دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
۲۶مه برخه
چرګه تاسف نه کوي،چې بازناروغ دی.(انګلستان-ولز ژبه(دانګلستان په جنوب  لويزکې ګړېدونکي لري)[ژ.])
په خپله چرګه هم چې کله اوبه، څښي اسمان ته ګوري.(البانيا)
چرګه په نغري کې دوه ځله نه غورځېږي.(افريقا –کوېلي)
له زړې چرګې ښه ښورواپخېږي.(اسپانيا)
له لري نه دچرګوړي غوښه ښه ده.
موږنه چرګان لرواو نه له ګيدړ سره ستونزه.(البانيا)

موږديوبل په خوښه يوچرګ لرو.(فريزي ژبه(دجرمنی په لويزکې ديوشمېر خلکو ژبه ده)[ژ.])
اورېدل   
مخکې له دې چې غوږونه له منځه لاړ شي،سړی بايدډېرواوري.
اورېدل له ويلو اسان دي.
هغه چې نه غواړي وايې وري،بايداحساس يې کړي.
څوک چې يې ناسم اوري،هغه يې ناسم سرته رسوي.
هغه،چې ښه يې اوري،ښې خبرې کوي.(لرغونی مصري.
سل ځله اوريدل دومره ښه نه دی لکه يوځل ليدل.(جاپان)
ليدل کله داورېدلو په څېروي.(افغانستان-پاړسی[ژ.])
که غواړې په سوله کې ژوندوکړې،لس ځله يې واوره اووګوره.(دمنځنيوپېړيولاتيني)
چې ويلی يې نه شې اورېدل زده کړه.(لاتين)
هغه چې اوري يې،ښايې ترهغه چې وينا کوي،ډېره پوهه ولري.(ترکيه)
ړومبی واوره،وروسته خبرې وکړه.(اسپانيا)
رئيس/منتظم
رئيسان هغه سوري دي چې هيڅوک ترې بېرته نه راستنېږي.(کارولين –ميکرونزي-کارولين په ارام سمندرکې خود مختارټاپوګان دی اوميکرونزی يې يوايالت دی. [ژ.])
هغه چې رئيس خوړلي مرئيان يې بايدبيه ورکړي.(افريقا-کيکانګو)
هغه څه چې درئيس مېرمن يې غلاکوي،ملامتي پر مرئيانواچوي.(افريقا-ايلا)
ډېر رئيسان ،ډېرکم سره پوټکي.
امېد/هيله
له ډار پرته اميد،له امېدپرته ډار.(لاتين)
۱۲۶
امېددغريب ډوډۍ ده.(لاتين)
امېدهيڅوک نه شرموي.
اميدروښانه شين رنګ دی.
امېدوروستی څېزدی،چې سړی يې پرېږدي.
امېددورځې خيال دی.(يونان)
امېديوه هګۍ ده،چې يوته يې ژيړ ،بل ته يې سپين اودريم ته يې پوټکی رسېږي.
امېديوه کرښه ده،چې ډېراحمقان پرې ناڅي.(روسيه)
امېداوانتظارډېردخندا کوي.(المان)
داميدپه واښو ډېراحمقان څرېږي.
ښه هيله/امېدنيمه خوښي ده.(شوروي اتحاد-ازبکستان)
سړې بايدډېرښه امېدولري،مګردډېربدانتظارولري.
هغه څه سړی يې هيله لري ترهغې چې ترلاسه کوي يې دي.(حبشه)
له خوراک نه يې هيله ياتمه ښه ده.(افغانستان-پښتو[ژ.])
دنياپه امېدخوړل کېږي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
امېددژونديوله پاره دی نه دمړو له پاره.(يونان)
څومره چې ژوندوي،هيله ورسره وي.
که هيله نه وای زړه به مات شوی وای.(انګلستان)
څوک چې په امېدسره ژوندکوي،وږی مري.(سوېډن)
څوک چې دښوامېدونه لری،له هيڅ دردنه ډارېږي.(انګلستان)
هغه زيات ګټونکی وي،چې بېهوده امېدونه لري.(ايتاليا)
کله چې ټولې هيلې له منځه لاړې شي،کلمات خدمت کوي.
بې پروايي
کله چې غريب سړی لاړې توکي، پروايي /کړکاچ زېږوي.(بيبل)
لاس
يولاس بل لاس پرېمينځي.(لرغونی يوناني)
يولاس بل لاس پرېمينځي،اودواړه مخ پرمينځي.(يوګوسلاوي-سربوکرواتي)
له يولاس غږ نه خېژي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
هغه يې په يولاس ورکوي اوپه دې بل يې اخلي.
هغه،چې دبل په لاس يې خوري کم (کم وختونه) مړېږي.
دماشوم لاس ژرډکېږي.
له لاس نه او په خوله کې دبېوزله سړي اجازه ده.(پيدرلول)
چې لاس ترخولې رسېږي دسړی ښورواتوېږي.(فرانسه)
۱۲۷
کله چې دسړی لاس په لوښي کې وي تل ورپوري څه نښتي وي.
يولټ(تنبل)لاس په وږی خېټه دمه کوي.(ايران-کردي)
ناپاک لاس خوله غټوي.(سوېډن)
يوازې خپل لاس دې هغه څه ته رسوي،چې غواړې يې.(عربي)
کوم کارچې سړی يې په يولاس کولی شي دهغې له پاره دواړه نه کاروي.
چېرته چې دسړي لاس رسېږي،دپوړۍ(زينه) اړه نه شته.(ايتاليا)
په يولاس سړی يوځل يوه غوټه نه شي پرانيستلی.(روسيه)
يوازې دښي لاس چکچک هيڅ غږنه لري.(مالېزيا)
سړی بايد کيڼ لاس ته اجازه ورنه کړي چې پرهغه څه پوه شي، چې ښی لاس يې ترسره کوي.
يولاس پربل مه خبروه.(افغانستان-پښتو[ژ.])
ښې لاس کيڼ نه پرېکوي.(زانزيبار-سواحلي)
دلاس قوت دلاس د بندپه قوت پورې تړلی دی.(پاکستان-سيندي)
که په يولاس کې نه شته،کېدی شي دسيندپه بله خواکې وي.(سريلانکا-سينګالي
ځينې دې لاس ښکلوي،چې غواړي پرڅنګل دې کېني.
په کوم لاس چې دصليب نښه جوړوی،چاړه ترې ولېږي.(روسيه)
سړی لاسونه په اسانۍ دپطلون په جېبونوکې موټې کولی شي.
موټي لاس ته هيڅوک لارنه شي موندلی.(انګلستان)
داسې مناسب دی لکه لاس په دستکشه کې.
هغه سړي چې مېرمن يې غبرګوني وزېږول وويل:«لاس دې وساته».
هغه سړي چې سهار وختي پاڅېداومېرمن يې ووهله وويل:«اوس داله لاس څخه ده».
لاس ورکول/دلاس روغبړ
دښه ملګرو ترمنځ دلاس روغبړ بسنه کوي.
دلاس کار/لاسي کار
دلاس کار له ميراث نه ښه دی.(ايرليند)
دلاس کاردغريبۍ په وړاندې سپردی.(زړه يهودي)
هيڅ لاسی کار دومره غريب نه دی چې خپل سړي ته خواړه ورنه کړی شي.
هغه چې دلاس کاريې کولی شي،دنړۍ چاپېرګرځي.(اسپانيا)
هغه چې ډېرلاسی کارونه زده کوي،هيڅ ګټل نه شي زده کولي)
څوک چې په ټولولاسي کارونو کې خړپېږي(لاس وهي) په هيڅ يو کې نه استاد کېږي.(انګلستان
لاسي کارګر/کسبګر
خراب لاسي کارګر /کسبګر ملامتي دخپل کار په سامان(کارتوکي) اچوي.(انګلستان)
بې سامانه کسبګرلکه بې لاسو بدن.
۱۲۸
کله چې سړي لاس کارګران/کسبګران لري،دوه خوشاله ورځې لري:هغه ورځ چې دوس راځي اوهغه ورځ چې ځي.
زرکسبګر- زرپلانونه.(چين)
ويښته
کوړۍ ويښته،کوړۍ مغز.
سپين ويښته،کم کلونه.
اوږده ويښتان،کمه پوهه.(المان)
لنډ ويښتان ژرږمنځېږي.(اتريش)
سره ويښتان اوځنګلي نښتر په ښه خاوره نه شنه کېږي.(ناروې)
څوک چې ژېړويښته لري،غواړي کوړۍ کوړۍ وي.(سوېډن)
خراب قېچي شوي ويښتان ددوه کسانو شرم دی.(پيدرلول)
دښځې يوويښته له لسوغوايانو نه زيات ارزي.
که يوويښته اويوبل ويښته ووزي بزګرلينډا(پک)کوي.
سړی بايدسپې په ويښتانو رام نه کړي.
هغه يوويښته ښه دی.
هغه زما سرسپينوي /زړوي مې.
پيشو چې کله پېروی وخوړ ويې ويل:«زماخړ(ايرن رنګه )ويښتان وسپموه».
سخت/کلک/بدچلند
سپۍ چې کله دکليساديوال اخرته کېناسته ويې ويل:« دسخت په وړاندې سخت».
هغه هلک چې دتوپاني هواخلاف متيازې وکړويې ويل:« دبدچلند په وړاندې بدچلند».
کله چې دېوداغزيوپربوټې کونه کېښوده ويې ويل:« دسخت په وړاندې سخت».
څومره کلک،هومره خوږمغز(زړی).
پرسخت کټ سړی نرم پرېوزي.(سوېډن)
نن،سبااوپرون
نن سور،سبا مړ.(المان)
نن زه،سبا ته.(لاتين)
نن ميله(ميلمستيا)،سباروژه نيول.(لاتين)
نن باچاسبا مړ.(بيبل)
نن انسانان،سبا خاوره.(يوګوسلاويا-سربوکرواتيا)
نن سره زر،سباخاوره.(فنليند)
نن شتمن،سبا برابر.(لاتين
نن ګل،سباوچ واښه.
نن  مستۍ کې،سبا مړستون کې.
۱۲۹
نن دپخولو ورځ،سبا دخوړلو.(سوېډن)
کب نن له چنګک ډډه کوي،سبا جال ته ننوزي.(شوروي اتحاد-ليتوانيايي)
د«نن» يود«سبا» له دوو نه ښه دی.(روسيه)
هغه  چې غواړې سباته يې وځنډوې نن يې ترسره کړه.(عربي)
دنن کارسباته مه ځنډوه.(افغانستان-پښتو[ژ.])
نن دسبامشروروردی،اودروندشبنم(پرخه) دباران مشرورور.(افريقا-پنکه)
«سبا»ستا دلټۍ شعار دی.(اسپانيا-باسکی(ايندواروپايي ژبه ده چې داسپانيا په شمال ختيز اودفرانسې په سوېل لوېديز کې ويل کېږي[ژ.])
هغه څه چې نن ترسره شول،سباناشوي نه دي.(سوېډن)
کله چې شېطان وايی «نن» خدای وايي« سبا».
سبابيا يونن دی.
هغه پرون نه دی زېږېدلی.
غوره /په زړه پورې
په زړه پورې مېرمن هغه ښځه ده،چې باايمانه وي که څه هم په ښکاره هغه باايمانه نه مالومېږي.
غوره مېړه هغه سړی دی چې،وفاداروي،سګريټ نه سکوی،شراب نه ونه خوري اونه پېداکېږي.
احمق
وروستې احمق هيڅکله نه مري.(انګلستان)
وروستی احمق لاتراوسه نه دی زېږېدلی.
ژوره/وينه ځبېښونکی حشره
ژورې (وينه ځبېښونکي حشره) تل ډبرې نه ځبېښي.(هند-هندي)
اوراولوګی
اورسړی پټولی شي خوله لوګي سره بايدڅه وکړي.(دامريکا متحدايالتونه)
په لمن کې اور،په مېده کې چينجی او په لاسي کڅوړه کې موږګک بدمېلمانه دي.(پيدرلول)
په زړه کې اورسرته لوګی لېږي.(المان)
اورپه زړه بلېږي لوګی له سره خېژي.(افغانستان- پشتو[ژ.])
اورسره زر ازمايښت کوي،اوناوړه پېښه ستا مېړانه.(لاتين)
اوراوباروت يوځاي نه بېدېږي.(افريقا-اشانتی)
دنورولاندې اورمه بلوه،کېدې شي ته په خپله په کې وسوزې.
اورژربل شوی،خوژرنه مړکېږي.(اووم پيدر)
اوريوغل دی.(لرغونی يهودي)
اوريوښه چوپړی دی،خويوډارونکی بادار.
۱۳۰