دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
شلمه برخه
پورسوۍ نه ده،په خپله لاره نه ځغلي.(فارسي)
پوراننګي توروي.(عربي)
سړی خپل پور په اوښکو نه شي خلاصولی.(يهودي)
هغه يوښه سړی دی،دهرچااحسانمند دی.


ټيټ دېوال/انګړ
ټول غواړی پرټيت دېوال واوړي.
هغه چې غواړي بل پردريم ديوال ونيسي،په خپله بايدپردوه ديوالونوواوړي.
بته/بتکه
بته چيچل نه کوي که ګېدړه هم وي.(مون(ددنمارک سهيلي شيليندته څېرمه ټاپودی[ژ] )
لېونۍ بته ،لېوني بچوړي.(يهودي)
څه چې دبتې له پاره ښه دي،دبت (نر)له پاره هم ښه دي.(المان)
هغه بته ښه اوازونه کوی،چې ښه نربت لري.
هغه بته اواز نه کوي چې سريې نه وي.
کله چې بته پرګيدړباوروکړي،خپله غړۍ دردوي.(اووم پيدر)
سړی بايددبتې څارنه پرته له دې چې سره کړې شوې وي ونه کړي.(شيليند-دنمارک)
داخواشينوونکې ده چې له ډنډنه  زړه بته تېرباسي.
چېرته چې بته وي،هلته تل چټلۍ وي.
بته بڼکه،بڼکه  ايستل کېږي.(سکاتليند)
بته هسکه غړۍ روانه وي،خوله سترګو يې هيڅ  شی نه پاتې کېږی.(تلمود(ديهودو لرغوني شفاهي مذهبي ګړنې[ژ])
وحشي بتې اهلي هګۍ نه اچوي.(ايرليند)
زه بته نه يم،ځکه چې زه خړه يم.
دالکه بتې ته  چې اوبه شيندي.
هغه چې له ځان نه بته جوړوي،نوګېدړبه يې خوري.
زه تراوسه يوه بته لرم چې بڼکې ترې وکاږم(لاتراوسه له هغه سره دخبروله پاره څه لرم)(سوېډن)
دومره په غصه مه اوسه چې بته وچيچې،اودومره ښه هم مه اوسه چې بته دې وچيچي.
مه دومره تريخ اوسه چې خلک دې له خولې وغورځوي،مه دومره خوږ اوسه چې خوی دې تېرکړي.(پښتو-افغانستان[ژ])
۹۶
مېلمه اومېلمستيا
هروخت بايدنابللی مېلمه رانه شي.
هغه يوګران مېلمه دي،چې کله ناکله راخي.
مېلمه کلا ته راځي نو زياتره ځان خان ښيي.(اووم پيدر)
نابللی مېلمه نه پوهېږی چې چېرته بايدکېني.(انګلستان)
دسل بللوځای کېږي ديونابللي نه.(افغانستان-پښتو[ژ])
نابللی مېلمه بايدپه درشل کې کېني.
همېشنی(تکراري) مېلمه کوربه تنبلوي.
خراب مېلمه کوربه له کوره شړي.(سوېډن)
چې مېلمه ډېرګران وي،بايدخداي پاماني وکړي.(اووم پيدر)
کله چې ډوډۍ خلاصه شي مېلمه ځي.(اسپانيه)
ويې څښه دمېلمه په څېراوويې خوره دکوربه په څېر.( پيدرلول)
هغه مېلمه چې په خپله،خپل کټ(بستره) ټولوي،دکوربنو پاملرنه وراړوي.(اسپانيه)
مېلمه اوکب په درېمه ورځ بدبوي کوي.
مېلمه لکه کب داسې دی،ددوورځو په تېرېدوسره بدبوي پېلوي.(اسپانيه)
ړومبۍ ورځ يوسړی مېلمه دی،دويمه ورځ پېټی اودريمه ورځ وبا(ناروغي) ده.(سوېډن)
کوم کورچې دمېلمنوهرکلی نه کوي هلته هيڅکله پرښتې نه ورځي.(قران)
مېلمه دخدای دوست دی.(افغانستان-پښتو[ژ])
دبل له بټوې (جيب نه) مېلمه پالنه اسانه ده.
ډېرښه مېلمه وروسته راځي.
خواشينوونکې ده چې په مېلمستياکې وروسته راشې اوپه تاوان کې ړومبی.
دمېلمستياله پاره درې څيزونه لازم دي:ښه خواړه،ښه دوستان اوښې خبرې.(سوېډن)
دايوه غريبه مېلمستيا ده،که نابللی مېلمه ونه لري.(برنهولم-دنمارک)
غپل(دسپي)
چې غاپې کوړنجېدل مه هېروه.
هغه نه غپلې شي اونه کوړنجېدلی.
هغه چې سپی ساتي،اړنه دی چې په خپله وغاپي.(المان)
سره(ډېران اوغوشايي)
دبزګرسترګې اوپښې دکروندې له پاره ډېره ښه سره ده.(بلجيم-فلامسک)
ښه سره دبزګر له بوټانولوېږي.(اووم پيدر)
داسره ده چې،پرمېزکېک پروت دی.(دسرې له امله).(سوېډن)
۹۷
له ترش اوبوينې سرې وروسته روغې او ښې دانې کېږي .
تردې چې نوې واخلې،داغوره ده هغه کروندې ته سره ورکړې چې لرې يې.
کله چې يې له کشيش نه وغوښتل چې خداي ته د ښه محصول دوعاوکړي  ويې ويل:سره له دوعا نه ښه ده.(سوېډن)  
کوتره
کوتره خپل غږ له زړې چوغکې سره برابروي.
کوتره هرکال  سندرې ويل زده کوي،پرته له دی چې کوم بل يوورته کوک-کوک وښيي.
دموردپالنې  له امله د کوترې بچی کوتره شي.(برما)
د کوترې دناهيلۍ  اوغم لامل دادی چې بچی يې غټ شي بياهم  کوتره وي  .(هند-بهار)
سرته رسول
دالکه په ټول کې ارزښت اخلي،ارزي  چې ښه يې ترسره کوي.(انګلستان)
هيڅ،هيڅ شی نه شی کولی،اوهيڅ هرڅه کولی شي. (المان)
دا،چې نه يې شي کولی،هغه غواړي،بايدهغه وکړی چې کولی يې شي.(ايتاليا)
هغه څه چې سړی يې په خپله غواړي کول يې اسان دي.(انګلستان)
دااسان دي پوه شی،چې سړی بايدڅه وکړي،تردی چې هغه سرته ورسوي.(چين)
هغه چې ته يې بايدسرته ورسوې،په ټول توان يې ترسره کوې.(لاتين)
سړي هغه څه سرته رسوي چې کولی يې شي،ترهغه زيات نه شي.
داچې څوک يې ترسره کوي،هغه څه دي چې غواړي يې،هغه چې بايدسرته يې ورسوي ډېرکم يې ترسره کوي.
ښه ده ترسره يې کړی هغه چې سړې يې نه غواړي،تردې چې سړی يې بايدونه کړي.
کله چې هرڅوک خپل کاروکړي،هرڅه سرته رسېږي.
هغه خپله هڅه کوي،لکه ماشوم په زانګوکې.
ترسره شوی ترسره شوی دی.
هغه چې بايد وشي کېږي، هغه چې غواړي راشي راځي.(فرانسه)
هغه چې کم پوښتل کېږي،ښه کېږی.(اووم پيدر)
سمه ده الوتونکي پرېږده چې سندرې ووايي.
هيڅ نه کول ،بددي  چې وشي.(سوېډن)
«زه هغه څه کوم چې کولی يې شم»،مېږي ماشي ته وويل اوپه بحيره کې متيازې وکړې.
هغه چې هيڅ نه کوي،تل مصروف وي.
هغه له خوشو(بېکارۍ) نه وزګارېږي.(افغانستان-پښتو[ژ])
هغه چې هيڅ نه کوي،هيڅ تېروتنه نه کوي.(روسيه)
تلل/تګ
هغه ځي،نوځي.
۹۸
هغه چې اوس نه ځي ،نووروسته ځي.(اووم پيدر)
له هيڅ تګ ښه تلل غوره دي.
په ځنډرسېدل ،ترنه رسېدلو ډېر ښه دي.(افغانستان-دري[ژ])
له تګ پرته سړی هيڅ ځای ته نه رسېږي.(چين)
هغه چې په احتياط ځې،په امن کې ځي،اوهغه چې په امن کې ځي،وړاندې ځې(اوږد لاره وهي).(ايتاليا)
هغه چې تر مخه درومي،لار پرانيزي؛هغه چې ترشاروان وي،اوږده لاروهي.
چېرته چې ځې،له خپل ټول زړه سره ځې.(زوړ چينايي)
چېرته چې زړه ځي،هلته پښې ځي.(افغانستان-پښتو[ژ])
کرونده
کرونده دې وچلوه (اداره کړه)،که نه نوتاچلوي.
دايوه خرابه  کرونده ده ،ې خپل کروندګرته خواړه ورنه کړای شي.
کرکه
کرکه غچ اخيستلو ته وده ورکوي،غچ کرکه زېږوي.
کرکه په کرکه له مينځه نه ځي،خوپه مينه له مينځه ځي.
کرکه له کرکې زېږي.(افغانستان-پښتو[ژ])
کرکه دسړی زيات زيان دی.(سوېډن)
کرکه دوامداره غوسه ده.(لاتين)
څوک له هغه چاکرکه نه کوي،چې ورته بې ارزښته وي.(سوېډن)
پټه کرکه له څرګندې دوښمنۍ نه خرابه ده.
زړه هيڅکله کرکه نه زېږوي،خووينايې زېږوي.(سومري(ژبه ده چې له ميلادنه۳۰۰۰کاله دمخه سومريان پرې ګړېدل اوليکل يې پرې کول)[ژ])
کرکه اوکينه دوزخ پراخوي.(سوېډن)
ګړنګ/پاڼ له توغندي نه کرکه لري.( فون-دنمارک)
پرېږده چې سمندري نری صدف وخت له منځه وېسي،زرکاله يې هلته پرېږده،اوزما کرکه تراوسه سوزونکې ده.(فېجي(په ارام سمندرکې دفېجې ټاپوګانوجمهوريت[ژ]-ملانزي(ديوې برخې سيمې نوم دی چې دفېجي ټاپوګان هم په کې شامل دي[ژ])
تنګسه کرکه تغذيه کوي،زورډار.(انګلستان)
تبر
دبل سړی په لاس کې دتبروهلو اټکل  نه شي کېدي.(عربي)
دا ټوټه ټوټه شوی که رنګ شوی.(سوېډن)

۹۹
ګوډ/شل
داځورونکې ده چې په دواړو پښوګوډ/شل وي.(سوېډن)
چې له ګوډسره اوسېږی،بايدګوډتلل زده کړې.
هيڅوک دبل په پښه نه ګوډېږي.
«هغه ځی لکه څنګه يې چې ګورې»،ګوډ ړانده ته وويل.(ناروې)
څه چې شل يې وايي،ړونديې کوی،اولاس په لاس منزل ته رسېږي.
نيم
نيم کور نيم دوزخ دی.
«نيمه برخه کېدای شوې بس وه»،هغه مېرمنې وويل چې غبرګوني يې وزېږول
څټک اوسندان
هغه دڅټک اوسندان ترمنځ دی.
که ته سندان يې،زغم ولره-که څټک يې،سخت يې وټکوه.(اسپانيه)
سندان له سندان نه لېرې وساته.(ايتاليا)
سندان له ګوزار نه ،نه ډارېږي.(انګلستان)
يوسندان له ماتوړوهلوڅخه نه ډارېږي.
کږه اوسپنه په څټک سميږي.
سوداګر
سوداګري دپېسو مورده.
په سوداګرۍ کې بايدسړی سترګې يا بټوه پرانيزي.
چېرې چې سوداګري شته ،هلته تاوان شته.
اقدام
اقدام،خبره نه ده.(لاتين)
يوازې هغه چې هيڅکله اقدام نه کوي،هيڅ تېروتنه نه کوي.
هانس(نوم دی)
څه چې کوچنی هانس نه دی زده کړي،لوي هانس يې هيڅکله نه شي زده کولی.(سوېډن)
کم عقلې وويل:«زما دزوي نوم عالي دی»،په عاليجناب پورې مې ايښی دی .
سوۍ
سوۍ هلته خوښه ده چېرته چې زېږېدلي وي.
سوۍ تل خپل غارته ستنېږي.(فرانسه)
سوۍ مري،اوګيدړماتم کوي.(چين)
سړی مخکې تردې چې سوۍ ولري،سوۍ نه خوري.
۱۰۰