دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه۳۹مه برخه
دهواله هيلۍ نه په لاس کې چوغکه ښه ده.(انګلستان-وانسي)
وړه
په کڅوړه کې پاک وړه ښه دي.(اووم پيدر)
خپل کېک وړه کول.(اووم پيدر)
هندوانه
کله چې هندوانه مړاوې شي باران څه مرسته نه کوي.(هند-پنجابي)
په يولاس کې دوه هندوانې نه نيول کېږي.(روسيه)
له هندوانې وروسته واين (شراب)څښل جرم دی.(اسپانيا)

که هندوانې دې وکرلې،هندوانې به ترلاسه کړې.
دردونکې
وکيل وويل:هغه ګټه چې دددرواغوله شاهدۍ ترلاسه شي دردونکې ده،دڅه له پاره به وکارول شي.
اند،مقصد
زيات خلک زيات فکرونه لري.(لاتين)
په يوه سکالو(موضوع) دوه فکرونه جوړېدې شي،خو دوه ښځې په يوکېک امکان نه لري.(دنمارک-يولېند)
انسان
انسان د انسان خرابي ده. (دانسان بدوالی دادی چې انسان دی)
يوانسان دبل انسان په خلاف لېوه دی.(لاتين)
هرانسان يوانسان دی خوهريوانسانيت نه لري.(هنګري)
يوازې دوه ډوله انسانان ښه دي،هغوۍ چې مړه شوي اوهغوۍ چې نه دي زېږېدلي.(چين)
انسان لکه ديوال دی:کمزوری اوغښتلی.(عربي)
انسان کله لکه اوسپنه کلک دی،کله له ماشي کمزوری دی.(يهودي)
انسان ترګل نازک اوترپولادوکلک دی . (افغانستان- پښتو- ژ.)
هيڅ څيز له انسان نه زيات نه دی.(ايرلېند)
انسانان په ځمکه کې جرړې نه لري.(دامر)يکا متحد ايالتونه-پورتګالي)
نن انسان ،سبا توره خاوره(يوګوسلاويا-سرب اوکرووات
انسان ديوخدای سيوری دی،مريی دانسان سيوری،اوټولواک په خپله دخدای انځوردی.(اکاديسک)
۱۹۱
انسان دی ،څه چې خوري.(المان)
موږهغه وخت ښه انسانان ياستو،کله چې سخته وي.(انګلستان)
له نارينه اوښځونه ښه انسانان نه شته دی.
ټول انسانان شتمن زېږی ترڅو مړه کېږي. (المان)
انسان يوازنی ژوی(حيوان) دی،چې لاړې توکي.(انګلستان)
انسان يوازنی ژوی دی،چې شرمېږي.
هرانسان دداېرې منځنی نقطه ده که له محېط نه وانه اوړي.(انګلستان)
هرانسان هغسې دی څنګه چې خدای هست کړی،اوزياتره همغسي وي.(اسپانيا)
انسانيت
هيڅ انسانيت ماته پردی نه دی.(لاتين)
تېروتنه له انسان نه کېږي(لاتين)
له هرانسان نه تېروتنه کېږي.(افغانستان- پښتو-ژ.)
استاد(کسبګر)اوشاګرد
داستادکاراستاد کولی شي.
هيڅوک استادنه زېږي.
هرڅوک غواړي چې استادشي خوشاګردهيڅوک نه.(المان)
څنګه استاد هماغسې شاګرد.
ښه شاګردبايدسړی ډېرونه ستايي.
منځنی حد/اعتدال
منځنی حد تنګ وي.(ايسلېند)
هغه داعتدال په غوره لارځي.
منځلاره ترټولو غوره ده.(لاتين)
ميکل(نوم دی)
نوم دې هم ميکل دی،هيلس چېچې اوبياهم وايي چې سورلنډی نه يې.
مهرباني
په مهربانۍغښتلي کسان خپلولی شې،په مهربانۍ ګوي کسان خپلولي شې.په مهربانۍ سړی هرڅه کولی شي ،نوځکه مهرباني ترټولوغښتلې ده.(لرغونې هندي)
ښارپه ښه لفظ (مهربانۍ) خوړل کېږی نه په بدکوتک.(افغانستان –پښتوـ ژ.)
ياد/خاطره
يادونه دزړښت دعمرخوبونه دي
۱۹۲.
خوښي دښويادونوپه يادراوړلوکې ده.(لاتين)
هغه چې يادونه يې نه ارزي ،په تجربه کولوبيخي نه ارزي.(سوېډن)
بڼه
سړی بايد دخطرناکې لوبې له پاره ښه بڼه غوره کړي.
بدکارول
بد کارول اړتياله منځه نه وړي.(لاتين)
بدکارول دځواک غبرګونی دی.
بدګومان/شک
بدګومانی دوستي ماتوي.
شک)بدګومان)ثبوت نه دی.
بدګومانی ارواګانې ګوري.(جاپان)
بدګومانی دصادق سړی دروازه هم ټکوي.(سوېډن)
چېرته چې بدګومانی ننوزي ،مينه بهروځي.
بدګوماني/شکمنتيا
بدګوماني ددوستۍ زهردي.
بدګوماني دظالمانو ناروغي ده.
دبدګوماني فرېب، خوشباوري تېرباسي.
بدګوماني له بادارنه غېرازادچوپړی جوړوي.
حسد
حسد خپل خاوندداسې خوري لکه زنګ چې اوسپنه. (عربي)
حسودسړی بل کس چيچي خودرديې خپل ځان ته رسېږي.(سوېډن)
حسوددبل په خوښۍ دومره خپه کېږي ،چې هومره لاپه خپله خوښۍ نه خوشالېږي.
حسودخپل ځان په خپله غرغره کوي.(ايسلېند)
حسودتل دنهيلۍ چيغې وهي.(بلجيم-فلامسکي)
حسادت په سترګوپېل کېږي.(سوېلي افريقا-زولو)
حسودفکرکوي چې دګاونډی چرګه اودده بته يوه اندازه دي.
حسوددهيلۍ له خوساهګيوبچي راوباسي.(روسيه)
حسادت په خوښۍ پسې ځي.(سوېډن)
هغه خوښی چې په وړاندې يې دوه حسادته نه وي ښه خوښي نه ده.
حسادت تل په وياړ پسې وي.
۱۹۳
له خراب سړي سره څوک حسادت نه کوي.
که څوک درسره حسادت ولري ښه ده ،خوکه ته له بل سره حسادت ولرې ښه نه ده.
له افسوس خوړلوحسادت شه دی.(انګلستان)
له دې چې دوه کسان درباندې زړه وسوزوي،ښه ده چې سل کسان درسره حسادت ولري.(سويس-جرمني)
حسادت تل له سړی سره وي،خوزړه سوی له سړی سره همېشه نه وي.
حسادت دغوړه مالۍ رښتينې بڼه ده.(فنليند)
داښه نه ده چې په وړاندې دې حسادت نه وي. (ايسليند)
که غواړې چې په وړاندې دې حسادت نه وي نونېکمرغي دې درنه مه تله.(سوېډن)
حسادت په ساراکې نه اوسېږي.
که حسادت تبه وی،نوټوله نړۍ به تبجنه(ناروغه)وی.(سوېډن)
حسودمري خوحسادت نه مري.(فرانسه)
دحسادت خواړه هم خوړل کېږي.
دحسادت خواړه هم دومره خراب خوندنه لري.(سوېډن)
هغه څه چې ستالاس ته نه درځي دهغې حسادت له چاسره مه کوه.
زمااوستا
زما،زمادی اوستا زموږدی.(اسپانيا)
زمااو ستا ډېرې ستونزې پېداکوي.
دزمااو ستاپوښتنوډېرله خپلوجلاکړي دي.(سوېډن)
جرأت /زړورتيا
جرأت هيڅکله له موده نه لوېږي.(انګلستان)
زؤورتيا يوکاراسانوي..(سوېډن)
جرأت دمعاملې پېل دی،خوپايله يې بخت اداره کوي.(لرغونی يونان)
جرأت بايدسترګې هم ولري،لکه څنګه چې لاسونه لري.(سکاتليند)
که جرأت دې بايلودهرڅه بايلې.
زړورسړی له لومړۍ شېبې نه زړه وروي.(فرانسه)
دسړی زړورتيا ناروغی لېرې ساتي.(بيبل)
دسړی زړورتيا دښځې په سينه کې پېداکېږي.(ايسلېند)
دښځې زړورتيادهغې په مينه کې وي.
ښه جرأت نيم ژونددی.(بلجيم- فلامسک)
دهغه جرأت له دماغ نه زيات دی.(انګلستان)
هغه چې په بل پسې دتګ اندلري هيڅکله به زړورنه شي.(شوروي اتحاد-قفقاز)
۱۹۴
کله چې دوښمن تسليم شوهرسړی زړوردی.(ايتاليا)
کله چې جګړه پای ته ورسېږي ،زړورکسان ډېر پېداکېږي.(روسيه)
که جرأت نه لرې هڅه وکړه چې اوږدې پښې ولرې.(ايتاليا)
بيزوويل:زړوردخپلې زړورتيا له امله مړشو.(افريقا-اسانتي)
زړورتيا هرڅه نه دي،هرچېرته چې يوزړوروی له هغه نه دوه زړورښه دي.(افريقا-مسايي)
ګنډونکي(خياط)چې کله ورګه ووژله ويې ويل: جرأت ښه شی دی.
موډ/فېشن
موډبايدرعايت شي،که کوربې ډوډۍ شي خطردی.
دموډپېروي بيزووژني.(دباما ټاپوګان-انګرېزي)
که موډوی نوښځوبه د غواله لکۍ هم غاړکۍ جوړه کړې وې.(سوېډن)
هيڅ شی دومره چټی نه دی لکه پروسږنی موډ.
پوخ/بالغ
چې کله توتان پاخه شي سړی بايد جګ وخېژي.
پاخه جوارله لمرنه نه ډارېږي.( افريقا-لونګو)
دلارې ترڅنګ جوارهيڅکله نه پخېږي.(افريقا-زولو)
له پخېدومخکې مالټه شنه وه.(سورينام-انګرېزي)
ژرپخېدل،زرخوساکېدل)(چکوسلواکيا)
يوازنۍ لورژربلوغ ته رسېږي.(سوېډن)
مور
هغه مورده چې خواړه ورکوي.(پيدرلول)
دموروريجې دپردۍ له سپينې ډوډۍ نه ښې دي.(فنليند)
يوه مورخپل ماشوم ته ډوډۍ ورکوي،که څه هم په خپله واښه وخوري.(هند-هندي)
يوه مورشپږوماشومانو ته خواړه ورکوي،خوشپږماشومان يوې مور ته خواړه نه شي ورکولی.(فنليند)
دمورلاسونه پاسته وي که څه هم ګوزارکوي.(سوېډن)
دمورلاس نرم وي.(ايسلېند)
يوازې مورپوهېږي چې دمورمينه څه ده.(انګلستان)
سړی په خپلې مورباورکولی شي که څه هم هغه لېوه(ښځينه لېوه) وي.
خرې مورې خوږې مورې!(افغانستان- پښتو.ژ.)
يوه موربايدخپل ماشوم په خپله وزېږوي،ژړاورسره مرسته نه کوي.(هند-تاميل)
څوک چې ماشوم له لاسه نيسي ،موريې په زړه کې نيسي.(المان)
کم کسان دپلارپه څېروي،خوهيڅوک دمورپه څېرنه وي.(سوېډن)
يوزوي ته توپيرنه لری چې موريې ښکلې ده که نه،لکه ديوسپي چې بېوزله خاوندهم خوښېږي.