ملایکه: ولې مې طلاق واخیست

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ملایکه اروړه خان له ارباز خان تر طلاق اخیستلو ډېر وخت وروسته دا وايي، چې ولې یې دا کار وکړ.

هغه له خپلې ملګرې کرینه کپور خان سره چېټ شو کې وویل، د طلاق اخیستو لویه وجه دا وه چې ارباز او دا سره یو ځای و، خو له یو بل خوشال نه و.

هغې دا هم وویل، چې له طلاق مخکې یې د دې پرېکړې ښه او بد اړخونه وسنجول

:

"ځکه موږ د خلکو یو او زموږ شاوخوا خلک هم له دې پرېکړې اغېزمنېدل".

۴۵ کلنه ملایکه وايي، کورنۍ یې هم بیا بیا ورته ویل چې له دې کار تېره شي.

دا وايي، خواشینوونکي چاپېریال کې له بچیو سره تر اوسېدو ځان ته اوسېدل غوره دي او په دې خبره یې ۱۶ کلن زوی هم پوهېږي.

د ملایکې نوم نن سبا له هنرمن ارچن کپور سره جوړه اخیستل کېږي او که دواړ وخپلمنځي رشته منلې نه ده، خو د پټولو هڅه یې هم نه ده کړې.

پاکستان کې فلم نه خپرول

له بلې خوا اجي دېوګن ویلي چې پاکستان کې خپل فلم (ټوټل دهمال) نه خپروي.

له هغه وروسته نورو فلم جوړوونکو او د فلمي نړۍ شخصیتونو هم دا ډول اعلانونه پیل کړي دي.

دا مهال چې دې برخه کې د بالیووډ تنور ګرم دی، نو هرڅوک راځي ځان پکې ګرموي، هغه که اکشې کومار دی، اجې دېوګن، یا سلمان خان چې خپل فلم(بهارت) کې یې د پاکستانیانو د نه شاملولو خبره کړې ده.