دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
۲۷مه برخه
هغه اورچې وژلی يې نه شی مه بلوه.(چين)
يوکوچنی اور وګوره،چېرته چې غټ ځنګل کې اورلګېدلې وي.
کله چې کورسوی وي،له اورسره احتياط کولو له پاره ناوخته دی.(سوېډن)
څه چې په اورکې ورک شوي،به ايروکې  بايد ولټول شي.(هالېنډ)
له اورڅخه اور نه ،بلکې ايرې پاتې کېږي.(افريقا-سواحلي)
دپېغورورکوونکی کور ته زيات وخت اور راځي.(پيدرلول)

زوړ کورکې هم اورلګېدی شي.
کله چې زوړ کورته اورورسېږي،له نوي کورنه خطرناک وي.(اووم پيدر)
کله چې دګاونډي په ديوال اوربليږي ،سړی بايدخپل وژغوري.(لاتين)(ويسټ انډين-دتورانومتل)
په چټلواوبو هم اوروژل کېږي.
څوک چې له اورسره لوبېږي،اخربه  په خپله سوځي.
کله چې ماشوم له اورسره لوبېږي،په کټ کې متيازې کوي.
که هوښياريې،داورلمبو ته لاس مه وروړه.(لاتين)
هغه،چې اورپوکوي لمبه يې غوږ ونوته ځي.(اووم پيدر)
په کم اورځان تودول،تردې ښه دی چې په زيات اور ځان وسېځې.
که غواړې دوستان دې تاوده وي،په اورکې اورلړونی ووهه.(پيدرلول)
بې اوره کور،بې روحه بدن دی.(اسپانيا-باسکي)
څوک چې غواړي اورولري په ايروکې يې لټوي.(پيدرلول)
وچ اور بندوي.
ښه اورچټک  خواړه پخوونکی(اشپز).
سړی کولی شي په اسانۍ دبل چا له پطلون سره په اورکېني.(فنليند)
داڅه سخته نه ده چې سړې دبل په کوناټو په اورکېني.(سوېډن)
هرڅومره چې داورلمبې روښانه وي ژر مړکېږي.(لاتين)
که سړی غواړي چې اورولری،بايد دلوګي زغم ولري.(روسيه)
که په اور وسوی،لوګی هم درسره اخلی.(افريقا-دوالا)
چېرته چې لوګی وي هلته بايداورهم وي.
که اورو نه لري له اورنه هيڅ لوګې نه راخېژي.
۱۳۱
که سړی اوربل نه کړی،هيڅ لوګي نه راځي.(انګلستان)
که څه هم دکور روزان(دودکش)کوږ وي،لوګی سم پورته ځي.(شوروي اتحاد-چرکزي(دقفقاز ديوشمېرخلکوژبه ده چې تريومليون زيات وګړي پرې ګړېږي)[ژ.])
چېرته چې له روزان نه لوګې دبادپه مخامخ وځي،سړی اداره کوی.
لوګی چې څومره جګ ځي هومره ژرورکېږي.
دنوروله اورنه خپل لوګی ښه دی.
څومره چې اورښه وي،هومره يې لوګی کم وي.
دا چې لوګي کوي،ټول اور نه دی.
دچا له پاره داوراواوبوترمنځ تلل.
موش خرما
هيڅ موش خرما خپل بدبوی نه بويوي.(افريقا-زولو)
اورنيونکی(توکی)
زه هغه په اورنيونکي نه لمس کوم.(انګلستان)
پېښې(تقليد)
پېښې دغوړه مالۍ رښتينی بڼه ده.(انګلستان)
ځان خوښی/غرور
ځان خوښي کوچنيوخلکو ته دخدای سوغات دی.(انګلستان)
له  ځان خوښۍ اوسپېڅلې اوبو(زمزم) نه،هرڅوک څومره چې غواړی اخيستلی شي.(برازيل-پرتګالي)
پېښه/يرغل
يوه مهمه پېښه له شوروزوګ ډکې پايلې نه ډېره اغېزه لري.
دکميس تڼيوته زياتره په ښو پېښو کې اړه پېداکېږي.
پوهه
پوهه پر ځواک بری مومي.
هيڅوک اوهيڅ
هيڅوک هرڅه نه شي کولې.
هغه چې هيڅ څيزدی اوهيڅ مانا نه لري،دوه کرته هيڅ دی.
هيڅ په پېل کې ددرد له پاره نه وي.(سوېډن)
په سترګو کې له شګونه هيڅ ښه دي.
څوک چې هيڅ نه لري،دترلاس ورکولو له پاره هيڅ نه لري.
چېرته چې هيڅ وي،امپراتورخپل حق له لاسه ورکړی وي.
هغه اعتمادکوي،چې هيڅ نه لري.(فرانسه)
۱۳۲
هيڅ دهيڅ له پاره اوډېرلږ له يو نيم پيني (۲۵پولۍ)له پاره .(انګلستان
هيڅ چېرته
هغه چې هرځای وي،هېڅ چېرته نه وي.
کنګل
هغه په کنګل مخکی له کنګلېدو تللی شي.
ترڅوچې کنګل دې وړلی شي،ډېرلېري مه ځه.
څومره چې کنګل پنډوي،هومره زيات غواړي ويې ازمايې .(دامريکا متحدايالتونه)
دکنګل توکي ترکنګل پورې شتون لري.(فنليند)
هواونه
زماهو دومره ښه دی لکه ستا نه.
هو يې تړي،نه يې پرانيزي.
هواونه زيات ستړي کېږي.(سوېډن)
ټول بحثونه له هواونه  پېلېږي.(فرانسه)
دنجونونه دهوغوندی دی.
نه دپېغلې هودی.(ايسليند)
کومه خوله چې هوويلی شي ،نه هم ويلی شي.(پرتګال)
هيڅکله له کبره نه اوله کمزورۍ هو مه وايه.(اسپانيا)
څوک چې نه  نه شي ويلی،دحکومت له پاره په درد نه خوري.
«نه» يو ښه ځواب دی ،کله چې په خپل وخت وويل شي.
نه هيڅوک نه دوکه کوي.
نه ددرواغوله ژمنې نه ښه دی.
له سل هونه يو نه ښه دی.(افغانستان-پښتو[ژ.])
له يودروغ نه لس نه بهتر دي.
سړی له يونه څخه کم څه نه شي ترلاسه کولی.(ناروې)
«هو-هو»او «ښه -ښه» دبېوزله سړی ګواښ دی.
ښکار/ښکارکول
ښکاردنارينه  نڅا ده،نڅادښځې ښکار دی.
ته بايد دبل سړی کرونده کې ښکارونه کړې.
هغه چې غواړي بل ښکارکړی،په خپله بايدورسره وځغلي.(سوېډن)
هغه چې دوه سوۍ ښکار کوي، يوه يې هم نه شي نيولی.(لاتين)
ښکارکول اولاس ته نه راوړل،تخم شيندل بوټي نه لرل،لوستل اونه بوهېدل په دې يې سړی نه شي ګټلی.(سوېډن)
۱۳۳
ښکاردجګړې انځور دی.(اسپانيا)
اوسپنه
سړی په اوسپنه هغه وخت ګوزاروکړي چې سره (توده)وي.(پيدرلول)
سړی په هغه وخت زرګري وکړی،چي اوسپنه توده وي.
هغه چې په اورکې ډېرې اوسپنې په اورکې لري،کله سوزي.(پيدرلول)
اوسپنه توده کړه،نوپه اسانۍ کږېږي.
اوسپنه په اوسپنه تېره کېږي  يوانسان بل انسان تېره کوي.(بيبل)
له زړې اوسپنې نوې وسله جوړېږي.
اوسپنه يوازې کړنګ کړونګ نه کوي.(ملغازي)
ځمکه/خاوره
ځمکه دلټ خوګ له پاره تل کلکه ده.(پيدرلول)
ځمکه هرڅه توليدوی اوبياهيڅ نه ترلاسه کوي.(انګلستان)
ځمکه يوداسې کوربه ده،چې خپل مېلمانه وژني.(پاړسي)
ځمکه دشاتو کندودې.موږټول په يوه دروازه ورننوزو،خوپه بېلابېلوسلولونوکې اوسېږو.(افريقا-بانتو(ديوشمېرخلکواودهغوۍدژبې نوم دی)[ژ.])
ځمکه پرهغوخاندي،چې يوځای يې دخپل ځان ګڼي.(هند-هندي)
دشاړې ځمکې(کروندې) توتان اغزي لري.(اووم پيدر)
ځينې مخکې تردې چې خوله ولري،پوره ځمکه  نه لري.
هغه چې په ځمکه ټينګوي ،کښته نه غورځېږي.
پښه يوازې پرځمکه ږده،چې پوره زغم يې لري.
موږبايد پرځمکه اوسو،که څه هم سره(توده) وي.
سړی هيڅکله دومره جګ دانګ نه وهی، که غواړی بېرته ځمکې ته شي.
يول(۱)
يول په کال کې له يووار زياته نه وي.
يولنډی (۲)
موږدخدای به وړاندې ټول يولنډيان ياستو.
يولنډيان،يهودان اوچوغکې(چينچڼې) هرچېرته شته..
يولنډيان،سکاتلينديان اومږې په ټولوهېوداونو کې خوځېږي..
يولنډی يې دځمکتلی له کرايه کولوپېل کوي،اودکورپه اخيستلو يې پاي ته رسوي..
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱- يول :دعيسويانو له پاره سپېڅلې وخت ددسمبرله ۲۴نه دمسيح دزېږدوترکلېزې.
۲- يولندی:ددنمارک ديولنددسيمې اوسېدونکي ته يولندی وايي.
۱۳۴
ښکاري
ښکاري بايد له هغه نه چې سورنی وهي ډېر څه وکړي.
هغه ټول چې ښکر پوکوي،ښکاريان نه دي.(فرانسه)
هغه چې په ځنګل کې له هرې څانګې ډارېږې،هيڅکله ښه ښکاري کېدی نه شي.
يهود
بېوزلې له يهودسره داسې کېنی لکه له سپين اس سره دڅرمنې سور زين.(زړه يهودي)
ډېريهودان د ي،چې ختنه (سنت) شوي دي.
ته يويهوديې ،که دخوک غوښه وخورې او که پېروی)
ستا په جرابويويهود توکړي دي.
ته زما يهود ووهه،زه به ستا يهودووهم.( المان)
اوس دکوچنيويهودوهلکانو له پاره ستونزه/تنګسه ده.
يويهود حتاله څلويښتم نسل وروسته هم يهود دی.(عربي)
نهه يهودان په يونژاد تېرېږي.
ک( توری)
له دوو«ک»  سره احتياط کوه،کوينه (ښځه) اوکارتونو(قطعو)سره.سوېډن)
قهوه
قهوه دشېطان په څېرتوره،ددوزخ غوندې توده اودګناه غوندې خوږه وي.(هنګري)
کرېړی
کرېړی هيڅکله دمرغۍ په نامه حق نه لري.(جاميکا –انګرېزي)
کله چې کرېړي ميله/مېلمستيا لري مرغۍ نه رابولي.(جاميکا –انګرېزي)
خسی/خوسکی
خسي دخپلوميندوله ښکرونوڅخه نه ډارېږي.(ايتوپيا-ګالا)
خسي په مېندو پسې ځي.(سوېلي افريقا-زولو)
پردي خوسکيان هم يوبل څټي.(اووم پيدر)
خوسکی به له غواهوښيار وي.(المان)
خسی خپل اخور/لوښی پېژني.(زړه ناردی(دوايکنګانو دوخت ژبه چې به ايسلينداو ناروې کې وېل کېده )[ژ.])
ږمنځ
سړی بايددهرڅه دپرېکولوله پاره يوه ږمنځ ونه کاروي.(اووم پيدر)
سړی بايد ټول په يوه ږمنځ،ږمنځ نه کړي.
هغه دخپلوويښتانو له پاره ږمنځ پيداکړه.(اووم پيدر)
دوه پکانو په يوه ږمنځ جګړه کوله.(روسيه)
۱۳۵