وروستي مطالب

د تکزاس په یو ښوونځي باندې په برید کې څو کسان وژل شوي

جمعه, 28 ثور 1397 21:01

د امریکا د متحده ایالاتو د تکزاس ایالت مقامات وایي د یو وسله وال شخص له لورې په یو لیسه ښوونځي باندې په ډزو کې څو تنه وژل شوي او ټپي شوي دي.

د سي ان ان تلویزیوني شبکې د محلي مقاماتو له خولې ویلي چې په دې برید کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي.

محلي رسنیو رپوټ ورکړی چې بریدگر پولیسو نیولی او په توقیف کې دی

شمالي وزیرستان: "ټوپک پوځ سره دی، خلک څوک وژني"

سه‌شنبه, 25 ثور 1397 20:53

له ډيورنډکرښې سره څېرمه د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د ولسي خلکو پرلت نن درېیمه ورځ لاهم روان دی او غوښتنه کوي، چې په یاده سیمه کې د هدفي وژنو لړۍ دي ودرول شي.

د ځايي وګړیو په خبره په تېره شاوخوا یوه میاشت کې په میرعلي او شاوخوا سیمو کې د ناڅرګنده وسله والو په ډزو کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي.

دغه پرلت چې د میرعلي په لويې څلورلارې دوام لري، پر خواله رسنیو يې د میرعلي سیټ ین

امریکايي ځواکونه فراه ته رسېدلي؛ جګړه روانه ده

سه‌شنبه, 25 ثور 1397 20:46

په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو (غوڅ ملاتړ ماموریت) ویلي، ځواکونو یې په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ور دانګلي دي.

دغو ځواکونو پر خپله ټوېټر پاڼه د A-10 ډوله جنګي الوتکې عکس خپور کړی او ور سره یې لیکلي:

" د فراه کنټرول له دولتي ځواکونو سره دی او د امریکا هوايي ځواکونو له خوا یې ملاتړ کېږي. دغو الوتکو چې په تصویر کې یې یوه وینئ، طالبان په نښه کړي دي. "

وړاندې د فراه والي عبدالبصیر سالنګی تایید کړې وه چې وسله وال طالبانو د فراه ولایت د مرکز اړوند سیمو ته ننوتلي او د ښار په زړه کې یې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه روانه ده

داوړ: که رياست حق راکړي، مذاکرات ضرور نه دي

دوشنبه, 24 ثور 1397 21:50

د پاکستان په پارليمان کې د خېبر ايجنسۍ استازي، شاه جي ګل افريدي په مشرۍ يوې جرګې د می په څوارلسمه نېټه د خېبر پښتونخوا ګورنر سره ملاقات کړی دی. د شاه جي ګل په وېنا د دې ملاقات مقصد د می په شپاړسمه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو سره د مذاکراتو تياری او استازي ټاکل وو

هم‌زمان با افتتاح سفارت آمریکا در بیت‌المقدس، بیش از ۵۵ فلسطینی در مرز غزه کشته شدند

دوشنبه, 24 ثور 1397 21:32

هم‌زمان با افتتاح سفارت آمریکا در اسرائیل در شهر بیت‌المقدس، تظاهرات ده‌ها هزار فلسطینی در مرز غزه به خشونت کشیده شده و به گفته مقام‌های فلسطینی تا کنون ۵۵ فلسطینی کشته و ۲۷۰۰نفر دیگر زخمی شده‌اند.

امروز مرگبارترین روز غزه از زمان جنگ سال ۲۰۱۴ بود. شمار کشته‌های فلسطینی از آغاز اعتراضات مرز غزه در حدود یک ماه و نیم پیش تا امروز به حدود ۱۰۰ نفر رسیده است.

تصاویری که از این تظاهرات منتشر شده نشان‌دهنده استفاده گسترده از گاز اشک‌آور علیه معترضان فلسطینی است. مرز باریکه غزه و اسرائیل منطقه‌ای تحت تدابیر سخت امنیتی است و واکنش ارتش اسرائیل به ناآرامی‌ها در این منطقه تندتر از مناطق دیگر است

په شمالي وزیرستان کې نا امني ولې زیاته شوې؟

یکشنبه, 23 ثور 1397 19:36

پراګ ـ د یکشنبې پر ورځ په شمالي وزيرستان کې مظاهرچيانو له حکومته غوښتنه کړې چې په هدفي بريدونو کې د وژل شویو کسانو قاتلان دې مالوم کړل شي.

چارواکي وايي چې د خالي په شپه په میرانشاه او میرلي کې وسله والو درې تنه په کورونو کې دننه په ډزو ووژل او بیا وتښتېدل.

ځايي خلک ادعا کوي چې په شمالي وزيرستان کې په تېرو دوو میاشتو کې نا امني زياته شوې او په دې دوران کې شاوخوا لس کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي او دوه سکولونو ړنګ کړل شوي دي

ننګرهار کې برید پای ته رسېدلی؛ ۱۰ کسان یې وژلي او ۴۲ ټپیان دي

یکشنبه, 23 ثور 1397 19:32

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د موټربم او نښتو په پایله کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. جګړه د کابل په وخت د مازدیګر شپږنیمې بجې پای ته ورسېده.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نجیب الله کامه وال وايي، د پېښې له ځایه ۱۱ جسدونه وروړل شوي. د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي د وژل شویو شمېر ۱۰ او د ټپیانو ۴۲ ښودلی دی.

ښاغلی کامه وال وايي، د شپږو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی

پي ټي ایم ته په کراچۍ کې د شرطونه وروسته د جلسې اجازه ورکړی شوې

شنبه, 22 ثور 1397 21:24

د کراچۍ انتظامې پښتون ژغورنې غورځنګ ته سبا له د ابادۍ په لحاظ د پښتنو لوې ښار کراچۍ کې د یو شیمر شرطونو وروسته د جلسې اجازه یا اېن او سي ورکړی ده.

د کراچۍ د کمشنر دفتر لخوا خپرې شوي اعلاميې تر مخه نن د غورځنګ یو شمیر مشرانو چې پکې میرمن ثنا اعجاز، عبدالوحید مسید، میرمن وړانګه لوڼۍ شامل وو، د کراچۍ د کمشنر سره د سبانۍ جلسې لپاره د اجازت نامې یا اېن او سي ترلاسه کولو لپاره ملاقات کړی