دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
۳۶مه برخه
هيڅ ګدۍ دومره بده نه ده چې دځان له پاره پاک لمنې لورونه غواړي.(المان)
کله چې ګدۍ توبه کوي،نوپاک کاري کوي.(عراق-نوې اراميسي ژبه)
کله چې ګدۍ  دنده  پرېږدي پاک کاري کوي،کله چې ړنده شي ،کونې ته ګوته ننه باسي.(عربي)
ځوانې ګدۍ زړې راهبې.(سوېډن)


کله چې ګدۍ  معاشرت کوي کالي لرې غورځوي.(بيبل)
که ګدۍ دې زړه ته راشي،ژردې بټوې ته ننوزي.
ګدۍيوژورقبردی،اوبيګانه ښځه تنګ کوهی دی.(بيبل)
دګدۍ عشق لکه داورلوګی دی ،ډېرځليږي،خوتودوخه يې ډېره کمه وي.
سړې له ګدۍاوکوترې له چټليوپرته بل څه نه ترلاسه کوي.
ګدۍ کېدل اسان دي،خوله ګدۍ توب پرېښودل سخت دي.
له ګدۍ سره واده مه کوه،هغه شپږزره مړونه لري.(اکدي[اکدي ژبه چې کله ورته بابلي ژبه هم وايې ،سامي ژبه ده چې دافريقايي –اسيايي ژبو له سترې کورنۍ نه ده اوابېڅې يې دميخی ليک په نامه يادېږي چې له سومري ژبې اخيستل شوی،په پخواوختونوکې داشوريانواوبابليانوترمنځ کارېدله/ژ.])
هغه چې لوريې ګدۍ وي ،خدايي زامن لري.(هنګري)
 دمخه تردې چې ګدۍ وشرمېږي(حياوکړي)،ځمکه چوي .(فنليند)
ګدۍ بيده وي ،چې لمرله جنوب نه راوځلېږي
ګدۍ وويل:«زه کومه يوه يم ړومبنۍ که وروستۍ».(سوېډن)
په هواکې ماڼۍ(خيال)
په هواکې ماڼۍ ساتل ګران دي.(انګليند)
بوي
داهغه بويوي،چې هيڅ والګی(زکام )نه لري.(سوېډن)
هغه يې بويوي( هغه ته ښکاری  چې څه پېښ شوي).
يوښځه هغه وخت ښه بوی لري،چې دبل شي بوی ونه لري.(لاتين)
څه چې بدبوي لري،بايدسړی يې په خپله لاس ورنه وړي.(سوېډن)
په غولوکې چې څومره لاس وهې،هومره زيات بوي کوي.
دشتمن ناروغي اودبېوزله پراټه سړی له وړاندې واټن نه بويولی شي.(فريزي)
ځنګلي ژوي وويل:«له دې ځايه داسې  بوي راځي لکه زما».
۱۷۶
    هوسا
». کله چې سړی ورپسې دوتلو دواړه لارې بندې کړې،ګيدړوويل:«اوس زه له دروازې دننه ګرم ناست يم
سپږې
سپږې اوپوردشپې خوب خرابوي.(روسيه)
سپږې په ارغواني جاموکې هم وده کوي.(هنګري)
خوارې سپږې ترټولو کلک چيچل کوي.فريزي)
وږې سپږې تل بدچيچل کوي.(سوېډن)
وږې سپږه تل کلک چيچل کوي.(ايسليند)
پردۍ سپږې کلک چيچل کوي.
لکه سپږه ددوه نوکانو منځ کې.
سپږه وژني ريچه يې مز(مزد)اخلي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
سړی بايد دومره ډډه وانه چوي چې سپږې يې وخوري
سړي له سپږو اواوږدو نوکانو پرته، هيڅ شی وړيا نه شي ترلاسه کولی.(دنمارک-يوليند)
پرچاچې سپږې نه ګرځي ،هغه روغ نه دی.
هغه داسې روان دی لکه سپږه په تورډکي.(سوېډن)
هغه خپلې سپږې په دهلېزکې پېژني.
سړی بايدپوه شي چې  سپږې يې چېرته روانې  دي.
سپږه که څه هم شپږپښې لري خوبيا په سينه ځي.(رومانيا)
تردې چې په دېګ کې غوښه نه وي ،ښه ده چې سپږه په کې وي.(دنمارک-يوليند)
پوستين کې دسپږوايشودلو حاجت نه شته،به خپله پکې پېداکېږي.
څوک ديوې سپږې له امله پوستين  اورته نه غورځوي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
سپږې ته دپيالې اوبه هم سمندردی.(افريقا-سواحلي)
داخواشينی ده چې سړی واوري چې سپږه ټوخی کوي،تر هغې داهم بده ده چې واورې ورګه غاپي.(دنمارک-يوليند)
کله چې سپږې ته ټوخې ورشي درزکوي.
سپږه چې ششونه نه لري،غاړه څنګه تازه کوي؟(فنليند)
غږ
اوس په پيب (دتنباکوپيب) کې بل غږراغی(چې يوچابدلون موندلی وي) .(سوېډن)
اوس دغږ حالت(تون) بدل شو.
نيمګړتيا/عېب
له فضيلت نه عېبونه  زيات دي.
موږدنوروټول عېبونه ګوروخو خپل نه شوليدی.
۱۷۷
دبل عېب دکلي منځ دی،خپل عيب دوليو(اوږو)منځ دی.(افغانستان-پښتو-ژ.)
نېکمرغي (بخت)اوبدمرغي
نېکمرغي اوبدمرغي تر يوچت لاندې اوسي.
نېکمرغي دسپوږمۍ په څېرده ،کوچنۍ کېږي اوغټېږي.
نېکمرغي هغه هنداره ده، کله چې ډېره وځلېږي،ژرماتېږي.(پيدرلول)
نېکمرغي  لکه يوه غواده ځينوته سرښيي،ځينوته کونه.(ايتاليا)
نېکمرغي ګردتاوېږي،تاوېږي لکه دتوربين څرخ .(اسپانيا)
يو نېکمرغي ترلاسه کوي،بل دتخرګ لرګی(دمعيوب امسا).(سوېډن)
نېکمرغي يوه الوچه ده چې په خپله  کونه ځوړنده ده.
نېکمرغي ړنده ده.(انګلستان)
نېکمرغي يوه مېره مورده.(لاتين)
نېکمرغي له هغوتښتي،چې لټوي يې،اوهغه لټوي چې ترې تښتي.
نېکمرغي هيڅکله په بازارکې نه خرڅېږي.(پارسي)
نېکمرغي پتمني نه ده،په ميراث نه وړل کېږي.(روسيه)
نېکمرغي کم شمير،مرګ ټول  لري.(پيدرلول)
نېکمرغي دډېروله پاره ښه چانس دی،خو دهيچا له پاره کفايت نه کوي.
نېکمرغي يوه کُنده ده چې دوړلوله پاره  درنه ده.(روسيه)
نېکمرغي يوازې  زړورخوشالوي.
پر نېکمرغۍداس غوندې سپورشه  بايدترې ونه ډارشی.(اووم پيدر)
بخت  دشاتومچۍ سره مرسته کوي.(لاتين)  ۲۲۹
هرڅوک دخپلې بخت پښس(اهنګر)دی.(لاتين)
نېکمرغي دموسکادروازې ټکوي.(جاپان)
نېکمرغي لږترلږه دانسان دکوردزوازه يوځل ټکوي.(انګلستان)
هغه نېکمرغي چې دررسيدلي وي،هيڅکله يې مه ايله کوه.(ايتاليا)
نېکمرغي پرېږدي چې غله،ګدۍ ښځې اوجنايتکاران ترې شيدې ولوشي.
که نېکمرغي دې ترشاروانه وي دپېڅوبډوهل ګټه نه لري.(دنمارک-لوېديزيوليند)
له اوږدوپښونه بخت ښه دی .(ايسليند)
بخت سړي له لښتي اړوي خوکه سړی يې زړه وکړي.
د ټبرله ريښې نه بخت ښه دی.
دبخت موسيقي ته هرڅوک نڅاکوي.(فريزي)
هغه څوک ښه ناڅي چې بخت يې ښه وي.(انګلستان)
زياتره وخت له عقل نه بخت ښه وي.
۱۷۸
نېکمرغي دټولواحمقانوپالونکې (سرپرسته) ده.
دکم عقل سړي بخت ښه وي.(انګلستان))
له طالع يې وپوښتل چې چېرته ځې؟ ويې ويل: د کم عقل په کونه ننوزم.(افغانستان-پښتو-ژ.)
 نېکمرغي هغه څوک ډېره ساتلی شي،څوک چې زياته پټولی شي.
که چاخپل بخت پېژندلې نوورپسې نه به ګرځېدلی
کله چې دبهرپه نېکمرغۍپسې ګرځې،کېدی شي دکور نېکمرغي دې له منځه لاړه شي
سړی بخت لټوي اوښځه دبخت انتظارباسي.(اسپانيا)
په خوښۍ بخت نن وګرځه.(اسپانيا)
رښتينې نېکمرغي له وجدان سره لاس په لاس ګرځي.(ايتاليا)
نېکمرغي په سوله کې ژوندته وايي،(چين)
نېکمرغي مړې ګېډې اوتودې ملاته وايې،چې هيڅ  زورزياتي نه وي.(چين)
تېره نېکمرغي ،هم نېکمرغي ده.
بدبختي په ځنګل کې نه ګرځي، دانسانانومنځ کې ګرځي.(روسيه)
بدبختي(خپګان) دهرچادروازه ټکوي.
بدبختي هيڅکله يوازې نه راځي.
غمونه جوړه راځي.(افغانستان-پښتو.ژ.)
يوه بدبختي له ځان سره بله بدبختي هم راوړي.
بدبختي يوپربل پسې راځي،خوښي ځانله راځي.(ايتاليا)
هغه بدبختي چې ځان له راځي، انعام ورکول ورته په کاردي.(ايتاليا)
هغه بدختي چې په خپله موځان ته جوړه کړي وي،خلاصون ترې نه شته.(جاپان)
شريک غم اړيکي غښتلې کوي.(اسپانيا)
دبل غم زموږخپل غم تسلوي.(لرغونی يونان)
غم چې له نغري هغه غاړي وي پوراسودګي ده.(افغانستان –پښتو.ژ.)
که بخت دې خراب وي په هواره ځمکه دې هم پښه ماتېږي.
بدبختي سره سړي عادت کېدی هم شي چې بيايې نه شی پرېښودلی.
نجلۍ ويل بدبختي جوړه راځي،غبرګوني يې وزېږول.(سوېډن)
که بخت دي خراب وي په حلوا هم غاښ ماتېږي.(افغانستان-پښتو.ژ.)
خوښ/نېکمرغه
کله چې څوک خوښ وي،دساعت وړاندوينه نه اوري.(المان)
نېکمرغه هيوادونه هيڅ تاريخ نه لري.(بلجيم-پلاندرژبه)
هيڅ نېکمرغه ،مخکې له مرګه بيه نه لري.(لاتين)

۱۷۹
تالنده اوبرېښنا
تندرپرويجاړېدونکي کوډله راغورځي، بدبختي ناببره په بې تياريوځينولګېږي.(هند-هندي)
) تندرزياتره کښته پرلوړوونولګېږي.(سوېډن
برېښنازياتره غواړي کوزپرجګوبرجونو ولګېږي.
دابرېښناده،کثافات نه دي،چې خلک وژني.
کله چې تندراوبرېښناوي،هميشه کښته نه راغورځي.(سوېډن)
يوتندربل له منځه وړي.(اووم پيدر)
تالنده اوبرېښنا هواپاکوي.
له تالندې اوبرېښناسره باران وي.
داتالنده اوبرېښنا نه وه،چې ديوان يې ورک کړل.(پيدرلول)
دتالندې اوبرېښناله باران اودخدای نعمت تل په نا اوره ځمکه اوري.(سوېډن)
رڼا/شمع
شمع دسون  موادوله ختمېدو زياته رڼا نه کوي.(اووم پيدر)
رڼابايدکمه شي، نه چې مړه شي.(سوېډن)
 شمع له ډېرنږدي  مه ګل کوه،ګنه ګوتې دې سوزوې.
سړی بايدتر پيمانې لاندڅراغ کې نه ږدي.(بيبل)
هغه خپله شمع له دواړوسرونو لګوي(روښانه کوي).
شمع دنوروچوپړکوي،لرګي دخپل ځان.(اووم پيدر)
يوشمع نورې شمع لګوي،اوخپل ځان سوزوي.
تردې چې پرتيارې لعنت ووايې ،ښه ده چې يوه شمع روښانه کړې .(ايسليند)
 رڼااوسيوري تل سره يوځای وي.(سوېډن)
ترهغوچې داورلګيت ډکې ګل کوې،وګوره چې شمع روښانه شوېده.(جامايکا-انګرېزي)
که هيڅ چرګ هم بانګ ونه کړي ،رڼا کېږي.(افريقا-هاوسا[يوشميرتورپوستي چې په شمالي نايجيريا کې اوسېږي.ژ.])
دچرګ له بانګه پرته هم سبا کېږي.(افغانستان-پښتو.ژ.)
دلمرمخ ته شمع مه لګوه!(انګلستان)
کله چې شمع ګل شي،موږټول څومره چې غواړو، په يوبل پورې خندلی شو.(دنمارک-لوېديزيوليند)
مينه والي/ارزو
دامينه والي ده، چې کارچلوي.
هرسړی خپله ارزو.
لنډ ارزو اوږده ځغاسته لري.(سوېډن)
له تندې نه دمينه والۍ له پاره ډېر څښل کېږي.
۱۸۰