بالیووډ: سترګک وهونکې ممثله په یوه بل جنجال کې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هغه هندۍ ممثله چې یوه فلمي صحنه کې د سترګک له کبله ډېره مشهوره شوه، یو ځل بیا له ناندریو سره مخامخ ده. پروسږ کال د ملیالي ژبې یوه فلم سندریزه صحنه کې د پریا پرکاش سترګک پر خواله رسنیو ډېر ریکارډونه مات کړل، خو بې شمېره ناندرۍ یې هم راپورته کړې

.

نندارې ته د فلم وړاندې کول وځنډول شول، نیوکې پرې وشوې او پریا له محاکمې سره مخامخ شوه. اوس د نوي کال له پیل سره سم پریا پرکاش په یوه نوي جنجال اخته شوې.

دا ځل د هغې نوي فلم 'سري دیوې بنګلو ' هغې ته ستونزې جوړې کړې.

روانه اونۍ د فلم ټیزر نندارې ته وړاندې شو، چې د پخوانۍ هندۍ ممثلې سري دیوې د ژوند ځینې څرکونه پکې انځوریز شوي دي.

سري دیوي د تېر کال په لومړیو کې ومړه.

د فلم پر صحنو تر ټولو مخکې د سرې دیوې مېړه بوني کپور اعتراض کړی او د فلم ډایرکټر او پروډیو سر خلاف یې جلب خپور کړی دی.

که څه هم پریا وايي، د فلم یوه کرکټر له نامه پرته ټول فلم کې د سري دیوې په تړاو هېڅ نه شته، خو د فلم ټیزر ښيي چې د سري دیوې د ژوند پر کیسه راڅرخي او ټیزر یې د خلکو ذهنونو کې تجسس او بوني کپور سره اندېښنې راپورته کړې دي.

تېره اونۍ په بالیووډ کې یوه لویه غوغا هغه مهال رامنځته شوه چې یوې ښځې د مشهور فلمساز راج کومار هیراني خلاف د جنسي تورونه پورې کړل.

راج کومار هیراني د 'منا بهايي ایم بي بي ایس، تهري اډیټس، پې کې او سنجو ' په څېر کامیاب فلمونه پنځولي او پر ده د تورونو له لګېدو سملاسي وروسته ډېرو داسې کسانو د هغه ملاتړ اعلان کړ، چې د ده همکاران پاتې شوي.

ارشد وارثي، شرمین جوشي، دیا مرزا او پرکاش جها له هغو کسانو وو چې د راج کومار پر پاک لمنۍ یې لوړل پیل کړل. بل لور ته راج کومار د خپل مدافع وکیل له لارې تورونه رد کړي دي او بې بنسټه دروغ یې بللي. نوموړی وايي، له ځانه دفاع ته چمتو دی.

د رنویر سینګ په اړه ویل کېږي، چې له دیپیکا پوډوکون سره له واده وروسته له خوشحالۍ په جامو کې نه ځایږي. رنویر هر وخت او هر ځای د دیپیکا ستاینې فرصت له لاسه نه ورکوي او له هغې سره د واده له کبله ځان بختور بولي.

دا وروستیو کې له رنویره پوښتنه وشوه، چې د یپیکا له واده وروسته هم خپل کورنۍ نوم بدل نه کړ، نو ایا دی به وغواړي چې د هغې نوم په خپل نوم پورې وتړي، او له تمې سره سم د نویر سملاسي ځواب و 'ولې نه '

له دې وروسته د خواله رسنیو کاروونکو ته همدومره خبره پکار ده، چې د پیغامونو، تایید او ردولو یو توپان راپورته کړي، خو له دې هر څه هاخوا انسان نه پوهېږي، چې د دودونو خپلولو، هر ډول حالت منلو او یا نوم بدلون لپاره یوازې د ښځې نوم ولې اخیستل کېږي؟