دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
۲۸مه برخه
اوښ
اوښ بوره(شکره)لېږدوي،خواغزي/زوزان خوري.(عربي)
اوښ لاړچې ځانته ښکر راوړي خوغوږونه يې غوڅ شول.(تلمود:ديهودوپخوانی شفاهی قانون[ژ.])
اوښ خپل ګوپ نه ويني،خودخپل ورورهغه ته يې ښه پام وي.(عربي)


اوښان ديوبل دګوپ سپکاوی نه کوي.(عربي)
که اوښ درته نڅاوکړی نودخټکيوټول پټی به له منځه وېسي.(چين)
کوم اوښ چې تل مکې ته سفرکوي،په پايله کې کورته ګوډراځي.(عربي)
کوم اوښ چې له خرسره مزل کوي،باټې(لاپې)وهل زده کوي.(عربي)
کله چې پراوښ سپورشوي نود پالان ترشا يې ځان مه پټوه.(چين
داوروستی ترنګړ(دبوسوغټ بار)دی چې داوښ شاماتوي.(انګلستان
غټ اوښان که سېلاب ولېږدوي ،بياهم له خرو پوښتنه کوي چې: «څومره ژوردی؟»(هند-هندي)
ماشې ويشي،خواوښ تېروي(خوري).(بيبل)
چاينک/کوزه
څه چې په چاينک کې وي له مښوکې يې راتوېږي.(هند-هندي)
دوخت مسينه کوزه زياتره دناوې کورته ځي.(اووم پيدر)
توپ(وسله)
توپ دسالون (ناست خونه)موبل نه دی.
خدای يې په غټوتوپونو ساتي.(فرانسه)
کله چې توپونه غږېږي(ډزېږي) ...کتارېږي.(سوېډن)
سړی بايدپرچوغکه دتوپ ډزونه کړي.
يالان/شال/شړۍ
هغه په دواړواوږويالان وړي.
هغه شال له بادپسې وروسته اچوي.
له زوړ شال نه نوی جاکټ جوړېږي.
خانک/سرخلاصی لوښی/تپ
خانک مخکې له دې چې په کې واچول شي،ډک دی.(ايسليند)
په هرهېوادکې فاسدکسان(چټل لوښي) شته.
۱۳۶
پرېږده چې هرلوښې په خپل بيخ ولاړ وي.(دنمارک-ويندسوسيل:په شمالي يولندکې يوه سيمه ده چې نږدې ۱۸۰۰۰کاله پخوادکنګل په مهال په بشپړه توګه کنګل پوښلې وه.[ژ.])
سړی بايد ډک خانک(لوښی) په احتياط ولېږدوي.(اووم پيدر)
ښه ده چې په زوړتپ کې ولامبی،چې دشادشوکارې کېدونه ډاډه اوسی.(اووم پيدر)
نارينه/دبزګرمرستندوی
څوک چې د نر کارکوي،نارينه دی.
زړه وربزګرځان ته په خپله څپرجوړوي.
دادبزګردمرستندوی له پاره سخته ده چې په يوازې ځان په تورتم کې مشنګ ډېرۍ کړي.(لوېديزيوليند)
دايوبېوزله بزګردی،چې کلي ته په ژړا راځي.
داټول چې پتلونونه يې اغوستي دي بزګران نه دي.
هغه دخپلې خولۍ نوکردی.
الم/تراتيزک
«زه الم ډېر ښه پېژنم»،بزګر وويل،اوزهرجن بوټی يې وخوړ.(پيدرلول)
کچالو
خدای موږته کچالوراکړي،ښکاره ده چې له پوټکي سره.(روسيه)
ترټولوکم عقله کروندګرترټولوغټ کچالان لري.(دنمارک-سوندر يولند)
پېرګي (دڅېړيو)
دنوروله پاره په اورکې دپيرګيو لړل.
پيشو
پيشودخپلې اغلې چوپړکوي،اوسپې دخپل ښاغلي.(پيدر لول)
پيشو په کورپسې وي ،سپې خاوندپسې.
پيشوهيڅ خاوندنه پېژني،هغه خپل کورپېژني.(يونان)
پيشوډېر ښه دی،ترهغو چې سپې تېرېږي.(انګلستان)
پيشودشيدوله پاره قوتۍ څټي.(اووم پيدر)
پيشوددې له پاره،چې شيدې لوشونکې جنۍ يواحمقه وي هيڅ نه شی کولی.(ايتاليا)
پيشودموږک له نيولو،مخکې غږ نه باسي.(پيدرلول)
بيشوهغه وخت غرېږي چې موږک ونيسي،ښځې هغه وخت غرېږي چې کورترلاسه کړي.
پيشوچې ترڅوموږک نه وي موندلی نه راځي .(دنمارک-شيليند)
که پيشو ونه ساتې،نوموږک ساتې.(فنلېند)
له پيشونه دې مخکې تردې چې له موږک سره راشي، مننه مه کوه.(فنليند)
دپشوبچی په خپله خوښه موږک نيسي.
۱۳۷
هغه پيشو ښه موږکان نيسې چې ډېر بچي لري.(اووم پيدر)
يومياوکونکي پيشوخراب ښکاری دي.( پرتګال-اکور)
دموږک له پاره پيشو يوزمری دی.(البانيا)
کوچنی پيشوبايدڅه وکړي چې موږک ونه وژني.(ايرليند)
پيشودې وږی پرېږده ،موږک نيسي؛پرېږده چې ځان موړکړي ستا دکورساتنه کوي.(عربي)
کله چې پيشو تېرېږی،موږکان ځانونه په نل(پايپ) کې پټوي.(مالېزيا)
پيشو ترهغې له موږک سره لوبېږي،ترڅوچې ويې خوري.(اووم پيدر
کله چې پيشو موړوي له موږک سره لوبه کوي.(اووم پيدر
کله چې پيشوموړوی وايي دموږک کونه بدبوي کوي.(افريقا-فولبي:په ختيزه،لوېديزه اومرکزي افريقا کې له ۱۶ نه تر۲۵مليونه وګړي دي[ژ.])
دپيشوخوشالي، دموږک ژړا.(فنليند)
هغه څه چې دموږک له پاره دژونداومرګ مبارزه ده دپيشو له پاره دوخت تېرول دي.(حبشه-امهري:ژبه ده[ژ.])
زوړپيشو له دبدلولو لوبه نه کوي.(انګلستان)
کله چې موږک به پيشو پورې خاندي نوهلته يوسوری(سوړه) نږدې وي.(روسيه)
کله چې پيشو بهروي،موږکان پر مېز نڅا کوي.(زوړيوناني)
کله چې پيشو لرې وي،موږکان پنډوس لري.(سوېډن)
کله چې پيشو نه وي ،مږې ناڅي(اتڼ)کوي.(ويتنام)
کله چې پيشو نه وي،مږه پاچاوي.(زان زيبر-سواحلي)
ويده پيشوهيڅ موږک نه نيسي.
داضرورنه ده چې ويده پيشو،ويښ کړئ.(بلجيم-والونسک)
کله چې پيشويوازې موږک نيسي، ددې اړه نه شته سړی پوه شي چې پيشو چېرته ويده دی.(فنليند)
کوم پيشونه غواړي چې مږې ونيسي.(چين)
زوړپيشوځوانه مږه غواړي.(زوړيوناني)
کله چې پيشو اوموږک په سوله کې ژوندکوي دخواړوپه خونه کې مالومېدې شي.(فليپين-تاګالوګ)
ايا ته په پيشو دخواړو دخونې باورکوې؟(عربي)
که پيشو څانګونه درلودي نوټولې چوغکې به مړې وې.
که پيشو څانګونه لرلې، يوه چوغکه به هم ژوندۍ نه وه.(افغانستان-پښتو[ژ.])
يوزوړپيشودځوان پيشوهومره شيدې څټي.(انګلستان)
لکه پيشو دتودوشيدو په باب.(انګلستان)
داناوخته دی چې ښکاري پيشو،له پېروي خوړو وروسته ورک کړې.
کله چې پيشو موړوي،شيدې ترخې وي.(سوېډن)
کله چې دغرمنۍ خواړوديګ نږدې وي پيشونه شي غلی کېدی .(برما)
۱۳۸
(اووم پيدر). کله چې بوتل خوړل شوی وي دپيشودنارو وهلوله پاره ناوخته دی
پيشو چې کوچوته نه شو رسېدلي،ويې ويل: هغه يې ثابت ساتلي دي.(روسيه)
پيشو ښه غواړي چې کب ولري،خومنګولې نه لمدوي.(پيدرلول)
يوسوی پيشوهم له يخواوبو ځان ساتي.(سکاتليند)
کله چې پيشو ډېرلېری سيندته ځي،هغه يوازې «مياو-مياو»نارې وهي.(اووم پيدر)
سړی که پيشوهرڅومره په شاڅملوی بياهم په کونه کېني.(دنمارک-برونهولم :يوټاپودی[ژ.])
پيشو که له اووم پوړنه هم کښته وغورځوې بيايې هم شاله ځمکې لګېږي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
دليوني پيشو پوټکی څيري /شوکارې وي.
کله چې پيشوګان ډېر شوکارې وي،ډېربچي پېداکوي.(دنمارک – يولند)
دادپيشوبچې ته څه غټه خبره نه ده چې پيشويې څومره څټي.
بدرنګ پيشوښايسته بچی لري.(سويس-فرانسوي)
پيشو اوسپۍ په غاب(قاب) شخړه کوي.
کله چې پيشوغواړي خپل بچي وخوري وايي موږک ته ورته دي.(ترکيه)
سړي ته ددې اړه نه شته چې پيشوته ختل(پردېوالونو)ورزده کړي.(ايټاليا)
پيشو تل په پښو کښته کېږي.
يوپيشو نهه ژونده لري.(انګلستان)
لکه پيشواووه ساه ګانې لرې.(افغانستان-پښتو[ژ.])
چېرته چې سپين پيشووي،پوټکی يي مينه وال لري.(اووم پيدر)
هغه چې په پيشو ښکارکوي،موږک نيسي.(اووم پيدر)
ډېرځله کېدی شي يوپيشودومره ښه وي لکه يوه مږه.(اسپانيا)
سړی وويل:«نه، پيشو په ماپسې راغی»زه شفتل غواړم ،هغوۍ کاهوراوړاندې کړ.
دپيشو چټلي(غول)
سړي دسپي دغولو په باب وويل:«دادپيشو چټلي نه وه».(سوېډن)
داسې ځلېږي لکه دپيشو غول په سپوږمۍ کې.
امپراتور
په خپله امپراتورهم داسې خپلوان لري،چې دمېزرو/پروړې په څپليو کې ګرځي.(چين)
که امپراتور دي ړوندوي،چې څنګ ته يې تېرېږې يوسترګه پټه کړه.(شوروي اتحاد-قرغيزي)
څه چې دامپراتوردي امپراتورته يې ورکړه.(بيبل)
واقعيت
واقعيتونه سرټمبه هلکان دي.(انګلستان)
دنن واقعيتونه دسبا تېروتنې دي.(انګلستان)
۱۳۹
زړی
له کوچني زړي نه غټه ونه جوړېږي.(اووم پيدر)
څوک چې غواړي زړی ولري،بايد چارمغزمات کړي..
کلک چارمغز خوږزړی(مغز) لري.
کوچني زړي له مغزه ډک وي.
دچارمغز چينجی مغز خوري؛چې نورمغزنه وي بېرته وځي.
چينه/سرچينه
چې سر چينه خړه وي ټول سيند خړکېږي.(کوريا)
اوبه (سيند)له پاسه(له سرچينې) خړېږي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
يوازې چينه رڼې اوبه لري.(ايتاليا)
هغه چې له چينې نه يې څښي،پاکې اوبه څښي.(سوېډن)
کليسا
ډېرې کليساګانې،کم عېسويان.
څومره کليساته نږدې ،هومره له خدای نه لېرې.(انګلستان)
څوک چې کليساته نږدې اوسېږي،دوعاته ترټولو وروسته راځي.(ايرليند)‎
چاچې هيڅکله کليسا نه وی ليدلي،نغري( اور)ته ځان ټيټوي.(پوليند)
يوه کليسا دڅلوردېوالو منځ کې دخدای کور دی.(فرانسه)
کليسايوزوړکوردی اوشېطان يولرغونی توکی .(اووم پيدر)
کليسااومېلمستون يوبل ته نږدې پراته دي.
دکليسا توکي غاښونه اوپنجې لري.(سوېډن)
بيبل له کليسا نه مخکې شتون درلود.
چېرته چې يوه کليساجوړېږي،شېطان دمړي ايښودځای جوړو)
غټه کليسا،کوچنۍ غږې (زنګونه).
دکليسا مږه
بېوزله لکه دکليسا مږه.
دکليسا برج
دکليسا برج اسمان ته اشاره کوي.
څومره چې دکليسا برج لوړ وي هومره يې دغږې(زنګ) غږ ښکلی وي..
ګيلاس
څوک چې له غټې ونې ګېلاس خوري،کاڼی يې په سترګو لګېږي.
له بويارانو(په پخوانۍ روسيه کې داشرافو دطبقې مهم غړی[ژ.]سره ګيلاس مه خوره،هغوۍ ستالورته ډبرې ګوزاري. ۱۴۰a