دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
يوويشتمه برخه
څوک دې ته اړ نه دی چې زړې سوۍ ته دکلم ځای وروښيي.(المان)
څوک پوهېږي،چې سوۍ چېرته ځغلي.(سوېډن)
)«هيڅوک نه پوهېږي،چې سوۍ چېرته ځي»،هغه سړی وويل،چې پربام يې دام ايښی دی.(ناروې
دسوۍ زړه/کمزړی/ډارن
کم زړي ځان دزمري په پوټکي کې پټوي.

دسوۍ ښکار
څوک په يووخت دسوۍ ښکار اوکب نيول نه شي کولی.
سړي سوۍ په ډول نه شي نيولی.(سوېډن)
هغه چې ددووسويو ښکارکوي،هيڅ نه ترلاسه کوي.
هغه چې غواړي دغرمنۍ له پاره سوۍ ولري،ښايي ترماښامه يې ښکارکړي.(انګلستان)
هلته زياتې سوۍ ښکار کېږی،چې کلم يې نه وی خوړلي.(پوليند)
دسوۍ ښکار دپسه تر ښکار ښه دی،دسوۍ غوښه دپسه ترغوښې ښه ده.(سوېډن)
چنګ(دموسيقي اله)
زاړه چنګونه نوې تارونه اخيستی شي.
بيړه
په بيړنۍ کړنه پسې پښېماني وي.(سوېډن)
بيړنی سړی هيڅ ښه ښکارشي کولی.
هغه چې په بيړه کارکوي،تېروتنه کوي.(بيبل)
بيړنی کاروروستی کار دی.
بيړنی کاريوازی هغه وخت اغېزمن وي،کله چې سړی بايدورګه ونيسي)
دبيړې کارچټل کاردی.(دنمارک-يوليند)
سملاسي/بيړنۍ دوسيه په وروترسره کېږي.(چين)
بيړه اوښه ډېرکم پريوبل پسې وي.(انګلستان)
په وروبيړه وکړه.(لاتين)
خدای هيڅ بيړه نه ده پيدا کړې،يوازې منځنی/ورووروخوځښت. (سکونه(دسوېډن په سهېل کې ديوې تاريخی سيمې نوم دی[ژ])
خدای هيڅ بيړه نه ده پيدا کړې.ټول ښه څيزونه وخت غواړي.(سوېډن)
۱۰۱
چيرته دومره بيړه لرې؟هيڅ ځای اورنه دی اخيستی.(روسيه)
دومره بيړه مه کوه چې بلې دنيا ته لاړشې،هلته کومه مېخانه نشته.(روسيه)
دومره مصروف يې لکه لنګه مږه.(فارسی)
شمشتۍ وايي:« بيړه ښه ده،خوفکرکول هم ښه دي».(افريقا-اشانتا)
بېړه دشېطان کاردی.(افغانستان-پښتو[ژ])
خولۍ
خپله خولۍ دومره لوړه مه ځوړندوه چې وررسېدی نه شې.(انګلستان)
مخکې له دې چې څوک وويني سړې دخولۍ دپورته کولو اړه نه لري.
زه خپله خولۍ داسې پرسروم،څنګه چې غواړم يې.
لرل
لرل ښه دي،سړی له پورنه بې غمه وي.
دخورله دوعانه ښه ده چې په خپله يې ولرې.
سړی پوهېږي،چې څه لري،خونه پوهېږي چې څه ترلاسه کوي.
څه چې سړی لري،هغه لري.
لرل او ترلاسه کولي يې شول ،نږدې يوډول نه دي.(پيدرلول)
لرل يې ،کولي يې شول ترلاسه يې کړي اواوس ولري،يوډول نه دي)
مخکې تردې چې له لاسه يې ورکړي،هيڅوک نه پوهېږي،سړی څه لري.(سوېډن)
چې هيڅ نه لري،سړی ترې هيڅ نه شي اخيستی.(سوېډن)
هغه چې څه لري،څه له لاسه ورکوي.
تردې چې لرل دې،ښه ده چې ويې لرې.(سهيلی امريکا-اسپانوي)
لرل مې لرل مې مه وايه ،لرم لرم ووايه.(افغانستان-دری[ژ])
هغه چې څه ګوري ،غواړي ټول ولري، کله چې نورخاندي،ښايي وژاړي.
که زيات لري بايد زيات ورکړي.(بيبل)
سمندر
سمندرهيڅ کب نه پېري (اخلي).(ترکيه)
دسمندرژوروالي اندازه کېدي شي،خوڅوک دانسان په زړه پوهېږي.(مالېزيا)
سمندرژوردی،ځکه چې دکوچنيوخوړونوسپکاوی نه کوي.(چين)
سمندرله يوڅاڅکې هم غټېږي.(شوروی اتحاد-کالموکسي)
له څاڅکي څاڅکي سمندرجوړېږي.(افغانستان-دري[ژ.])
خدای سمندر پېداکړ،موږبېړۍ جوړه کړه؛هغه باد پېداکړ،موږپه بادبان(څادر)بېړۍ چلوو؛هغه ولاړې اوبه پېداکړې موږپکونه(داوبوراشبېلونه)وهو.(افريقا-سواحلی)
۱۰۲
هغه،چې دسمندر پرسرورته خطروي داسمان دبدلونو پروا نه لري.(لاتين)
دسمندرستاينه کوه،خوپه وچه کې اوسه.(سوېډن)
بندر
په توپان کې هربندرعمده دی. (سکاتليند)
وربشې
سړی يې له متروکې(قمچين) نه په وربشو ښه چلولي شي.
نه عيسوي نه کليمی
دهغوکسانومنځ کې ژوندوکړه چې نه عيسوي اونه کليمي(دموسی کليم الله پېرو،يهودانوته هم ويل کېږي[ژ.] )وي اوديهودومنځ کې مړ شه.(يهودي)
کب خوړونکی مارغه
دکب خوړونکی مارغه اوبه بدې ايسي ځکه چې لامبو نه شي وهلي.
کب خوړونکی مارغه دکبانو په نااشنا ډنډسره احمق دی.(هند-بهاجبوري)
ړوندکب خوړونکی مارغه چټلی خوري.(هند-هندي)
کله چې هيلۍ خټې پاکوي،سپين کب خوړونکی مارغه په ادب خوراک کوي.(نوی زيليند-پولياني)
کوډې/جادو
هغه ته چې پوهېږي،جادوګري کوم هنر نه دي.(فرېزي(په دې ژبه په المان اوهاليندکې نږدې پنځه سوه زره کسان خبرې کوی [ژ.])
کودګري(جادو)يوازي کوم مهارت نه دی.(المان)
بخت اوبدبختي
بخت ترسلوکروندوښه دی.(پيدرلول)
بخت دتامينولوبل نوم دي.(فرانسه)
په لوبه کې بخت اوپه مينه کې بدبختی.
بخت داحمقانو پسې ځي.
بخت پربخت-اوشېطان پرشېطان.(فريزي)
هغه له احساس نه بخت ډېرلري.
هغه چې بختوروي،مڼه ورته په خولۍ کې راولېږي.(سوېډن)
هغه چې بخت لري،کبان يې بېړۍ ته وردانګي.
هغه چې بختوروي،له يوې زياتې ښکلې نجونې پېداکوي.
هغه چې بخت لری ښځه اوکرونده دواړه پېداکوي.
بدبختي ته بندنه شی جوړېدي،اوبخت هيڅوک له ځان سره ايسارولي نه شي.(مالېزيا)
چې بدبختي راځي په حلواهم دسړي غاښ ماتېږي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
۱۰۳
چې بدبختی راځې دزړې ګدۍ کونه کې هم دسړي ګوته ماتېږي.
چې بدختي راځي سړی په شاغورځېږي اوپزه يې ماتېږي.(فريزي)
کېدې شي په بدبختۍ کې بخت وي.
ښه بخت بل ځل .(انګلستان)
دبخت نوکردې اوسه.(افغانستان-دری[ژ.])
له سلوعقلو نه يو بخت ښه دی.(افغانستان-پښتو[ژ.])
سپېڅلی/ولي/روحاني کس
سړی پر يوسپېڅلي ترهغې باورنه کوي،چې معجزه يې نه وي کړي.(معجزې)
واړه وليان هم معجزې کوي.(اووم پيدر)
واړه وليان وړې معجزې کوي.
کوچنيووليانو ته څوک دصدقه/نذرنه ورکوي.
کله چې کروندې حاصل ورنه کړي،روحانيون څه نه ترلاسه کوي.(اسپانيه)
هغوۍ،چې کليساته ځي،ټول سپېڅلي نه دي.(انګلستان)
چې خدای يې ونه غواړي،ولي څه نه شي کولې.(کولمبيا-اسپانوي)
اتل
رښتين سړی له اتل نه ستر دی.(بيبل)
کله چې دوښمن په تېښته کې وي،ټول ځانونه اتلان ګڼي.
سړی يوازې په يوه پرېکړه اتل کېږي،خووياړيې ټول ژوند وي.
داسخته ده چې اتل اوسې،که څوک يې ونه ويني.
دخپل چوپړي له پاره هيڅوک اتل نه دی.(زوړيونانی)
رازبايدپټ وساتل شي.
پټ غم زړه درنوي.
هغه،چې پريودوست دراز باورکوی،له هغه سره بندي کېږي.
ستارازستابندي ،که ازاددې کړ ته دهغه بندي کېږې.(عبري ژبه)
دوه کسان په يورازکې هيڅ راز نه دی.‎
له نهه مياشتووروسته راز ازادکړه.(عبري ژبه)
غږه(جرس)هيڅ شی پټ نه ساتي.(دامريکا متحدايالتونه-دتورانومتل)
غرغره(اعدام)
هغه چې غرغره شوی وي،مه غرغره کوه.
موخه/هدف/نيت
موخه وسيله توجيه کوي.
۱۰۴
سړی موخه ټاکي اواندېښمن کېږي.
وړشرطونه
بزګردخپلې مېرمنې په هکله وويل:«هغه ښکلې نه ده،خووړشرطونه لري».(سوېډن)
ښاغلی(اشراف،بادار)،مرئيان اوچوپړيان
ښاغلی،دخپل ځان ښاغلی دی.
څوک چې غواړي ژربادار شي ،هغه زيات وخت مرئي پاتې کېږي.(پيدرلول)
زه ښاغلی يم ،ته ښاغلی يې - ټوکرۍ به څوک لېږدوي؟(شوروي اتحاد-ليتواني)
ته شېخ يې،زه شېخ يم- څراغ به څوک روښانه کړي.(عربي)
ټول غواړي ښاغلي وي،هيڅوک نه غواړي ګونۍ(بوجۍ)ولېږدوي.
ټول ښاغلي لوبه کوي، خوهيڅوک دخوګانو دساتلو نه شته .(شوروي اتحاد-اوکراين)
پردی ښاغلی ډېروخت حکومت نه شي کولی.(المان)
په خپله ښاغلي هم خپل خاوند لري:خدای.(فنليند)
چوپړيان(خدمتګاران) له خپل خاوندنه سترنه دي.(بيبل)
ساده بادارساده چوپړی پېداکوي.(اسپانيه)
لټ بادار،لټ چوپړی
نرم (نرم خويه)بادار،چوپړی تنبلوي.
يابايدسړی ښاغلی وي،يادښاغلي چوپړوکړي.
ښه ده چې کوچنی باداراوسې نه سترچوپړي .(سوېډن)
هغه،چې نه غواړي ديوښاغلي چوپړوکړي،ښايي دډېرو وکړي.(لاتين)
هغه،چې ډېرخدمت کوي،سخت بادارلري.(سوېډن)
دکم عقلوله مشرۍ نه دهوښيارانونوکري ښه ده.
هوښيار چوپړی دپتمن(اصيل سړي) باداردی.
دخپل چوبړي له پاره هيڅوک ستر نه دی.
هغه ته چې خپل بادار ګران وي،خپل ځان ورته وي.(جاپان)
څومره چې خدمتګاران دېروی هومره خدمت کم وي.
دډېروقصابانومنځ کې غوايي مردارېږي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
چېرته چې نوکران ډېروي،هلته ستړي ډېروي.
کله چې ګېډه ډکه وي،نوکرسرټمبه کېږي.
بې مېله نوکر غښتلی دوښمن کېږي.
سړی خپل چوپړی له ځوانۍ نه عادت ورکوی،چې په پايله کې به هغه ښاغلی(خاوند)شي.
مرئی مه ازاروه اوماشوم مه تېرباسه.(چين)
دکورخاوند ډېرښه نوکردی.(چکوسلواکيا-سلواکي) ۱۰۵