دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
دوه يشتمه برخه
که ښه خدمت غواړې،نو په خپله يې ترسره کړه.
هيڅوک دومره ښه نه دی چې دځان نوکروي
نوکرکارکوي بادار يې خوري.(پاکستان-پنجابي)
کله چې دبادارانو جګړه وي،شاوخوادمرئيانوويښتان غورځي.(روسيه)
ښاغلی له موزوپېژندل کېږي.(پوليند)


سترباداران ځان ته ډېرانتظارباسي.
نوی بادار-نوی چلند.(ايسليند)
نوی نوکرغرڅه په منډه نيسي.(افغانستان-دری[ژ.])
هيڅوک ددوه بادارنو چوپړ نه شی کولی.(بيبل)
که ددووبادارنوخدمت کوې نويو ته درواغ واېې.(ايتاليا)
ديو مرئي ترټولوزيات ستاينه خوښېږي.(افريقا-سوماليا)
«نوکران ډېر ښه ول که خواړه يې نه غوښتی»،يوې مېرمنې وويل.(ايسلېند)
دخدای مهرباني
دخدای مهرباني ميراثي توکی نه دی.
اس(سپرېدل،اخور اوزين)
اس موترلاندې،خدای مو پرسر.(قزاقي متل)
اس دپردې کونه دې خپله،چې نن يې نه زغلی نوکله؟(افغانستان-پښتو[ژ.])
دسړي دننی ښه والی اوداس بهرنی ښه والی.(انګلستان)
چې پراس کيناست،خدای اوخلک دواړه هېروي.(اسبانيه)
اسونه هيڅکله دومره واړه نه دي،چې تللی نه شي)
له تشې قېضې نه خواراس ښه دی.(پيدرلول)
ډېراسونه اوسپي ځمکوال ژرپه بزګر بدلوي.
يواس،يوزين.(چين)
ښه اس هم دوه زينه نه شی وړلی.(چين)
هغه،چې داس دوهلوجرأت نه لري،زين وهي.
داس تېروتنه له سوارکارنه کېږي.(عربي)
که هرڅومره ښه اس هم وی يوځل کوږووږځي.(هاليند)
۱۰۶
ګوډاس شاته پاتې کېږي.(هاليند)
زوړاس لارښه پېداکوي.(ناروې)
کوچنی اس دسفرپرورځ پروړه انباروي.(پيدرلول.
زوړ اس ځوان بهاڼ اهلی کوي.
په حاضراس پسې منډ مه اخله.(انګلستان)
دښه اس منډ کم رسمېدې شي.
اس په پونده مه زغلوه،په وربشويې وزغلوه.(روسيه)
ښه اس ته يوه متروکه،ښه سړي ته يوه خبره بس دی.(هند-بهاري)
که ته اس ته رکاب ورکړی هغه هم رام کېږي.
کله چې اس ازاد(بې قېضې)راموې له زين غورځېږې.(سوېډن)
پراسونواوښځوسړی باورنه شي کولی.(ترکيه)
اسونه اوښځې بايدټينګې وساتل شي ،له دې پرته پاڅېږي اوپه هغه څلورلارې کې ودرېږي،چېرته چې تم کېدل بند دي.(شوروی اتحاد)
اس په قېضه اداره کړه اوښځه په لرګي.(پيدرلول)
هغه چې سپين اس اوښه ښځه لري،هغه ډېرکم بېغمه وي.
مشهور اس په خپل ټول قوت،هيچاته اجازه نه ورکوي چې پرې سپورشي.(ناروې)
ړومبنی اس چټلې اوبه نه څښي.(افريقا-جوکون)
سړی اس اوبو ته بولی شی،خو اوبه پرې نه شې څښلی.
يوسړی اس داوبو څښلوځای بولی شي ،خوشل کسان پرې په زوراوبه نه شي څښلی.(سکاتليند-ګېلي(دسکاتليند بومي ژبه[ژ.])
داسخته هغه اس ته اوبه ورکړی،چې سرنه ټيټوي.(فنليند)
تياراس دمخ ته تللو اجازه لري.
سړی دروندپېټی زياتره پرغوره اس باروي. (سوېډن)
هغه اس چې دوربشوښه وړدی،ښايي زيات وخت په وچه پروړه قناعت کوي.
داس کار اود چوغکې خوراک سره نه جوړېږي.
هغه ډېرناکاره اس دی چې خپل خواړه نه شي ګټلی.
کراچۍ په ژمی بيده وي،پر يخ ښوېدونکي ګاډۍ داوړي بيده  وی،اس هيڅکله نه.(يهودي)
داغوره ده چې يوازنی ماشوم اوسې تردی چې يوازني اس اوسې.
هغه اس چې هيڅکله قېضه شوی نه وي،نه پوهېږي چې تخم چېرته وړل کېږی.
اس دواده بيه نه ده.(فنليند)
يوايله(ازاد) اس سړی هروخت دګودام خواته موندلی شي.(هند-بيهاري)
جټ وايي:غلاشوی اس ترپېرلي اس ډېرارزان وي.(روسيه)
۱۰۷
غلاشوی اس ښه دانګي.(ايسليند.
داکومه خبره نه ده چې دبل چاپراس سالمه ځغاسته وکړی.
پردی اس اوخپل رکاب کم واټن ځي.
هغه اس،چې سړی يې نه شی ترلاسه کولې،همېشه نيمګړتيا لري.
ښه اس بايد ښه کالي ولري.
سپين اس بايدزيت غټ وي.(فريزي)
زړور اس دسپي دپه غپلوبروانه کوي.(اووم پيدر)
زړوراس هم ځان اهلي کوي‎.
مړاس لغته نه وهي.(بلغاريا)
داس مړينه غواچاغوي.(سورينام-انګرېزي)
کله چې له پلې ځغاستې ستړی  شی،له اس سره چېرته سيالي کولی شې.(بيبل)
هغه زړې اسپې ته کالی  نه دي اغوستي چې لکۍ وخوځوي.(روسيه)
دلته اوهلته
دلته اوهلته يوشان اوږددی.
تندخوي
له تندخوي سړي اړيکه مه ساته اودخبرو اتروپه لټه کې مه اوسه.(پخوانۍ مصري‎)
تندخوی اجازه ترلاسه کوي،څنګه چې غواړي ژوندوکړي؛اندېښنه سړی په تشه کې ساتي.(سومري)
سلام
له وړاندې نه سلام تردې ښه دی چې په نږدي کې دلاسونو په کښته پورته کولوله يوبل شخړه وکړو.(سوېډن)
جنت/اسمان اودوزخ
جنت دبېوزلانو دسپمادبلی دی.(المان)
جنت لوړ دی،خوڅوک چې غواړي بايدځان راکوږ کړي.
دجنت لوړوالی اودځمکې ژوروالی اودټولواک زړه څوک نه شي لټولی.(بيبل)
داسمان لورته وګوره،پر ځمکه خوتل يې.
سړی اسمان دستنې له سوري نه شي ليدلی.(جاپان)
ښه ده يوځل جنت کې وې تردې چې لس ځله يې په دروازه کې وې.(هاليند)
ستاسره په دوزخ کې خوښ يم تردې چې په جنت کې يوازې يم.(فريزي)
ټول دجنت ارزو لري،خونه هلته دتګ دلاري.(اووم پيدر)
څومره چې اسمان نږدې کېږي،هومره غرجګېږي.(سوېډن)
سړی جنت ته بې پوړۍ نه شي رسېدی.(بلجيم-والونسک)
هيڅ لاراسمان ته رسېږي،اوځمکه کې کښته هيڅ دروازه نه شته.(چين)
۱۰۸
هغوۍ جنت ته لاروموندله،چې له دوزخ نه ډارېږي.(ارمني‎)
سړي يوازي اسمان ته نږدی دی ،چې مري.
څوک،چې جنت نه غواړي کشيشته اړه نه لري.
که جنت يې نه اوري دمرستې له پاره دوزخ ته غږ کوم.(لاتين)
اسمان راغورځي،کله چې زياتې کټوې چوي.(پيدرلول)
کله چې اسمان کښته راوغورخېږي،موږټول ترې لاندې کېږو.(فريزي)
په جنت کې شل(ګوډ)ښه يم ،نه په دوزخ کې بشپړ بدن.
په جنت کې زياتې خونې دی په،دوزخ کې څوخونې.
دوزخ هيڅکله نه ډکېږي.(ناروې)
هغه چې په دوزخ کې وي،نه پوهېږي چې جنت څه دی.(ايتاليا)
په دوزخ کې هيڅ ساړه نه شته.(سوېډن)
ددوزخ لارپرښوډبرو فرش شوې  ده.(انګلستان)
ددوزخ لارپراخه ده لکه دستکهولم يوه کوڅه.
دوزخ دکشيش پرتبيوبوشل شوی دی.
دډلې له پاره ددوزخ په لار مه ځه.
هغه پرځمکه خپل جنت لري.
تاريخ
تاريخ تکرارېږي.
تاريخ هيڅکله نه تکرارېږي.
هغه هېواد ځان نېکمرغه ګڼلی شي،چې تاريخ نه لري.
کوراوهېواد
کور ښه کاروانسرای دی.(سوېډن)
به خپل کورکې جولا(اوبدونکی)خپله شهزاده دی.(تايليند)
زماپه کورکې زه پاچا يم.(اسپانيه)
زما کور زما کلا(سنګر)ده.(انګلستان)
کورچې ګرم ،هيڅکله وږی نه وي.(سوېډن)
يوکورله تودونکي اور پرته لکه يوبې روحه بدن.(اسپانيه)
يوازې يوکوردواړه هم جنت اوهم دوزخ وي.(رومانيا)
دکورچټلۍ بايدپه کورکې اندازه شي.(پاکستان-سيندی)
لکه ناوې به کورکې اوسه.(اسپانيه)
څلوردېوالونه کورنه جوړوي.(دامريکا متحد ايالتونه)
۱۰۹
کورهلته دی چېرته چې زه خپله خولۍ ځوړندوم.(انګلستان)
هغه چې کورکې نېکمرغه،وي بايدپه کورکې بايد په کورکې وي. (لاتين)
هغه چې ښه څملاستی اوکېناستی شي،بايد کورکې وي.
کورټول اسان دی.(پخوانۍ نوردي(ايسليند،فيرو،ناروې،سوېډن اودنمارک کې ويل کېده[ژ.])
زرورځې په کورکې ښې دی نه لنډوخت پردي ځای کې.(چين)
شېطان ددوزخ به باب وويل:« کورډېر ښه دي.»
کور دسپي زړورتياده.(پيدرلول)
زړه
زړه دانسانانوپټ خزانه  ده.(عبری)
زړه دژوندسرچينه ده.(سوېډن)
زړه بدن لېږدوی.(اسپانيه)
زړه هيڅ کړکۍ نه لري.(روسيه)
زړه ښايي درمل شي يا مات .(فرانسه)
زړه يې قبلوي،سريې شړي.(هند-هندی)  
دزړه يوازې يوه ناروغي پېژندل شوې ده.(سوېلي افريقا-زولو)  
دزړه ارزوهيڅکله نه ترسره کېږي،خيټه ژرمړېږي.( هند-هندی)
زړه يوبازاردی.(افريقا-يوګندا)
هرزړه خپل درد لري.(انګلستان)
دانسان زړه ډبره نه ده،خوربړ دی.(مادګاسکر)
دسمندرژوروالی اندازه کېدی شي،خودانسان دپه زړه څوک نه  پوهېږي.(مالېزيا)
څوک چې زړه ډکوي،سترګې ډکوي.(ايرليند)
دزړه په غږپسې لاړشه.(تلمود(ديهود يومذهبي کتاب دی)[ژ.])
هغه چې له زړه راوزي،زړه ته ځي.(انګلستان)
له زړه نه زړه ته لاروي.(افغانستان-پښتو[ژ]).
له څه شي چې زړه ډک وي ،خوله پرهغې مڼدې وهي.
چې څه يې په زړه وي،هغه يې په خوله وي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
دزړه اودخولې خبره يې يوه ده.(افغانستان-پښتو[ژ.])
که زړه يې وغواړي،زر لارې موندل کېږي.(اندونيزيا-سونداني)
دزړه ګرمي په سرکې لوګي کوي.(ناروې)
سړی بايددحق په لور زړه ولري.
ستا زړه ستادتورې په څوکه کې ځوړنددی.ته مخکې تردې چې خپل زړه دتورې له څوکې خلاص کړی بل څه نه شې کولې.(شوروی اتحاد-قرغزي)
۱۱۰

۱۱۰