دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
۲۵مه برخه
کله چې مېرمن مړه شي،تړاو(تعلق)ختمېږي.(سوېډن)
کله چې دګنډلوماشين کړپارکوه خياط وويل:بېخی لکه زمامېرمن.
دعسل مياشت
دعسل دمياشت ورځې تل دوام نه کوي.
استراحت

هغه چې پريوه ډبره ناست وي،دوه کرته استراحت کوي.(پيدرلول)
استراحت يوازې دکارله لارې ترلاسه کېږي.(ترکيه)
دکارنشتوالی استراحت نه دي.(انګلستان)
له کاروروسته استراحت خوندوروي.(ناروې)
دکاربدلول دومره ښه دي لکه استراحت کول.(ايرليند)
سړی بايدله ګټلووروسته تربياګټلو،دومره اوږد استراحت ونه کړي .(سوېډن)
که
که زماترور(عمه) سړی وی،نوهغه به زما دپلاروروروی.(انګلستان)
که «که » په منځ کې نه وی ،نوسپۍ به ېيږ(خرس)په جاروايشتلی وی.(سوېډن)
په يو«که» باندې سړي کولی شول ټول پاريس په يوبوتل کې کېدي .(فرانسه)
«که» او«کله چې» وکرل شول ،هيڅ څه ونه ټوکېدل (هيڅ حاصل يې ورنه کړ)(ترکيه)
«که ما لرلی» او«زه وی» لاس په لاس درومي.(اسپانيه-باسکی(ايندواروپايي ژبه ده چې داسپانيا په شمال ختيز اودفرانسې په جنوپ لوېديزکې پرې خبرې کېږي)[ژ.])
پوس پوسی
پټې خبرې اوپوس پوسی نيم درواغ دي.
هغه چې پوس پوسی کوي درواغ وايي،هغه چې درواغ وايي چرګ غلاکوي.(دنمارک-فون)
ولی؟
هر«ولی» خپل «ځکه چې» لري.(انګلستان)
دوه مخيتوب
دوه مخيتوب خواږه زهر دي اوتريخ طبی طنز دی.
دوه مخيتوب فضيلت اوپرهېزګارۍ ته دمخه ښې چغې اوزګېروي دي.
۱۲۱
دوه مخی شراب څښي اواوبه توصيه کوي.(هنګری)
نارې سورې
سړی بايد له لېوه سره نارې سورې (غمشريکي)وکړي.(انګلستان)
سړی بايد له هغه لېوانو سره نارې سورې ووهي،چې په منځ کې يې دی.
بزګرچې کله دخپل پسه وړۍ غوڅولې،ويې ويل:«ډېرې رمباړې(نارې)اولږې وړۍ».(المان)
هيولد ( يوبوټی چې سپين ګلان اوتورې داني لرې[ژ])
چېرته چې هيولدنه زرغونېږی ،هلته سړی نه شي اوسېدی.
تاخچه
په ټيټه تاخچه کې کينه چې کښته راونه غورځېږې.
شپون چوپان
کله چې شپون اولېوه موافق وي،رمه له منځه تللی.(پيدرلول)
کله چې شپون نه شته ،پسونوته خطرونه وي.
يوښه شپون خپل پسونه سکولي،څيروی يې نه.(پيدرلول)
ډېرشپانه بدساتونکي وي.
سړی له جګونه شپون نه شي نيولی او يوکشيش نه شي لرې کولی.
شرمښ
ديوسوري شرمښان له يوبل نه بدوړي.(افريقا-کيکويو(په کينياکې نږدې ۷،۴مليونه وګړي دي چې ژبه يې هم دکيکويوپه نامه يادېږي[ژ.])
يومحتاط شرمښ اوږد ژوندلري.(افريقا-ايلا)
شرمښ ته يې مه زده کوه چې ته څنګه ښه داړل کولې شی.(افريقا-ناندي (داخلک په ختيزه افريقاز ياتره په کينيا،يوګندااوزاير کې اوسېږي[ژ.])
پونده
زه غوره ګڼم چې دهغه پونده ووينم تردې چې ګوته يې ووينم.
دغله په بيه پلوراوپېر
دغلادمال اخيستونکی له غل نه ښه نه دی.(سوېډن)
دغلاشوي مال پېرونکی پيدانه شي،هيڅ غلابه ونه شي.
بواسير
له هرولسو سړيوڅخه نهه يې بواسير لري.(چين)
لاسونه
ډېرلاسونه کارچټکوي.(پيدرلول)
ګردلاسونه ښه دوستان کېږي.
۱۲۲
سپين لاسونه دنوروکارخوښوي.(روسيه)
ساړه لاسونه،ګرم زړه.(المان)
څه چې په لاسونوترسره شوي په لاسونوماتېدی شي.
داډېربددوه لاسونه دي.کوم چې يوسړي ته خواړه نه شي ورکولی.
سړی هغه څه ټينګ نه شي نيولی،چې په لاس کې يې نه وي.
هغه يوازې دوه لاسونه لري:يوداخيستلواوبل دنيولوله پاره؛هغه لاس چې ورکړه پرې وکړی نه لري.(المان)
ځړول/ځوړندول
سړی ټول شيان په يومېخ نه شي ځړولی.(روسيه)
که سړی غواړي څوک ځوړندکړي ،رسۍ موندل کېږي.(سوېډن)
سړی مخکې له دې چې ځړول زده کړي،نيم مړبه وي.
هيڅ شي دومره بې خونده نه دي،لکه په سکوت کې غرغره کول (ځړول).(فرانسه)
ښه ده چې غرغره شي،تردې چې هيڅ واده ونه کړي.
هغه چې دځړولو له پاره زېږېدلی وي هيڅکله نه ډوبېږي(انګلستان)
پوځ
بې مشره پوځ خرابه جګړه کوي.(پيدرلول)
پوځ بايدتل تيارسۍ(چمتو) وي،خوهيڅکله ونه کارول شي.
سړي دپوځ دزرورځو لګښت ورکوي ددې له پاره چې يوسهاريې وکاروي.(چين)
داښه ده چې پوځ په دښته کې تم وي تردې چې له کور نه بهرروان وي.(سوېلي افريقا-زولو)
چېرته چې يوپوځ اردوګاه لرله هلته زوزاواغزي راټوکېږي.(لرغونی چينايي)
غچ،کسات،کينه
کينه،کينه زېږوي.
له کېنې/غچ نه بې کينې څه نه پاتې کېږي.(المان)
غچ هغه توره ده چې پرهغه چا لګېږی چې تاووي يې.(سوېډن)
غچ يوازنې پوردی،چې سړی يې بايدادانه کړي(بېرته ورنه کړي).
زوړ غچ دبخښلودی.(انګلستان)
څوک چې دکسات په فکرکې وي،خپل ټپونه پرانيستې ساتي.
ښاغلی وايي :زماغچ دی،خوداڅه ګناه نه ده چې لېونی سپی مجازات کړې.(سوېډن)
«کوچنی کسات هم کسات دی»،بزګر وويل اودګاونډي پرخنځير(خوګ) يې تو(تُف)کړل.(سوېډن)
ادب اومهربانی
ادب دهغو له پاره سخت دې چې نه يې پېژني.(سکاتليند)
مهربانی اوادب دښواوبدودواړوله پاره دروازه پرانيزي.(انګلستان)
۱۲۳
مهرباني په پيسونه ده(لګښت نه لري).
هيڅ شی له مهربانۍ کم ارزي.(اسپانيه)
تراوسه چاته دادب اومهربانۍ له امله جزانه ده ورکړ شوې.
«له ادب نه هيڅوک نه شرمېږي»،سړی وويل،اودخپل خوګې(ښځينه) له پاره يې له سرنه خولۍ پورته کړه.
باز
بازله دی چې غوښه خوړونکی زېږېدلی،څه نه شي کولی.
باز چرګه تروروستۍ بڼکې پورې ښکل کړه.(روسيه)
سړی بايدباز دچرګانو په خونه کې کښېننوي.
کله چې بازدچرګانو پېره کوي،دچرګانوګله کوچنۍ کېږي.
بازدپالنې وخت کې لېرې الوزي،احمق ګومان کوي،چې هيڅکله بېرته نه راګرځي.(افريقا-يوروبا(په نايجريا کې دخلکونږدي ۲۵ مليونيزه ډله ده چې ژبه يې هم په دغه نامه يادېږي[ژ.])
که ټول الوتونکي بازان وی هيڅ غوږونو به دچوغکې غږ نه اورېدې.(ناروې)
دبازله پاسه بازشته(درتبې له پاسه رتبه شته).
لوړ(جګ)اولوړتر
ډېرجګ مه ځه،دروازه ټيټه ده.
څومره جګ چې سړې ودرېږي،هومره کښته راغورځېږي.(انګلستان)
څومره جګه دنده،هومره کښته غورځېدنه.
په جګه څوکۍ سړی په امن نه وي ناست.(سوېډن)
په لوړواوډېرولوړوقوی بادونه لګيږي.
څومره لوړه دنده،هومره کمه ازادي.(لاتين)
چرګ
چرګ په خپل غږوياړي،سړی په خپله خبره سپکېږي. (ويتنام)
کوردچرګ قوت دی.(پيدرلول)
که هغه ښه چرګ وي،نويوځل ښه بانګ وهي.(فرسي)
ښه چرګ هيڅکله نه چاغېږي.(المان)
دوه چرګان له يوبل سره دځمکې په کيندلوکې مرسته نه کوي.(افريقا-سسيوتو)
هرچرګ په خپل ډېران ښاغلی دی.
ړوندچرګ هم بانګ وهي،شل خرهم لغته وهي.(رومانيا)
غټ چرګ کوچنی چرګ ته دبانګ اجازه نه ورکوي.
. يوچرګ دولس چرګې ښې اداره کولې شي،يوسړی يوښځه نه شی
داچرګ دی،داچې بانګ وهي،چرګه نه ده.
۱۲۴
کله چې چرګ موړوي،بازله ياده باسي.(افريقا-اشانتي)
کله چې چرګ بڼکې راپورته کړي،ايستل يې اسانېږي.(برما)
داچرګ نه دی،چې دچرګوړوساتنه کوي.(کرت(ديونان يوټاپودی)[ژ.])
کله چې چرګ چرګې ته راشي،چرګه چرګوړي هېروي.
چرته چرګې وي،هلته چرګ راځي.(المان)
چرګ چې نږدې وي،چرګه غږ نه باسي.(افريقا-رووندا)
چېرته چې چرګ وي،هلته بايدچرګه اوازونه باسي.(سويس- فرانسوي)
دادچرګوغمګينه خونه ده،چېرته چې چرګې ققړې وهي،اوچرګ يې نه شي اورېدی.(لاتين)
هغه چرګه چې ققړې وهي په غولي کې ښه ده،خوهغه بايدددی په باب څه ونه وايي.
هغه چرګه، چې بانګي(چرګ)ته نږدي ناسته وي،تل چاغه وي.
څومره چې چرګ په خاوروکې په لغتو وهلو(له خاورونه په دانوټولولو)ژوندی وي همداسې لېوه په خپل ښکار ژوندی وي.(پيدرلول)
هرچرګ دخپلې مښوکې له پاره ځمکه کني.(اووم پيدر)
هغه ډېره بېکاره چرګه ده چې ديوچرګوړی له پاره ځمکه ونه شي کيندلی.
چرګې دهغه مارځای په خپله وکينده،کوم چې هغه يې وچيچله اومړه يې کړه. (کرت(ديونان يوټاپو[ژ.])
کله چې چرګې ځمکه کني ،پنجې ته ګوري.(اووم پيدر)
يوه ړنده چرګه هم دانه موندلی شي.(سوېډن)
ړنده چرګه هم په سېزونکي(سېزونکی بوټی)کې تلی شي.
هوښيارچرګوړی هم په سېزونکي کې ورځي.
هغه چرګه،چې ډېرچرګوړي لري،پخپله کمې دانې مومي.
کله چې چرګه سګريټ څکوي،نوچرګ ځانته راکاږي.(شوروی اتحاد-ليتوانيا[اوس لېتوانيامستقل هېواد دی.ژ])
چرګه ديوې کوچنۍ هګۍ له پاره ډېرې جګې ققړې وهي.(اووم پيدر)
کومه چرګه چې ايسارېدی نه شي،زياتره خپله هګۍ ورکوي.
چاغه چرګه کمې هګۍ اچوي.(اووم پيدر)
توره چرګه هم سپينې هګۍ اچوي.(هاليند)
که سړي هغه چرګه پېداکړه چې هګۍ اچوي،دهګۍ له پاره به مالګه هم پېداکړي)
دکم ځمکوخلکوچرګه هم هګۍ اچولی شي.(ناروې)
هغه يوه بده چرګه ده،چې له کروندې بهرهګۍ اچوي.
هغه ناشکره چرګه ده چې خوراک ستا کورکې کوي اوهګۍ دبل په کورکې اچوي.(اسپانيا)
چرګه زمااوهګۍ دشازمان کره اچوي.(افغانستان- پښتو[ژ.])
هغه چې چرګې ته دانې ورکوي بايدهګۍ هم هغه ترلاسه کړي.(اووم پيدر)
هغه احمقه چرګه ده چې دنوروپرهګۍ کېنی اوهغه احمقه انا ده چې دلورماشوم ساتي.(چين)
۱۲۵