نوی کال: ایشوریه رای د عشق یادونه تازه کوي

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د نوي کال له راتګ سره اکثر خلک د راتلونکي پلانونو خبرې کوي، خو بالیووډ ممثله ایشوریه رای د ماضي خواږه یادونه له نورو سره شریک کړي.

له ایک نومې مجلې سره مرکه کې ایشوریه رای د ۲۰۰۷ کال هغه شېبې یادوي چې مېړه یې ابهیشک بچن لومړی ځل ورته ویلي و، پرې مین دی.

ایشوریه وايي، د 'ګرو ' فلم نندارې ته وړاندې کېدو او له هغه مخکې د نیویارک یوه هوټل په بلۍ کې ولاړه وه چې ابهیشک په ګونډو ټیټ شو، د واده ګوتمۍ یې ورته ونیوه او د واده کولو غوښتنه یې ترې وکړ

.

ایشوریه وايي، هغه شېبه د خوب لیده و. دا وايي، له هغه وروسته چې 'جودها اکبر ' نومي فلم ثبت کېده، د دې رول پکې د ناوې و او کله چې ابهیشک ورغی، هر څه ورته جادويي معلومېدل، ځکه رښتیني ژوند کې یې له هغه سره واده کاوه.

ایشوریه له واده ۱۲ کاله وروسته د زړه حال داسې څرګند کړی، د ابهیشک د زړه له حاله به خپله دی خبر وي. د زیرو نومي فلم له ناکامي وروسته شاه رخ خان د خپل نوي فلم (سارې جهان سې اچها) له اعلان سره هممهاله له عامر خانه مننه کړې.

دغه فلم د هند هوايي ځواک د یوه پیلوټ راکېش شرما د ژوند پر کیسه راڅرخي چې فضا ته تللی لومړنی هندی دی. شاه رخ ځکه له عامر خانه مننه کړې چې دغه فلم لومړی عامر خان ته ورکړل شوی و، خو هغه د شاه رخ نوم وړاندیز کړ.

اوس فلم جوړونکي روني سکریو والا تایید کړې چې فلم کې شاه رخ خان مرکزي رول لوبوي او ژر به یې د ثبت چارې پیل شي.

روانه اونۍ د بالیووډ مشهور ممثل او سناریو لیکوال قادرخان ومړ.

نوموړي له ډېرې مودې راهیسې ناورغ او له فلمي نړۍ لېرې و. نن سبا د فلمي صنعت اړوند خلک د قادرخان په ستاینه نه مړیږي او پکې د امیتاب بچن، ګویندا، ډېوډ دهون او شکتي کپور غوندې کسان هم شامل دي، چې په شهرت کې یې د قادرخان برخه ډېره مهمه وه.

بل لور ته د فلمي نړۍ ته نژدې ځینې کسان ګیله کوي، چې د ژوند په وروستیو کې د قادر خان حال هېچا و انخیست. شکتي کپور چې له قادرخان سره یې نژدې ۱۰۰ فلمونو کې تمثیل کړی وايي، د قادرخان پر مړینه خواشینی دی، خو اندېښنه یې دا ده چې ولې د ژوند وروستیو کې د قادرخان پوښتنه هیچا نه کوله.

پوښتنه هماغه ده چې دلته خلک له مړینې وروسته یاديږي او په ژوند یې قدر نه کېږي، خو دا معلومه نه ده چې شکتي کپور دغه پوښتنه له ځانه کوي او که یې له نورو؟