ایران وايي خپله خاوره کې د طالبانو مخالفینو ته د سیاسي فعالیتونو اجازه نه ورکوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ایران چې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته ګڼ په سیاست کې ښکېل افغانان ورغلي، په کابل کې یې د طالبانو حکومت ته ډاډ ورکړی چې پر ضد به یې سیاسي فعالیت ته اجازه ورنه کړي.

د طالبانو حکومت د ریاست ‌الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دفتر په خبرپاڼه کې د هغې ناستې جزییات خپاره کړي چې په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي سره شوې دي.

خبرپاڼه د ښاغلي مرتضوي له قوله لیکي چې د طالبانو حکومت مخالفین په ایران کې د عادي کډوالو په توګه ژوند کوي او د سیاسي فعالیتونو اجازه نه لري.

د طالبانو حکومت یو شمېر سیاسي مخالفین په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت دي، سیاسي استازولۍ ورسره دي او فعال دي.

د ایران او طالبانو حکومت ترمنځ دا خبرې داسې مهال شوې چې وړاندې د طالبانو حکومت د دوو مخالفو جهو د اوو تنو قوماندانانو او غړو د وژل کېدو د یو کالیزې په مناسبت یوه انلاین غونډه وکړه.

په دې غونډه کې چې "د افغانستان د ملي مقاومت جبهې" د مشر احمد مسعود او "د ازادۍ جبهې" د مشر یاسین ضیاء په شتون کې جوړه شوې وه، ویناوالو د طالبانو پر وړاندې د "مقاومت" پر دوام ټینګار وکړ.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د دغو دوو مخالفو جبهو مشران په ګډه غونډه کې ګډون کوي.

احمد مسعود وویل، طالبانو "د سولې او خبرو ټولې دروازې تړلې دي" او د "بشپړ فشار" لپاره یې د "وروستي ګام" په توګه د طالبانو د حکومت لخوا د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو بندول یاد کړل.

د تېرې شنبې په ورځ چې ایران پر اسرائیلو توغندیز او ډرون برید ترسره کړ، د طالبانو حکومت یې کلک ملاتړ وکړ او دا یې له ځانه د دفاع په پار د ایران حق وباله.

له مولوي کبیر سره په ناسته کې د ایران مرستیال سفیر دې وروستي ملاتړ ته په اشاره د افغان حکوت دریځ ستایلی او د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر لا پراخولو یې ټینګار کړی دی.

اوس چې پاکستان هم د طالبانو له حکومت سره داسې ښکاري چې سیاسي- امنیتي ستونزه لري او هم یې افغان سوداګرو او عامو افغانانو ته تجارتي او عادي سفر او کاروبار ستونزمن کړی، ایران لا ډېر مهم ګاونډی ګرځېدلی.

ایران په وروستیو کې افغانانو ته د رسمي سفر چارې او په ایران کې اوسېدل آسانه کړي چې ښه اقتصادي ګټه هم ورته رسېږي. ګڼ شمېر افغانان چې لوېدیځو هېوادونو ته تلونکي دي، تر پاکستان په ایران کې انتظار ته ترجېح ورکوي.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې چې د طالبانو چارسمبالی حکومت واکمن دی د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند په سیند کې د ایران د حقابې له مسلې پرته، پر بل څه لوی اختلاف نه دی رامنځته شوی.

اوس چې له اسرائیلو سره په کړکېچ کې د طالبانو حکومت د سیمې هېوادونو په کچ د ایران تر ټولو کلک ملاتړ وکړ او ایران یې د سیاسي مخالفینو د فعالیت د مخنیوي ډاډ ورکړ، ښکاري چې د اړیکو نوی پړاو پیلېدونکی دی.