دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې -۴۶مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

هغه رټه چې پاکېږي خطرنه لري.
دنده
دنده دټولوله پاره ده.
ييوه(پال) اوکر
پال ژوندورکوي توره يې اخلي.(سوېډن)
پال خواړه ورکوي ،توره يې له منځه وړي.
پال بايددغوايي له «سُم» نه اوږد وي.

څوک چې کرکوي نه غريب کېږي،څوک چې غلا کوي نه شتمن کېږي.(شوروي اتحاد-ليتوانيا)
سړی بايدپه هغوغوايانوييوه وکړي،چې لري يې.(انګلستان)
کرکړې اوکه نه يې کړې،اجاره بايدورکړشي.(اسپانيا)
هغه ناکاره سړی دی ،چې خپله ييوه ،ددې له پاره سوزوي چې له کال نه په کمه موده کې حاصل اخلي.(دنمارک -لوېديز يولېند)
پولينډی(کس)
الماني پولينډی تېرايستلی، ايټالوي المانی تېرايستلی،اسپانوي ايټالوی،يهوداسپانوی تېرايستلی اوشېطان يهودته فريب ورکړی.(پولېند)
پولېنډ
په پولينډکې هرڅه کاږه دي،يوازې پوړۍ سمې دي.(يهودي)
پوليس
له دندې بهرکېدی شي له يوپوليس نه ډېرکوچنی سړی جوړشي.(هند-هندي)
پاپ(دعيسويانومذهبي مشر)
پاپ اوچرګ هم بې خواړوسندرې وايي.(روسيه)
کڅوړه
هغه کڅوړه نه شلېږي،چې دواړه سرونه يې وازوي.(پيدرسيو)
هغه کڅوړه پرانيسته.
دابده چې دکڅوړې دنه شتون له امله څه له لاسه ورکړی.(سوېډن)
۲۲۶
ګلدان ،لوښی اوخټه (اکلالۍ)
هغه لکه دګلدان اوکړايي په څېردي.
څنګه خټه هغه راز ګلدان،څنګه پلار هغسې زوي.(هند-هندي)
سړی دخرابې خټې ګلدانونه په اورنه پخوي.(سلشويګ[دالمان يوښاردی.ژ.)
موږغواړوله لږوخټوډېرګلدانونه ولرو.(المان- سلشويګ)
ناکاره لوښي دټولوخلکوپه کورونوکې شته. (المان- سلشويګ)
هغه چې ټول لوښي څټي،ژبه يې زيانمنه کېږي.(دنمارک-يوليند)
څوک چې غواړي دنوروګلدانونوکې لاس ووهي خپل يې له منځه ځي (سوزي).(دنمارک)
پرتم
زيات پرتم ،کم ځواک.(پيدرسيو)
دزيات پرتم سپکاوی کېږي.(سوېډن)
پرتم زيات خودخاوړو درک نه شته.(افغانستان -پښتو.ژ.)
په پرتمينوکاليوکې کم صداقت وي.(سوېډن)
له صداقت پرته پرتم لکه يوبې بويه ګلاب دی.
وياړ،لاپې (باټې)
لاپې دنيمګړتياودپټولوله پاره دی.(دنمارک-يوليند)
لاپوک اوځانخوښی زياتره يوځای ژوندکوي.
لاپوک اودرواغجن دتره زامن دي.(دباهما ټاپوګان-انګرېزي)
سړی دلاپوک په کورکې خوب نه شي کولی،هلته ورګې وي.(افريقا-کيکامبا)
غټ لاپوک بهر زمری وواژه اوپه کورکې له موږک وتښتېد.(سوېډن)
پرنسيپونه
دايوشان بددي چې سړی دپرنسيپونومريی وي اويايې په وړاندې بې پرواوي.(اسپانيا)
پېغمبر(ص)
هيڅوک په خپل پلرني ټاټوبي کې پېغمبرنه دی.(بيبل)
ماپېغمبرکړه،اوزه بايدتا شتمن کړم.(ايتاليا)
زاړه پېغمبران مړه دي،اوپه نويوسړی باورنه کوي.(سوېډن)
ټول،هغه څوک چې لکړه (امسا)لري،پيغمبران نه دي.(سوېډن)
ګټه،فايده
ګټه زيان(تاوان) نه لري.(زانزيبار-سواحلي)

۲۲۷
ګټه ښه بوي لري که څه هم دبدني زيانمنوشويودبېړنيومرستوله خونې څخه وي.(سوېډن)
چېرته چې هيڅ ګټه نه وي،هلته له دودکش نه لوګی نه خېژي.
څوک چې غواړي ګټه وکړي، بايدخطرومني. (سوېډن)
وهل ټکول
دمعشوقې له لاسه وهل لکه دمميزوخوړل دي.(عربي)
کشيش
کشيش کشيش دی،اس اس دی.(سوېډن)
کشيش،دکشيش مرستندوی اوسپی،په خوله خواړه ګټي.(پيدرسيو)
خدای موږته کشيش راکړي،شېطان فرېبکار.(روسيه)
کشيش اومچ هرکورته ننوتلی شي.(شوروي اتحاد-اوکراين)
هوښيارکشيش،لنډه وينا(خطبه).(جاپان)
کله چې کشيش خطبه وايي،شېطان پېره(څار) کوي.(سوېډن)
کشيش ړومبی خپل ماشوم ته دتعميدغسل ورکوي.(هاندوراس-انګرېزي)
کشيش ماشوم ته دتعميدغسل ښه ورکولی شي.(دنمارک-لويديزيوليند)
هغه يوښه کشيش دی،هغه څه کوي چې زده کړي يې دي.(دنمارک-يوليند)
يوځوان کشيش بايد يونوی دوزخ ولري.
کشيش خپله رمه ګرانه وي،خوګډې له (نر)پسونوزياتې.(المان)
کشيشان يوبل ته عُشر(لسمه) نه ورکوي.(المان)
دکشيش دمړي دښخولودزنګونو(غګو) غږونه خوښېږي.
کشيش اودښوپښولرونکې نجلۍ دواړه ښې لوړې وعدې کوي.(يوليند)
دکشيش ليست اودښځوفرېب،تاله دوۍ سره له لوبې نه ډډه کولوته اړباسي.(سوېډن)
هغوۍ چې ښوونځي ته ځي،ټول نه کشيشان کېږي.(پيدرلول)
هغوۍ چې مدرسې ته ځي ټول نه ملايان کېږي.(افغانستان-پښتو.ژ.)
خطبه،موعظه
اوږده موعظه بدن اوروح دواړه ستړی کوي.
ازمايښت
سره زرپه انګاراودوست په اړتياکې وازمايه!
هغوۍ چې څه ازمايي،په څه پوهېږي.
بې بخته ازمايل لټي(تنبلي) نه ده.(افريقا-تمن[سيراليون کې نږدې ددوه مليونه وګړوژبه ده.ژ. ])
ته هغه څوک چې هڅه کوي،نه شي ملامتولی.(دامريکامتحدايالتونه)
هغې نجلۍچې بايدواده يې کړی وی وويل: «دابايدوازمويل شي».
۲۲۸
بنفش
په تورتم کې لږه بنفشه رڼا.(دنمارک-يوليند)
هغه ته ناببره بنفشه رڼاورپورته شوه (پوه شو).
بټوه
يوه له پېسوډکه بټوه له يوې ګونۍ(بوجۍ) رښتيا نه قوي ده.
کېداې شي په يوه غټه بټوه کې کمې روپۍ وي.
يوه تشه بټوه مخ له ګونځوډکوي.(انګلستان)
سپکه بټوه زړه درنوي.
وخت پېژندنه
وخت پېژندنه دټوالواکانوادب دی.(فرانسه)
سينګار
سړی بايدله سکې سره سم سينګاروکړي.(دنمارک-فيون )
ښکلې ژرسينګارشوه،بدرنګه ژرچټله.(دنمارک-يولېند)
څوک چې تل ښکلي وي،هيڅکله ښه نه وي.
ساسېچ
ساسېچ يوداسي خواړه دي،يوازې ګران خدای پوهېږي چې منځ کې يې څه دي.(المان)
ساسېچ يوښه کب دی،ځکه چې هډوکی نه لري.(سوېډن)
په لاس کې يوساسېچ ،له قصاب سره دخنځيرله تروې غوښې نه ښه دی.(پولېنډ)
دحلالولو(قصابۍ) په مهال يوساسېچ ارزښت نه لري.
سړی بايد ساسېچ هغه مهال وخوري چې ګرم وي .(پيدرلول)
هغه چې ساسېچ اخيستی،پرېږده چې کړايي هم ورسره واخلي.(سوېډن)
څوک چې ساسېچ په لاس کې پېري ښايې بوتل بېرته ورکړي.(پيدرسيو)
دساسېچ ډکی
سړی له چارتراش نه دساسېچ ډکي ښه جوړولی شي،تردې چې دساسېچ له ډکوچارتراش جوړکړي.(دنمارک)
طاووس
کله چې سړی دطاووس ستاينه کوي،هغه خپله لکۍ پراخوي .(سوېډن)
کله چې ټول دطاووس دلکۍ ستاينه کوي،الوتونکي نارې وهي:څومره ښکلې پښې اوڅومره ښه اواز.(جاپان)
څه چې طبعيت طاووس ته په سرکې ورنه کړل هغه يې لکۍ کې ورکړل.
ځوان طاووس هم دبڼکوتاج لري.( اندونېزيا-سوندانيزي)
۲۲۹

ر(توری)
که دمی اواګست مياشتوکې «ر »پېداشو،نوددشاتواومصالواواوبوشربت وکاروه اوچنګاښ نه.(پيدرسيو)
په کومومياشتوکې «‌ر»راغلي وي هغوکې ښه چنګاښ اوتوتان وي.
په کومومياشتوکې «‌ر»نه راځي په هغوکې بايدتوسک(يوډول کب دی) ونه خورئ.
ګرول
ځان په خپله وګروه چې نوردې غوڅ نه کړي.(دنمارک-لوېديزيولېند)
راشل
دراشل له پاره يې وګټه لياخپله کړه .
کارغه
کارغه ځان مينځلی شي،خوسپينېدلی نه شي.(اسپانيا-باسکي)
کارغان اوګدۍ ښځې هيڅکله په مينځلونه سپينېږي.(سوېډن)
غلا کارغه کوي،خوملامتېږي کوتره.
زوړکارغه بې لامله نارې نه وهي.(روسيه)
دکارغه په ځاله کې هم دبتې هګۍ پېداکېږي.(لاپي[په ناروې،سوېدڼ،فنلېنداوروسيه کې ديوشمېرخلکوژبه ده])
د کارغه له هګۍ کوتره نه راوځي.(ايسليند)
بدکارغه بده هګۍ اچوي.(پيدرلول)
يوکارغه دبل کارغه سترګه نه راباسي.(انګلستان)
هوښيارلکه کارغه اوډاډمن لکه ټاغي(جغد).
يوغلالکه دکارغه په څېر.(پيدرسيو)
کارغه وايي:زماچرګوړي ترټولو ښايسته دي.(ايسلېند)
رسۍ/پړی
يوه ښه رسۍ هرکله درې تاوه يي.(پيدرلول)
ددرې تاوه رسۍ شلول سخت دي.(فليپين-تاګالوګ[دفليپين دنږدې څلورمه برخه خلکوژبه ده.ژ.])
هغه وروستنی پړی وي چې پېټې تړي.
زوړپړی څوک کلک نه شي کش کولی.
دغرغره شوي سړي په کورکې بايددرسۍ خبري ونه شي.
که څه هم پړی په اورکې سوزي ،غوټه يې په ايروکې هم ښکاري.(هند-بهاري)
ځاله
چې ځاله لرې،بته پېداکولی شې.(دنمارک-شيلېند)
سپږې دږيرې په باب وويل:«دازماکوچنۍ ځاله ده».
۲۳۰