دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفر خواريکښ ژباړه۳۰مه برخه
غوا خپل پاده وان پېژني،خوخپل خاوندنه پېژني.(ايتوپيا-امهري(دايتوپيادفدرالي ديموکراتيک جمهوريت رسمي ژبه ده[ژ.])
څوک چې دغواخاونددی،بايددلکۍ خواته يې ودرېږي.
هغه چې يوه غوا لري هيڅ ارامي نه لري.
هغه چې نه غوالري نه خسی،ارام خوب کوي.(هند-هندي)
دايوشی دی چې غوايې،اوکه زه شيدې واخلم.

که څه هم غواتوره وي شېدې يې سپينې دي.(افغانستان-پښتو)
توره غوا سپينې شيدې ورکوي.(پيدرلول)
غوانورې شيدې نه ورکوي،ځکه چې لوښی غټ دی.
دادغواڅه ښه والی دی،چې ښې شيدې ورکوی،خوسطل چپه کوي.(ييديش))
هغه غوا چې ښې شيدې ورکوی،سړی بايدحلاله نه کړي..
ته چې غوا پلورې،شيدې هم پلورې.(انګلستان))
مخکې له دې چې غوجل نه وي تشه ،سړی غوا پسې نه خپه کېږي.(سوېډن))
کله چې يوه غوا وترهېږي،نوټولې ترهېږي..
) دغواوترمنځ غوايي قاضي دی.(چکوسلواکيا-سلواکي)
ترڅوچې کوناټي/کونه پروچه وي، هيڅ غواپرکنګل نه شته..
هغه داسې ښکاره(مالومداره) ده لکه غوا پر کرښه.(سوېډن))
هغه دومره په اسانۍدانګي لکه مرغۍ.هغوۍ ورته غوا وايي..
.« کله چې دسپۍ خاوندمړشوويې ويل: «دخدای شکردی داغوا نه وه
خواړه پخوونکی(اشپز)
ښه خواړه پخوونکی،ښه داکتر.
خراب خواړه پخوونکی خرابه ښوروا پخوي.(سوېډن)
ښه اور چټک خواړه پخوونکی.
ډېرخواړه پخوونکي خواړه خرابوي.
ډېرخواړه پخوونکي په مالګه تروه ښوروا پخوي.(المان)
ډېرخواړه پخوونکي دغوښې ښورواخرابوي.(انګلستان)
څومره چې خواړه پخوونکي ډېروي هومره ښورواخرابه وي.(سوېډن)

۱۴۶
خداي غوښه رالېږلې،شېطان خواړه پخوونکی.(ايتالي)
کله چې خواړه پخوونکی اوشراب پلورنکی شخړه کوي،سړی پوهېږي چې شراب څه شوي دي.(ترکيه)
هرخواړه پخوونکې دخپلوخوړوستاينه کوي.(انګلستان)
هغوۍ،چې اوږدې چړې ګرځوي،ټول خواړه پخوونکی نه دي.(هاليند)
هغه ډېره خرابه خواړه پخوونکې نجلۍ ده چې په خپله وږې وي.
چاهيڅکله نه دي اورېدلي چې خواړه پخوونکې نجلۍ له لوږې مړه شوې وي.
لکۍ لرونکی ستوری
لکۍ لرونکی ستوري خراب وړاندويونکې دی(دخرابس نښه ده).(سوېډن)
راتلل
په سم وخت راتلل ښه دي،په سم وخت تلل ډېرښه دي.
هغه هم راځي،لکه ناوخت چې راځي.(سوېډن)
هغوی چې سړی يې غواړی نه راځي،کولی شي هغوۍ ومني،چې راځي.
څه چې په اسانۍ راځي،په اسانۍ ځي.(انګلستان)
کله چې کروندګرخنځېرې(ښځينه خوک)ته دقصابي شوی خنځيرغوښه ورکړه ويې ويل:«هيڅ نه پېښېږي».
کوميټه
کومېټه جوړول دغوره کاردتره سره کولولارنه ده.
ستاينه
ستاينه هيڅ بيه نه لري،خوپه هرصورت په ډېره لوړه بيه تمامېږي.(انګلستان)
په ستاينه کې سپماادب دی.(سوېډن)
پټه ژمنه
پټه ژمنه له دېوغښتلی ده.(هايتي-فرانسوي)
ټولواک اوملکه
ټولواک يوازې نيم څښتن دی.
هرټولواک که حق يا ناحق وي، تل حق لري.(افريقا-بامبارا)
يوټولواک بايدډېرچوپړيان ولري.(ناروې)
ټولواک داسې بيدېږي لکه دمېږيانو دخاورې پرډېرۍ.(افغانستان-پښتو)
دټولواک وياړشتمن اتباع دي.
ډېردټولواک غوږونه وي.(ناروې)
دټولواک مهرباني لکه پرواښو دپرخې غوندې ده. (سوېډن)
دټولواک قهردمرګ استازی دی.
دټولواک قهردزمري قهردی.(پيدرلول)
۱۴۷
کله چې ټولواکان يوښارته ورننوځي،هغه ورانوي.(قران)
کله چې ټولواکان جنګېږي،ملاتړي بايد ژوندپه خطرکې واچوي.(سوېډن)
کله چې ټولواک له منځه تللی وي،ملکه چې څه غواړي، کوي يې.(هند-هندي)
څه چې ملکه وايي،هغه ټولې دټوالوک خبرې نه دي.
دېرکم سرونه دشاهي تاج له اندازې سره جوړېږي.
پرون پاچا،نن ګدا.
په خپل کورکې هرسړي پاچا دی.
ټولواک ټولواک دی،خويوخالی(دپروتوس) زيات دی.(سوېډن)
دپاچاڅېره پرپېسووی،خوسره له دې يې هم سړی غلاکوي.(هنګري)
دانه
دانه پردانې يو(دډوډۍ)مېزاوډبره پرډبره يوه ماڼۍ.(يوګوسلاويا-سرب کرواتيا)
چرګه له دانې دانې نه خپله ججوره ډکوي.(جنوبي امريکا-اسپانيا)
يوه دانه ګونۍ(بوجۍ) نه ډکوي،خوله ډکولوسره يې مرسته کوي.
په يوې دانې زېرمتون (ګودام) نه ډکېږي،خوله خپلو ملګروسره مرسته کوي.(برازيل-پرتګالي)
سړی له خراب تخم نه ښې دانې نه شي ترلاسه کولی.(پيدرلول)
صليب
هرڅوک خپل صليب لري..
خپل صليب په صبروړه ،خوځان مه فاسدوه.(سوېډن)
که ته خپل صليب په ښه توګه وېسې،هغه به تاوېسي.(لاتين)
هرڅوک په ځانګړې ډول فکرکوي چې صليب يې دلېږدولوله پاره درونددی.(لاتين)
هيڅ صليب دومره سپک نه دی لکه داسقف صليب.
عيسی(ع)خپل صليب پرشاوړه،اسقف يې پرګېډه وړي.(سوېډن)
صليب ده،چې جنت ته رسېږي.(انګلستان)
هغوۍ چې صليب لري،ټول کشيشان نه دي.
هرصليب خپل انځور لري.(انګلستان)
هغه ښه زده کوي چې ترصليبه وښويېږي.
دصليب ترشا زياتره شېطان کمين نيولی وي.(اسپانيا)
لنډ
لنډ اوښه سره مينان دي.(ناروې)
لنډوالی د شوخ طبعۍ روح دی.(انګلستان)


۱۴۸
خواړه
په خواړوکې سپماسره ډېروخت کور ساتل کېږي.(اووم پيدر)
چې سړی يې په خپله خوري، له خواړوشکايت ګټه نه لري.(دنمارک- شيليند)
داسخت خواړه دي چې خپله خبره وخوري)
بيه،ارزېدل
خلک زياته بيه لري ،چوپړيان ترهغې زيات.(ناروې)
په لرګينواسونو سپرېدل دپښې په بيه تمامېږي.
هغه چې ارزان وي،ترهغې هم کم ارزول کېږي.(اسپانيا)
خرچنګ
لکه زوړخرچنګ په سينه مخکی ښوېږي،غواړي بچې يې ورپسې وښوېږي.(دنمارک-دمون ټاپو)
که خرچنګ شاوخواونه ګرځي څه نه شي ترلاسه کولی،که ډېروګرځي په خپله په دېګ کې ولېږي.(ترينيداد:په سوېلي امريکاکې دکارابين دسمندرجنوب ته پروت ټاپو دې[ژ.] –انګريزي)
خرچنګ ته څوک په اوبوکې دډوبولوجزا نه ورکوي.(المان)
دخرچنګ اوبه خوښېږي خونه خوټېدلې اوبه.(افريقا-فولب)
خرچنګ په هغه لارځی په کومه چې چرګو لغتې وهلې وي.(اووم پيدر)
پور/اعتبار
اعتبارله پېسو نه ښه دی.
پورپېرېدونکي( اخيستونکي) تښتوي.
څوک چې په پورتوکي پلوري پېرېدونکې يې ډېروي خوپېسې نه لري.(المان)
توکي په اته سوه په نغدووپلوره خوپه پوريې په زرو مه پلوره.(چين)
په پورژوندکول دوه برابره پېسې ورکول دي.(انګلستان)
هيڅوک دپورپه ګرانۍفکرنه کوي.(چکوسلواکيا-چکي)
دنن نغد،دسبا اعتبار.(جاميکا-انګرېزي)
کوټ اغوستل ،کوچنی اعتبار.(لاتين)
کارغه
کارغه په ناروکې خپل نوم يادوي.
کارغه ځانله جوړه لټوي.
يوکارغه غواړی دبل کارغه غوندي کېني.(سوېډن)
کارغه بددی،ځکه چې هغه رښتياوايي.(پيدرلول)
کارغه خپه دی،ځکه چې ډېرغمونه لري.(پيدرلول)
کارغه اوګدۍهيڅکله په ځان پرېمينځلو نه سپينېږی.

۱۴۹
کارغان په ټوله نړۍ کې توردي.(چين)
هغه چې کارغه يې ونه شي ليدلی، بايدښه پټ کړی شي.(اووم پيدر)
که کارغه په ګنګا(سيند)کې هم غسل وکړي،نوبته به نه شي.(هند-تاميل)
کارغه سندرې وايي،تل خپل کارغه توب ښيي نورنه شی ښودلي.(شوروی اتحاد)
ان له سلګونوکارغانوله لټون وروسته هم داسې کارغه نه موندل کېږي چې دتوتی غوندې خبرې وکړي.(هند-تاميل)
که کارغه چېغې ونه وهي لاش(مردارشوی څاروی)ځانله خوړلی شي. (سوېډن)
کله چې له کارغه پرته نورالوتونکی(مارغان) نه وي کارغه ښه دی.
کارغه ته دتوتکۍ ښکار ګټه نه لري.(شوروي اتحاد-مورداوي)
کارغه وويل چې چوغکه خپه نه شي،په دوومړيوکې وخوړله.(روسيه)
کارغه چې کوم لورالوزي لکۍ هم ورسره په هغه لور الوزي.(انګلستان)
ډارن کارغه له خپلۍ لکۍ نه ډارېږي.(روسيه)
يوکارغه دبل سترګې نه راوکاږي.(لايلاندي)
کارغه دزرک تګ کاوه خپل هم ترې هېرشواوس ټوپونه وهي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
کارغه دزرک تګ کاوه خپل هم ترې هېرشو.(پاکستان-ملتاني)
په کارغه،سوداګراوسپي دخوب وخت کې هم اعتبارنه دی په کار.(پاکستان-پنجابي)
کارغه ته دتودولوله پاره اوربلول ګټه نه لري.
هغه داسې ځای کې د چې کارغان هم نه ورځي.
غوښتنې /مقررات
هره ورځ خپلې غوښتنې لري
جګړه اوسوله
جګړه دښودوستانو ترمنځ ارامې اوبه نااراموي .(لرغونې ارامي)۱۹۳
جګړه ،وبااولوږه درې ښه ملګري دي.(سوېډن)
جګړه کومه لوبه نه ده.
جګړه داسې يوه لوبه ده چې زيات سرونه ارزي.
جګړه سترګې نه لري.(افريقا-سواحلي)
جګړه غله زېږوي ،سوله هغوۍ غرغره کوي.(انګلستان)
جګړه يوشېطان دې چې سره زرخوري او بکورې(اوربلونکې کاڼي)غورځوي.(سوېډن)
جګړه په پولادواولړمانوچزاورکوي.
کله چې جګړه راشي ،شېطان دوزخ پراخوي.(المان)
دجګړې په بڼ کې زهرجن بوټي وده کوي.(فنليند)
کله چې جګړه راځي،اوازې(شايعات) راغلي وي.(افريقا –اشانتي)
څومره دوښمني زياته وي، هومره ټاټوبی بېوزله وي.
۱۵۰