د سامره شيرزي شعرونه

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide= وطن}
که هرڅومره ددنيا ملکونه ډير شي
زما به هير نشي داستا ښکلي ښارونه
چه په زړه کي مي دا ستا مينه ځليږي
هير به نشي ستا ژوندي روايتونه
اوس ملنګه په پردو درونو ګرځم
ګرځومه په کچکول کي ستا يادونه
که يم لري ستا له غيږي نه اي موري
خو دليري ښکلوم ستا پرهارونه
ته عزت پښتو د هر يوه افغان يي
دغيور ملت ازاد افغانستان يي

)) سامره شيرزوي دا اغوس ښار ((

{/slide} {slide= ديو رنډ لاين}نن غږ د دډيو رند لاين شو لر او بر بيا بيلو ې
پشتون په پشتون وژنې سر او کارېې ختموي
نن پاک او فرنک دواړو لاس يو ګړي زمونږ د پاره
کرزي غريب حيران دې په هر لورې ځغلوي
تر ځو به ويده پروت ې دغفلت په خوب پشتونه
لږ ځان ورته راوښ کړه که نه بيا دې ډوبوي
د ورور او ورور زړه ېې کړلو بيل په دغه ليکه
نن بيا په زخمې زړونو اغزن تار ور تيروي
ته توره دميرويس شه حوصله داحمد شا ه کړه
بيا وګوره په توره دې دينا ته ړانګوي
اې ربه ! ته مو مل شي چه بي وسه او تنها يو
ته جوړه پښتونخوا کړي نور مو ولې کړاوي.

((((( سا مره شير زوې د أ غوس شار ))))))
2007ږ 1 ږ 31

{/slide}{slide= پښتنه پيغله}پښتنه مينه ې ډکه له غروره
په ښايست او ساده ګې دجنت حوره
په تن پټه دغيرت حيا جامو کې
هر يو اوښکه ې درياب کې ملغلره
په حيا او سا ده ګې کی دغه حوره
ښاپيرې دکوهيقاف ده که بلبله
هر اندازې چه دينا پری مينږي
دغه پيغله پښتنه تر ټولو تيره

((((( سا مره شير زوی دأغوس ښار )))))))
2007 ،11 ، 11

{/slide}{slide= پښتون}
دپښتون په پاکه خاوره مي سوګند دي
ورورولي او صداقت را سره مل دي
دغيرت جګي شملي مو دي تړلي
په هر ځاي كي مو دي تللي د تو ري شړنګ دي
خپل وطن به مونږ په خپلو مټو سا تو
ننګيالي د زماني يو دا څر ګند دي
که لر وايو که بر وايو نو يو ورور دي
مونږ ديو نيکه بچي يو, يو مو تن دي
ربه لوپه پښتنخواه ته سره يوکړي
ټوکيدلي ليري زړونه بيا سره پيوندکړي
))سامره شيرزوي داغوس ښار ((
06/11/26
{/slide}