دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې - ۴۱مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
ډېران (سره)
سره دبزګر سره زردي.
څومره چې سړې ډېران راسپړي هومره بدبوي کوي.
کتنه اوبېلتون
کتنه اوبېلتون دژوندبهيردی.
ړومبی کتنه اخيربېلتون.(ايرلېند)
انسانان سره ګوري، غرونه هيڅکله نه.(انګلستان)
انسان په انسان ورځي،غرپه غرنه ورځي.(افغانستان

-پښتو-ژ.)
پېغلتوب(بکارت)
پېغلتوب،ځواني اووخت بېرته نه راځي.
پېغلتوب مېوه نه ده،زيات وخت ځان ساتي.
هغه چې ترډېره پېغلتوب ساتي ترزړښته پاتې کېږي.(سوېډن)
خوشايان(فضله مواد)
خوشايان دبزګرشتمني ده.(ناروې)
لمرپه خوشايانولګېږی خوچټلي يې نه خپروي.( پيدرسيو)
پتنګ(پروانه)
پتنګ په رڼا پسې ځي،کب دچنګک په خواړوپسې اوانسان په خپل خواهشاتوپسې.(لرغونی هند)
ژرنده
څوک چې ژرندې ته ړومبی تللی وي،ړومبی وړه ترلاسه کوي.
ژرنده که دپلارده هم په وارده.(افغانستان-پښتو- ژ.)
څوک چې په يوه ژرنده کې وړه ونه شي کړی،بلې ته ځي.(دنمارک)
ښه ده چې هرڅوک له خپلې کڅوړې سره ژرندې ته لاړشي.(سوېډن)
که ژرنده ګړی بيده هم وي ژرنده ګرځي.
ژرنده دې ګرځي،بلادې پرزي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
ژرنده اوجومات نه پېژني خوګوډی ورته ږدي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
۲۰۱
هغه چې وروستی ژرندې ته راشي هم وړه ترلاسه کوي.(سوېډن)
ژرنده ګړی
ژرنده ګړی هيڅکله دومره نشه نه وي،چې خپل مزهېرکړي،هغه دتېروتنې له ډاره دوه ځلي مزاخلي.( پيدرسيو)
دژرندې پل
دژرندې لاندنی پل هم وړه کوي.
سِکه(دپېسو)
خرابه سکه تل بېرته راګرځي.(المان)
په عين سکه بېرته ورکول.
تورتم(تياره)
په تورتم کې ټول پيشوګان ايرن رنګه وي.
په تياره کې ټول خوکان (خنځيران) توروي.(سوېډن)
په تياره کې ټولې نجونې ښکلې وي.
په تياره کې کم کسان اوراورکی هېروي.
دسباوون له سپېدومخکې تل ډېره تياره وي.(انګلستان)
دتورتم کړنې دورځې شرم دی.
لار/طريقه
هرڅوک دورګې نيولوله پاره خپله طريقه لري.(اسپانيا)
اعتدال/منځنی حد
په هرشي کې ښايي اعتدال وي.(لاتين)
اعتدال ترټولوښه درمل دی.
په هرڅه کې اعتدال برنډي(شراب) اومالګه دواړه کتاروي.(سوېډن)
په لذت وړلوکې ستااعتدال ،تاپه خونداخيستلوپوهوي. (هند-تاميل)
په منځنی حدخواړه وخوره ،نوښه روژه نيولی شی.(ايتاليا)
په منځنۍ کچه خواړه وخوره اوخوږبيده شه.(سوېډن)
سړی چې کله برنډي احمقانه وڅښله ويې ويل:«هرڅه په طريقه.»
اندازه
په عين وخت کې چې ته ته يوه نښه اندازه کوی مرګ ستاژونداندازه کوي.(افريقا-ويمبوندو[انګولاکې يوه ژبه.ژ.])
پوره اندازه،پوره بيه ورکول.(شوروي اتحاد-استونی ژبه)
سړی بايدداسې اندازه کړي،چې دويم ځل يې بايدانازه نه کړي.

۲۰۲
ګاونډي
نږدې ګاونډي له لېرې ورورنه ښه دی.(بيبل)
نږدې ګاونډې له لېرې خپلوان نه ښه دی.(روسيه)
ښه ګاونډي ښه دي،خوخپله ځمکه بهتره ده.
له ګاونډي سره مينه ولره،خوترمنځ انګړ مومه ړنګوه.
ګاونډي سهاردې نېکمرغه ،راځه چې هريوپه خپل کورکې اوسو،ته په خپل اوزه په خپل کې.(عربي)
يوګاونډي ښه دی،کله چې شتمن وي.(رومانيا)
ګاونډی پوهېږی،چې سړی څنګه دی.(پوليند)
که خپل نږدې ګاونډی ځوروی ،پورپېسې ورکړه.(ايتاليا)
ګاونډي ډېرکم اس بدلوي.(سوېډن)
بدګاونډي ورځنی مصيبت دی.(پيدرسيو)
ګاونډی دګاونډي له پاره بددی.
ځورېدلی ګاونډي له اوبونه زيات اورلېږدوي.(دنمارک)
زيات کسان له خپلې دروازې تېرېږي اودګاونډي دروازه پاکوي.( پيدرسيو)
دابده خبره ده ،چې دګاونډيانوترمنځ لارکې واښه شنه شي.(سوېډن)
هيڅوک دبدګاونډي له لاسه له ښاره کډه نه کوي.(پيدرلول)
ګاونډی ته زيان رسول هيڅ ګټه نه لري.( پيدرسيو)
دګاونډي غواګانې تل ښې شيدې ورکوي.(سوېډن)
دګاونډي ښځه تل ښکلي وي.
دګاونډي چرګه تل غټې هګۍ اچوي.
دګاونډي چرګه له دقاز په څېرغټه ،اوښځه يې دنجلۍ غوندې ځوانه ده.(ترکيه)
دګاونډي په لوښي کې فيريني تل ښه وي.
ټګان هيڅکله ګاونډيان نه دي.(سوېلي افريقا-زولو)
څوک،چې هيڅ کورنه لري،ګاونډي نه لري.
نوک
دکوږسوري له پاره بايد کوږنوک وي.(دنمارک)
که نوک ژورغوڅ شوی وي،سړی پرې څه نه شي راايستلی.
غاړه
دچاپه غاړه کېدل .(المان)
پښې په غاړه اچول.
اوښ ته يې ويل: غاړه دې کږه ده ،ويل يې: سم مې کوم ځای دی.(افغانستان-پښتو-ز.)
۲۰۳
احمق/ټوکي (مسخره)
احمق له خبرو پېژندل کېږي..(سوېډن)
که احمق نيکټايي تړلی شوی احمق به نه وی.
پرېږده چې احمق خبرې وکړي،دهغه خپلې خبرې به پرې قضاوت وکړي.(ايران-فارسي)
احمق اوماشوم هيڅ اختيارنه لري.(يهودي)
احمق له ډېرې خنداپېژندل کېږي.(المان)
هغه چې بې لامله خاندي،يومسخره دی.(ايتيوپيا-امهاري)
کېدی شي احمق ډبره داسې ښه وغورځوي،چې لس هوښياران يې بيرته نه شي پورته کولی.( پيدرسيو)
يواحمق کولی شي له هغې زياتې پوښتنې وکړي،چې لس هوښياران يې ځواب ووايي.
پوه مسخره ترټولوستر دی.
غټ مسخره غټه غګه(زنګ) لري.(هاليند)
ټول ټوکيان غګې نه ګرزوي.
احمق،احمق دی که څه هم په طلايي کاليوکې وي.
که احمق نه وی،هوښياران به هېچانه وی تشخيص کړي.
احمقان دهوښيارانوله پاره ډېرګټوردي،تردې چې هوښياران داحمقانوله پاره وي.
څوک،چې په خپل کلي کې احمق وي،هغه په کاستيا(د اسپانياپه مرکزی برخه کې پرته سيمه ده) کې هم احمق وي.(اسپانيا)
هرڅوک په يوه برخه کې ناپوه(احمق) دی.
تردې چې نوراحمقان کړي،ښه ده چې سړی په خپله احمق وي.(فنليند)
هغه چې نوراحمقوي،په خپله احمق دی.(دنمارک-يوليند)
احمق په يوکارپسې دوه کرته ځي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
شپه اوورځ
شپه اوورځ چاته انتظارنه باسي.(جاپان)
که څه هم ورځ ډېره ښکلې وي شپه ورپسې وي.(فرانسه)
ورځ سترګې لري،شپه غوږونه.(انګلستان)
شپه دفکرونومورده.
شپه ځانته خپل قوانين لري.(پوليند)
نجلۍ وويل :په زماخپله ده.
په ډېروتيارو شپوکې ښځې افسانې(کيسې)لټوي.(لرغونې هندي)
څه چې دشپې ترسره کېږي،سهارمالومېږي.(پورتګال)
يوه ښه ورځ زياتره دسلو بدوشپو بيه ده .(سوېډن)
۲۰۴
ديوې ښې شپې له پاره بايدسړې ډېرې بدې ورځې وګالي.( پيدرسيو)
له نيمې شپې وروسته شېطان ايله/ازاد وي.(دمريکا متحده ايالتونه-اسپانوي)
داوړي دمنځنی وخت شپې اوږدې نه وي،خوډېر ويښ ناست وي.(سوېډن)
ورځ دښبې خبرې له منځه وړي.
اوږدې شپې ،چرګې خواروې.
کله چې دتوکيوله پاره شپه وي،دڅکالي(حلزون) له پاره هم شپه وي.(بلجيم-والون)
هيڅ شپه دومره اوږده نه وي چې سبانه شي.(ايتاليا)
دژمې په شپې پسې هم ورځ راځي.(فنليند)
چېرته چې هيڅ چرګ اوازونه کړي هم رڼاکېږي.(افريقا-هاوسا)
بې بانګي(چرګ) هم سباکېږي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
که چرګ بانګ ونه وهی، هم ورځ راځي.
دورځې رڼاله دې امله نه ده چې چرګان بانګونه وهي.(برما)
ديوالوتونکي دچغهارله امله ، ژرنه ورځ کېږي.
دسړی په وخته پاڅېدلو،مخکې نه سباکېږي.(پيدرسيو)
يوه ښه ورځ سهارپېل کېږي.
يوه ښه ورځ خوشاله ماښام درکوي.
هغه ورځ چې په خوښۍ تېره شي،له خپګان سره بېرته نه راځي.
ښې ورځې غښتلو پښوته اړه لري.(سوېډن)
څوک چې ښې ورځې نه شي زغملی،هغه واده کوي.(پيدرسيو)
هره ورځ دڅراغونوجشن نه شي جوړېدی.(چين)
ټولې ورځې دبازارورځې نه دي.(سويس-المانی)
دښايسته ورځوستاينه بايدسړی ماښام،اودښايسته ښځوستاينه سهاروکړي.(پيدرسيو)
مخکې ترهغې چې لمرنه وي،پرېوتی دورځ دښه والې شکرمه کاږه.(هاومال[نهمې پېړۍ له شعري ټوټونه-ژ.])
محکې تردې چې لمرپرېوزي،هيڅوک ورځ نه پېژني.
ستا دهرې ورځې ژوند،ستادتاريخ يوه پاڼه ده.(عربي)
هره ورځ په کافی اندازه خپل ځورول لري.
يوې ورځ که څه درکړل، بله ورځ يې درنه اخلي.(انګلستان)
دورځ په لنډوالي فکرمه کوه ،خودکارپه اوږدوالی يې کوه.(اسپانيا-مالګا)
ورځ هيڅکله دومره اوږده نه وي،چې ماښام نه شي.
هيڅ ورځ بې ماښامه نه وي.
دژوندپه لنډه ورځ پسې دمرګ اوږده شپه راځي.
دټولوله پاره وروستۍ ورځ راځي.
۲۰۵a