افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې؛ له بهره تللې جرګه ګۍ پرې د طالبانو له مشرانو سره خبرې کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې د مېشتو افغانانو یوه ۱۲ کسیزه جرګه ګۍ افغانستان ته تللې او د طالبانو حکومت له چارواکو سره په لیدنو کتنو بوخته ده.

په دې جرګه ګۍ کې علمي او فرهنګي شخصیتونه راټول شوي او افغانستان ته د دې لپاره تللي چې د طالبانو حکومت له چارواکو سره نجونو ته د زدکړو او ښځو ته د کار اجازې ورکولو په ګډون بېلابېلو مهمو مسایلو اړوند غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي.

د دې جرګه ګۍ یوه غړي او له رسنیو سره د خبرو مسوول ډاکتر حکمت الله حکمت بي بي سي ته وویل چې تر دې دمه یې د ریاست الوزراء پر سیاسي او اداري مرستیالانو سربېره د طالبانو حکومت کې د کورنیو او بهرنیو چارو، امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو او همدا راز پوهنې وزارتونو له سرپرستانو سره لیدلي دي.

هغه وویل چې د نجونو ښوونځي او د ښځو کار په دغو ټولو کتنو کې د دوی غټه او اصلي غوښتنه وه.

خو نوموړی زیاتوي چې طالب مشرانو ته یې پر دې ورهاخوا په حکومتي اډانه کې د اداري اصلاحاتو، د مسلکي کدرونو د جذب، د یوه ټول منلي حکومت او د ولسونو د رضایت ترلاسه کولو لپاره د کار غوښتنه او سپارښتنه هم کړې ده.

ښاغلي حکمت وايي د طالبانو حکومت نږدې دغو ټولو چارواکو یې غوښتنې او وړاندیزونه په ورین تندي اورېدلي او ورته ویلي یې دي، چې له خپل مشرتابه سره به یې شریکې کړي.

طالبانو په د ۲۰۲۱ کال اګست کې واک ته له راګرځېدو راهیسې له شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځي تړلي او د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې یې پوهنتونونو ته له تللو هم راوګرځولې.

دوی همدا راز په غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار هم بندیز لګولی دی.

طالبان که څه هم وايي چې د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر کار لګېدلي محدودیتونه دایمي نه دي، خو د دوی پر بیا واکمنېدو د شاوخوا دوه نیم کاله له تېرېدو سره سره ورته تر دې دمه حل لاره نه ده موندل شوې.

په دې موده کې افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه نور هم اضافه شوي دي.

د عکس تشریح،د دې جرګه ګۍ غړو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره هم لیدلي
اوس افغانستان ته د دې تللې جرګه ګۍ ویاند وايي، هغو طالب مشرانو چې دوی ورسره لیدلي، دوی ته ویلي چې د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار مخالف نه دي او دا چې په دې برخه کې لګېدلي بندیزونه هم د دوی د حکومت دایمي سیاست نه دی.

د نوموړي په وینا دغو طالب چارواکو ورته ویلي، پر داسې لارو چارو کار کوي چې ټولو ته د منلو وي او ستونزې او خنډونه ورسره د تل لپاره حل شي.

هممهاله د طالبانو په حکومت کې د لومړي وزیر دفتر هم یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له اروپايي هېوادونو دغو ورغلو شخصیتونو د ریاست الوزراء له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنه کې "ښوونې او روزنې د کیفیت او کمیت د پیاوړتیا او پراخوالي، روغتیا، په ادارو کې د لازیاتو مسلکي او متخصصو کسانو د استخدام او له موجوده اقتصادي ظرفیتونو د استفادې برخو کې" ځانګړې پاملرنه غوښتې ده.

د طالبانو په حکومت کې د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو هم له سراج الدین حقاني او امیر خان متقي سره د دې جرګه ګۍ د غړو د کتنو په تړاو اعلامیې خپرې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي حقاني دغو شخصیتونو سره لیدنه کې ویلي، چې "د تعلیم بحث موږ پورې اړه لري، موږ خپله یې زمینه مساعدوو؛ ځکه چې دا زموږ د خپلو بچیانو مسئله ده او هېڅوک زموږ په اولادونو تر موږ ډېر مهربان نه دي."

خو په دې اعلامیه کې د ټولګډونه حکومت په اړه د ښاغلي حقاني له خولې ویل شوي، چې "دنیا باید نور دا حقیقت ومني او دې سره عادت شي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، همداسې چې د نورو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي، دا نه خوښوي نور ورته داسې فرمایش ورکړي چې زموږ ملي حاکمیت سره پُخلا نه وي."