دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې ۶۲ مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
په يوه ډبره دوه مرغۍ وژل.(لاتين)
په يوغشي دوه نښې ويشتل.(افغانستان-پښتو-ژ.)
يوغشې دوه مرغۍ.(افغانستان-دري-ژ.)
دوه مرغۍ په يوګوزارويشتل.
دوه کوترې په يوه نخودنيول.(ايټاليا)
تش


تش پرېږده هيڅ چت ته اړه نه شته.
تشې بوشکې ترټولوزياتې غړمبېږي.
تش سرپښې ستړې کوي.(سکاتليند)
يوه تشه کڅوړه له ډکې نه زياته درنه وي.(بلغاريا)
دوريجوتشه کڅوړه سمه نه شي درېدلی.(افريقا-لاما)
تشه کڅوړه سمه نه شي درېدلی.(المان)
غټه ګوته(دلاس)
زه بايدستاله پاره غټه ګوته ونيسم.(المان)
هغه له غټې ګوتې پرته بل څه نه لري .
اغزی
اغزي اوګلاب په يو بوټي کې غټېږي.(ترکيه)
کله چې اغزي غټېږی،تېرې څوکې يې بهرته کګېږي.(اسپانيا)
وروسته ترهغې چې ستاپه پښه کې اغزی ننووت څپلۍ په پښوکوې.(افريقا-نوپي)
څوچې بوټان دې په پښووي اغزي په لَغتوووهه.(يهودي)
دڅه له پاره دبل له پښې اغزی وباسم اوپه خپله پښه يې ننه باسم؟
کله چې اغزي ځان ټينګ نيولی وی ،بايددرايستلوله پاره يې تېره اغزی پېداکړو.(برما)
ايا سړی اغزي تېره کوي؟
داغزيوبوټی
داغزيوله بوټي ګلان راځي.(عبري)
ساده،بوله
ساده بې عقله کړنې کوي.
۳۰۶
ساده ګان هم خلک دی،خودومره هوښيارنه دي لکه نورانسانان.(دنمارک-شيليند)
ساده يې دمخه ورکوي،دپتمنوخلکوغوندې په مناسب وخت،هيڅکله رذالت نه کوي.
کله چې ساده ګان بازارته راشي معامله داران پېسې ترلاسه کوي.
هيڅ هېوادبې ساده ګانونه وي.(افريقا-سيچوانا)
زاړه ساده ګان له ځوانونه بې عقله دي.(روسيه)
دساده ستاينه وکړه ،نوله هغه به سوغات ترلاسه کړې.
تراکتور
په تراکتورباوروکړه،خوله اس مه ردوه.(شوروي اتحاد)
لګ لګ(ډينګ)
کله ډنډوچېږي لګ لګ مري.(المان)
کله چې لګ لګ له خرسره جنګېږي پښې يې ماتېږي.(سوېډن)
پوړۍ،زينه
په پوړۍ سړی پاټکي په پاټکي پورته کېږي.(ترکيه)
کله چې سړی پوړۍ پرېمينځي بايدله پاس نه يې پېل کړي.(سوېډن)
درې
درې يوه ډله (قوت)جوړوي.(لاتين)
درې ښځې،درې بتې اودرې چينډخې يوبازارجوړوي.(پوليند)
درې شيان يوښه اتل جوړوي:پوه،اراده اوتوان.
سړی بايددرې شيان ښه ولري:مېرمن،معده اووجدان.
سړی بايددرې ځل هڅه وکړي،خونه څلورم ځل.
درېم ځل ارزښت لري.
ټول ښه کرتونه درې دي،ودومره نږدې لکه دغوږګرولوته کوچنۍ ګوته ځکه کم دي. (پيدرسيو)
ټول ښه شيان درې دي،خوشېطان يې هم شمېرلی شي.(سوېډن)
په کوچنۍ بېړۍ کې بايددرې کسان وي،يودمه،يودبېړۍ چلولوله پاره،اودمرستې دچغو وهلوله پاره.
دغوجل درې ورونوکې يويې باروړونکی وي.
په کوم څه چې درې کسه خبروي،ټول کلی پرې خبروي.
دلمرختل،لمرپرېوتل اومړينه درې حتمي شيان دي.(ايرليند)
اور،باداواوبه درې ښه ملګري اوسخت دوښمنان دي. (ايرليند)
درې ښه شيان چې بېوزله سړی يې لرلی شي:اسپه،خوګه اوبته ده .(ايرليند)
په سمندرکې قاب ماهي،خوګ ماهي اوخال لرونکی کب درې چټک ژوي دي. (ايرليند)

۳۰۷
ديارلس
هغه داسې سړی دی چې دديارلسوپه ځای درجن خوښوي.
کلال چې لکه ويالې ته له خپل درجن وغورځېدويې ويل :خدای دې له موږديارلسوسره مرسته وکړي.
پاټکی
په کښتني پاټکې کښينه ،بيا کښته نه غورځېږې.(دنمارک –لوېديز يوليند)
باور اووفاداري
باورغرونه لېږدولی شي.(انجيل)
په ښه باوراوښوپښوسړي پر اوبوتللی شي.(سوېډن)
ليدل باوردی،خودحقيقت احساس خپله خدای دی.(ايرليند)
چېرته چې پوهه ختمېږي،هلته باورپېل کېږي.(سوېډن)
څوک چې ډېرپوهېږي کم باورکوي.(ايټاليا)
زه په هغه څه باورلرم چې په لاس کې مې نيولي دي.(چکوسلواکيا-چکي)
انسان په هغه څه باورکوي ،چې غواړي باورپرې وکړي.(لاتين)
دهرسړي باوردهغه له خپلوسترګوسم دی.(انګلستان)
کله چې باورولړزېږي،ټول لړزېږي.(المان)
باورهيڅکله په خلکوکې په کاچوغه نه څڅول کېږي.(شوروي اتحاد-ليونيايي [داژبه له اورالي ژبوڅخه ده، دايستونيايي ژبې ګاوڼدۍ ده چې۲۰۱۳زکال دهغه دوروستي ويونکي په مړينه له منځه تللې.ژ.])
څوک چې دخپلې عقېدې سره ژوندنه کوي،هغه باورنه کوي .(انګلستان)
څه چې ته ګورې په ټولويې باورمه کوه،يادهغو په نيم،چې ته يې اورې. (انګلستان)
په هره اوازه باورمه کوه چې حقيقت به وي.(روسيه)
څوک هرڅه اوري اوباورپرې کوي هغه نه رغېدونکې ناروغي لري.(عربي)
څوک چې ژرباورکوي، ښايي وروسته پښېمانه شي.(المان)
سړی بايدله غاښونونه په هيڅ اوږده باورونه کړي.(دنمارک-فيون)
زه نورپه هغه باورنه لرم،ترهغوچې دژرندې پل ګوزارکړی شم.(انګلستان)
زه په هغه يوانچ باورنه لرم.
سړی بايدداس په ويښتانو،دسپي په غاښونو اودماشوم په کونه باورونه کړي.
باورلرم چې هرښه،په خپله ډېرښه دی.(دنمارک-شيليند)
رښتين اوسه اوپه هيڅ کس باورمه کوه.(فريزي)
باوردکمزورۍ مورده.(انګلستان)
رښتيت په بډو(رشوت) بريالی کېږي.
دښه باورمکافات په بې باورۍ (خيانت) ورکول کېږي.
وفاداري په زورنه کېږي.
۳۰۸
صداقت يوکم پېدامېلمه دی.
چاليدلي دي چې اس،ښځه يايوه تورلپاتې وفاولري.(ايران-پارسي)
کافران وفانه لري.
کله چې دوه کسان يوبل ته وفاداروي خداي يې دريم.(ايران-کردي)
ګواښ،ډار
له ګواښ نه هيڅوک نه مړکېږي.
ګواښ هيڅوک نه وژني.(سوېډن)
څوک چې له ډارنه مري ،هغه بايدډېران کې ښخ شي.
ډاډمن،امن
هيڅکله ډېرډاډمن مه اوسه،ته نه پوهېږې،چې شاته دې څه دي.(دنمارک-شيلېند)
زور،کېکاږل
زور(فشار)دمقابل زورلامل کېږي.
پرشېدوفشارپنېر،پرپزه فشاروينه اوپه غوسه شخړه رامنځ ته کوي.
وربوز(دڅارويوپزه)
وربوزدې هلته ونيسه چېرته چې اوخوريې.(دنمارک-يولېند)
زړه خوکه کلکه پزه لري.
ونه،لرګی
وچ لرګي ژراوراخلي.(پيدرلول)
زړه ونه ښه اوراخلي.(پيدرسيو)
خوسا ونه نه اره کېږي.
کږه ونه هم سکاره ورکوي.
لرګينه پښه(مصنوعي پښه)
لرګينه پښه ښه ده،خوپښه ډېره ښه ده.
داښه ده چې په لرګينه پښه وګرزې،تردې چې په تخته دې ولېږدوي.
ونې
ونه له خپې مېوې پېژندل کېږي.(انجيل)
ښه ونه ښو مڼو پوښلې وي.(پيدرلول)
کږه ونه هم ښه مېوه لرلې شي.
بې ځېلوونه ډېرکم(وخت) مېوه نيسي.(پيدرلول)
بې مېوې ونې ته پوړي نه ږدي.(افريقا-سواحلي)
په ونه دخنډله مخې قضاوت مه کوي.(ايټاليا)
۳۰۹
له الوتونکوپرته ونه،وجه ونه وي.(تايليند-سيامي)
يونسل ونې نالوي بل يې سيوري ته کښېني.
هره ونه خپل سيوری لري.(اسپانيا-باسکي)
غټه ونه غټ سيوری لري.
غټه ونه له مېوې نه زيات سيورې لري.(ايټاليا)
هغه ونه چې سيوری درکوي مه پرېکوه.(عربي)
دبورادنيولوله پاره ونه مه پرېکوه.
ونه دتبر په ړومبي ګوزانه راغورځېږي.(پيدرلول)
جګه ونه سخته راورځېږي.(پيدرسيو)
چېرته چې ونه غوڅېږي هلته توتڼي راغورځېږي.(پيدرسيو)
غورځېدلې ونه ټول داورله پاره کاروي.
په غورځېدلې ونه خاپوړې اسانې دي.
که نه غواړې ونه بياغټه شي،له ځېلوسره يې راوباسه.
کومه ونه چې بياځلي کېنوي ،ډېرکم وخت قوي کېږي.(هالېند)
کومه ونه چې زيات ځايونه بدلوي ځېلې يې نه کلکېږی.(پيدرسيو)
ونه له ځېلوپرته کلکه نه درېږي.(افريقا-دوالا)
دهرې ونې تنه په سخت بادازمويل کېږي.(هند-هندي)
توپان يوازې ونه ډېرژرله منځه وړي.(هند-هندي)
تنکۍ ونه ځان قاتوي اوزړه ماتېږي.(يهودی)
کومه ونه چې کږېږي له هغې ونې نه چې ماتېږي ښه ده.(پيدرلول)
په يوه سمه ونه کې کږه څانګه هم وده کوي.
خدای ونه هغه وخت کمزورې کوي،مخکې تردې چې اسمان ته ورسېږي.
که څه هم دونې وخت تېرشوی وي خوغرښکلی کوي.(جاپان)
په زهرجنه ونه کې هم ښې مېوې وده کوي.(لرغونې هندي)
پښه ايښودل
ټول په هغه کس پښې ږدي چې ټيټ په پلندي کې وي.(ايرليند)
چرګ اس ته وويل: راځه موافقه وکړوچې، يودبل په ګوتوپښې نه ږدو.
لرګينه کاسه
دلرګېنې کاسې له پاره لرګين برغولی(سرپوښ) مناسب وي.(سوېډن)
خپګان،تسل،هوساينه
دوخت په کرونده کې دخپګان ګلان راټوکېږي.(روسيه)
دنوروورته دردلرل،د دردېدلوله پاره تسل دی.(لاتين)
۳۱۰