دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
دویم ټوک
۴۰مه برخه
مورته دې زده کول مه ازمايه،نوروته يې زده کړه.(افريقا-ايلا)
څنګه مېندې هغسې يې لوڼې(لورګانې).
موريې ګوره لوريې اخله!(افغانستان-پښتو.ژ.)
که غواړې لوريې ترلاسه کړې،بايددموريې ښه پالنه وکړې.(ناروې)
دځينويې مېندې خوښېږي دنورويې لورګانې نودواړه ودېږي.(ناروې)

خدای نه شوکولی چې هرچېرته وي،نومېندې يې پېداکړې.(عبري) (نَعُوذُبِالله مِنْهَا) [زموږداسلامي باورخلاف دی،اوښايي داسلام له سپېڅلي دين اوسماوی اديانو مخکې ويل کېده. ]
نهيلي
له نهيلۍ نه غم اوله غم نه تياره ذهن زېږي.(زړه هندي)
مقاومت/مخالفت
که چا مقاومت نه وای کړی، ما ټوله نړۍ نيولې شوه.(هندي-تاميل)
خدايه ماته داسې مخالفين راکړه چې زما په خبره پوه شي.(اسپانوي)
مقاومت دسوبې په وړاندې اړين دی .
تورپوټکی
اياتورپوټکي خپل پوټکی ياپړانګ خپل ټکي بدلولی شي؟(بيبل)
تورپوټکي خپل کارسرته ورسوه، تورپوټکی تللی شي.(المان)
وژل
وژل اوزناپټېدی نه شي. .
سهاراوماښام
سهارسره زر،ماښام سپين زردی.
سهارپه خوله کې سره زرلري.(پيدرلول)
سهارپه خوله کې ډوډۍ لري.( پيدرسيو)
سهارله ماښام نه هوښياروي.(روسيه)
شپه په هغه څه پوهيږې،چې سهاريې ګومان نه شي کولی.(المان)
په شپه کې بايدسړې ورځ وستايي.(ناروې)
۱۹۶

دشپې اوږده خوښي دسهاراوږده ستوماني لري.
دټولواک سهار اوږدوي.(ايسليند)
سرګرمي
سړی هيڅ سرګرمي نه لري څوچې په خپله يې ځان ته جوړه نه کړې.
مورتن لوتر
دمورتن لوترموزې دهغه ښې ځاې ناستې نه دي.(سوېډن)
حضرت موسی
کله چې موسی والګی لري ،موږارون ته ورځو.(سوېډن)
که څوک دموسی(ع) قضاوت ته درناوی و نه کړي،نوفرعون ته به ټيټ شي.(عربي)
هغه بايدژردروښيي،چې موسی خپل سابه چېرته ايښي دي.(فريزي)
هرفرعون خپل موسی لري.
ماسکو
ماسکوله يوې کوچنۍ شمعې سوزېدلی دی.(روسيه)
خوله
په بنده خوله مچان نه ننوزي.(اسپانيا)
غوړه شوې خوله هيڅکله نه ،نه وايي .(ايتاليا)
خوله دې داسې پرانيزه ،چې زه دې پوهه شم چې پوهېږې.(انګلستان)
مسته خوله دزړه خبره کوي.( پيدرسيو)
بده خوله بايد قوي ملاولري.( پيدرسيو)
ګږه خوله په سوک سمېږي.(پښتو-افغانستان.ژ.)
زيات يې په خولې ورکوي اوپه لاس يې ساتي.(پيدرسيو)
خوله اولاس بايد يوځای روان وي.(دنمارک- يوليند)
خوله دومره زياته مه وازوه چې زړه دې يخ شي.(دنمارک- فون)
چې ويې غواړې په خوله،وبه يې خورې په څه.؟ .(پښتو-افغانستان[ژ.])
که سړی وغواړي خوله دخواړوکڅوړې پسې تاوولی شي.(دنمارک-شيليند)
چې له خولې ډېرڅه وځي دماغ کې څه نه وي.(دنمارک-مون[ټاپو])
سړی بايدخوله دومره ډکه نه کړي چې بېرته يې بنده نه کړی شي.
هلته چې خبره په پېسووي،په خپله خوله پام کوه.
سړی دخلکوخولې نه شي بندولی.
څوک دخلکوپرخولوبرغولي نه شي ايښودلی.(پښتو-افغانستان[ژ.])
۱۹۷
هغه،چې دټولوخلکوخولې بندوي،ښايي ډېروړه به ولري.(انګلستان)
کله چې خدای خولې پېداکوي،هغه خواړه هم پېداکوي.
کله چې خدای خوله پېداکړي خواړه هم ورسوي. (پښتو-افغانستان[ژ.])
ډېرې خولې لوښي تشوي.
دلته دخولې تېره کول ګټه نه لري بايدشپېلی ووهې.
هيڅکله دومره تورتم نه وي چې سړی خپله خوله نه شي پېداکولی.(سوېډن)
راهب
له کمين راهب نه بې تربيه مشرراهب جوړېږي.
راهب چې له راهبې سره دراهبانو کورپه تخت کې پروت وي نه عيسی يادوي اونه مريم.(سوېډن)
ودانۍ جوړونکی
دودانۍجوړونکي خوله اودمدافع وکيل دقلم رنګ دنړۍ ترټولوقيمتي مايع ده.
موږک
موږک دبوسولاندې نه ډوبېږي.
موږک بايددخواړوارامي ولري.
موږک چې له کوم پنېرنه کومه ټوټه خوړلې وي بياورپسې راځي.
کله چې پيشوکورکې نه وي موږک ازادې لوبې کوي.
هغه زړه ورموږک دی،چې دپيشوغوږکې کورجوړوي.( پيدرسيو)
که خونه له پيشوګانوډکه هم وي موږک زيات وخت خپل سوري پېداکوي.( پيدرسيو)
هغه يوخراب موږک وي چې يوازې يوسوری پېژني.
بايدزيات موږکان وي، چې پيشووچيچي.(پيدرلول)
دموږک خېرې پيشوته زيان نه رسوي.
که موږک هرڅومره نشه هم وي دپيشوپه ځاې کې نه څملي.)افريقا-ايوي)
دکوچنيوموږکانوله پاره پيشويوداړونکی حيوان دی.(روسيه)
واړه موږکان هم غوږونه لري.(فريزي)
مه پرېږده چې دموږک تلک دوينې بوي ولري.(انګلستان)
که څه موږک پروازګه ناست وي چونګېږي.(المان)
کله چې موږک موړوي، وړه ورته ترخه ښکاري.(امريکا-جرمني)
دکروندوموږکان خپل خراب خواړه په زړورتيا خوري اودکورونوموږکان ښه خواړه په ډارخوري.(دنمارک)
هغه موږک چې درمن راټولوي په ژمي دوحشي پيشوخواړه نه خوري.(دنمارک)
موږک هم ژمي ته خواړه ساتي.(فنليند)
موږک دتورومرچوکېک له پاره غول ورکوي.(سوېډن)
۱۹۸
ژوندی موږک له مړزمري نه ښه دی.(شوروي اتحاد(پخوانی)-ازبکی)
موږک دسوړې دننوتلو نه و، په شاپسې چج وتړه.(افغانستان-پښتو-ژ.)
موسېقي
موسيقي دغاښ دردنه کموي.(ايتاليا)
دموسيقي غږهره بدي کموي.(اسپانيا)
زيات کسان په بېلګن(دموسيقي اله) پښې ږدي خودکليسا سترارګن نه شي غږولی.
هرغښتلی سړی هارپ نه شي غږولی.(انګلستان-والسي)
ترڅوچې ربابي استادشی،زيات تارونه به وشکېږي.
څنګه چې موسيقي غږېږي هماغه رازنڅا وي.(پوليند)
دموسيقي غږوونکي په کورکې هرسړی نڅاکولې شي.(اسپانيا)
څوک چي دموسيقي فرمايش ورکوي،پېسې يې بايدورکړي.(دنمارک)
ډېره ښه سندره هغه ده چې دزړه اوخولې غږيووي.(سوېډن)
څوک چې په خېرودوزخ ته لېږې بايد موسيقي ورسره وي.
نن موښه موسيقي وغږوله ،يوموسيقي غږوونکي بل ته وويل.(سوېډن)
ماشی
وږي ماشي اوخوارمچان سخته خوله لګوي.(سوېډن)
ماشي دمېښې ښکرچيچي خونېش يې په کې نه ننوزي.(ويتنام)
زمری هم بايدله ماشي ځان وساتي.(المان)
ماشی هم اس راغورځولی شي، که لېوه ورسره مرسته وکړي.(روسيه)
سړی بايدله ماشي نه اتي(فيل) جوړنه کړي.
سړی بايدپرهرماشي ګوزارونه کړي.(سوېډن)
ماشی ترهغه وخته له رڼا تاوېږی ترڅوچې وزريې نه وي سوزېدلی.( پيدرسيو)
مېږی
دمېږي خواته لاړشه اې ټنبله!دهغه کاروګوره او هوښيار شه.(بيبل)
مېږي ته لړې سېلاب ښکاري.(هند- کشميري)
مېږي ته متيازې هم سېلاب ښکاري.(افغانستان-پښتو-ژ.)
دمېږي کورکې لږه لړه هم دنوح توپان دی.(فارسي)
کله چې خدای پاک مېږی خرابوي نووزرې ورکوي.
مېږي ته چې خدای(ج) په غضب شي،وزرې ورکوي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
دمېږي چې وزرې وشي،سريې ولېږي.(يوګوسلاويا-بوسنيايي)
مېږي که دغوايي سردرلودی،څه به يې کول.(المان)
۱۹۹
مېږيان په خپل کورهم دغرګومان کوي.(اندونېزيا-سونداني)
دمېږي دوعاګانې هم اسمان ته رسېږي.(جاپان)
مېږی په غوړپسې ځي،مچ په دخوږوپه زوخه کې ولېږي.(انتيليارن-فرانسوي)
مېږی خپل قهرلري.(فرانسه)
مورټ(يوډول ګل )۱
چېرته چې مورټ خوښ نه وي هلته خوښي هم نه وي.(دنمارک-شيليند)
دسېزونکو(بوټو)منځ کې هم ميورټ(دمينې ګل)خپل نوم لري.(عبري)
شيدې
يوهېوادچې دشېدواوشاتوويالې په کې بهېږي.(بيبل)
توی شوې شيدې بېرته نه راخيستل کېږي.(چين)
سړی بايدپه توی شويوشيدوپسې ونه ژاړي.
مړښت
سړی دشاتو له کېک نه هم مړېږي.(ناروې)
موړدروژې نيولو وعظ کوي.(اسپانيا)
موړدوږي له حاله څه خبر دی.(افغانستان-پښتو-ژ.)
په نيمه ګېډه خواړه وخوره اونيمه نشه وکړه،سل کاله عمر به ولرې.(روسيه)
دبل چا په خولې سړی نه مړېږي.(روسيه)
سپي مړېږي،انسانان هروخت خواړه خوړلی شي.(ګرينليند)
پېغله(باکره)
پېغله غواړی په ځان پام وکړي .
يويوه غواړي،بل بله غو ددې له پاره ټولې پېغلتوب له لاسه ورکوي.
دځوانې باکرې ساتل سخت دي.
داتصادف دی چې ناوې باکره وه.(سوېډن)
سړی بايدتېزې سترګې ولري څوباکره له ړومبي نظره وپېژني.(المان)
پېغلې(باکرې) اوهندارې هروخت له خطرسره مخامخ وي.(سوېډن)
ښکلې غريبه پېغله له مرکې (خواستګارۍ)پرته زيات عاشقان لري.
له ښايسته پېغلې ناولي وياله جوړېږي.
ټولې ځوانې پېغلې باتربيه دي،خوخرابې ښځې له کومه راځي.(سکاتلېند)
له يوې باکرې سره چې ته څنګه غواړې اوله يوې کونډې سره چې هغه څنګه غواړي.(پولېند)

۱- يوډول ګل دی چې په لرغوني يونان کې دمينې دالهې سمبول ګڼل کېده ،له همدې امله يې دواده دګلانو په غونچه کې کاروه.
۲۰۰