دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې ۴۳مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
بربنډله لارې اوړي،وږی نه اوړي.(افغانستان ـ پښتو.ژ.)بربنډتيامخ اړوي، لوږه مخامخ ځي.(رومانيا)
له لوڅې ونې هيڅ ګل نه راغورځېږي.(سوېډن)
کميني/قناعت
په عبادت کې کميني ګټل دي.
که په يولنګ قناعت کولی شې هيڅکله له غريبۍ نه ځورېږی.(هندـ هندي)


لاس يې مېوې ته نه رسېدل ،ويل يې تروه ده.(هند¬ـ کشمير)
ګېدړانګوروته نه رسېده،ويل يې تروه دي.(افغانستان ـ پښتو.ژ.)
هغه ته چې غوښه نه رسېده،ويل يې بوي کوي.(عربي)
لاس يې انګوروته نه رسېده ،ويل يې تروه دي.(عربي)
مهرباني
له حق نه مهرباني ښه ده.(پيدرلول)
دحق له پاره مهرباني پرېږده.
مهرباني له جزا نه سخت اغېزلري.(ناروې)
دګناه په وړاندې مهرباني،دتقواپه وړاندې نامهرباني ده.(سوېډن)
دخېرات ډوډۍ
دخېرات ډوډۍ تريخ خوندلري.
ستن
يوه ستن زيات کلونه کارېدلې وي خوبياهم نوې ښکاري.(اسپانيا)
ديوې ستنې عمرپه دې پورې تړلې ده چې سړی يې څنګه ساتنه کوي.(افريقاـ کيکانګو)
دګنډلوستن نوروته کالي ګنډي خوپه خپله بربنډه وي.(اسپانيا ـ باسکي)
چېرته چې ستن ځي تارورپسې وي.(روسيه)
په يوې ستن کې چې کوچنی ستومی (سوری) لري،بايدپه وروپه کې تارواچول شي.(تايليندـ سيامي)
هيڅ ستن په دواړوسرونوکې تېره نه وي.(چين)
کله چې ستن توره وګوري نوچېغې ورته وهي «وروره».(روسيه)
۲۱۱

په بوسوکې به ستن پسې ګرځېدل.
غوايي
له غټ غوايي کم کشول زده کوي.(پيدرلول)
يوغوايي خپل خاوندپېژني،يوخردخپل خاوندغوجل.(بيبل)
هغه غوايي  چې يوې کوي له  هغه غوايي نه چې ښکروهي  غوره دی.
کاري غوايي بايدسړی همېشه ونه زغلوي.(پيدرلول)
ناراضه غوايي کږه ييوه کوي.(پيدرلول)
زوړغوايي سمې کرښې کاږي(سمه ييوه کوي).( اسپانيا)
غوايي ييوه کوي سپی يې خرابوي.(سومري)
زړوغوايي دروندغوبل کوي.(پيدرسيو)
غوايي دخوراک وخت کې رمباړې نه وهي.(پيدرسيو)
سړي غوايي اوبوته بوولی شي ،خوداوبوڅښلوته يې نه شي مجبورولی.(پيدرلول)
که غوايي واښه نه خوري مجبوروه يې مه.(تايليند-سيامي)
غوايي که هرڅومره غټ  هم وي ،يووخت خوسکی و.
داښه نه ده چې ددوه غوايانوترمنځ چې ښکرونه يې لګولي سړی ودرېږي.(دنمارک-يوليند)
که بزې اوپسه ييوه کولی شوی،چابه دييوې کولوله پاره له غوايي کارنه اخيسته.(هند-تاميلي)
دغوايي په نه شتون  کې سړې له خرنه هم دييوې  کولوله پاره کاراخيستی شي.(ايتاليا)
که غوايي راغورځېږي ،نوچاړه تېزېږي.(تلمود)
متروکه په خپله له غوايي جوړېږي.(لرغونې يوناني)
کله چې زه له وحشي سنډه و تښتم وحشي غوايي مې مخ ته ودرېږي.(سومري)
کرېړی
په جلګه کې کرېړی  غوښه ده.(روسيه)
تېل
په لمبوتېل شيندل.(لاتين)
په اورتېل شيندل.(لاتين)
 اړيکه
له ښځوسره نږدېوالی دښوڅوکيوله پاره  اساس دی.
 يوسړی دخپلې اړيکې له مخې پېژندل کېږي.(لاتين)
ماته ووايه،چې له چاسره ګرځې ،اوزه به درته ووايم چې ته څوک يې.
خلک دهغو په څېردی چې ورسره ګرځي.(دنمارک – لويديزيوليند)
له فسادسره اړيکه له منځه وړل ښه شخصيت دي.
۲۱۲
څوک چې له لېوه سره ګرځي،ژربه کوړنجېدل زده کړي.(پيدرلول)
 څارنه
دوژل شوي پيشوڅارل.(انګلستان)
له حده زياته څارنه لکه په لاس کې رسۍ ده.(هند- هندي)
 پرېږده چې يوازې قانون ستادکړنوڅارنه وکړي،نه ستا دکړنومېوه.(لرغونې هندي)
احتياط
احتياط دسړي نيم ژوند دی.(عربي)
دډېراحتياط له پاره يې له لاسونوپړی تاوکړی دی.(بنګله دېش)
بد/شر
بدي په يوازيتوب کې راځي اوپه تشه کې ځي.(انګلستان)
بدپاتې کېږی ،ښه هېرېږي.
دبدودروازه خپل اندازه لري.(انګلستان
 هيڅوک دهغه بدۍ ځواب نه شي ورکولی له دې  چې سړی يې ونه پېژني.
بدخلک په هرڅه کې خپله نښه پرېږدي.(چين)
څوک چې بددی دنوروپه زيان خوښېږي.(ايسليند)
څوک چې بدبښي ،ښوته زيان رسوي.
دبدانوکورپه نړۍکې دې،ځکه ښه دي ،مومنان مېلمانه دې ځکه بدحالت لري. (پيدرسيو)
ايا بدسړی په ګنګا کې په لمبلوبېګناه کېدې شي.؟(هند-هندي)
ښايي سړی بدله ښوسره واخلي.
بديوازي دبدۍ لامل کېدی شي.(سوېډن)
بدي بايد له بدۍ سره سرګردانه شي.(لرغونی يوناني)
هيڅکله يوڅه ډېر بدنه وي ان ډېربداوبدترکېدی شي.(سليشويګ[  دالمان يوښار]ژ. )
هيڅ شی دومره بدنه دی چې دځينو له پاره ښه نه وي.
سړی کولي شي په اوږده موده له بدوسره عادت شی ،چې ګومان کوی بد ښه دي.(پيدرلول)
له درې کلونووروسته بديوضرورت دی.(جاپان)
څوک چې بدکوي له بدو اندېښمن وي.(دنمارک-برنهولم)
ټولې بدۍ درې جرړې(ځېلې)لري:هوس،کرکه ،حماقت.(هند-هندی)
موږباورلروچې هيڅ بد،له پېښېدودمخه بدنه دي.(انګلستان)
بدپرېږده،بدتاپرېږدي.(سکاتليند-ګېلسي)
څوک چې دبدۍ مخه نه نيسي ، پرېږدي يې چې ترسره شي.(المان)
څوک چې له بدۍ سره دوست وي په ښو به غوسه وي.(مکسيکو-اسپانوي)  
۲۱۳
 بددوست ولره خوله بدۍ يې کرکه وکړه.(سوېډن)
بدي چې  له خولي راوځي  ځان په سينه کې پرېباسي.(اسپانيا)
بدي يوغردی؛چې هريوخپل ورختل بل چاته منسوبوي.(افريقا-هاوسا)
سخت شرسختواقداماتوته اړه لري.(لاتين)
له دوه بدوبايدکم بدغوره کړي.
پاس اوکوز
پاس اوکوزيوبرابرواټن لري،خويوبرابراسان نه دي.
هغه چې ځان پورته کوی ،ډېرژربېرته کښته راځي.(جامايکا-انګرېزي)
کشف
دکشف دمخنيوي غوره لارداده چې هغه کاربياونه کړي.(چين)
روزنه
ماشوم  وروزه (تعليم اوتربيه ورکړه)  اوته به دموراوپلارپه ښه والي پوه  شې.(چين)
خپل ماشوم په خپله وروزه،دنورو روزنه  ډاډمنه نه ده.(افريقا-هيريرو)
تاچې يوسپې نه وي روزلی، يوسړی نه شې روزلی.(افريقا-سواحلي)
هغه روزنه چې احساس ونه لري  ګټه نه لري. (جاميکا- انګرېزي)
تاوان /دزيان جبران
کله چې سړی زيانمن شي بايدتاوان يې ورکړشي.
سړی بايد دهغه ونې له تنې وړاندې له کومې چې راغورځېدلی وي.
«چېرته چې سړي زيانمن شوی وي،سړی بايدله هغه ځايه خپل تاوان ترلاسه کړي» نجلۍ وويل،اوهغه يوځل بياڅملاسته.
ځنډ،وروسته والی
 ځنډوخت غلا کوي.(چين)
څه چې نن يې کولی شی سبا ته يې مه ځنډوه.
دنن کارسباته مه ځنډوه.(افغانستان- پښتو-ژ.)
يوځنډبل ځنډڅروي(خواړه ورکوي).(سوېډن)
ځنډ ليوه راويښوي .(افريقا-سيچونا)
څوک چې ناوخته کوي له ټنبل نه بدتردی.(چکوسلواکيا-چکي)
خوشبين
خوشبين خپل داکتردی.(ايتاليا)
۲۱۴

کليمات،خبره،ژمنه
کليمات ددې له پاره دي چې فکرونه پټ کړي.(فرانسه)
دسړي خبره،دسړي وياړدی.
ژمنه سړی تړي، لکه پړی چې غوايان.(پيدرلول)
يوه ژمنه يوه ژمنه ده،اويوسړی يوسړی دی.
ژمنه ژمنه ده،اوپېسې پېسې دی.(ايتاليا)
 په ژمنه پور نه خلاصېږي.(پيدرسيو)
يوپورپه تشه ژمنه نه ورکول کېږي.(چين)
ډبره ماتېدی شي،خوژمنه هيڅکله نه.(ساموا- پولياني )[ساموا:دارام سمندرپه سويل کې له نهو ټاپوګانوجوړهيواد.ژ.]
دمېړنوژمنه وي.(افغانستان-دري.ژ.)
کليمات له کړنو ډېرژوندکوي.(لرغونې يوناني)
کليمات  نه فاسدېږي.(افريقا-پولب)
ژمنه بوي نه لري.(دنمارک-يوليند)
خبرې اوبڼکې بادوړي.(سوېلي امريکا-اسپانوي)
 خبرې داوبوله پوکڼۍ پرته بل څه نه دي،خوکړنې دروزروڅاڅکی دي.(چين)
له خبرې خبره پېداکېږي.(پيرو-اسپانوي)
خبرې له خبروپېداکېږي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
خبرې ښې دی خوچرګه هګۍ اچوي.(سويس-الماني)
خبرې اوړه  نه شي رنګولې.(ايتاليا)
شورواپه خبرونه خوندوره کېږي.(برازيل-پورتګالي)
په خبرو خيټه نه ډکېږي.(روسيه)
ښې خبرې کرم نه چاغوي.(روسيه)
ښې خبرې خېټه نه مړوي.(سوېډن)
 سړی کب په چنګک اوخلک په ښوخبرورانيسي.(سوېډن)
که خبرې ډېرې ښې هم وي خو هيڅ خواړه نه ورکوي.(افريقا-ولوف)
په غټو خبرو بوجۍ نه ډکېږي.(پيدرلول)
غټې خبرې يواحمق خوشالوي.(پيدرلول)
په غټې خبرو اووطني وازګه سړی زيات  دانګونه وهي.(ناروې)
غټې خبرې اودخوک وازګه په ستونی کې نه پاتې کېږي.
غټې خبرې خوله نه چوي.(فنليند)
کليمات ددردمن ذهن له پاره يوداکټردی.(لاتين)
ښې خبرې ددوستانوټپ درملنه ده.(سوېډن)
        ۲۱۵