دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
۹۰۰۰متلونه او مقولې
۲۹مه برخه
بده ده چې په ښاغلوباندې ګيلاس راټول کړ ې.(سوېډن)
صندوق
پرانيستی صندوق غل زړورکوي.(پيدرلول)
چې شېطان کيلي ولري،،ډک صندوق لرل څه ګټه لري.(اووم پيدر)
اړپېچ اوستړيا


اړپېچ اوستړيا دانسان طبعيت دی.(سوېډن)
ستړيااواړپېچ لاس ژوندی ساتي.
زياتره له لږې ستړيا نه ستر اړپېچ راپېداکېږي.
اړپېچ تل له ډېر خراب ګاړي نه رامنځ ته کېږي.(اووم پيدر)
دشراب پلورنکې ښځې په کورکې تل اړپېچ پېداکېږ ي.(اووم پيدر)
ښځينه اړپېچ لکه دکورچت تل شتون لري.(بيبل)
داړپېچ له پاره بايد دوه وي.
موړسترګی سړی اړپېچ نه راپورته کوي.(دنمارک-يوليند)
له اوښکوسره دغوښوله ډک کورنه، په سوله کې يوه ټوټه وچه ډوډۍ غوره ده.
دسړي وياړدادی چې دستړيا  مخه ونيسي،خوټول احمقان يې نقضوي. (بيبل)
کميس/کالي
 کالي دې چې نوي وي،وايې غونده،اوهغه وخت چې ځوان يې دنورو درناوی وکړه.
جينجړ (يوواښه ډوله ګل دی)
جينجړ زياتره په غنموپسې راټوکېږي.(پيدر)
له غنمونه دجينجړو جداکول.
پنجه
سړی زمری له پنجې پېژني.(لاتين)
هغه چې دزمري پنجه لري،په وخت سره به زمری شي.(سوېډن)
هر پنجې لرونکي زمری نه دی.
سړی دختلو له پاره دپيشو پنجو ته اړنه دی.(ايټاليا)


۱۴۱
هوښيار
هوښيارلکه يواس،روزل شوی لکه کشيش.(سوېډن)
هوښيارتيا له اچه(خالص) سروزروڅخه ښه ده.(انګلستان-والز( ژبه ده)[ژ.])
عقل پرقوت بری مومي.
عقل دزړواوځيګوکاليو لاندی هم پېداکېږي.
هوښياران يې دنوروله تېروتنو زده کوي.(انګلستان)
هغه چې هوښياروي،ډېرڅه له کتاب پرته هم زده کوي.(ناروې)
هوښياران يوازې دنيمې خبرې ضرورت لري.(هالينډ)
هوښيار په نيمه پوهېږي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
يوهوښيارسړې يوازې يوازې څوکلمو ته اړه لری،لکه يوډوهل سپک ګوزار ته.(چين )
هوښيار سړي ته يوه اشاره بس دی.(عربي)
هوښيار سړی ته دښوونې اړه نه شته؛هغه چاړه چې تېره وي مه يې تېره کوه.(برما)
هوښيارپوښتنه نه کوي،هغه يې ورپه يادوي.(فنليند)
هوښيار په يوه ډبره دوه کرته نه راغورځېږي.(شوروي اتحاد-ازبکستان)
هوښيار چوپړی اوږده غوږونه او لنډه ژبه لري.(المان)
هوښيارښه پرمخ ځي ،که څه هم دهيڅ شی څښتن نه وي.(ايسليند)
هوښيار پرکم هوښيار ټوکې کوي.
کله چې هوښيارله ځان  هوښيارته راشي،هوښيا بايدځای/لارورکړي.(سوېډن)
 ترټولوهوښياريې وروسته ورکوي.(المان)
هرسړی بايدپه منځنۍ کچه هوښياروي.(هوامول(دوايکنګانو دوخت شهري ټوټه)[ژ.])
له هوښيار سړي نه  هم حماقت کېږي.
دنړۍ ټول عقلونه په يوسرکې نه کيني.(انګلستان)
ددې له پاره چې ته هوښيار يې،بايد فکر ونه کړي،چې نور ټول بې عقله دې.
ځان په خپله هوښيار ګڼل حماقت دی.
هغه دومره هوښيار دی لکه لس احمقان.(فريزي)
سړی هوښياران يو يوشماري ،احمقان په ډله-همدارنګه موږاحمقانو ته اړه لرو.(روسيه)
ډېرهوښيارماشومان اوږد ژوند نه لري.
 په نړۍ کې هوښياران ډېردي،خوښه لږ دي.(روسيه)
هيڅوک دومره هوښيارنه دی لکه زوړ پيل(اتي)
غګه
کوچنۍ غګې غم غږلري.(اووم پيدر)
کله چې غتې غګې کړنګېږی کوچنۍ هيڅوک نه شي اورېدي.(دنمارک-مون(ټاپودی)[ژ.])
۱۴۲
کله چې سړي دغګو کړنګاراوري،سړی پوهېږي،چې کليساچېرته پرته ده.
که غګې دڅرمنې او څټکګوټی يې دګيدړ دلکۍ وي کړنګالري نه اورېدل کېږي.(سوېډن)
غګې نوروته غږ کوی،خوپه خپله کليسا ته نه ځي.(انګلستان)
ګړۍ(ساعت)يوازې دموچيانواوګنډونکو له پاره دی.(ناروې)
احمق پوښتنه کوي،ساعت څودی؟هوښيار پوهېږي،څو يې ووهل.(هاليند)
زنګونه
موږ ټول دخدای(ج) له پاره زنګونه ياستو.
دکشيش له زنګ نه بل هيڅ ښه زنګ نه دی.(سوېډن)
دزنګ وهونکي غوا ښايي په  مړستون(دکليساترڅنګ) کې وڅرېږي.
ټوکر/لته
څوک بايدپه زړوکاليو نوی ټوکر پېوند نه کړي.
کالي/ لباس
کالي خلک راجذبوی،بوس(پروړه )اس.
کالي سړی جوړوي.(سوېډن)
رنګه لباس ،رنګه ذهن.
ساده کالي،پرڅوکۍ ارام.
امانت(پور) کالي سړی نه تودوي.(عربي)
هغه چې دنورو په کاليوکې ګرځي ،دکوڅې منځ کې يې دلوڅېدوخطرسره مخ دی.(لاتين)
هيڅ کالي دشرم پټولوله پاره نه دی.۱۸۵
اغوستل دډېره کيوپه څېروکړه اوکړنه دډېرو ښوغوندې.
کالي دخلکودخوښې واغونده،اوخواړه دخپلې خوښي وخوره.(افغانستان-دري[ژ.])
هغوۍ چې په فرانسوي ډول کالي اغوندي  ډنمارکې ساړه يې لړزوي.(دنمارک-يوليند)
خپل زاړه کالي دپرديوله نويوکاليوڅخه ښه دي.(هند-هندي)
داپه زوړکاليو کې دي،چې سړی بايدنوي کالي پرې وګټي.
اصيل په ساده کاليوکې هم پېژندل کېږي.(عربي)
له لباس ګنډلونه لباس څيرول اسان دي.(برازيل-پرتګالي)
په کاليو اوښځه باندې بايدپه مصنوعی رڼا کې قضاوت ونه شي.
طلايي کالی دزړه له افسوس سره مل وي.
دانسان دښکاره جذابيت دري لسمه برخه ښکلااواوه لسمه يې کالي دي.
ښکلي کالي ان دغوجل هلک هم اغوندي.(جاپان)
ښکلا ډېرښه کالی دي کله چې لباس وايستل شي.(انګلستان)
هرڅه دښکلالباس دی(له ښکلاسره هرلباس کېني).
۱۴۳
جنۍ چې کله نوي بوټان په پښوکول،وويل:« هرڅه ديوښکلی مخ لباس دی».
بهرنی لباس دننۍ(داخلي) بدبختي پوښي.(ييديش(داژبه نږدې زرکاله داشکنازي يهودانو،چې په ختيزه اومرکزي اروپاکې اوسېدل، مورنۍ ژبه وه)[ژ.])
سړې بايددبدن برابرلباس جوړکړي. (ناروې)
خپلې جامې دخپلې اندازې برابرغوڅې کړه.(چين)
سړی چې احمق ته ووايي،بايد کالي دې سم کېدې،هغه ټول وکاږي.(افريقا-فولب)
ستاپه خپل هېوادکې؛ستانوم،په پردي هېوادکې؛ستالباس.(عبری ژبه)
خارښت
دخوږخارښت نه وروسته دسېزونکی تېزاب راځي.
يادپم نری خارښت دی،يادخواښې مشغولتياده.(افغانستان-پښتو[ژ.])
کوم ځای چې خارښت نه کوي سړي يې بايد ونه ګروي.(پيدرلول)
سړی بايدټول هغه چې خارښت کوي ونه ګروي.(سوېډن)
خارښت له درد نه ډېر نه زغمونکی دی.(انګلستان)
دومره زوړ لکه خارښت.(انګلستان)
بخار(دانې)چې څومره ګروې هومره بدخارښت کوي.(سوېډن)
دچنګک مېخ
څومره چې دچنګک مېخونه اوږده وي،هومره ځان ټينګوي.
چالاکي/دوکه
ټولې چالاکۍ ا رزښت لري،کله چې وکارول شي.
ټولې چالاکۍ کارورکوي،اوځينې دوه کرته.
دوکې زياتې دي،خوچې فقط سړی يې په کارولوپوه شي.(سوېډن)
ستونزه/سکونډل
اوس ديهودي هلکانوله پاره ستونزمنه شوه.
هغه په تورتم کې پيشو سکونډی( پټ شراب څښي)(فريزي)
ژرندګړي وويل: اوس سخته شوه کله چې اووم کس راغې.
چاړه/چاکو/کارد
دورانکاري چاړه ړومبی به کوچو کې وي.
چاړه په غوښن ځای پسې ګرزي.(هند-تاميلي)
يوه چاړه بله چاړه په پوښکې ساتي.
دهغه پرمرۍ چاړه ده.
لاس په ويښتانو کې اوچاړه پرستوني.
۱۴۴
که په چاغ خوګ کې يې منډې بايد اوږده  چاړه ولرې.(سوېډن)
کله چې له چاړې سره لوبېږي دلاس غوڅولو خطر شته دی.(ويتنام)
ماشوم ته چاړه اوتېره ډانګي مه ورکوئ.(سوېډن)
که له ماشوم نه يوه سترګه غواړې بايد چاړه ورکړې.(فنليند)
چاړه خپل خاوند نه پېژني.(افريقا-چنداو
چاړه بايدپه خپل پوښ کې هم تېره وي(فنليند)
که چاړه ډېره تېره وي خپل پوښ غوڅوی.(افريقا-نوپي)
چاړه کاڼې سولوي اوکاڼې چاړه.(افريقا-دوالا)
تېره چاکويې اسان غوڅوي.
خرابه چاړه غوځول نه شي کولی.
هغه په لستوڼي که چاړه لري.
منګول(دلاس)
دابايديودروند لاس وي چې چټل بندرځای پاک کړي.(دنمارک-شيليند)
دبند هډوکی
له خالي لوښي نه دوه هډوکي ښه دي.
غوټه/غُده
يوه زړه رسۍ سره تړل کېږی،خوغوټه به لري.
که څه هم رسۍ په اوروسوځي خوغوټه يې سړی په ايروکې ليدلی شي.(هند-بيهاري)
غوا
غوانه غواؤی پوه شي،چې هغه سخوندر/خسۍ وه.(سوېډن)
سړی هغه غوا ښه پېژني،چې خسی لېږدوي(نسکې لری).(سوېډن)
ډېرې ښې غوا خراب خسی درلود.(انګلستان)
هيڅ غواته برګه نه واي،ترڅوچې ټکي ونه لري.(اووم پيدر)
دشپې ټولې غواګانې تورې وي.(اتريش)
دکشيش له غواپرته نورې سرې غواګانې هم شته دی.
ورانکارې غوابايدلنډ ښکرونه ولري.(سکاتليند)
ورانکارې غواته خدای لنډښکرونه ورکوي.(سوېډن)
مړې غواګانې څړ نه کوي(نه څرېږي).(تايلند-سيامي)
وروستۍ غواته چټل واښه رسېږي.(دفاروټاپوګان-ددنمارک خودمختاره ټاپوګان دي[ژ.])
غوانه غواړي چې لکۍ يې ارزښت ولي،ځکه چې له لاسه يې ورکوي.(انګلستان)
داسې ورځ راځي چې غوابه خپلې لکۍ ته اړه ولري.(برنهولم)
۱۴۵