دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدصفر خواریکښ
۹۰۰۰متلونه او مقولې
درو يشتمه برخه
احمق پر ژبه زړه لري.
دډارن زړه په پطلون کې وي.
دنارينه زړه ته لاردهغه خېټې نه تللې ده.
غټ زړه،روښانه افق دی.(فريزي)
ښه زړه لاراسانوي.
دشلېدلوچپنو لاندې زياتره ښه زړونه وي.(پيدرلول)
دزړه ډېره بده نيمګړتيادزړه سستوالی دی.(المان)

مه برېږده زړه دې په هغه څه راضي شی،چې پرې پوهېږې.(تلمود)
ساړه لاسونه ،ګرم زړه.(المان
چېرته چې دزړه فضاوي هلته دکورفضاوي. (فريزي
چېرته چې زړه ځي،هلته پښې ځي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
مچ هم يوزړه لري.(روسيه)
هرانسان په خپل زړه کې يوخوګ لري،چې بيده دی.(فرانسه)
مرسته
له ځان سره مرسته وکړه،خدای درسره مرسته کوي.(پيدرلول)
دخدای له مرستې سره هم بايد مرسته وشي.(پيدرلول)
بېړنۍ مرسته دوه چنده مرسته ده.
کوچنۍ مرسته هم مرسته ده.
ماشي چې په سمندرکې متيازې وکړې،ويې ويل:« کوچنۍ مرسته هم مرسته ده».
هغه چې هڅه کوي له ټولوسره مرسته وکړي ،له هيچاسره يې نه کوي.
ته بايدله نوروسره مرسته وکړې،خوړومبی له ځان سره.
له ځان سره مرسته وکړه اوپه نوربلاپسې کړه،دادګټلو ډېره ښه لار ده.
څوک چې نه غواړي له ځان سره مرسته وکړي،هيڅوک ورسره مرسته نه شي کولې.
له هغه سره مرسته وکړه،څوک چې له ځان سره مرسته نه شي کولی.(افريقا-کيکونګو)
مخکې تردې چې وغورځېږم،دپورته کولومرسته راسره مه کوه.(سکاتليند)
مرسته په هرڅه کې ښه ده،پرته دغرمنۍ (ډوډۍ) له مېزنه.(يهودي)
دامرسته نه کوی چې په ډوډۍ پسې داش ته خميره ګوزارکړې.(سوېډن)
۱۱۱
چې مرسته ورسره نه کړې نوزيان هم مه ورسوه.(اووم پيدر)
.«مرسته ورسره مه کوه»،نوښه کېږي،هغه مريي وويل چې نجلۍ ته دغاښ دردله امله پروت و
ګبين/شات
ګبين په خوله کې،خوښي په زړه کې.(اووم پيدر)
په خوله کې ګبين ،په ملاوستني کې چاړه .(بلجيم-فلامي)
کله چې خوله له صفراډکه وي،دااسانه نه ده چې شات ترې توکړې.(سوېډن)
چېرته چې ګبين وي مچان راټولېږي.
سړی دګبينو په کېک سره هم لارښوونه (مشري)کولی شي.(اووم پيدر)
هغه ګبين چې له غنونه څټل کېږي،کم خواږه وي.
هيڅ ګبين له نېش (د مچۍ نېش)پرته ،هيڅ ګلاب له غنې پرته نه وي.(لرغونی هند)
چېرته چې اچه(خالص) ګبين وي،ديېږ خوراک وي.(اسپانيه)
زنا
زنا سړی زړوي.(عبري)
زنا له ارزول شوي خوندنه يوڅه زيات خوندلر ي.(سوېډن)
ګدۍ(فاحشه)
ګدۍ اوسارايي سوۍ په سخته اهلي کېږي.
که سړی هيڅ پېغله ونه لري کولی شي له ګدۍ سره وناڅي.(سوېډن)
ځوانه ګدۍ،زړه رويباره(دلاله).(اووم پيدر)
ځوانه ګدۍ،زړه بزرګه(پاکه).(انګلستان)
ځوانه ګدۍ ،زړه خورلڼه(خدايي خور).(المان)
يوځل ګدۍ (فاحشه)، تل فاحشه.(انګلستان)
بدده چې په حجاب کې فاحشه وي.(اووم پيدر)
بده چې ګدۍ وي اواوبه وڅښي.(اووم پيدر)
هغه چې فاحشه توب پرېږدي،يوښه ورځني سفرکوي.(اووم پيدر)
که ته ګدۍ،غله ياسرکښ(بدمعاش) يې؛سره زراوپېسې لرې،زغرې(سپر) اوخولۍ پېداکوی.
ګدۍ وويل:«زمانوم معشوقه دی اودباچاهي وسلو ساتونکې يم.»(فرانسه)
ګدۍ (ښځه)
دګدۍ ډېربدقهردی.(پيدرلول)
ګدۍ دهګۍ زيړ خوري اودکوربه ته دهګۍ سپين ورکوي.
ځوانه ګدۍ
ځوانه ګډۍ ډېر خپلوان لري.(اووم پيدر)
۱۱۲
که ټولې ځوانې فاحشې مړې شي،نړۍ به کنډواله/شړه شي.(اووم پيدر)
ښکر
هغه له خپلو ښکرو مخکې خغاستلی.
په ټنډه دښکريوه برخه ايښودل.
سړی بايدسخوندرله ښکرونو ونيسي.
هغه زما په لوريوښکرلري.(اووم پيدر)
ټوخی
وچ ټوخی دمرګ سورنی(ترومپيت) دی.(سوېډن)
توخې له ډېروکشيشانواودکشيش ښځينه همکارانو سره مرسته کوي.(اووم پيدر)
سر
هرسريوه نړۍ ده.(کيوبا-اسپانوي)
هرسريوخيال.(افغانستان-ازبکی)
څومره زيات سرونه هومره زيات خيالونه/فکرونه.
ټيټ سرډېرکم غوڅېږي.
توره نرم سر نه غوڅوي.(افغانستان-دري[ژ.])
سړی بايد زوړ اوټپي سرغوڅ نه کړي..(اووم پيدر)
کله چې سرلاړ په ويښتانو پسې بايد سړی ونه ژاړي.(روسيه)
چې سرله منځه تللی وي ،نولکۍ اريانه وي.(دنمارک-يوليند)
دسرغوڅول کوم هنر نه دی ،دسربېرته پرځای ايښودل هنر دی.(روسيه)
څه مرسته کوی چې سرله منځه تللی وي، پوټکی وساتي.
جلادوويل:«په سرپام کوه».
غټ سر،غټ سردرد.(المان)
څومره چې سرونه غټ وي هومره يې دردونه غټ وي.(يوګوسلاويا- صربي)
له دېوال سره سرجنګول دردکوي)
څه شی چې څوک په سرکې نه لري،ښايې په پښوکې يې ولري)
تش سرپښې ستړې کوي.(سکاتليند)
څوک چې په سرکې هيڅ نه لري،پښې يې هيڅ دمه نه لري.(شوروي اتحاد-قرغزي)
سريخ،خېټه وږې اوپښې تودې وساته.(روسيه)
يخ سراوتودې پښې عمر اوږدوي.(انګلستان)
ښه سرسل لاسونه لري.(روسيه)
چېرته چې سرځې ،پښې ورپسې وي.(ترکيه)
۱۱۳
چېرته چې زړه ځي،هلته پښې ځي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
هرڅوک چې سر لری، هوښيارنه وي.(روسيه)
داښه ده چې دموږک سراوسې،نه دزمري لکۍ.(اسپانيه)
ښه ده چې سرته لاړ شي تردې چې لکۍ ته لاړشي.
دسرشاته څوک هيڅ شی نه ويني.(سهيلي افريقا-زولو)
داسخته ده چې پرځوانو اوږوزاړه سرونه کېدئ .(انګلستان)
کبراوکميني(تواضع)
کبراوحماقت په يوونه کې غټېږي.(سوېډن)
کبردټولو پېټو(بارونو)مورده.
چې کبر راځي رسوايي هم راځي.(بيبل)
کبرله سقوط نه مخکې راځي.
کبردسقوط مخکې ،ځان غوښتنه د ښوئېدلومخکې وي.(بيبل
کبرجن اس ځغلوونکی ،کورته پلی راستنېږي.(ايتاليا)
کبرجن ژرغورځېږي،اوهيڅوک پرې رحم نه کوي
کله چې کبرماتېږي،بدبوي کوي.(سوېډن)
کبردغريب له پاره داسې دی لکه دغوا له پاره زين.(دنمارک-شېليند)
کبرخپله څېره دمرمر ډبره کې کني،مينه په ګلانوکې ځان پټوي.(هند-هندي)
کبرجن اوړانده پزه به هواکې پورته نيسې.
يوکبردسلوپونډوفضيلت له منځه وړي.(چين)
کمين (متواضع) راهب وياړلی راهب وي.(سوېډن)
ترحده زياته تواضع کبردی..
تواضع دټولوښوصفتونو بنسټ دی.(چين)
تبر
له ډېروګوزارونو تبر پڅېږي.
کله چې سړی تبروهي،توتڼی الوزي.(يهودي)
پونده په تبروهل اوګوتې غوڅول.
هغه نه دګوزار دی اونه دغوڅولو.
حافظه
ټول له خرابې حافظې نه شکايت کوي،خوهيڅوک له خراب عقل نه شکايت نه کوي.
له پوروړي نه پورورکوونکی ښه حافظه لری.(اسپانيه)


۱۱۴
سوری
کوچنی سوری غټ خوند.(ګرينليند)
سوری يوسوری دی،خودا فقط ګرد دی.(المان)
يوسوری اويوسوری دوه څيزونه دي.(فريزی)
هغه ترپزې لاندې يوکوچنی سوری لري،چې ټولې پېسې يې هغې کې کښته منډې وهي.(انګلستان)
کوچني سوري غټه بېړۍ ډوبوي.(سوېډن)
هرسوري ته ګوته مه ننه باسه کېدې شي مارپه کې وي.(ايران – کردي)
هغه څوک چې په هرسوري کې ګوته ننه باسي،کله يې چټله راباسي.(اووم پيدر)
يوغټ سوری کېدې شي په کوچنيوکاڼوډک شي.(سکاتليند-دسکاتليند بومي ژبه
ديوانګړسوری ټپېدې شي،دسړ ي خوله نه شي ټپېدې.(شوروي اتحاد-چرميسي)
هغه يوسوری پېداکوي چې پرې ووځي.(انګلستان)
هغه چې غواړي ټول سوري بندکړي ،تولې چينې بندوي
دخرچنګ استاد په خپل سورې کې لوبېږي.(کريتا(ديونان يوټاپودی)[ژ
روغتيا/دبدن حالت
روغتيا له سروزرو ډېرارزښت لري.
روغ بدن پاچاهي ده.(افغانستان-پښتو[ژ.])
سمندري خرچنګ
کوم سمندري خرچنګ چي بيده وي ،داوبوله جريان سره وړل کېږي.
سپی
سپی دانسان ډېرښه دوست دی..
دانسان ښه شی سپی دی.(فرانسه)
هغه کس چې سپي اوپيشوته خواړه نه ورکوي،هغه خرابو ژوو ته خواړه ورکوي.(پيدرلول))
ژوندی سپی له مړزمري نه ښه دی.(بيبل)
نن يوسپی لرل ترپروني اس غوره دي .(شوروي اتحاد-اوکراين)
که ټول سپي دبنارس زيارت لاړشي،دېګونه اوکاسې به څوک وڅټی؟(هند-هندی)
هغه سپی چې دهرسړي دوست وي دخپل خاوند نه وي.
سپی بايددهرسړی په شپېلي پسې منډې ونه وهي.(پيدرلول
سپی دغضب کوردی.(پيدرلول))
هرسپی په خپل کورکې لکه زمری دی.(هندي)
کله چې زوړسپې غاپي،مشوره درکوي.
سړی هغه سپي ته غوږنه ږدي،چې هروخت غاپي.(برما))
۱۱۵