دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې ۶۱ مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

له بې فايدې خبرونه چوپتيا غوره ده.(ايسليند)

فريده! چوپه خوله دې بهتري ده.(افغانستان-پښتو-ژ.)

څوک چې هنرلري دخپوخبروواګې په لاس کې نيسي.(انجيل)

چوپتيا اوفکردهيچا سپکاوی نه شي کو لی.

چې دويلوڅه نه وي ښه ده چې چوپ وي.

چې چا نه وې ګړولی مه ګړېږه.(افغانستان –پښتو-ژ.)

څوک چې غلي کېدی شي،اسانه نه ده چې دېوال ته کيني.(دنمارک-يوليند)

هغه غلی دی،زياتې خبرې نه کوي.

چوپتيافرضي رضايت دی.(لاتين)

سکوت درضا نښه ده.(افغانستان- پښتو-ژ.)

چوپتياتل دستاينې وړ نه ده،خوترهغه وخته چې مناسب وخت له راورسېږي.(اسپانيا)

په هغه سپي چې غلی وي اوهغوخلکو چې تل چوپ وي،پام ساته.(ايتاليا)

له غړند(غلي)نه وډارشه له بړندنه ،نه. (افغانستان-پښتو-ژ.)

کله چې له خپل پلارسره خبرې کوی غلی هلک اوسه.

غلی شه ،دااجازه هغه وخت سړی لري،چې کله مړشي.(دنمارک-شيليند)

کولمه

له يوې ډکې کاچوغې ګنده خوړوڅخه ،چاودلې کولمه ښه ده.(سوېډن)

ژمنه،وصيت ليک

له ناروغۍ نه،دژمنوله امله ډېرمړه شوي دي.(اسپانيا)

په ژمنه کې سړی دنورومالونه ورکوي.(سوېډن)

غوړپخلنځی خواره ژمنه کوي.(دنمارک-شيليند)

وخت اوساعت

ساعتونه اوږده اووخت لنډدی.

هغه وخت کم دی،موږانسانان ژوندکوو.(لرغونی يوناني)

ډېرژردنورانسانانووخت دی.(لرغونی يوناني)

وخت ښه وکاروه.(لرغونی يوناني)
وخت لکه سره زردی.(افغانستان-پښتو-ژ.)

۳۰۱

وخت برابراوږددی خوبرابرښه اوګټورنه دی.(پيدرلول)

ټول ترخپلې لحظې،اوداسمان لاندې هرڅه په خپل وخت.(انجيل)

هرڅه په خپل وخت.

وخت،سمندراوسينددچا انتظارنه باسي.

وخت بيړه کوي.(لاتين)

وخت وزرونه لري.(سوېډن)

زيان شوي سره زرسړی بېرته لاس ته وروړی شي،ترلاسه تللی وخت هيڅکله بېرته لاس ته نه راځي.(چين)

وخت،خبره اوبکارت څوک بېرته نه شي ترلاسه کولی.

هيڅ لاس وخت نه شي نيولی.(بنګله دېش-بنګالي)

په سهارکې يوساعت له لاسه ورکول،بياټوله ورځ به پسې ګرزی.(انګلستان)

ښه تېرشوی وخت،بېرته بد نه راځي.

وخت ددنياروح دی.(لرغونی يوناني)

وخت يوسترخاونددی.(فرانسه)

وخت ښه کيسه ويونکی دی.(ايرليند)

وخت هرڅه ښکاره کوي.(هاليند)

وخت ترټولوښه واعظ دی.(المان)

وخت درښتيابېلګه ده.(انګلستان)

وخت هرڅه هېروي.(اسپانيا)

وخت هغه څه رغوي،چې فکريې نه شي رغولی.(لاتين)

وخت ټول ټپونه رغوي.(لرغونی يونان)

وخت غوسه اراموي.(سوېډن)

وخت راځي ،چاره راځي. (ناروې)

څوک چې وخت ګټی ،هرڅه ګټي.(سوېډن)

وخت يې له منځه وړي.

دوخت له ناخوالوسره مقاومت سخت دی.

وخت هغه سوارکاردی،چې ځواني له منځه وړي.(انګلستان)

وخت عشق کمزوری کوي،خودوستي غښتلې کوي.(انګلستان)

وخت له هغوسره ياري نه کوي ،څوک چې دوخت خيال نه ساتي.

هرڅه اخيستلی شوپرته له وخت څخه.(سويس-الماني)

وخت پېسې دي.(دامريکا متحدايالتونه)

سړی دې ته اړه نه لري چې وخت تېرکړي،هغه په خپله تېرېږي اوموږله ځان سره بيايي.

وخت دهغه چا له پاره اوږددی،چې منتظروي.

۳۰۲

ژوندله يوې رسۍ نه اوږددی.(افريقا-يوروبا[نږدې ۲۵مليونه خلک دي چې په نايجرياکې اوسېږي.ژ.])

په خپله وخت هم بايدوخت ولري چې بالغ شي.(ايتاليا)

څه چې په اوه کلونوکې نه پېښېږي،زياتره په يوه ګړۍ کې پېښېږي.(انګلستان)

ترټولوتياره وخت،له سپېدولږمخکي وي.(انګلستان)

دهرڅه له پاره بايدوخت وي،پرته له ورګې نيولوڅخه.

هغه سړي چې خپله مېرمن يې په باراني هواکې وهله،وويل:«وخت بايدپه يوڅه تېرشي».

وختي،ړومبی

تردې چې ډېرناوخت راشې،داښه ده چې ډېروخته راشې.

هغه چې تل فکرکوي چې ډېروختي دی،غواړي ناوخت راشي.

وختي پاڅېدل،لکه يوه اضافي ورځ چې ترلاسه کړې.(چين)

وختونه

زوړوايي،عمرپه خرابېدوکې دی.عمرونه دتل په شان، زاړه خرابېږي.(المان)

وختونه بدلېږي،اوموږورسره.(لاتين)

څومره چې خلک بدوي،هومره وختونه بدوي.(اتريش)

تېروخت يوسطل ايره ده.(دامريکا متحدايالتونه)

څوک چې تېروخت ارزوي ،اوسنی مهال غندي.(فنليند)

هيڅوخت داوسني غوندی نه دی.(انګلستان)

وخت ته وخت ورکړه.(ايتاليا)

کله چې دقهوې پرځای ويښته خولې ته ورغی په پښه يې ووهله ويې ويل:« سخت وختونه».(سوېډن)

زوز

زوزان(شترخار) په هرصورت په ړومبني پړاوکې دي.(پورتګال)

چېرته چې چې سړی زوزان نيسي،اغزي يې وهي.(پيدرسيو)

چېرته چې زوزان رازرغونېږی،نورڅه هم رازرغونېدی شي.
اوښ چې ستربارونه وړي خوراک يې زوزدي.(افغانستان-پښتو-ژ.)

پړانګ

دپړانګ روزنه پېښه رامنځ ته کوي.
پړانګ ته دغوښې خوړل مه زده کوه.(مالېزيا)

کله چې پړانګ غُرېږي،انسانان نه خوري.(اندونېزيا-لامپونګي)

که څه هم پړانګ ځان نه خوځوي ،خوګومان مه کوه چې مړدی.(سورينام –انګرېزي)

کله چې پړانګ وليدل شي ،وزه په ستونزه کې وي.(اندونېزيا-لامپونګي)

يوپړانګ خپل بچي نه خوري.(اندونيزيا-داياک)

۳۰۳

پړانګ اوګوزن سره يوځای نه ځلېږي.

سړی دپړانګ ټکي نه شي لرې کولې.(برما-مانيپور)

سړی دپړانګ پوټکی رنکولی شي،خوهډوکي يې نه شي.(کوريا)

ګدايي
داښه ده چې ګدايي وکړی نه غلا.(ايسليند)

څوک چې په ګدايي کولونه شرمېږي،ژربه په غلاکولوهم نه شرمېږي.(المان)

چاکه درې ورځېې کدايي کړي وي،ګدايي نه پرېږدي.(جاپان)

ديوګدا شتمني په ټولوهېوادونوکې پرته ده.(هاليند)

دګداکڅوړه هيڅ بېخ نه لري.(المان)

يوګدايې نه انتخابولی شي اونه ردولی شي.(انګلستان)

ګدااوپاده وان له خطري لارې نه ډارېږي.(دنمارک-شيلېند)۱۴۷

ګداهيڅکله نه دېوالي (تاواني) کېږي.

څوک چې له ګدايانوګدايي کوي هيڅکله نه شتمن کېږي.(انګلستان)

هغه يوازې لږورکوي، لکه په خپله چې ګدايي کوي.(پيدرسيو)

ښه نه ده چې له هغو ګدايي وکړي، چې خپله ناست دي اودګدايي کڅوړې ګنډي.

ګداته يوه بستره ورکړه اوهغه به يې له سپږوسره بېرته درکړي.(سکاتلېند)

څه چې خپله يې ترسره کولی شی،له بېوزله نه يې دکولوغوښتنه مه کوه.(دنمارک-برنهولم)

ترټولوسترګدا دټولواک دمېزترڅنګ کيني.(سوېډن)

دګدايي کڅوړه

دګدايي تشه کڅوړه ډېره درنه وي.

حالت،وضع،شرايط

شرايط غل جوړوي.(سوېډن)

حالت دتامينولوبل نوم دی.(فرانسه)

طلايي شرايط،لکه دهګۍ غوندې په يوځل يوه دانه راځي .(دامريکا متحدايالتونه)

څه چې حالاتودرته بښلي،په رښتيني ستا نه دي.(لاتين)

هيڅ څيزبايدحالاتوته پرېنښودل شي.(فرانسه)

ځينې بايدحالاتوته پرېښودل شي.(انګستان)

بخښل

له هېرېدوپرته بخښل،هيڅکله بخښل نه دي.(ايتاليا)

چې په هرڅه پوه شې،هرڅه وبخښه. (فرانسه)

په خپله خدای هم درې ګناه بخښي.(قران)

۳۰۴

سره له دې چې بايديودوښمن وبخښو،موږاړنه ياستوچې باورپرې وکړو.(انګلستان)

دټولوبخښل دومره ستره ګناه ده لکه هيڅوک نه بخښل.(يونان)
څوک چې لږنه بخښي،ډېرهيڅکله نه بخښي.(عربي)

باور

بې باوره هيڅ دوستي نه شته.(يونان)

په چوپړي دې باورلره،خوزيات دې په کلۍ ګانو.(بلغاريا)

وړ،په وخت

هيڅوک ټول په يووخت ترسره کولی نه شي،ان خدای په اسمان کې.(ايسليند)[دنامسلمانومتل دی]

داسخته چې ټول وړوي.(انګلستان)

چوپړ

ديوچوپړدبل ارزښت دی.

دوه

دوه له يونه زيات کولی شي.(پيدرلول)

ددوو درواغ ،دريم په دارځړولی شي.(المان)

دوه سرونه له يو بهتردي،که څه هم يودپسه سروي.(انګلستان)

دوه يوه جوړه ده،درې څودي ،اووه زيات دي.

دوه يوشراکت دی،درې يوشمېردی. (انګلستان)

دوه سرکښه يوه جوړه ده .

هره دوه جوړه(ښځه اومېړه ) نه دي.(انګلستان)

ددوه کسانومنځ کې راز هيڅ رازنه دی .

څه چې دوه يوځای لري دريم نه راځي.(دنمارک-شيليند)

دوه ښه وي ،يوازې(کس) خپله ملانه شي مښدلی .(افريقا-کيکويو)

دوه ژردرې کېږي.(سوېډن)

دوه په ستونزوکې دي:يواحمق دهوښيارانومنځ کې،اويوهوښيارداحمقانومنځ کې.(يهودي)

دوه يوازې يوه ټوټه ده.

کله چې دوه يووهي،شېطان خاندي.(دنمارک –يولېند)

چېرته چې دوه احمقان جنګېږي،هلته يودريم ګوري.(روسيه)

کله چې دوه جنګېږي،دريم خوښېږي.(لاتين)

دوه پيشوګان په يوموږک،دوه ښځې په يوکورکې،دوه سپي په يوهډوکي هيڅکله نه جوړېږي.(انګلستان)

دوه بازان په يوه ونه کې نه اوسي.

دهماغه په باب دوه کرته نه.(لاتين-روم.ريتسريګل)

هرڅه دوه اړخه لري.

۳۰۵