دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې ۳۱مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفر خواريکښ ژباړه

سوله خواړه ورکوي،جګړه يې له منځه وړي.
سوله ښارونه جوړوي،جګړه يې سوزوي.(روسيه)
په جګړه کې قوانين هم چوپ وي.(لاتين)
په جګړه اومينه کې هرڅه روا دي.
جګړه داسې غواده چې سړې يې په اغزيوکې لوشي.(افريقا-سيسوتو )
هغوۍ چې جګړي ته بلل کوي،دشېطان محتسبان[دقاضي عسکر] دي .(المان)

جګړه له زړه وروسترګې نه پټوي، له بې غيرتانويې پټوي.(يونان)
هغوۍ چې جګړې ته ځي ټول نه ټپيان کېږي.
په جګړه کې له ماتې ټول رنځېږي،اوهمدارنګه دبريوخاوندان هم.
دجګړې له ختمېدووروسته،ډېرميړني پېداکېږي.(روسيه)
کله چې جګړه پاي ته رسېدلې وي،اتلان ډېررامخ ته کېږي.(رومانيا)
دجګړې دپاي ټکی سوله ده.(اسپانيا)
ناسمه سوله دنوې جګړې لامل دی.
له ناعادلانه سولې نه عادلانه جګړه ښه ده.
خواره سوله،له چاغ بري نه ښه ده.(انګلستان)
که سوله غواړې،جګړه په زنګ ووهئ.
سوله يوعادت دی.(عربي))
له سولې پرته هيڅ نېکمرغی نه شته.
چېرته چې سوله وی هلته مېوه وي.
سوله له دننه راځي،له بهرنه يې مه لټوه.(هند-هندي)
دهېوادسوله ښه ده ،دکورسوله ډېره ښه ده،خودخدای سوله ترټولو ښه ده.(سوېډن)
مړسړی جګړه نه پېلوي.(يهودي)
له مړستون(قبر) نه مخکې هيڅوک ارام نه وي.
دايمي سوله يوازې په مړستون کې موندل کېږي.
مسيحي/عيسوي
عيسوي له عيسوي شکايت کوي،خويوشېطان يې له بل نه.(اووم پيدر)
په عيسويانوکې څق څوق زيات دې خويوازې لږ په څټلوکې . (عربی)
۱۵۱
دمسيحي په کټ کې بيده شه ،خوخوړوته يې لاس مه وروړه؛ديهودانوخواړه وخوره خوپه کټ کې يې مه بيدېږه. (عربي)
نيوکه کوونکی/منتقد
ښه نيوکه کوونکی،خراب کار.(کوريا)
انتقادکونکی يوبې پښې سړی دی،چې نوروته ښيي،چې سړی بايدڅنګه ټوپ ووهي.(انګلستان)
مېخانه
مېخانه ددوزخ سالون دی.(دنمارک-شيليند)
مېخانه دشېطان کليسا ده.(سوېډن)
دمېخانې څنګ ،اودکليسامنځ ته مه ځه.(سوېډن)
ښه ده چې په مېخانه کې کېنې اودکليساپه باب فکروکړې،تردې چې په کليساکې ناست يې اودمېخانې په باب فکرکوې.(دنمارک-يوليند)
په مېخانه کې له جګړې نه زيات وژل کېږي.
هرکلی خپله مېخانه لري.(پولينډ)
چنګک اوکوږوالی
په بې مړۍ چنګک باندې خوله نه لګوي.
چنګک بهروغورځوه،چې څوک پرې ښه خوله ولګوي.
بې چنګکه کب نيول اوبې کتابه زده کړه مطلوبه پايله نه لري.(اووم پيدر)
کله چې وخته کبان نيسوبايدښه چنګک ولرو.(پيدرلول)
کږه اوسپنه په څټک سمېږي. (سوېډن)
کږه ونه هم ښه مېوه نيسي.
کوږځينې وختونه په سوک سمېدی شي. (دنمارک-ويندسوسيل)
کږې خولې به سوک سمېږي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
غروی(کروکديل)
دغروي زورپه اوبوکې دی.(افريقا-تانګا)
يوغروی په اوبوکې پيل(هاتي)له منځه وړی شي،په وچه پرې يوسپې بريالی کېږي .(زړه هندي)
هلته په اوبوکې غروي اوپه وچه پړانګان دي.(بنګله دېش-بنګالي)
تردې دکوچنيو کبانو له پاره ټوټه شی ښه ده چې غروی دې وخوري.(تايليند-سيامي)
تاج
يوتاج دسردردله پاره هيڅ درملنه نه ده.(انګلستان)
ټول قوانين دهغه چا له خواماتېږی ،چې غواړي تاج ولري.(اسپانيا)

۱۵۲
باروت
سړی بايد پرمړکارغه خپل باروت ضايع نه کړي.(سوېډن)
هغه،چې دباروتو لوګی نه شي زغملی،جګړه نه شي کولی.
هغه باروت نه دي اختراع کړي.
منګوټی/ګړی
منګوټی ترهغو اوبوته وړل کېږی،چې ترڅوکورته بې لاستی راوړل شي.
ګړی زيات وختونه چينې ته ځي،خواخرماتېږي.(انګلستان.
که څوک ګړی تل چينې ته وړي يوه ورځ ماتېږي. (افريقا- هاوسا)
اخور
کله چې اخورتش وي اسونه غوره کېږي.
اخورپه اس پسې نه ځي.(اووم پيدر)
اس اخورته نه اخوراس ته .
خاپوړې،په سينه ښوېدل
سړی بايد مخکې له دې چې تګ وکولی شي خاپوړې وکړي.
هغه چې پرسينه ښوېږي هم مخکې ځي.(سوېډن)
که دپاسه پرې نه شی دانګلی،نودلاندې ترې په سينه وښوېږه.
پټ ښکاري
زوړپټ ښکاري ښه ځنګل ساتونکی کېدی شي.(سويډن)
ډارن
ډارن له خپل حق نه په خپله ډارېږي.(يونان)
ډارن ژر په دام کې ولېږي.(يوليند)
ډارن دوه ځله مري.(افغانستان-پښتو[ژ.])
له ډارن نه بايد سړی وډارېږي.(جاپان)
ډارن ټول هډوکي ساتي.(جاميکا-انګرېزي)
ډارن نه پوهېږي،له کوم ګوزارنه تښتي.(دکيپ وردټاپوګان(داتلانتيک سمندرګې پراته دي[ژ.] –پرتګالي)
وجدان له موږټولو ډارن جوړوي.(انګلستان)
اجيرسرتېری
دايوناکاره اجيرسرتېری دی،چې خپل توکي په خپله وړي.
غونډاری،توپ،ګولۍ
هرتوپ خپله ګول(دروازه) لري.(انګلستان)
څوک چې ګولۍ جوړوي،هغه پرې ډزې کوي.
۱۵۳
هغه يو ليونی توپ دی.
سکاره
هغه سکاره چې لاتاوده وی،بيااسان بلېږي.(مکسيکو-اسپانوي)
ايا سړی کولی شي پرتازه سکرو(انګار)پرته له پښوسولو لاړشي؟(بيبل)
ډېرکم وخت سړی له اهنګرۍ(دپښ کارځی) نه سکاره اوخېاطۍ(دګنډونکی کارځی) نه تارترلاسه کوي.(پيدرلول)
دډبرې يوتازه سکور(سکروټه )بل سکورهم له ځانه سره تازه کوي.(اووم پيدر)
دچا پرسردتاره سکرو غورځول.
پوهه /اګاهي
پوهه ځواک دی.(لاتين)
پوهه خزانه ده اوعمل دهغې کلي ده.(سوېډن)
دپوهې ونه په اوښکوخړوبېږي.(المان)
پوهه په ازادۍ کې ژوندکوي،هغه مخکې له رام کولو نيول کېدی شي.(ايران-فارسي)
پوهه يوازې لږه مرسته کوی ،که سمه اداره نه شي.(اسپانيا)
هنر
توانېدل هنر دی.
هنرڅه چې سړی يې نه شي کولی، چې سړی يې وکولی شي داهيڅ هنرنه دی.(ناروې)
هنراوږددی،ژوندلنډ.(لاتين)
هنراوزده کړه ډوډۍ اووياړورکوي.
دهنرلارې زياتې دي.(پيدرلول)
هنردطبعيت تېروتنې سموي(اصلاح کوي) .(سوېډن)
هنردطبعيت رقيب دی.(لاتين)
دهنرپټول هنر دی.(لاتين)
هنرهيڅ پوله(سرحد)نه لري،هيڅ هنرمند نه شته چې بشپړوي.(لرغونی مصري)
دهنراولاسی کارتوپيردی،چې دارزونې له پاره يې ځانګړی مهارت ته اړه ده.
هنرپرمخ ځي(زياتېږي) اوبېوزلان زياتېږي.
منشي دمحراب شمع په ټيزمړه کړه ويې ويل:«هنرزياتېږي».
دهاتي(فيل)دپښې سپين انځورول دهنردفاسدولواجازه ده.(لاتين)
هنرمندان
هنرمندان زېږی ،هوښياران جوړېږي.(سوېلی امريکا-اسپانوي)
کوس
په کاږه کوس هم متيازې کېږي.(دنمارک –لوېديز يوليند)
۱۵۴

ښځې
ښځې،پېسې اوشراب:زموږشتمني اوتباهي.
ښځه دهست ترټولوښکلی ژوندی موجود دی.(عبري ژبه)
ښځې اوپيرګي(دڅېړيودانې)ښکلې ظاهرلري.(المان)
يوه ښايسته ښځه په چوپتيا(سکوت) کې تقلب دی.(سوېډن)
ښځه تردې چې ښه وه غواړي ښايسته وي .
يوې ښځې ته ووايه چې ښکلې يې،اوشېطان يې لس ځله هغې ته تکراروي.(اسپانيا)
دهرې ښخې بله ښځه په هنداره کې خوښېږي.(المان)
بدرنګه ښځه له هندارې ډارېږي.(جاپان)
هغه ترټولوښکلې ښځې نه دې چې سختې ولولې(احساسات) راپاروي.(فرانسه)
ښځې لکه ناک دي،کښته راغورځېدلې مېوه يې ترټولوښه خوندوره وي.(اسپانيا)
په ښځواوناکوکې سړی غوښن برخه خوښوي.(جاپان)
ښځې لکه ساردين کبان دي کوچني يې ډېرښه دي.(اسپانيا)
ښځه ښه بوی لري کله چې هغوۍدبل څه بوي ونه لري.(لاتين)
ښځه مانا جامې.(افريقا-سواحلي)
په بدې ښځې پام کوه اوله مالګې سره ښه پام کوه.(اسپانيا)
دهيڅ حواپه لورباورمه کوه،چې تن پلوري اوثواب اخلي.(سوېډن)
ښځې تل په لمن کې مکر/فرېب لري.(پيدرلول)
که څه هم ښځه له ښيښې جوړه وی،بيابه هم رڼه نه وي(ناپېژندونکې وي).(روسيه)
دښځې دننه پېژندنه داسې سخته ده لکه دهندوانې.(اسپانيا)
ګرانې ښځې هم په رښتيا پورې نښتې وي که څه هم ټول رښتيا نه وي.(ايتاليا)
ښځې داوږدوکاليولاندې لنډ(کم) اخلاق لري.(اووم پيدر)
ښځې ددروازې له درشل اخوا نهه فکره لري.(اووم فيدر)
دښځې فکر اودژمي بادزياتره بدلېږي.(انګلستان)
دښځې زړه لکه دنيلوفر پرپاڼه داوبودڅاڅکي غوندې رغړنده دی.(تايليند-سيماسي)
دښځې توافق داپرېل دهواده(بدلېدونکې ده).
کله چې يوه ښکلې ښځه موسکېږي،دپېسوبټوې اوښکو ته دام دی. (ايتاليا)
يوښځه ،چې په کړکۍ موسکېږي،لکه دلارې ترڅنګ دانګوروږی.(ايتاليا)
دملاګاس(داسپانياپه سويل کې يوبندری ښاردی)[ژ.]د ښکليوښځوښارمشهورکړی،خوزمري دومره وحشي نه دي، لکه خلک چې وايي.(اسپانيا)
سړي وحشي حېوان اهلي کولې شي،خوبده ښځه نه.(پيدرلول)
باداوښځه دننه نه شي کولپولې(قفلولې).(يونان)
۱۵۵