دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه۳۸مه برخه
خواړه
هغه خواړه ښه خوندلري، چې سړی يې په خپله کاچوغه خوري.(دنمارک-لوېديزيوليند)
پردي خواړه ښه خوندلري.(سليشويګ[دالمان يوښار])
دښوخواړوسره بايدښه څښاک وي.(سوېډن)
له څښاک پرته خواړه ورکول په کمه مننه ارزي.


سړی بايدهغه وخت بس کړي، چې خواړه ښه خوندکوي.
خواړه ښه دي،خوروغتياترهغې ډېره ښه ده.(سوېډن)
زيات خواړه زياتې ناروغۍ.
له لوږې نه په خوراک ډېرمړه شوي دي.(انګلستان)
خوړل شوي خواړه يوځاي پراته وي.(پيدرلول)
کله چې خواړه خوړل شوي وي،دخواړووخت تېر شوی،څوک يې کم يازيات نه شي ليدلی.(دنمارک-لوليند)
خوړل شوی خواړه اوزړې جامې دچا په يادوي؟(پيدرلول)
له رنګ شوي ديوال نه خواړه ډېرښه دي.
هغه خواړه چې له اوښکوسره خوړل کېږي،وروتېرېږي.(روسيه)
په خواړواوشرابوکې ځواک اوزړورتياده.(لرغوني يوناني)
سړی بايددخپلوخواړواودغرمې خوب خيال وساتي.
څوک چې دخپلوخواړوله پاره روغ دی،دخپل عمل له پاره سالم دی.
ځينې يوڅه اوځيني نورڅه خوري ،نوځکه ټول خواړه خوړل کېږي.(پيدرلول)
مړۍ(ګوله)
مړۍ چنګک پټوي.(انګلستان)
کله چې مړۍ (دکب دنيولوله پاره خوراکي توکی)دښکارشوی کب له ارزښت نه زيات وي،وخت يې دی چې کب نيول بس کړو.(دامريکا متحدايالتونه-دتورانوژبه)
غټه مړۍ همېشه غټ کب نه رانيسي.(افريقا-کرو[يوه شمېرخلک دي چې ژبه يې هم دکروپه نامه يادېږي-ژ.])
سړی مخکې تردې چې غټ کب ونيسي ،مړۍ ورته ږدي.(افريقا-ميندي [په سراليون کې دوګړويوه غټه ډله ده-ژ.])
خواړه پخوونکی مېرمن(اشپزه)
هغه چې له خواړه پخوونکې سره شخړه کوي،په غاب کې هيڅ نه ترلاسه کوي.(سوېډن)
کله چې اشپزه کب په اوبو نه پرېمنځي،خلک يې په بېرومينځي.
۱۸۶
دخواړوګوله /مړۍ
سړی بايدخپله خوله له دخواړوله مړۍ سره برابره کړي.(سوېډن)
ډېر خور
ډېرخور په غاښونوخپل قبرکني.(انګلستان)
راحت غوښتونکی
سړی بايد دمه وکړي چې ګاړي ونه ولېږي .(برنهولم-دنمارک)
راحت غوښتنه ښه ده،خوکله چې ترې ناوړه استباده ونه شي.
قدرت/واک/زور
واک هيڅکله نه مړېږي.
قدرت له انسانيت نه مخکې ځي.(المان)
حق زوروردی.(افغانستان-پښتو[ژ.])
زور(قدرت)زيات وخت له هنر نه مخکې درومي.(پيدرلول)
قدرت کبرتغذيه کوي،کبرنسکورېدل(غورزېدل).
قدرت خوږدی،خوپه قندوکې يې زهردي.(سوېډن)
قدرت ددوزخ دروازې سره پاي ته رسېږي.
دقدرت بې هوښي.(دقدرت نشه)
قدرت دټوپک له ميله راوځي.(چين)
هر قدرت دناوړه کارونې(سواستفادې) په نامه يوغبرګونی لري.
دقدرت خلاف حق نه شته.(لاتين)
چېرته چې زورحق وي،هلته حق هيڅ واک نه لري.(ناروې)
سړی په نړۍ کې له يوې لپې قدرت سره زيات پرمختګ کوي، نه له ېوې يوډکې بوجۍ حق سره.(يوليند- دنمارک)
دابه ښه نه وي، هغه ټول چې قدرت غواړي و يې لري.
دقدرت هوس
دقدرت هوس له ټولوهوسونو غښتلی دی.(لاتين)
می(مياشت)
سړه می تود درمند.
رنګول/انځورول
ښارسوررنګ کړه.(دامريکا متحدايالتونه)
انځورشوي ګلان خوشبوي نه لري.
انځورګر دويم انځور له ړومبي نه شه انځوروي.(ايران-فارسي)

۱۸۷
لوشل
پردۍ غوامه لوشه،چې لغته به واراولاس به دې مات کړي(پاکستان-ملتان)
هغه غواولوشه چې نږدې درته ولاړه وي(يونان)
هغه چې دستکلې يې په لاس وی ،ښه لوشل نه کوي.(دنمارک – لوېديزيوليند)
هغه چې کلک لوشل کوي،وينه لوشي.(سوېډن)
شتمني
سړی خدای اوشتمني دواړه نه شي ګټلی.(بيبل)
دشتمنۍ غوښتونکولمونځ کوونکو ترمنځ هيڅ فرقه پالنه نه شته.
مېړه/سړی
مېړه زوړ(پخوانی)مېړه .(ايسليند)
يوسړی،سړی دی،اويوه ژمنه ژمنه ده.(ناروې)
سړی سړی دی ،که څه هم په دوزخ کې وي.
يومېړه په خپل کورکې مېړه دی،که څه هم له موږک نه غټ نه وي.
يومېړه له مېړه نه زيات نه دی.(فنليد)
سړی هغه دی چې کړنه يې دسړي وي.
څوک چې ارزښت يې لري په پنځلس کلنۍ کې سړی وي،چې ارزښت يې نه لري ترڅلوېښت کلنۍ هم ماشوم وي.(شوروي اتحاد-ازبکي)
يوسړی ترهغه وخته سړی نه دی ترڅو يې سړی نه وي وژلی اويايې يونارينه نه وی زېږولی.(افغانستان –پښتو)
يوځل سړی دوه ځل ماشوم.(فنليند)
سړی اويېږچې څومره بدرنګ وي هومره ښه وي.(ددومينيکن جمهوريت – اسپانوي)
سپې له خولې اوسړي له هيلې پېژندل کېږی.(ناروې)
يوسړی بايددهغه له وينااوکب دهغه له لکۍ نه وپېژني.
ښه سړی ښې خبرې کوي.(برما- پالونج)
که غواړی چې سړی اوسې،ځان دسړی غوندې وښيه.
دتجربه لرونکي (هوښيار)سړی مېلمه کول ښه دي.(ايسلېند)
دويښ سړی ويښول بددي.
غصه ناک سړی د مټرودجاروکولووړنه دی.
څنګه سړی هغسې يې اس.
چې ښه کروندګر نه وي هيڅکله ښه نارينه کېدې نه شي.
خپل نارينتوب وازمايه واده وکړه.(ايران – فارسي)
هرسړی خپل تابع سړی پېداکوي.
سړی دخلقت تاج دی.داڅوک وايي؟ - سړی.(فرانسه)
۱۸۸
مېړه اومېرمن
بې مېرمنې سړی بې تنه سردی؛بې مېړه ښځه بې سره تنه ده.(المان)
يوسړی ترڅوچې ځان ته مېرمن پېداکوي،يوازې نيم انسان دی .(هند- هندي)
مېړه اوښځه بايديو ژوندولري.
مېړه دښځې سردی – هو،خوښځه يې غاړه ده ،اوپه هرلورچې يې وغواړي ګرځوي يې.(دنمارک – شيلېند)
سړی هروخت سړي ته په کتلو پوهېږي، چې هغه څرنګه ښځه لري.(دنمارک –يولېند)
ساده سړې اوخچنه ښځه ښايسته ماشومان زېږوي،تندرسته مېرمن اوغښتلی سړی تندرست ماشومان زېږوي.
سوپڼه ښځه ښه ماشومان لري.(افغانستان- پښتو.ژ.)
ښه زامن يادخچنې وي يا دپچنې. (افغانستان- پښتو.ژ.)
څوک چې ښکلې ښځه اوسپين اس لري،هيڅکله بې غمه نه وي.(دنمارک)
څوک چې دکلي ترټولو ښکلې مېرمن لري،ترټولو خراب خوب لري.(بلغاريا)
څوک چې دوه ښځې لري ،سپي ته اړه نه لري.(روسيه)
دوه مېرمنې په يوکورکې لکه دوه پيشوګان اويوموموږک.
څوک چې پنځه ښځې لري پنځه ژبې لري.(افريقا-اشانتي)
انسانان په دې خوشالېږی چې زياتې مېرمنې ولري،خدايان په دې چې زيات ماشومان ولري.(سومري)
ځوانه مېرمن خرابه خواړه پخوونکې ده.(ملغاسي)
نشه ښځه په کټ کې پرښته خوپه کورکې شېطانه وي.(اووم پيدر)
په نړۍ کې يوه بده ښځه وي اوهرسړی وايي چې هغه زما ده(اووم پيدر)
بدرنګه ښځه دکټ کونج ته مه غورځوئ. (اووم پيدر)
دښځې اومېړه ترمنځ ساړه ترټولوسخت ساړه وي.
کله چې ښځه اومېړه جګړه کوي ښه خبره داده چې ګاونډيان خاندي. (اووم پيدر)
کوڼ سړی اوړنده ښځه خوشاله جوړه وي.(فرانسه)
ښه ښځه نه سترګې لري اونه غوږونه.(روسيه)
سړی وايي دايوه تېروتنه وه،اوبياله جنۍ سره کټ ته خېژي.
دوشنبه
دوشنبه هروخت ديکشنبې له لاسه ژاړي.
رسمي مامور(دولتي کارمند)
که ودې ليده چې رسمي مامور ستا په لورراروان دی اوسوغات يې لاس کې نيولی سملاسي مڼده کړه.(چين)
ماريا(ښځينه نوم)
کله چې مارياته اړه وي؛راشه ماريا،اوچې اړه ورته نه وي؛ځه ماريا.(اسپانيا-کاتلون)

۱۸۹
مارچ(دمياشت نوم)
دمارچ مياشت دټولواک له پاره خطرناکه مياشت ده،(سوېډن)
خېټه (نس)
مړې خېټې تل داګومان کوي چې وږې خېټې نه شته.(ايتاليا)
دچاچې خيټه ډکه وي دروژې ښېګڼې کمې بيانوي.(اسپانيا)
دچاچې خېټه ډکه وي روژې ته نه وايې چې ښه راغلې.(ايتاليا)
ډکه خيټه نه شمشېرجنګي کولی شي اونه تېښته.(انګلستان)
ډکه خېټه ماغزه تشوي.(انګلستان)
ډکه خيټه نه غواړي زده کړه وکړي.(دمنځنيوپېړيولاتيني)
دخيټې اوږده عبادتونه بدراځي.(دامريکا متحدايالتونه)
سره له دې چې يوځای يې خوري خوهرسړی خپله خېټه لري.(سيريلانکا-سينګهالي)
زما خېټه ستانه ده؛ ته يې ليدلی شي،څومره ناروغ يم.(افريقا-کيلوبا)
وږې خيټه پوښتنه نه کوي چې کوچ په څودي؟ (دنمارک-شيلېند)
دسړی زړه ته لارله نس نه تېرېږي.
خيټه ده چې پښې وړي، نه پښې خېټه.(اسپانيا)
مډال(اېواډ)
هرمډال خپله شالري.(انګلستان)
تنګسه اوهوساينه
دهوساينې وړل سخت دي.(سوېډن)
هوساينه دوخت په تېرېدوسره زيانمنه کېدی شي،نه تنګسه.
هوساينه دوستان جوړوي،تنګسه يې ازمايي.(لاتين)
رښتيني دوستان په تنګسه کې مالومېږي،(افغانستان- پښتو.ژ.)
تنګسه هرسړی وړلی شي،خوهوساينه کم کسان.
تنګسه کوچنۍ ارواوې ماتولی شي،خوسترې ارواوې نورې هم غښتلې کوي.
دتنګسې ستاينه هيڅوک نه شی کولی.(فرانسه)
تنګسه سړی هوښيارولی شي،شتمن کولی يې نه شي.(انګلستان)
درمل جوړونکی
درمل جوړونکی په خپل کلي که قدرنه لري.
چوغکه
دهوا له بتې نه په لاس کې چوغکه ښه ده.(روسيه)
۱۹۰