دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

۳۷مه برخه
«هرسړی خپله يې ارزو»،کليوال وويل او ويې څښل کله چي باداريې نڅاکوله.
داکتر
داکتر،به خپله دځان درملنه وکړه.(بيبل)
يوازې داکتردی چې له ښې روغتيانه رنځېږي.
دداکټرزياته حق الزحمه ده چې،ياناروغتياوژني يا ناروغ .(پوليند)
خدای مورغوي،داکتريې پېسې اخلي.(دامريکا متحدايالتونه)

داکتر ګرانبيه ملاقات کوونکی دي.
دناروغتيا په منځ کې دبزې ژمنه کوې،خوکله چې بيا روغ شې فکرکوې چې (داجورې له پاره )چرګه سمه ده.(افريقا-يوکون[په لوېديزافريقا کې ديوکون خلکوژبه ده.ژ.])
داکتريوه ملايکه وي چې کله يې راغواړئ،خوکله چې بايددپيسې ورکړئ، يوشېطان وي.(لاتين)
هغه داکتر چې وړيا کارکوي ،بې ارزښته وي.(تلمود[چي شفاهي تورات هم ورته وايي يهودومذهبي کتاب دي.ژ.])
دداکتر تېروتنه دخداي اراده وي.(ايتاليا)
دداکتر تېرروتنه په خاوروپوښل کېږي ،دشتمن سړي په پيسو.(انګلستان)
داکتر يې وژني،اوځمکه يې کړنه پټوي.(پورتګال)
هيڅوک ترهغوچې يومړستون يې نه وي ډک کړی،ښه ډاکتر کېږی نه.(سوېډن)
مخکې له دې چې داکتر يويادوکسه يې نه وي وژلي، ښه داکترنه دی.(هند-کشميري)
تل ددې له پاره لامل شته چې دناروغتياپه پرتله له ډاکتر نه زيات وډارېږي.(لاتين)
چېرته چې داکتران زيات وي، هلته ناروغان هم زيات وي.(روسيه)
څومره زيات ډاکتران ،هومره زياتې ناروغتياوې.(پورتګال)
يوداکتربل داکتر ته کارورکوي.(دامريکا متحدايالتونه)
دخطرناکې ناروغۍ په وخت درې ډاکتران راغوښتل کېږي.(چين)
دداکترانوددرملنې په مهال، ناروغ مري.(ايتاليا)
چېرته چې داکتران استدلال کوي مرګ رارسېدلې وي.
کله چې لايق داکتر ونه شوکولی،کم تجربه داکتر وازمايه.(افريقا-سيشونا)
په ګاونډکې نيمچه ډاکتر،له ډېرلرې ډاکټر نه ښه دی.(المان)
دډاکتر دترورزوی مړشو،هغه له ټولو ناروغيو روغ شوی و.
ښه ډاکتر،دېربدناروغ دی.
۱۸۱
ډېرښه ډاکتر،دغذايي رژيم داکتر،ارام اوخوښ ډاکتردی.(انګلستان)
طبعيت،وخت اوصبردرې غټ ډاکتران دي.(سکاتليند)
يوازې هغه څوک چې په خپله ناروغه شوی وي،کېدی شي ښه ډاکتر وي.(عربي)
په طبيب پسې مه په تجربې پسې لاړشه.(افغانستان- دری-ژ.)
طبيب هغه دی چې پرې تېره شوي وي.(افغانستان- پښتو-ژ.)
ټول احمقان،کشيشان،يهودان،دسينما لوبغاړي،راهبان،سلمانيان اوزړې ښځې فکرکوي چې ډاکتران دي.(دمنځنيوپېړيولاتين)
که ته له ډاکتر نه بيزاريې، ناروغي نه لرې.(افريقا-بنتو)
ډاکتر وياړي ،چې ته ورته اړه لری.(يونان)
له ناروغۍ تښتېدلی دډاکترپه لاس ورځي.(لاتين)
کله چې داکتر راځي،دردورک شوی وي.(المان)
شپږسړي ډاکتر ته له يوې ښځې نه کم کارورکوي.(اسپانيا)
دښه داکترزوي زياتره له ناروغۍ نه مري.(چين)
که غواړی ژرمړشې،داکټر دي وارث کوي.(رومانيا)
که دوست دې ډاکتروي،ددوښمن کورته يې ولېږه.(پورتګال)
يوازي دشفاهنرځان ته نوم ورکوي اوپه همدغه وخت نوروته ګټوروي.(چين)
داکتر چې روغتياراوړي، مشهورېږي.(سکاتليند)
دناروغ باوراودوستي دداکترد هنرقوت دی.
دداکتر هنر،دادی چې حدث ووهي .(سوېډن)
يوډاکتربايد ديوشاهين سترګې،دباکرې لاس اودزمري زړه ولري.
جراح بايدځوان وي ،اوداکترزوړ.(فرانسه)
په کوم ښارکې چې داکترروماتيزم لري بدي نه شته.(يهودی)
په هغه ښارکې مه اوسه چې داکټريې والي وي.(عبري)
رغېدنه اودرملنه
هلته شفا(رغېدنه)اوناروغي شته،خو دبرخليک شفا؟.(هند- تاميل)
دتهمت کوونکي دچيچلوهيڅ درملنه نه شته.(اووم پيدر)
دډارله پاره هيڅ درمل نه شته.(سکاتليند)
درملنه هروخت مرسته کوي،له هغه ناروغ سره نه ،چې دواجوړونکی وي.(روسيه)
له هيڅ درمل نه شکمن درمل ښه دی.(لاتين)
هغه درملنه چې ډېره دردناکه وي ،ډيرۍه اغېزمنه وي.(لاتين)
ښه دوا تل تريخ خوندلري.(جاپان)
دااسانه ده چې زر نسخې ترلاسه کړی، خودرملنه سخته ده .(چين)
۱۸۲
هلته درمل موندل کېږي،چې ناروغي بدحالت ته رسيدلې وي.(لاتين)
درمل دهغه چا درمان شي چې ژوندی پاتې شي.(چين)
څه چې دپښ درمل دي،ګنډونکی وژني.
دبېوزله درملنه دشتمن داکترکاردی.(پوليند)
دليونتوب خلاف درمل پېداکېږي ،خودحماقت ضد هيڅ درمل نه شته.(افريقا –سواحلي)
له مړي پرته ،دټولو له پاره يوه درملنه شته.(سکاتليند)
کله چې سختي (ممسکتيا)راشي،درملنه پاي ته رسېږي. (عربي)
چېرته چې دروغتيا هيله نه وي،سړی درمل سپما کولی شي.(المان)
څه چې په کوچواوويسکې يې درملنه ونه شي ،درملنه يې نه کېږي.(ايرليند)
دلوږې په غذايي رژيم کې دميسلنګ په تنظيمولوسره ،تاسوپيالوته سره ورکوئ (پيالې ډکوئ)
لوږه يوه تبه ده،خوړل والګی دی.(انګلستان)
شوق/تمايل
شوق انسان ترنيمې لارې بيايي.(ايسليند)
پيوند
دسرزرو پېوندونه هم پېوندونه دي.(سوېډن)
زده کړه
زده کړه هيڅ رتبه نه پېژني.(جاپان)
زده کړه ماليه ده،خپل خاوندپه ټولوبرخوکې تعقيبوي.(چين)
زده کړه له سروزوخورا زيات ارزښت لري.(چين)
زده کړه په مشاجرې اوشخړې کې زېږي.(سوېډن)
ډېره زياته زده کړه خلک لېوني ډوله کوي.(سوېډن)
ويل کېږي،په زياته پوه سړی شي کولې له سينه نه دونې په تنه تېرشي.(سيريلانکا – سينګالي)
نيمچه عالم له بې علمه نه بدتردی.(روسيه)
هوښيارامپړ(نالوستی)له احمق عالم نه ښه دی.(روسيه)
تحصيل کړي همېشه ترټولوهوښيار نه دي.
له يوخرورازده کړونه پنځم حس ښه دی.(سوېډن)
بې فکره زده کړې هدرتللی کاردی،اوبې پوهې فکر کول خطرناک دي.(چين)
تحصيل کړې مېرمنې،بېسواده کورساتونکې ده.
که څلورپښيز ژوی راغورځېدلی شي،پوه سړي هم غورځېدی شي په (تګ کې تيندک وهلی شي)( تايليند-سيامي)
زده کړه اودرس ورکول
نوي کتابونه زده کړه،خوله زاړه ښوونکي نه.(ترکيه)
۱۸۳
نړۍ ښه ښوونکې ده خوجګه اجوره غواړي.(فنليند)
له اړتيا اوبېوزلۍ نه بل پياوړی شوونکی نه شته.(اسپانيا)
سړې يې ترهغوزده کوي، ترڅوچې ژوندی وي.(لاتين)
سړې له برې(سوبې) نه ډېرکم څه زده کوي خوله ماتې يې ډېرزيات زده کوي.(جاپان)
سړي دزده کړي له پاره هپڅکله زوړنه دی.(ناروې)
له زانګو ترګوره زده کړه وکړه!(افغانستان-دری[ژ.])
زوي ته دې يې دناستې په خونه کې زده کړه،اومېرمنې ته دې يې په کټ کې.(چين)
هغه چې دې وهي درزده کوي يې.(افريقا-سواحلي)
له زده کړې (تعليم) نه يې سړی زده کوي.(المان)
لوستل
لوستل له پوهېدلو پرته،بې حاصله کرل دي.
ځغستل
هغه له نيم بادسره ځغلي.
هغه داسې ځغلي لکه اورچې يې پرسروي.
دواغجن
درواغجن ښه کشيش دی،خوخراب وړاندويونکی دی.(المان)
يوښه درواغجن بايدښه حافظه ولري.(اسپانيا)
يوساده درواغجن له يوکم حرف رښتيا ويونکې نه زيات اغېز لري.(پوليند)
درواغجن له ګوډ(شل) نه زيات کوږووږکېږي.(اسپانيا)
درواغجن تردروازې تعقيبوه.(عربي)
که درواغجن يوواررښتياهم ووايې،موږيې نه باوروو.(لاتين)
ددرواغجن کوروسوځېد،اوهيچا پرې باورونه کړ.(عراق-نوې اراميي)
درواغجن اوقاتلان ديوکلی ماشومان دي.(شوروي اتحاد-ايستونيايي)
اجوره/تنخواه
هغه داسې اجوره واخيسته، څنګه چې يې حق کېده..
له مخکې اجوره ورکول کارسستوي.(عربي)
زمری
زمری دورګې دچيچلو څه پروا نه لري.(سوېډن)
زمري دکوچني سپي په غپلو پسې نه راګرزي.(رومانيا)
کله چې زمری زوړشي،سپي ورپورې خاندي.(عربي)
دسپي له سره نه دزمری لکۍ ښه ده.(تلمود)
۱۸۴
يوه ورځ زمری ترسل کاله پسه نه ښه دی.(ايتاليا)
زمری له لوږې مري،خودسپي پاتې شونې نه خوري.
که څه زمری په غصه وي،خوخپل بچي نه خوري.(افريقا-ايلا)
زمری ،زمری دی که زوړهم وي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
کوم زمرې چې غورېږي،خواړه نه مومي.(افريقا-لانګو)
سړی زمری له پنچې پېژني.(لاتين)
دزمري دبرخې اخيستلوله پاره.(يوزوف[يوپوه و.ژ.]- لرغونی يونان)
پور
پور، روپۍ اودوست دواړه له لاسه ورکوي.(اووم پيدر)
خپل دوښمن ته پورورکړه،ګټې يې،دوست ته يې ورکړه (دوست)له لاسه ورکوې.(سوېډن)
دوست ته پورورکړه اوله غېردوست نه يې وغواړه.
دپورورکول شخړه اخيستل دي.(هند-هندي)
پوربايد بې زيانه کورته لاړشي.(پيدرلول)
پورډېرکم وخت په خنداکورته راځي.(ايسليند)
پوربايدموسکۍ شونډوکورته راشي.(انګلستان
کله چې پورکورته ځي په لوڅه کونه بياکېني.(برنهولم-دنمارک)
په پوراخيستل يوازې ړومبی ځل پوراداکوي.(المان)
دپورروپې زياتره موندل شوی روپۍ دي.
پورکولوته بيړه ،درواغ ويلو ته بيړه ده.(المان
دنقاب پورول ،اوته امکان لري هغه وډاروې چې تاته يې امانت درکړی وي.(تيبت)
همجنسباز،مېرمن اوسپی سړی پورنه ورکوي.(روسيه)
کولپ
دااسانه نه ده چې سړی داسې کولپ بندوساتي چې کلۍ يې له ټولوسره وي

 

دړومبي ټوک پاي