاټوبی په خدمت کی

تل نازیږی په تاریخ د لوی افغان

 

ربه ته د با احساسو ساتندوی شی

لوړ همت راته ښکاره شو افغان ځوان

............................................................

سمیع الدین افغانی

٢٦ - ٣ - ٢٠٠٩
{/slide}{slide= ځوانیمرګه غزال}
زموږ کلی زموږ ښار کی انګازه ده

جګه شوی د ښکلا نن جنازه ده

خښوی نن نامراده ارمانونه

د غزال د پیغلتوب ورستی شیبه ده

نن د زړونو د داغونو حساب نشته

د غربت د ماتمونو یو بیلګه ده

پدی ویر کی هر یو ډیر دی ژړیدلی

که سپین ګیری یا که ځوان که بیګانه ده

ارمانونه د ځوانی نن خاوری کیږی

عجیبه شانی د غم بده شیبه ده

پدی خلکو نن د غم د پاسه غم دی

پدی کلی نن راتاو د غم څپه ده

ربه ته د مور او پلار یی نګاهبان شی

دا مو هیله دا امید دا مو توبه ده

تا پیدا کړو ته مو وژنی ته مالک یی

ستا ورحم او کرم ته مو سجده ده

ربه ته یی جنتونه ور نصیب کړی

ښایسته پیغله غزال جان مو ستا میلمه ده

---------------------------------------

١٧ - ٣ - ٢٠٠٩

اشفنبورګ والډفریتوف

جرمنی
{/slide}{slide= نیمګړي هیلي}
د ژونــــد بهـــیر پــــه بیــــړه بـــیړه درومي

تل خوشـــــحالــــي اود زړه سر دي نه وي

 

کلــــــه نا کلــــــه داســـــي ډېــــــر پيښیږي

چي څـــــه کـرې حاصل او بر دي نـــــه وي

 

داسي هستي زمینداري بـــه څـــــه کــړې

ځمکه دي ډېــــره وي بـزګـــــردي نــــه وي

 

او یا د ځـمکي د حــــاصل نـــــه ورســـــته

فصل دي پوخ وي او لوګــــر دي نــــه وي

 

هــــغه تنـــــــها د بـــېوسۍ موقــــــعه کــي

مشکل دي ډېر وي کمک ګــر دي نه وي

 

ملیاره !تــــه بــــه هم خوشحالـــه نــــه وي

چي نیـــــالګي کېنـــــوې ثـــمر دي نـه وي

 

ژمی بـه څنګه پــــه خوښۍ کي تېر شي؟

چــي بام څڅیږي او خټګـــــر دي نـــــه وي

 

دا تنــــــهایې بــــــه څــــــه لــــذت ولـــــــري

په کور کي ناست یې او دلبر دي نــــه وي

 

د داســــي وصلـــــــــه نا امیـــده یــــــې تل

واده دي کــــــړی و ي پســـر دي نــــــه وي

 

چي د اشـــــنا پــــــــه تـــمه تمـه ناست یې

ورځ دي اوږده شي مازیګر دي نــــــه وي

 

یا پـــــــــه چرتونـــــــو او فکـــرونــــــو د یار

شـــــپه دي اوږده شي او سحر دي نـه وي

 

د شــــوګــــیرو د خپل جانــان نـــــه ورسته

خـــــوب دي راغلئ وي بستر دي نــــه وي

 

چي غــــــریبي او بـــې وسي وي مــــــــدام

پـــــــه تبه پروت یې او ډاکتر دي نـــــه وي

 

چي کلــه کلـــــــه خـــــوشحالي پېښه شي

پرواز دي زړه غـــواړي وزر دي نــــــه وي

 

د بــــې انــــصاف درزي دظلـــــمه روستـه

کالي دي جــــوړ وي خو ټــټر دي نــــه وي

 

داســي وخــــــتونـــــه د نیمګــــړو هیلـــــو

کلـــــه پېښیږي چـــــي هنـــــر دي نـــــه وي

 

یا کــــه پــــه هر څــــه بانــدي پوه یې مګر

پـــــه لاس کي زور نلـــــرې زر دي نـــه وي

 

داسي تنـــــدی هـــــم پـــــه داغلــــــو ارزي

چــــــي خوښۍ نلــــري اختــر دي نــــه وي

 

یـــــو خـــــوږ ارمان لرو پـــــه زړو کي ربــه

چي نور جنګ نــه وي ستمګر دي نه وي

 

خاونــــده بــــــیا هـــغه وختونـــــــه غــواړو

پښتانـــــــــه یو کړه لـر او بـر دي نــــــه وي

------------------------------------------

سمیع الدین افغانی

٤ - ٥ - ٢٠٠٩
{/slide}{slide= راشه چه سپرلی دی شم}
راشه چه سپرلی دی شم ګلزار دی شم

راشه چه د بدی ورځی یار دی شم

 

ستا د پاکی مینی محبت کی یار

ژوندشمه وږمه شمه بهار دی شم

 

نه شته بله لار نه بل تدبیر چیری

راشه چه مرهم دی شم قرار دی شم

 

ته ما ته په مینه مینه وګوره

زه به دی لمبه شمه انګار دی شم

 

ما سره جذبه د ه محبت زړه کی

راشه چه کاکل دی شم سینګار دی شم

 

مینه د اخلاصه سره خوندکوی

راشه چه د مینی وفا دار دی شم

 

هسکه غاړه زیب لری امیل سره

راشه چه دسپینی غاړی هار دی شم

 

شرنګ دی دپایزیب په زړګی ښه لګی

راشه چه پایزیب دی شم شرنګار دی شم

----------------------------------

سمیع الدین افغانی

٢٦ - ٥ - ٢٠٠٩
{/slide}{slide= نیک عمل}
دنیا د نیک عمل ده

بدان رټلی دی

چاچه راستی کړی ده

رب ته منلی دی

 

دنیا دنیک عمل ده

بدی په کار نده

دا بد عمل چه پری ځی

دا سمه لیار نده

پرهیز ګاران د دنیا

پاک او سپیڅلی دی

 

چاچه راستی کړی ده

رب ته منلی دی


د دنیایی کار او ژوند

هسی روان دی نا

چه څوک پری نپوهیږی

غافل د ځان دی نا

د خدای رښتنی مخلوق

پری پوهیدلی دی

 

چاچه راستی کړی ده

رب ته منلی دی

 

ته سزاواریی ربه

د عبادت مدام

که مو نصیب شی چیری

ستا مرحمت مدام

شیطان رټلی ګنو

تا فرمایلی دی

 

چاچه راستی کړی ده

رب ته منلی دی

 

لاس په دعا یو ربه

ته مو سبحان یی

ته مو پوره کړی حاجت

ته نګهبان یی

افغانی ستا په لار کی

هر څه ستایلی دی

 

چاچه راستی کړی ده

رب ته منلی دی

-----------------------------

سمیع الدین افغانی

٢٠ - ٥ - ٢٠٠٩
{/slide}{slide= د غم څپې}
په مــــــوږ د مرګ بدې څپې تېرې شــــوې

څـــــه عجیبه شانتې صـــــحنې تېرې شوې

د زړه ګوګل ته مــــــو لاس ویـــــوړو رقیب

د درد او غـــــــم بدې شیبې تېرې شـــــوې

د ژوند مفهـــــــــوم زموږ بې رنـــــګه شولو

د نابودیو ولــــــــــــــــولې تېرې شــــــــــوې

هـــــــــــا امیـــدونه ارزو ګانې د ژونــــــــــــــد

ټولې نیمـــــــــــــــګړي قافـــــــلې تېرې شوې

راځئ ترې واخـــــــــــــلو عبرتونـــــه د ژونـــد

داسې په مــوږه چې تیارې تېرې شـــــوې

پدغـــــــــــه ژوندکې اعتبار کلـــــــــه شتـــــه

د خود غرضـــــــو ناکردې تېرې شـــــــــــــوې

د ژوندون په پا ی کې مــایوسي څه پکار

د ښه عمل ښې خــــــــــــاطرې تېرې شــــــوې

دلته دا څوک دی چې مغروره ښــــــــکاري

فــــاني دنیا شیبې ، شیبې تېرې شـــــــــوې

افغاني! رب ته د سجــــــــــدو موقعه ده

ګنې مــــــوقعې مو د توبې تېرې شـــــــــوې

--------------------------------------

سمیع الدین افغانی

٨ - ٥ - ٢٠٠٩<

مهاجرت
{/slide}{slide= بنجاره ماما}
نور شیان یی ډیر دی دا پایزیب ی څومره ښکلی دی

موری بنجاره ماما راغلی دی

 

مورنه پیسی غواړی چه پایزیب ی ډیرخوښیږی

رنګ رنګ سیخکونه په اوربل یی هوسیږی

عطر شام پاریس ی په دماغ ډیر ښه لګیږی

نقدی پیسی نه وی ماما پور په ځان منلی دی

موری بنجاره ماما راغلی دی

 

اخلی دنداسه چه دنداسه ی ډیر خوښیږی

سری شونډی چه ګرځی نو اشنا ی خوشحالیږی

توری توری سترګی په کجلو ښه ښکاریږی

سرو زرو چارګل ماما په برجب کی ساتلی دی

موری بنجاره ماما راغلی دی

 

ځان چه ی سینګار کړه بیانو ځی نو دګدر په لور

موری د همزولو سره نن دمازدیګر په لور

ډیر به شی خوشحاله چه د یار شی دنظر په لور

اچوی ټکریی چه افغانی کلتور یی ښکلی دی

موری بنجاره ماما راغلی دی
--------------------------------------------

۱ بنجاره یا قوال هغه پلورونکی دی چه پنډ په شاه له ځانه سره تار ستن سرخی سفیده رانجه او نو ضروری شیان کلی په کلی ګرځوی۰

سمیع الدین افغانی

کال ۱۹۹۷

مهاجرت
{/slide}{slide= څه وشول ؟}

زمـــــوږ کلي او ګلزار بانــــدې څــــــه وشــول

په سپرلیـــــو ، نوبهـــــــــار باندې څـه وشول

بوراګان د بــاغ پــــه لـــــــــوري نـــه رادرومي

په دې خوارغریب ملیـــــار باندې څه وشول

چې د خیـــاله یې رخســـــار په اوربل پټ وه

په هغه ښـــــکلي نـــــګار باندې څــــــه وشول

نه ادم شتــــــه ، نه رباب ، نه هغـــــه مینـــــه

د فرهــــــــــاد د زړه قرار بانـــــدې څـــــه وشول

دلته هرڅــــــــه دي وران شـوي ویجــــــاړیږي

زموږ کلي زموږ ښــــــــار باندې څــــــه وشول

دغه څوک دی چې په خپلوکې یې وران کړو

ولســــــــونو او اعتبار باندې څـــــــــه وشــول

داڅــــــــــــــــه وشـول څـــــه به کیږي نه پوهیږو

زموږ د خلکـــــــــو په وقـــار باندې څه وشول

د ظا لمـــــــــــــو او بې رحمـــــــــــو زور چلیږي

افغاني! زموږ روزګار باندې څـــــــه وشول

-----------------------

سمیع الدین افغانی

١٩ - ٥ - ٢٠٠٩

مهاجرت
{/slide}{slide= څار وان}
دغه څوک دی چې څاروان دی

رهنما مو د کاروان دی

دا مو خپل که اجنبی دی

که مو خپلو کې پردی دی

دوی کې لویه ځان ځاني ده

راته ښکارې بې ایماني ده

دي بې لارې ټول منزلونه

تورې شپې دي ګړنګونه

په بې لارو ، لارو سر دی

د کاروانه بې خبر دی

هر یو ځان ، ځانله غره دی

که څاروان دی که ساده دی

دی کاروان کې انسانان دي

څوک سپینږیري دي ځوانان دي

هم تور سرې ، ماشومان دي

څوک تنکي تنکي ځوانان دي

دوي کې مینه ده وروري ده

پاک احساس ، مسلماني ده

دوي په تمه د ژوندون دي

په امید د سباوون دي

ای ددې کاروان څاروانه

لږ خبر شه د کاروانه

ستا غفلت کې نابودي ده

ستا همت کې زندګي ده

لږ دمه شه ای مغروره

ځان فارغ کړه له غروره

دلته زړونه په لمبو دي

امیدونه په سلګو دي

په صحیح لار مو روان کړه

ته مو سیال ددې جهان کړه

افغاني احساس اشنا کړه

دی تیارو نه جوړ سبا کړه

----------------------------

سمیع الدین افغانی

٩ - ٥ - ٢٠٠٩

جرمنی
{/slide}{slide= شوګیرې}
زه لـه حیــــــــــــا یار ته کتلی نشم

دزړګي راز ورتـــــــــــــه ویلی نشم

دیار منت مې په لیمــــــو قبول دی

د بل احســــان په ځــــان منلی نشم

داستـــــا په مینه محبت کې اشنــا

دهــــجر ژونـــــــد نور تیر ولی نشم

ستا به پدې کلـه یقین پیــــدا شي

زړګی لـــــه تا نــــه صبرولی نشم

هـا ستـــــــا د کلي دکوڅو یادونه

خــــــــوږې شیبې یې هیرولی نشم

افغـانی ژوند په شوګیرو تېریږي

باران د او ښــــــــکو درولی نشم

-----------------------------

سمیع الدین افغانی

٧ - ٧ - ٢٠٠٩
{/slide}{slide= تا به دلدارکړم}
مــازیګر دی زیړی لــــمر دی

خـــــوږ اشنــــــا یی مرور دی

شینکی خــــال په تنـدي ږدی

پری خپـل اشنـا خوشحـالوی

وریــځی وریـځی باران اوري

خوږ اشنــــــــــاپه بلۍ ښوري

د اشنـــــــــا دیدن ته ځمــــــــــه

دا باران کلـــــــــــه منمـــــــــــــه

اوږدې لارې دي سینــــــــدونه

پراته مخـــــــکې ګړنګـــــــــونه

غره پـــه سر کېږدۍ وهمــــــــه

اشنا ځـــــــــــــان له ستنومـــــه

خوږ اشنـــــا مې مساپر شــــــو

لاړ ځمـــــــــــــا نه مرور شــــــو

سپینه خــــــــــــوله ورته ساتمــه

اشنا ځان لـــــــــه را بلمــــــــــــــه

په تنـدي دې شینکی خال دی

په یارۍ کې دې کمـــــــال دی

سترګې تورې په رنجــــوکړې

بیــا ګــــذار په مئین زړو کړې

سترګې تورې په رنجـــــــوکړه

جوړ شرنګار دې د بنګړو کړه

خیال ګـــــــــودر ته د ورتلو که

شین منــــــګی دې په اوږو که

 

افغــــــــــانی ستـا خریدار دی

ستا د بدې شېبـــــــــــــویار دی

سر او مال به درنه ځــــار کړم

خوږ اشنــــــــا تا به دلدارکړم

-----------------------------

سمیع الدین افغانی

١٧ - ٧ - ٢٠٠٩
{/slide}{slide= د بدې شېبـــــــــــــویار}
مـــــازیګر دی زیړی لــــمر دی

خـــــوږ اشنــــــا می مرور دی

شینکی خــــال په تنـدي ږدمه

خپـل اشنــــــا خوشحـــــــالومه

وریــځی وریـځی باران اوري

خوږ اشنــــــــــاپه بلۍ ښوري

د اشنـــــــــا دیدن ته ځمــــــــــه

دا باران کلـــــــــــه منمـــــــــــــه

اوږدې لارې دي سینــــــــدونه

پراته مخـــــــکې ګړنګـــــــــونه

غره پـــه سر کېږدۍ وهمــــــــه

اشنا ځـــــــــــــان له ستنومـــــه

خوږ اشنـــــا مې مساپر شــــــو

لاړ ځمـــــــــــــا نه مرور شــــــو

سپنه خــــــــــــوله ورته ساتمــه

اشنا ځان لـــــــــه را بلمــــــــــــــه

په تنـدي دې شینکی خال دی

په یارۍ کې دې کمـــــــال دی

سترګې تورې په رنجــــوکړې

بیــا ګــــذار په مئین زړو کړې

سترګې تورې په رنجـــــــوکړه

جوړ شرنګار دې د بنګړو کړه

خیال ګـــــــــودر ته د ورتلو که

شین منــــــګی دې په اوږو که

افغــــــــــانی ستـا خریدار دی

ستا د بدې شېبـــــــــــــویار دی

سر او مال به درنه ځــــار کړي

خوږ اشنــــــــا تا به دلدارکړي

----------------

سمیع الدین افغانی

١٧ - ٧ - ٢٠٠٩
{/slide}{slide= د بزکشي لو به ( وزلوبه )}
څه عجیبه ساعت تیری ده

بز کشی ده بزکشی ده

 

د حلال په دایره کی

په همدی حساس موقعه کی

پروت و زګوړی طلا یی ده

بز کشی ده بزکشی ده

 

د حلال د دایری نه

راټول شوی دی حلقی نه

ښی ا و چپ ډلو سیالی ده

بز کشی ده بزکشی ده

 

وحشی لوبه ده چالانه

کشمکش له هری خوانه

چه د خان په اس څوک ځغلی

د همغو کامیابی ده

بز کشی ده بزکشی ده

 

ای ددی لوبی حامیانو

تنو مندو بزکشانو

د وزی په جګیدو مو

کړه قبوله خود کشی ده

بز کشی ده بزکشی ده

 

بز کشی ځانله هنر دی

هر څوک کله تری خبر دی

اوریدلی به چا نوی

د چهل دزدو فکاهی ده

بز کشی ده بزکشی ده

 

خلک حیرانه او ابتر دی

د خپل ځانه بی خبر دی

که څوک لږ پکی دخیل شی

بیا نو سمدم بی ابی ده

بز کشی ده بزکشی ده

 

دا چه سیل یی بی پیسو دی

چانس د ځوان او د زړو دی

که جا هل پکی کامیاب شو

بیانو جوړه خرابی ده

بز کشی ده بزکشی ده

 

اوس خو خلک دی خوشاله

د بزکشو د کماله

چه سبا ته به څه کیږی

نا معلومه شان بازی ده

بز کشی ده بزکشی ده

 

دا یو نیم پکی مکاردی

خدای وهلی بی روزګاردی

وی چه ځان پکی شریک کړه

د وزلوبی سات تیری ده

بز کشی ده بزکشی ده

 

یوه ډله ده کاذبه

کور او کلی کی فاسده

که هغه چرته چانس راوړی

بیانو جوړه ګډوډی ده

بز کشی ده بزکشی ده

 

عجیبه چاپ اندازان دی

څوک قوی څوک ضعیفان دی

څوک جاسوس د بل د ټیم دی

وایی دا دیمو کراسی ده

بز کشی ده بزکشی ده

 

بزکشی زموږ کلتور دی

ګرزیدلی مو غرور دی

شی که خلا صه دا سیالی نن

سبا بیا همدا خواری ده

بز کشی ده بزکشی ده

 

خدای که ښه بزکش کامیاب کړی

چه سیل بین ټول پری حساب کړی

چه که ښه بزکش کامیاب شو

بیا د ټولو خوشالی ده

بز کشی ده بزکشی ده

 

دا وزه د هغه مال دی

چه مغرور په خپل کمال دی

لوی بادار ورته ساتلی

ښکلی کپ رنګ طلای ده

بز کشی ده بزکشی ده

-----------------------------

سمیع الدین افغانی

٢٨ - ٧ - ٢٠٠٩
{/slide}{slide= خواښی نده دا میره ده}
خواښی مور ده هم میره ده

کله شاتو نه خوږه ده

 

خوچه کله په غوسه شی

بیا شل ډزی تفنګچه ده

 

چه یی وس پری نه رسیږی

د خسر نه څه ګیله ده

 

رهنما ده دلورګانو

بس په خپل عقل غره ده

 

په مجلس کی د خورلنډو

ته وای دا څومره درنه ده

 

زموږ د کلی خلک دی ته

ښه اخلاص او اراده ده

 

ددنیا کوی خبری

کله غرب ته په غصه ده

 

په سیاست کی ښه پوهیږی

د حالاتو نه خفه ده

 

حالات داسی درته څیړی

ته وای دا تحصیل کرده ده

 

د تحصیل معیاد یی کم دی

خو د هرچانه پخه ده

 

د ژوندون پړاو یی ډیر دی

لږ دملا نه په ګیله ده

 

په خبرو او کترو کی

بیا د توری نه تیره ده

 

خوپه ما غریب مدام بیا

هم په قهر ده هم غصه ده

 

چه یی نوم کله را یاد شی

په زړګی جوړ حمله ده

 

ربه تا نه امان غواړم

خواښی نده دا میره ده

----------------------------

ا م س


٢٨ - ٥ - ٢٠٠٩
{/slide}{slide= په کوز او بر کی}
په کوز او بر کی نن بی شمیره انسانان مری

له هری خوا نه افغانان مری

 

څوک د طالب څوک ترهګر په نامه

څوک داجیر څوک دنوکر په نامه

زموږ زاړه زموږ تنکی، تنکی ځوانان مری

له هری خوا نه افغانان مری

 

دنیا روانه ده کیهان لټوی

په علمیت کی ټول جهان لټوی

زموږ مکتب زموږ شاګردپوه استادان مری

له هری خوا نه افغانان مری

 

موږ انسانیت او عد ا لت یادو

موږ تل انصاف او صداقت یادو

خو په عمل کی هم منصف هم مسلمان مری

له هری خوا نه افغانان مری

 

تر څو به خپل میځ کی جنګونه کوو

د بل په لمسه ورور وژنه کوو

څه بی حسابه مو تورسری ، ماشومان مری

له هری خوا نه افغانان مری

 

دلته کی مینه محبت مری

دلته افغان دلته همت مری

دلته ناهید او د نازو انا لمسیان مری

له هری خوا نه افغانان مری

 

راځی ای ټولو ډلو ډلو خلکو

په بیلو لاروویشل شوو خلکو

که یولاس نشو هم وطن هم موایمان مری

له هری خوا نه افغانان مری


-------------------------------------------

سمیع الدین افغانی

٤ - ٨ - ٢٠٠٩
{/slide}{slide= ربه ستـــا دربار دی لـــــــــوی}
ربه ستـــا دربار دی لــــــــوی

موږیو ټـول ستــــــــا ثنا ګوی

تـه عزت چــــــاته نصیب کړې

څـوک ذلیل کړې سیـــاه روی

تفـــــاوت لري خالقــــــــــــــــــــه

ستـا مخلوق په رنګ ا وخوی

یو هـــوښیـــارکـــــــوي کا رونه

بل جــــــــاهل بې ادب لـــــــوی

څــوک ظالم خـــــــانه خرابــــه

د ی مــــــکاره درواغـــــــګوی

ربـــــــــه تا دي پیـــــــــدا کړي

څوک عاجز څوک فضـول ګوی

تـــــکبر چې پـــــــــــــــکې نـه وي

هـــــــا عالم د عقلـــــــــــــــــه پوی

چې په پوهــــــــــــه علمیت مري

د هغـــــــــوی شتــه دوعـــا ګوی

چې په جهــــــــل کې پیـــدا شي

خـدای دې نکړي چــــــاته لوی

چې په سمـــــــــــــــه لاره سر دی

افتخــــــــــــــــار په داسې ځـوی

نورو صلحـــه کې ژوند تېر کړ

موږ په جنــګ کې شو ر ا لوی

***

سمیع الدین افغانی

٢٥ - ٨ - ٢٠٠٩
{/slide}{slide= موقعه}
دا ژوندون یوه موقعـــــه ده

د چاته لنــــــډه چااوږده ده

دا مـــــــــوقعه ده هغه چاله

چې فرصت لري سبــــــــــا له

خو په هر شي کې انجام شته

څوک صـادقه هم بدنام شته

پوه او ښــــه خلک تیر شوي

بد په بد نامــــــــــه یاد شوي

خـــــــاطرې ترې پاتـه کیږي

نیک په ښه نامـــــــــه یادیږي

د ژونـــــــــدون په پړاوو کې

په وختـــــــــــــونو زمانو کې

ډیر ؤ ستر ستر قدرتـــــــــونه

دبــــدبې وې مقــــــــــــــامونه

دلته سترې بادشــــــاهۍ وې

ډیرې لـــوې امپراتورۍ وې

څوک چنګیز په شـان مغرور ؤ

نا پیـــــــلون هم لوی باتور ؤ

لږ عبرت ژوندته پــــکار دی

کبر جن سړی تل خــــــوار دی

نن دا مست چې پــــه ډالر دي

دوی د ځـــــــــانه بې خبر دي

سبا خـــــــدای له په رفتن دي

بس محتـــــــــاج د یو کفن دي

»»»

سمیع الدین افغانی

٢٧ - ٨ - ٢٠٠٩
{/slide}{slide= اروا ښاد ګل پاچا الفت ته}
ستا دالفت ډیوه په لاس وه اوس تیاری يریوتی
ځکه وطن کی د دردونو افسانی پریوتی
د هغه یو افغان په نوم چه تا وحدت ته بلل
اوس ی په کلی او بانډو کی دغم شپی پریوتی
د پاک احساس او د وروری خبری کمی ښکاری
ځکه په سمه او میرو کی ادیری پریوتی
د وطن دښتی او ابادی یا ویجاړ ځایونه
په هر قدم کی د ژوندیو جمجمی پریوتی
څومره وحشت او بربریت شو په بی وزلو خلکو
په ادیرو کی په زرهاوو جنازی پریوتی
څوک به یی راټول کړی دا بی زوره زوروره خلک
چه د نیکونو افتخار جګی شملی پریوتی
راځی ای ورنو افغانی الفت ارمان لپاره
چه سره یو شو ګنی خدایګو معجزی پریوتی
--------------------------------------------------------
د ارواښاد ګل پاچا الفت دسلم تلین په ویاړ
سمیع الدین افغانی
{/slide}{slide= بدلون}
هغه دنيا ده نن ېې رنګ بدليږي

اغيا رهغه دی نن ېې څنګ بدليږي

دا کومې لوبې چه پرون چلیدې

نن د هغه لوبو نیرنګ بدلیږې

دا د شبـــــاب شانې ظاهره ښکاري؟

که په رښتیاسره یې خــوندبدلیږي؟

ځای د ټوپک که دقلم سره شي

زمونږه شاه زموږ ملنګ بدليږي

پرون چه خپلوکې وه لاس اوګريبان

هغه زمری هغه پلنګ بدليږي

د يو ارمان د یو تغیر په هيله

په علم اوپوهې ځای دجنګ بدليږي
-------------------------------------

سمیع الدین افغاني

٧ - ١١ - ٢٠٠٩
{/slide}{slide= په ترخو کوم چه روږده دي}
دا ځوانان دي که زاړه دي

په ترخو کوم چې روږده دي

دوی دي خام ياکه پاخه دي

که د ژوندځينې ماړه دي

د ماښامه تر سهاره

د خزانه تر بهاره

دوی د کال په هر موسم کې

دغفلت په خوب بيده دي

د دنيا د کارو زياره

د زحمت او د روزګاره

ځانله نه ګوري ائینه کې

په اوږو د بل پراته دي

د ژوندون ځانله مفهوم شته

حرکت شته هم سکون شته

ددوی ټول عمر سکون دی

د يخنی په شان ساړه دي

ژوندون کار ژوندون زحمت دی

هر زحمت لره راحت دی

چې مقصد لری په ژوند کې

با وقاره دي درانه دي

ژوند کې درد شته هم خوندونه

هم خوښی شته کړاوونه

مرد هغه وي چې روزګار کي

د صحرا هم د کاله دي

ګيله نشته د جاهله

د بی لارو د غافله

ښه د ښو خلکو نه غواړه

بدان ژوند نلري مړه دي

-----------------------------------

سمیع الدین افغاني

٨ - ١١ - ٢٠٠٩
{/slide}{slide= په ترخو کوم چه روږده دي}
دا ځوانان دي که زاړه دي

په ترخو کوم چې روږده دي

دوی دي خام ياکه پاخه دي

که د ژوندځينې ماړه دي

د ماښامه تر سهاره

د خزانه تر بهاره

دوی د کال په هر موسم کې

دغفلت په خوب بيده دي

د دنيا د کارو زياره

د زحمت او د روزګاره

ځانله نه ګوري ائینه کې

په اوږو د بل پراته دي

د ژوندون ځانله مفهوم شته

حرکت شته هم سکون شته

ددوی ټول عمر سکون دی

د يخنی په شان ساړه دي

ژوندون کار ژوندون زحمت دی

هر زحمت لره راحت دی

چې مقصد لری په ژوند کې

با وقاره دي درانه دي

ژوند کې درد شته هم خوندونه

هم خوښی شته کړاوونه

مرد هغه وي چې روزګار کي

د صحرا هم د کاله دي

 

ګيله نشته د جاهله

د بی لارو د غافله

ښه د ښو خلکو نه غواړه

بدان ژوند نلري مړه دي

-----------------------------------

سمیع الدین افغاني

٨ - ١١ - ٢٠٠٩
{/slide}{slide= زموږ دکلي هغه کور}
زمــــــوږ دکـلي هغه کور

هغه خټين ديوال کې لور

هــــــا نغری د لرګـــــو اور

چا رانه واخسته په زور ؟

 

دکور په مينځ کې وه بياله

هــــــا د انګـــــورو ښه چيله

پکې يوښکلې شان حجره

اوس ېې احتياج کړلو دنور

چــــــا رانه واخسته په زور؟

 

ښکلې باغچـــه دميلمنو

دڅــــــڼه ورو شــــــا ځلمو

وه د خوښۍا و بدو شپو

اوس راته پاته دی پيغور

چـــــا رانه واخسته په زور ؟

 

چا ترينه ويوړې دروازې

هم ېې کرکۍ ماتې ښیښې

نــــــې د تنورخـــــيژي لمبې

اوس لوټې لوټې دی نسکور

چــــــا رانه واخسته په زور ؟

 

يمه مــــــحتاج د بل وطن

نه مې شته کورنه مې مدفن

وي بــــــه د هجــــــرځانکندن

مات زړونه څنګه شي ټکور

چــــــا رانه واخسته په زور ؟

ربــــــه موږ ستا يو بنده ګان

له تــــــانه غواړو موږ امان

يو زوريدلــــــي په بد شان

که ته زموږه شـــــې غمخور

چــــــا رانه واخسته په زور ؟

چــــــې ګران وطن موشي اباد

دغــــه غمجن زړونه شي ښاد

دســــــره جــــــوړ شي دا بنياد

افغاني بياشــــــوکــــــلی کور

چــــــا رانه واخسته په زور ؟

-----------------------------

سمیع الدین افغاني

٥ - ١٢ - ٢٠٠٩
{/slide}{slide= د مينې راز}
دمـــينې راز مــــی د اشنــــا سره وه

لکه د ګــــل چــــې د بــورا ســــره وه

 

لکه درياب هاند اوڅپې ،څپې وم

کــار مې د مــی او د ميــــنا سره وه

 

چــــې وم د مينې پــــه وفـا بــــې باور

دا سې مې راز هـغې لیـلا ســـره وه

 

هــره لحظه هــــره لمــــحه ېــــې بوله

څــــه د روا څــــه د ګــــناه ســـــــره وه

 

د ا ېې د مـينې او وفا شیــــبې وې

د نــــاز کاته ېــــې د مسکا سـره وه

 

افغاني څومره ښې شيــــبی تيريدې

د خوب تعبیر مې په رښتیا سره وه

--------------------------------

سميع الدين افغاني

رايسويک - هالند

١ - ١ - ٢٠١٠

{/slide}{slide= نا معلومه انتها}
دغـــه حـــــالات راتــه بد نامـــه ښکاري

دا هلــې ځلــې هـــــــم ناکامـــــــه ښکاري

چې واک کې هيڅ په لاس کې هيڅ نلرو

دغـــه اغـــاز مــو بـــې انـــجامه ښکاري

داچــې مطـــلب تـــــه رسيـــــــــدلی نشو

دا دصیاد له مـــکره دامـــــــــــه ښکاري

څــوک چــې زموږ ځان غمشريکه بولي

دهغـــــــــو نـــيت هغو د ګـــامـــه ښکاري

کلـــه يقين کـــله پيښمانـــه يو مــــــــــــوږ

اوس د يـــقین خبره خـــامه ښـــــــکاري

که موږ پـه خپلـــــو کې يـــوموټی شولو

بیانومطلب موږ ته څوګامــــه ښکاري

د افـــغـــانـــي ولـــس خــــــــــدمت لـــپاره

ملي وحدت ښـــــکلی له نـــامه ښکاري

******

سمیع الدین افغاني


١٤ - ١ - ٢٠١٠م کال

{/slide}{slide= سپرلې سپرلې وطن}
موسم دســــرو ګلونــــو نو بهــــار مې را پــــه زړه شي

شيبې خــــواږه وختـــونه د د لــــدار مــې را په زړه شي

 

شعــــلې چې ېې دحسن او ښکلا هر لور خپرې وی

هغه ښکلې ساقي اوسپين رخسارمې راپه زړه شي

 

پرون چې وه پرديس نن ها خيــــالونه مې کوربه دي

ښايسته ښايسته باغونه ننګرهارمې راپه زړه شي

 

په مــــينه او اخلاص چې د هر لوري ورته درومي

جنډه دســــخي جان ښکلی مزار مې را په زړه شي

 

قندهار کلي بانډي او د ميلو په جــــم او جوش کې

باغونه د انــــګورو ، ســــره انار مې را په زړه شي

 

غزنــــي کې هــــم پراته دي رسيــــدلــــي زيارتونه

د خوږ وطن تاريــــخ او افتخار مې راپه زړه شي

پامير پــــه جګه غاړه د اسيا يوهسک غرور دی

سپن غر لمنې سرې شي لاله زار مې را په زړه شي

علــــما هـم د وطــــن زمــــوږ د پوهــــې پسرلې دی

هرات کې عالم پوه خواجه انصار مې را په زړه شې

بادغيــــس پـــه وچــــو دښتو او د للمو په تــــپو کې

هغه لوی لوی ځنګلونه پسته زار مې راپه زړه شي

بانــــډي هــــا کلا ګــــانې پــــه دره د اليشنګ کې

تګاب ، نجراب راواخله ګلبهار مې را په زړه شي

لغمان مو هم ډير ښکلی طبيعت شي په سپرلي کې

ښايسته عمرزائي او الينګار مې را پــــه زړه شي

---------------------------------------------------
سمیع الدین افغاني

٢٧ - ١ - ٢٠١٠
{/slide}{slide= د زړه خبرې}
زړونــــوتــــه لارلــــري د زړه خــــبرې

عــــزت ، وقــــار لــــرې د زړه خــــبرې

چــــې په ريښتا سره ژونــــدن تيروي

لــــوړ اعتــــبار لــــري د زړه خــــبرې

مينه ده ژونددی اواخلاص دی پکې

د زړه قــــــــرار لــــري د زړه خــــبــــرې

دوکـــه يوځـل وي نــــور بـيا لار نلرې

عــــزت هــــربار لــــرې د زړه خـــبرې

تل دي رښتــــا تــــل دي پخې خبرې

ډيــــر طرفدار لــــري د زړه خــــبرې

افغاني ژوند په صداقت ښکلی شي

زرغــــون بهــــار لــــري د زړه خبرې

-------------
سميع الدين افغاني

١ - ٢ - ٢٠١٠
{/slide}{slide= اجمل بابا د مړينې په مناسبت}
ژوند تيــريږي تمئی نشتــــــــه د هيچا

افتخار شې چــې رښتينی شي پيشوا

پښتنو کې شاعران هم ليکوالان شته

خو بيا څوک پکې رهبر شي هم پيشوا

نن په سوګ کې د اجمل بابا ماتم دي

پرې خـــفه دي ريښتين زړونه ددنيا

پښتنو په لر او بر مرګی مرګي دي

نن اجمل خټک بـــــرپږدي فاني دنيا
چې ېې عمرټول تيريږي په خدمت کې

دوعا ګوی شي هــــــم د زوړ هم د برنا

رب دې ستا د خدمتونو اجر درکړي

جنتي شه داسې ځـــــوی د پښتونخوا

کورنی ته تســــل د خــــدايه غــــواړو

خـــدمتګار وه افتخار دي هـــــم بابا

-------------------------------

سميع الدين افغاني

فيبرال ٢٠١٠ م کال
{/slide}