له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې ۴۵-مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

قلمقلم ډېرکم پېړوي.(اسپانيا)
قلم يې له تورې نه ژورغوڅوي.
له تورې نه دقلم ګوزارسخت دی.(افغانستان- پښتو.ژ.)
قلم يوه ښه ذهن لري.
پېسې
پېسې دشېطان لمسون لري.
پېسې په ونوګې نه راټوکېږي.(پيدرسيو)
پېسې،پېسې زېږوي.(ايتاليا)
پېسې،پېسې ګټي.(افغانستان-پښتو.ژ.)

پېسې ګردې دي ،ددې له پاره چې وګرزي.
پېسې اوکب مار(مارماهي)يورازښوی دي.(پرېزي)
پېسې هيڅکله له موده نه ولېږي.(انګلستان)
پېسې له شرنګېدواوالوتونکي له غږپېژندل کېږي.
پېسې سړی جوړوي.(يونان)
نړۍ په پېسوپسې هڅه کوي.(المان)
پېسې پرنړۍ حکومت کوي.
پېسې بوي نه کوي.(ايتاليا)
پېسې له زړوسپږجنوکاليوسره وي.
سپماشوې پېسې دچوپړپېسې دي.(لاتين)
پېسې ښه چوپړی،خوبدباداردی.
که پېسې ستاچوپړی نه وي،باداربه دې شي.(انګلستان)
پېسې وږسترګی(حريص) نه خوشالوي ،بلکې لازيات يې وږسترګی کوي.(ايتاليا)
داپېسې دي،چې کارڅرخوي.
کله چې ته پېسې ولرې،په مېلمه پسې نه خپه کېږې.
ډېرې پېسې ،ډېردوستان.
هيڅ پېسې،هيڅ دوستان.
۲۲۱
له پېسوسره ته ځان په خپله نه پېژنې ،له پېسوپرته تاڅوک نه پېژني.(اسپانيا)
که ته پېسې لرې هوښياريې،که نه يې لرې احمق يې.(ترکيه)
ددوستانوترمنځ بايدپېسې نه وي.
پېسې دسفرډېرښه دوست دی.(سوېډن)
څوک چې پېسې لرې ،ددرناوي وړسړی کېدی شي.(اسپانيا)
يواحمق کولی شي ډېرې پېسې وګټي،خويوازې يوهوښيارسړی پوهېږي چې ويې کاروي.(انګلستان)
هرډارن پېسې ګټلی شي،خويوهوښارسړي ته اړه ده چې هغه وساتي.(دامريکا متحدايالتونه)
کله چې پېسې خبرې کوي،حقيقت غلی کېږي.(روسيه)
چېرته چې پېسې وي، هلته شېطان وي؛چېرته چې نه وي،هلته نهه نوي شېطانان وي.(المان)
ډېرې پېسې،غټ ګناهکار،هيڅ پېسې،لازيات غټ ګناهکار.(روسيه)
دپېسوغمجن دبېوزلۍ ټوخي کوي.(ناروې)۴۸
کله چې پېسې تمامې شي،هرڅه تمامېږي.(لاتين)
يوبې پېسوسړی لکه بې بادبانه بېړۍ ده.(جاپان)
بده ده چې هيڅ پېسې ونه لري،ددې له پاره چې خلک ګومان وکړي چې سړی بېوزله دی.(دنمارک)
دپېسوکمښت ،دهرڅه کمښت.(لاتين)
که غواړې پوه شی،پېسې څومره ارزښت لري،نووازمايه پوريې کړه.(دامريکا متحدايالتونه)
انسان دپېسوله پاره ژوندپه خطرکې اچوي،الوتونکې دخپلوخواړوله پاره.
کله چې په بټوه کې پېسې لرم ،په خوله کې خواړه لرم.(پيدرلول)
ستاپېسې ستا په جيب کې سوری سېزي.(انګلستان)
سړی بايدښې پېسې په خرابوپسې ونه غورځوي.(انګلستان)
پېسې دلوبې په مېز.(دنمارک-لوېديزيوليند)
که سړی خوراک نه شي کولی، پېسې لرل څه مرسته کولی شي.(دنمارک-يولېند)
دقيامت په ورځ پېسې مرسته نه کوي.
مينه زيات څه سمولی شي،پيسې هرڅه.(فرانسه)
چېرته چې پېسې پېداکېږي هلته مينه ګټل کېږي.(ايسلېند)
که پېسې ولري کړوپه اوشله هم مخکې ځې.(دنمارک- يولېند)
دښځې لاس کې پېسې زيات وخت دوام نه کوي.(هند-تاميلي)
دکورښځې سيګرټ نه څکي،شراب نه څښي اوښځينه خو په خپله دي.(سوېډن)
مرغلرې
دمرغلرومانااوښکې دي.
مرغلرې پوخ ته اړه نه لري.
۲۲۲

سړې خوک ته مرغلرې نه اچوي.
چېرته چې پېغله څومره زياتې مرغلرې وړي،هلته هومره کم عفت پېداکېږي.(سوېډن)
په بيابان کې مرغلره هيڅ ارزښت نه لري.(هند-هندي)
دچاچې مرغلرې په غاړه وي،له دې خبرنه وي چې نهنګ په څومره وحشت دغواص(لامبوزن) پښه خوړلي وي.(ايتوپيا-امهاري)
هيڅوک قبرته له ځان سره مرغلرې نه شي وړلی.(سوېډن)
شپېلۍ
شپېلۍ بل غږپېداکړ.
دبل شپېلۍ ته نڅا کول.
هغه شپېلۍننه ايستلې(خولې ته دننه کړې )ده.
هغه شپېلۍ ګونۍ(بوجۍ) ته ننه ايستلې ده.(سوېډن)
دغريب شپېلۍ اوازنه لري.(افريقا)
شپېلې غږول
هغه بايد،ياشپېلۍ وغږوي ياسندره ووايي.
پايب اوتنباکو
چې پايب امانت واخلي اودتنباکو سوال وکړي،څه شې له لاسه نه ورکوي.(دنمارک-يولېند)
تنباکوورووژونکي زهردي ،ډېرورو.(سوېډن)
هغه چې تنباکوڅکي،دخوک په څېر بوي ترې خېژي،هغه چې تنباکوبويوي دخوک غوندې ښکاري،هغه چې تنباکوجوي (ياخوله کې نيسي )خوک خوله کې نيسې.
تردې چې يوساعت تنباکوونه لرې، ښه ده چې يوڅه وخت بې مېرمنې وې.(شوروي اتحاد-ايستونيايي)
بې تنباکوقهوه لکه بې مالګې غوښه.(فارسي)
له يوپردي نه تنباکو،له يواحمق نه پخې(دحکمت) خبرې.(ايتوپيا-ګالا)
نه به دتنباکواونه دخلکوپه رنګ فکرکوه.(ايران-کردي)
اغزن سيم
دشکوڼ له پاره بايداغزن سيم وي.
نجلۍ
هغه ټولې ښکلې نجونۍ څه شوې،دابدرنګې ګدۍ له کومه راغلي؟(سوېډن)
دستورورڼاکې ټولې نجونې ښکلې دې.(سوېډن)
په تياره کې ټولې نجونې ښکلې وي.(افغانستان-پښتو.ژ.)
ښکلې نجلۍ سينګارته اړه نه لري.(ناروې)
څه چې يوه نجلۍ نه پېژني،په هماغه ګاڼه ځان سينګاروي.(روسيه)
۲۲۳
له شل کلنۍ په کم عمرنجلۍ بايدله ځان نه له مشرسره واده وکړي، دېرش کلنۍ کې له همزولي سره،اوڅلوېښت‎ کلنې ته چې څوک ورغی.
که يوه نجلۍ له بتې لږه هوښياره وي،هرومروورته مېړه پېداکېږي.
که څه هم دنجلۍ ويښتان اوږده وي خوپوهه يې کمه وي.(شوروي اتحاد-کالموکي)
يوه پتمنه نجلۍ دې اړه نه ده چې له خپل کوروړاندې دام کېدي.(مالتا)
که غواړې يونجلۍ وپېژنې موريې يې وپېژنه،که غواړې ښه يې وپېژنې انايې په پام کې ونيسه.(تايليند-سيامي)
موريې ګوره لوريې اخله !(افغانستان-پښتو.ژ.)
که نجلۍ غواړې موربه يې ورسره بلې.(دنمارک-يولېند)
څوک چې لوردکړنګاله مخه اونجونې له سندرې له مخه اخلي،هغه تېروزي.
هغه نجلۍ چې په پيشومهربانه نه وي له خپل مېړه سره هيڅ نه وي مهربانه.(دنمارک-لوېديز يوليند)
يوه نجلۍ له تودخې پرته،لکه يو بې مټو سړي.
يوه نجلۍ په بغل کې ښه ده تردې چې لس په واګون(اورګاډي) کې وي.(سوېډن)
ښه ده يوه نجلۍ دهغې په يوه کميس واخلې نه کونډه له ډېروجاموسره.
نجلۍ دسيوري غوندې وی که ورپسې شوې درنه ورکېږي،که ورته شا دې کړه درپسې درځي،(روسيه)
نجلۍ دسيوري په څېروي که ورته مخ دې کړدرنه ځي،که ورته شادې کړه درپسې کېږي.(افغانستان-پښتو.ژ.)
لکه څنګه چې نجلۍ بې مينې نه پېداکېږي،همدارازبازاربې غله اوګدابې سپږو نه وي.(سوېډن)
دکومې نجلۍچې زړه کېږی په اسانۍ راضي کېږي.(دنمارک-يوليند)
نجلۍ نه وايي خوبيا يې هم کوي.
ځوانه نجلۍ بايدارزانه اوپه خوښه ورکړي.
ښايسته نجلۍ ژردپه ملاڅملاستو عادت اخلي.(سوېډن)
سړی بايدهروخت څېړۍ(اور) له بېخه اونښترله پاس نه اونجونې له لاندې اوپاس نه تازه کړي‎.
کله چې نجلۍ ماشه راګاږي،ډزپه خپله کېږي.
دجنکتوب ورځې ښې ورځې،دښځېتوب ورځې زېاتې ځورونکې.
يوې بدې نجلۍ ته ښه خبره وکړه،ديوې پاکې په باب چې څه غواړې ويلې شې.(روسيه)
نرينه اله(غين)
دلته له کشيشانو نه غينونه زيات دي،دکشيش همکارهم يولري.(سوېډن)
ځوړندپاڼې ونه(مجنون ولې ته ورته)
ځوړندپاڼې ناڅېزه ونه ده ،خونورې ونې سره تړلی شي.(پيدرسيو)
غشی
هيڅ غشی دومره مرګونی نه دی لکه بده ژبه.
هغه په خپله ليندۍ کې ډېرغشي لري.(سوېډن)
۲۲۴
هغه لاتراوسه دغشوغلاف کې يوغشی لري.(سوېډن)
زيارت
زيارت بشپړ نه وي مخکې تردې چې نجونوسره سلام نه وي کړی.(جاپان)
ګولۍ(تابلېت)
ګولۍ بايدسړی تېرې کړي ويې نه جووي.
ترخې ګولۍ سړی په خوږه کې تاووي.
پچې
ړومبنۍ پچې دوزې وې.
وزه شېدې ورکوي خوله پچوډک.(افغانستان-پښتو-ژ.)
متيازې
دلمراوسپوږمۍ په لورهيڅ وخت متيازې مه کوه چې بېرته پرتارالوېږي.
څوګ چې دبادپه خلاف متيازې کوي اودبادارپه خلاف ګواښ،بېرته يې په خپل ځان ورګرزي.(سوېډن)
دزاړه سړي له پاره داسخته ده چې دبادخلاف متيازې وکړي.
په پتلون کې متيازې کول لنډه مهاله تودوالی دی.
چې دوه ورسره وي يوډېرکم وخت ځانله متيازې کوي.(ناروې)
دوه څيزه څرګنددي،هغه چې زيات څښي بايدمتيازې هم زياتې وکړي.(سوېډن)
کله چې سپې متيازې کوي لېوه ځنګل ته منډې وهي.
سپی چې زوړشي،ګيدړيې هم پرشامتيازې کوي.(ايتاليا)
ځای
دټولوله پاره ځای،او ټول پرځای.
رنځ،کړاو
هره ورځ خپل پوره کړاولري.
ستوری
ستوري خراب پېغام بران دي.
اپلاتون(افلاطون)
زه داپلاتون دوست يم،خوترهغه زيات دحقيقت.(لاتين)
رټه
رټه په پاکوجاموښه ليدل کېږي.(انګلستان)
په سپينوجامورټه ژرمالومېږي.(افغانستان-پښتو.ژ.)
۲۲۵