دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

۳۳مه برخه
عشق اوټوخی نه شي پټېدی.(لاتين)
مينه پټې لارې پېژني.
دعشق  راز ډېرې تودې لمبې کوي.(ايسليند)
عشق ،اميدواري (بلاربتوب) اوپراوښ سپرلي نه شي پټېدلی.(عربي)
رښتينې مينه نه شي پټېدلی.(اسپانيا)


عشق دوه اړخيزه ځان غوښتنه ده.(فرانسه)
عشق اومعشوقه يوځايتوب نه خوښوي.(سوېډن)
يوه اړخيزه مينه لکه يوه بې ځوابه پوښتنه ده.(ايتاليا)
مينه نېکمرغي ده که  څه هم ناکامه وي.(فرانسه)
عشق کوښښي لاسونه لري.(سوېډن)
 عشق نيمګړتياوې پټوي.(ايسليند)
مينه سړی ړندوي،خوګونګوي يې نه.
عشق سړی نه ړندوي،خوڅه ورته نه ښکاري.(المان)
عشق ړونددي،خو دپيسوله پاره نه.(سوېډن)  
مينه اوړندوالې غبرګونې خوېندې دي.(اوکراين)
دعشق سترګې هيڅ تېروتنه نه ويني.(دنمارک-يولېند)
دمينانو په سترګودموسکاقوتي دي.(جاپان)
مينه يوسترګه لري اوکرکه ړنده ده.
کله چې مينه کمېږي،تېروتنې زياتېږي.(انګلستان)
عشق خوږ پېل اوسخت پاي لري.(اووم پيدر)
مينه دغم تخم دی.(المان)
مينه دهغوټپونودرمل دی چې په خپله يې جوړکړي دي.(لاتين)
پينه شوې مينه هيڅکله نه جوړېږي.
مينه اوهګۍ چې تازه وي ښه دي.(روسيه)
سړی په کاسه کې مينه نه،بلکې پيازاوغوښه اچوي.(سوېلي امريکا-اسپانوي)
عشق ډېرکم وخت له لوږې مري،خوزيات وخت له ډېره مړښته مري.(فرانسه)
مينه اوکرکه له يوبل نه بېلېدلی نه شي.(دنمارک)
۱۶۱
داډېرلرغونی قانون دی؛کرکه په کرکه له منځه نه ځي، مينه هرڅه بدلولی شي.(هند-هندي)
يوازې مينه له بل چاسره مینه یاکرکه کولی شي.(لرغونی چينايي)
زه بهر ووتم چې مينه پېداکړم خوخپل ځان مې بايلود کړ.(هند-هندي)
هغه چې مينه نه شي موندلی هيڅ نه شي موندلی.(اسپانيه)
داښه ده چې له عشقه  شين يې تردې چې دغوايي غوندې چاغ خوله کرکې  ډک.(بيبل)  
توده مينه، په شل کلنو کې بلېږي،په شپيته کلنۍکې بشپړحماقت دی.(اسپانيه)
مينه دشري(ناروغي) غوندې که ناوخته راشي خطرناکه ده.(انګلستان)
زړه مينه هيڅکله زنګ نه وهي.(سوېلي افريقا-افريقايي)
زوړعشق اوزوړاوراسان بياتازه کېږي.
مينه اومرګ دټولود برابرۍ لامل وي.
دمينې په جګړه کې هغه بری مومي،چې ځان ورکوي.(ايتاليا)
که غواړې دمينې  په مناقشه کې برېالی شې،نوسملاسي والوزه.(اووم پيدر)
 په مينه پسې ځه ،درنه تښتي ـ له مينې تښته  هغه درپسې وي.
مينه په مينه اخيستل کېږي.(ازور[ژبه ده] ـ پرتګال)    
هغه مينه، چې  هرڅه غواړي ،هغه دمينې مخالف ده.(اسپانيا)
مينه اودوستي يوبل بې برخې کوي(فرانسه)
ددوستانو مينه اودښځومينه يودبل مقابل عناصردي.(اسپانيا)
په عشق او قطعولوبه کې هيڅکله ددوستۍ ځای نه وي.
په عشق سره وخت تېرېږي ،اوله وخت سره عشق.(ايتاليا)
) مينه  زهرشنډوونکې په خپله   په ځان کې وړي. (سوېډن
دعشق سوی(سوزش) ژرسړېږي.
دعشق اوګلاب پاڼې ژررژېږي.(سوېډن)
عشق يوپربل پسې يواحمقانه سرورکې شی تړلی.(انګلستان- والس[ژبه])
هغه به مينه ډېرکم پوهېږې ،څوک چې يې په هکله تل ګړېږي.(ايتاليا)
پېراوپلور
څوک چې  هغه څيزپيري(اخلي) چې نه يې شي، امکان لري هغه څيزوپلوري چې له هغه پرته نه شي کولی.(اسپانيا)
که تاداسې څيزوپېره چې اړتياورته نه لرې،نوداسې څېزدي وپلوره چې ضرورت ورته لرې.(عربي
سړی بايد ټول هغه توکي چې ورته اړتيا لري، ونه پېري،سړی بايدهغه څه واخلي چې له هغې پرته يې چاره نه کېږي.
هغه څه چې سړی يې په رڼا کې  اخلي،دسپوږمي په رڼا يې پلورلی شي.
دورځې په رڼا اوروښانه سترګو ښه سودا اخيستی شي.
هغه څه چې له کم عقلۍ پلورل کېږي،پېرېدل يې بې عقلي نه ده.(زانزيبار[يا زنګباردتانزانيا ديونيمه خودمختارټاپو نوم دی.ژ.]-سواحلي)
۱۶۲
ډېر ښه ګټل ډېرښه اخيستل دي.
هغه وخت چې ټول يې پلوري ويې پېره،اوهغه وخت يې وپلوره چې ټول يې پېري.
څوک چې يې اخلي بايدسل سترګې ولري اوچې پلوري يې يوازې يوې ته اړه لري.(ايتاليا)
سړی هوښيارتياکوي هغه وخت يې وپېري،چې نورغواړي ويې پلوري.(ايتاليا)
هغه څوک ښه پېرل کوي چې تش لاس کورته راځي.(سويس-الماني)
کله چې اخلې دهغې ورځ په باب فکروکړه چې پلورې يې.(عربي)
په ځنګل کې دسون له پاره لرګي اوپه سمندرکې کبان څوک نه پېري.(چين)
سمندرکبان نه پېري.(ترکيه)
دړانده پېرل (اخيستل)چينجووهلي ارزانه لوبيا ده.(عربی)
خرابه لوبياډېره لېرې وپلوره.(افريقا-کيکونګو)
په بازارکې واخله،خوپه کوريې وپلوره.(اسپانيا)
هغه چې توکي  نه ستايي، ګران يې نه شي پلورلی.
که غواړی چې ويې پلورې توکي دي پرګلانو ښايسته کړه.(جاپان)
څوک،چې غواړي خپل کوروپلوري،دودانۍ چت هم رنګوي.(سوېډن)
هغه چې دخرڅلاو له پاره هيڅ نه لري، خپل مارکېټ له لاسه ورکوي.(اسپانيا)
که هغه  کولې يې شوی نوخپله برخه لمريې خرڅوه.(ايتاليا))
هغه له شيشوپرته خرڅوي.(پريزي)
په ريګستان (سحرا)کې څوک شګه خرڅولی شي.
له جټ نه آس مه پېره اودملا/کشيش له لورسره واده مه کوه.
يوه شمشتۍ (کاسه ګړبی)بايد په کڅوړه ونه پېرې .(افريقا –دوالا)
سړي بايد په کڅوړه ؟بوجۍ کې پيشو وانخلي.
مخکی له دې چې اييږ نه وي مړ شوی پوټکی يې مه پلوره.
هګۍ خرڅه کړه خوچرګه نه.(روسيه)
 اياداسې څوک شته چې يوازې ددې له پاره چې سوداګرورته وويل شي پلوراوپېر(خرڅول اواخيستل)کوي؟( عبري
هغه ځان دمڼوله پاره پلوري چې پرناروغانويې وويشي.(عبري)
سوداګر
که موسکۍ څېره نه لري  سوداګري مه کوه.(چين)
هغه خراب سوداګر دې چې خپله سوداتوکی دځان له پاره ساتي.(سوېډن)
له شتمن سوداګر نه بيوزله ځمکه وال،اوله بېوزله ځمکه وال نه مذ ‌هبي ګدا(سوالګر)جوړېږي.
هټۍ پرانيستل اسان دي،خو پرانيستې ساتل يې سخت دي.
غوښه
کله چې غوښه بوي وکړي ،دمالګې شيندلوله پاره ناوخته دی.
۱۶۳
خدای غوښه راکوي اوشېطان لکه اشپزچمتوولاړدی.(ايتاليا)
کاش خدای داسې غوښه درکړي چې د سوۍ  له غوښې نه ښه وي.(ايرليند)
ديوسړي غوښه دبل زهردي.(انګلستان)
خوړل شوې غوښه ژرهېرېږي.(سوېډن)
غوښه چې څومره پښو ته نږدي کېږی هومره خوږېږي.(انګلستان)
څوک، چې غوښه اخلي،پښې هم بايد ورسره واخلي.(ناروې)
هغه غوښه چې نوم نه لري مه يې پخوه.(ملغاسي)
هغه په خپله غوښه ارزېده،لکه خپل کرم چې په خواړوارزي.(پيدرلول)
تردې چې هيڅ غوښه کورکې نه وی، يوکرم ښه دی.(المان)
ټولې غوښې وچ واښه دي.(بيبل)
روح چمتو دی خوبدن ناتوان دی.(بيبل)
پخلنځی
پخلنځی په ودانۍکې ترټولو قيمتي خونه ده.
چېرته چې له پخلنځي لوګی خېژي ،بټوه اسويلي کوي.
غټ پخلنځی بټوه کوچنۍ کوي.
دپخلنځي چاغوالی بټوه خواروي.(سوېډن)
هرڅه چې په پخلنځي کې نشته ،پيشواخيستي.
چلول
چلول له راښکلو نه ښه دي.(پيدرلول)
    څه چې په سخت تاوېږي په سخت چلېږي.(پيدرلول)
چې بل څوک يې غوړوي چلول يې سخت نه وي.(دنمارک)
څوک چې په وروچلوي ډېريې چلوي.(سلېسوي-دنمارک)
ترهغوچې متروکه (قمچين)چلېږي (ځغلوه)يې.
په څه چې سيالي ګټل کېږي هغه هم سره شمېرل کېږي.
څوک چې په غوايانوقلبه کوي هغه هم ورسره غوجل ته ځي.(سوېډن)
کرم
سړی بايددکرم پاڼې راټولې کړي نه  سټې .(پيدرلول)
سړی سېزونکی کرم هم پخولی شي.(اووم پيدر)
تريوکرم اووازګه ټول غمونه ورکوي.(دامريکا متحد ايالتونه)
لټي اوتنبلي
لټي بېوزلي زېږوي.(اووم پيدر)
۱۶۴
لټ د مورپېټی دی.
لټ له هيڅ خطره نه ډارېږي.(بيبل)
لټي په وروروانه وي چې بيوزلي ژر ترپوندې ورسېږي.(انګلستان)
لټي يوځواکمن دوښمن دی. (جاپان)
دبل له لټۍ نه  ده چې سړی سپږه په اوږدونوکانونه شي نيولی .(پيدرلول)   ۲۱۳   
د لټ سړی کټ په اونيوتودوي.(ايسليند)
لټ دلوښوکتار جوړکړي،خوخولې ته لاس وړل نه غواړي.(بيبل)
دوه لټان ديوستړي په اندازه تلی شي.(پيدرلول)
تنبل لاسونه تشې کولمې راځي.
هغه تنبله مرغۍ ده چې نه غواړي خپله ځاله جوړه کړي.
يوازې يولټ دی چې ستړی کېږي.(ملغاسي)
لټ په توکوپسې خپه کېږي،چالاک به شتمني ګټي.(لرغونی يونان)
ستړيادبدۍ ځېله ده.
ټنبل شېطان وربولې چې شېطان يې تېرباسي.(انګلستان
لټ دروژې ورځ په کارکې شمېري.(افريقا-هاوسا[په شمالی نايجريا کې ديوشمېرخلکوژبه ده .ژ.])   
لټي له ستومانۍ سره مرسته کوي.(افريقا-يوروبا[په نايجېريا،بنين اوتوګوکې ديوشمېرخلکوژبه ده.])
لټ دې خپله لټي وخوري.(افريقا-زولو)
ټنبل ځان په څپله له خدای بېلوي.(شوروي اتحاد)
لټ سړی په خبرو کې تکړه وي.(برما-پاليونګ[ژبه])
لټ له په خپل چپ راس(ددروازې) تاوېږي.
دروازه په خپل چپ راس تاوېږي،لټ په خپل کوټ کې.
ټنبلتيا مخکې روانه يې اوغريبي ورپسې وي.
لټي بېوزلي زېږوي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
لټان هرکله وخته راپاڅېږي.(شيليند-دنمارک)
تنبل هيڅکله له مېز(دخواړومېز)پرته بل ځای دمخه نه شی تللی.(سليسويک[دجرمنی ديوښار دنمارکي نوم دي چې دوايکنګانو به مهال سوداګريز ښار و.ژ.])     
لټان دشپې چالاکه کېږي.(المان)
لټ څه وخت کارکولی شي؟په مني کې ډېرې خټې وي،پسرلي کې ډېربارانونه وي ،ژمې ډېرسوړاواوړی ډېرتودوي.(فنليند)
دوه لټان برابر غزېږي.
پېل/ډله
ښه پېل ورځ ښه کوي.
له ۹ زيات اوله دريونه لږښه ډله نه شي کېدی.(يوليند-دنمارک)             ۱۶۵