دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه۳۲مه برخه
دښځې له ساتلو نه ديوې ګونۍ( بوجۍ) ملخانو ساتل اسان دي.
دوحشی مېښو/سنډه ګانو پاده دننه تړلی شئ ،خوديوې ښځې اداره ترهغې سخته  ده .(مالېزيا)
لوګی،پيازاوبده ښځه سړی ژړوي.(دنمارک-لوليندفالستر
که په لار ژوندغواړئ ښځې ته واک مه ورکوئ.
ښځې په اوونۍ کې يوورځ سلاورکوي خونه په پوهېږي چې په ورځ يې ورکوي.

دښځوډله عجيبه ډله ده.
مېرمنې تېروتنې هېروي ،خو سپکاوې هيڅکله نه بښي.(اسپانيا)
ښځې  په دووډلوويشل شوي دي،يوه ډله يې امرکوي،بله ډله يې خبره نه مني.(المان)
ښځو،خرواودغوزانوله پاره قوي غاښونه په کاردي.(ايتاليا)

دښځوتل توره په خوله کې وي اوپام پرې کوي چې زنګ يې ونه وهي.(چين)
که ټولې ښځې ښې دي نودابدې له کومه راغلي دي.(روسيه)
دښځوشونډې دباران داوبو دلوښي په څېر دننه خواته دي.(نوی زيليند)۲۰۱
ګونګۍ ښځې ډېرې کمې پېداکېږي.
څومره ښځې کمې وي، هومره غال مغال کم وي.(پولېند)
ديوې ښځې خبره،تړلې اوبه دي.(هند-تيلوګو)
پرښځې دراز باوروکړه،خوژبه يې غوڅه کړه.(المان)
ښځه يوازې هغه څه پټ ساتي چې ترې خبره نه وي.(المان)
ښځه اوږده ويښتان اولنډحس لري.(ييديش[هغه ژبه ده چې څه ناڅه دزرکلونوله پاره په ختيزه اروپاکې داشکنازي يهوديانو ژبه وه،اوپه عبری ابېڅې ليکل کېږي- ژ.])
ښځې دهرڅه ترشاولاړې وي.فرانسه)
دهرڅه ترشادښځې لاس وي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
ښځې غښتلې دي،چې کله په خپلوکمزوريوځان مسلح کړي.(فرانسه)
ښځې چې کله کولې شي خاندي،اوچې کله وغواړي ژاړي.
کله چې يوه ښځه خاندې، په څه پوهېږي(خبره وي)؛کله چې ژاړي،يوڅه غواړي.(سوېډن)
ښځې اوپيشوګان غښتلي دي.(اووم پيدر)
زړه ښځه اونوې تخم په ځمکه کې ښه دي.(سوېډن)
ګومان کېږي احتياط کارې ښځې هوښيارې وي.(اسپانيا)
۱۵۶
له ښځو اوښيښو سره بايدپاملرنه و شي.(دامريکا متحدايالتونه)
ښځې لرل بددي،خوترلاسه ورکول يې ډېربددي.
يوه ښه ښځه له ژړا نه غوره ده.(بلغاريا)
له ښځې پرته هيڅ خوښي بشپړه نه ده.
دښوښځوپه کيناستلوسره څوکۍ ښکلې کېږي.(پيدرلول)
هغه چې دښځوپه باب بدوايي ،نه پوهېږي ،چې موريې څوک وه.(دنمارک-شمالي يوليند)
هغوۍ ترټولوښې ښځې دي،چې سړی يې په هکله ډېرې لږې خبرې کوي.
ښځه ستا کرونده ده،خپله کرونده چې دې څنګه زړه غواړي ويې کاروه.(قران مجيد)
ښځه سېتارنه دی چې سړی يې له غږولو خلاص شي ديوال ته يې ځوړندکړي.(روسيه)
هيڅ ښځه هم په دې چې څوک ورسره مينه کوي په قهر کېږي .(انګلستان)
يوه سترګې ښځه هم چې دمېړه زړه يې ګټلی وي دشاه مېرمن احساس کوي.(هند-تاميل)
شپيته کلنه ښځه اوشپږکلنه نجلۍ دواړه دواده موزيک پشې منډې وهي.(تلمود:ديهوديت شفاهي قانون-ژ.)
دښځې زړورتيا دهغې په مينه کې دی.
يوه ښځه په مينه اوکينه دواړو کې همت کوي.(لاتين)
ښځې اوماڼۍبايدبه په ټولوامکاناتو سره وګټل شي.
ښځه ددې له پاره مخالفت کوي چې وګټل شي.(ايتاليا)
دستورو په شپه ټولې ښځې ښکلې دي.(سوېډن)
کله چې څراغ مړوي ټولې ښځې يوشان وي.(المان)
په تورتم کې يوه ښځه هم نه شرمېږي.(هنګري)
ښځې سره دهغې دځوانۍ له امله مينه مه کوه اودزړښت له امله يې مه پرېږده.(روسيه)
په ښځواواورګاډوپسې منډې مه وهئ که يوه موترلاسه نه کړه بله به يې ترلاسه کړئ.(دنمارک)
هغه مېرمن چې شراب نه څښي،سګرت نه سکوي او ښځه خو په خپله ده پېسو ته اړه نه لري.(سوېډن)
ښځې اوتنورونه بايد په کورکې وي.(سوېډن)
ښځې دښځوله پاره بدې دي.
ښځه اوسړی
ښځه اوسړی له ړومبي نه دوښمنان ول.
دهغه سړي هيڅ نيکمرغي نه شته چې يوې ښځې سره ته زړه ورکړي.(فرانسه-بريتونسک[دفرانسې په شمال لوېديزکې پروت دی نږدې نيم مليون خلک پرې بوهېږی)
ښځه دسړي وياړدی.(بيبل)
سړی سراوښځه خولۍ ده.(سوېډن)
سړی سراوښځه يې تاج دی.(سلواک)
سړي غرونه دي اوښځې يې اړمونه.(افغانستان-پښتو)
۱۵۷
ښځې اوسړي ديوبل دغوږونواوسترله پاره هم دي،نه يوازې دکټ له پاره.(تواريک[په شمال افريقاکې کوچۍ قبيله ده-ژ.])
يوه ښځه له سړي پرته بې تاره ګيتاردی.(دکپ وېردټاپو- پرتګالي)
سړي هومره زاړه ځومره چې ځان احساسوي،ښځې هومره زړې دي څنګه چې ښکاري.(اياليا)
يوسړی هومره ښه دې چې بايدوي،اويوه ښځه هومره بده ده چې جرات يې لري.(انګلستان)
بايد غټې ښځې وي چې له واړه سړو سره ځان برابرکړي.(دنمارک-يولېند)
سړی غلی کېږی کله چې ځورېږي،اوښځې ځورېږي کله چې غلې وي.
سړی په سرمينه کوي اوښځه په زړه.
ښځه دکورڅراغ دی.(افغانستان-پښتو-ژ.)
ښځه يا په کورده ياپه ګور.(افغانستان-پښتو-ژ.)
که سړی دشپې اداره کوی اوښځه دورځې هروخت دسوېل شمال(نرم)لګېږي.(سوېډن)
خدای ښځه اوسړی پېداکړل راهب چاپېداکړل.(ارمني)
سړی اوردی اوښځه سپرغۍ اوشېطان يې په بنۍ تازه کوي.(فرانسه)
يوبانګي(چرګ)دلسوچرګوله پاره بس دی،لس سړی ديوې ښځې له پاره بس دی.(اسپانيا-باسکی[ژبه ده چې داسپانيا په شمال ختيزاودفرانسې په سوېل لويديزکې ګړېدونکي لري)
درې دوله سړي دي چې په ښځو نه پوهيږي:ځوانان،زاړه اودمنځني عمرکسان.(ايرليند)
ښځې له حياناک سړي نه خوشاله وي،خومينه ورسره نه کوي.(سوېډن)
ښکلول
که زه دې ښکل کړم څپېړه درکوم که ښه وه نو ماواخله.(اووم پيدر)
يوه بې ږېرې ښکلونه، لکه يوه بې هګۍ مالګه.
له ښکلولوماشوم نه پېداکېږي.
ښکلول لکه په پنجې شوروا څښنه ده،هيڅکله پرې سړې نه مړېږي.(سوېډن)
ښکلول يوازې پېلول دي.
له ښکلولو وروسته زياته مينه پېداکېږي.(انګلستان)
هغه چې چاته دښکلولواجازه ورکړي،دغاړۍ ورکولو اجازه هم ورکوي.
لومړني ښکلول سوزول کوي اودويم اوربلوي.
ښځه چوبړی دهغه دخاوندله پاره ښکلوي.
هغه کم عقل دی چې نجلۍ ښکلوي،بايدخواړه پخوونکی ښکل کړي.(انګلستان)
دغلا ښکلول بايدبيرته ورکړی.(سوېډن)
ښکل کړه،داسې شکل کړه چې حس شي.
له دښکلولو په شان ترهغو کارنه کوی ترڅوچې دې چاسره نه وی شريکه کړي.(رومانيا)
بدرنګه نجلۍ مه ښکلوه هغه به يې ټولې نړۍ ته ووايي.(ييديش[ژبه ده- ژ.])
۱۵۸
سړی هغه لاسونه ښکلوي چې غواړي ويې سوزوي.(اسپانپا-کاتلان[ژبه ده چې څه ناڅه يولس نيم مليونه وګړي پرې په اسپانيا،فرانسه،ايتاليااواندوراکې ګړېږي –ژ.])
هغه لاس ښکل کړه چې نه يې شی ماتولي.(عربي)
پاک لمنې
هغه ښځه پاک لمنې ده چې هيچانه وي پوښتلي.(لاتين)
پاک لمني دګنګل دګېنګړي(قنديل) په څېرده،په يوځل ويلي کېږي له منځه ځي.(انګلستان)
دسمندرغاړه
دسمندغاړه روښانه ده.
زنځير
هيڅ زنځيرله يو کمزوري بند(دزنځيربند) نه قوي/کلک نه دی.
بې حيا ښځه /شېطان صفته بوډۍ
بې حيا ښځه په هغه ورځ ترټولوخرابه په کومه ورځ چې خواړه پخوي.(دنمارک-يولېند.
زړې ښځې اوزنګ وهلي چپ راس هروخت اوازکوي.
بې حيا ښځه لکه دغاښ دردپه څېر تل موم موم کوي.(سوېډن)
له بې حيا ښځې سره شخړه کول، لکه بادته چې لاړې توکل، دسړي په خپل مخ دې لګېږی.(سوېډن)
له بې حيا ښځې هرڅوک ځان ساتي، پرته له هغه چې واده يې ورسره کړی دی.
دبې حيا ښځې نڅازياتې دوړې کوي.(اووم پيدر)
دجنوب باداودبې حيا ښځې نڅااوبه ورکوي.
دشمال باداودبې حيا ښځې نڅاهيڅکله پاي ته نه رسېږي.
دبې حياښځې خنداپه ټوخي بدلېږي.
تنه من کسان
تنه من له برياپرته راولېږي.(پيدرلول)
په غټه تنه مې مه تېروځه زه ډېربې غېرته يم.(افغانستان-دری-ژ.)
ډانګی/لرګی
دانګی ښه سوله راولي.(فرانسه)
لرګين اس
هريوخپل لرګين اس لري.(بلجيم-والوني)۲۰۵
لرګين اس له لسواصلی اسونوزيات خوراک کوي.(سوېډن)
ګران اوخوږ
ګرانوماشومانو ته خواږه نومونه ورکول کېږي.(بلجيم-فلامي)
ګران ماشوم زيات نومونه لري.
۱۵۹
خوږې سترګې غم نه ګوري.
څوک يې چې په ګرانښت غواړي بايدپه ګرانښت يې ورکړې.(پيدرلول)
هغه چې ګران وي، ښکلی وي.
سترګې په هغه څه پسې ګرځي ،چې زړه ته ګران وي.
کشيش چې کله جنت ته لاړويې ويل:داسې خوږاوګران لکه ناڅاپي .(سوېډن)
ملګری،معشوقه
ځاله هم لکه معشوقه ده.(اسپانيا-باسکي ژبه)
هغه چې غواړي بې عيبه معشوقه ولري،لونډپاتې کېږي.(بلغاريا)
ان يوسپې هم دمينانوله شخړې نه ځان ساتي.(جاپان)
دمخه به دې اشتباه اورېدلي وي،چې ديوه معشوقه دبل مېرمن شوې وي.(لوېديزيوليند)۲۰۶
عشق/مينه
عشق له قانون نه ستر دی.
عشق دولس جوړه اسونه راکاږي.
عشق غښتلې دی،هغه دواړه اوږده کالي اودشپې کالي پورته کولی شي.(پيدرلول)
عشق غرله ځايه خوځوي.
مينه په خپله کېږي زده کېږې نه.(فارسي)
مينه يوه هيله ده،په هماغه اندازه په چټلۍ کې غورځېږي لکه دسوسن ګل.
مينه لکه دپسرلي پرخه ده ،دکولچې غوندې په چټلۍ کې غورځېږي.
مينه يې نه انتخابوي،چي په کوم چمن به غورځېږي.(افريقا-زولو)
عشق په ټولو هنرونوکې استاددی.(ايتاليا)
دمينې له پاره هيڅ بادډېرسوړ نه دی.(روسيه)
هغه چې په زړه کې عشق لري،نښې په څنګ کې لري.(ايتاليا)
عشق يوښکلی بڼ دی،واده دسېزونکو(سوزونکوبوټو)کرونده ده.(فينلېند)
عشق وزرونه لري،واده په ډانګوروان وي.(ايتاليا)
عشق ډېرتوان لري،خوپېسې ترهغه غښتلې دي.(يوګوسلاويا-سربوکرواتي)
څوک چې مينه کوي،دردزغمي.(برازيل-پرتګالي)
مينه دروح غاښ دردي ده.(ارمني)
عشق تل له حسادت سره نه وي،خوښايي له اندېښنې اوډارسره وي.(اسپانيه)
عشق لکه مو‌‌ذي حشرات دي،کله چې يې وچيچلې،هيڅ درمل نه لري ان په درملتون کې.(سويلي امريکا-اسپانوي)
عشق يوډول جګړه ده.(لاتين)
غوړګه (نۍ/کړکي) په ځنګل کې په ټول بدن اوعشق په ټول زړه نېش وهي.(سوېډن)

۱۶۰