دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
نولسمه برخه
په واده کې ويرژلې اوښکې اوپه مړي کې بې باکه خندا موندل کېدې شي.(لاتين)
يوکس ته داډېره بده ده ،چې پرې وژړل شي تردې چې پرې وخاندي.(فون-دنمارک[ژ])
اوښکې دژړابيه نه ده.(سوېډن)
دقاضيانومخکې داوښکو سيندله خراب کارسره اوښکې دي.(لاتين)
دغضب اوښکې دمړستون سختو ډبروته ورته دی،خوددرد اوښکې دشفتالو نرم پوټکې ته.(اندونيزيا-سونداني (ماليزيايي ژبه ده چې په لوېديزه جاواکې پرې ۲۷مليونه وګړي خبرې کوی)[ژ])
بې اوښکو ژوندلکه دباران له څاڅکو پرته يوبيابان. (اسپانيه)

کله چې وزېږېدم سملاسي مې ژړا پېل کړه،اودژوند هره ورځ يې راښيي چې ولې.(اسپانيه)
په ژړاخوړل ډېربد(ترستوني)تېرېږي .(پيدرلول)
خدای(ج)
خداي(ج) په خوله کې ،خداي په زړه کې.
خدای(ج) هرچا ته دجامو برابرساړه ورکوي.(اووم پيدر)
خدای(ج) هرکس ته هغومره ساړه ورلېږي چې څنګه جامې يې اغوستې وي.(ارجنتاين- اسپانوی)
خداي(ج) هغه ټولوته چې خوله ورکوي،خواړه ورکوي.(پيدرلول)
خداي (ج) چې خوله راکړې،خواړه هم راکوي.(افغانستان-پښتو[ژ])
خداي (ج)وړوخلکوته کوچني سوغاتونه ورکوي. (اووم پيدر)
خداي (ج) دړاندو الوتونکو ځالې جوړوي.
خدای(ج) هيڅ خوله نه پېداکوي ،ترڅوچې خواړه يې پېدانه کړی.(دنمارک-شيليند)
چې خداي(ج) خولې راکړي،ډوډۍ هم ورته پېداکوي.(افغانستان-پښتو[ژ])
خدای(ج)مچۍ هم هغسې ښه مړوي لکه يېږ .(سوېډن)
خدای(ج)ټولو ته خواړه ورکوی،خوپه سختۍ،سختۍ .(فنليند)
خدای (ج)بادام هغه چاته ورکوي،چې غاښونه نه لري.(پرتګال)
خدای(ج)هرې مرغۍ ته خواړه ورکوي،خوپه ځاله کې يې نه ورغورځوي)
خدای(ج)خپل سوغاتونه په عجېبه ډول ويشي.(ايسليند)
هرڅه دخدای (ج)له خواراځي،پرته له ښځو.(ايتاليا)
کله چې خدای سارايي سوۍګانې پېداکولې،دبوټوغم يې هم ورله خوړلی و.(هنګري)
خداي(ج) دکارغه دبچو هماغه شان ښه غم خوري لکه دنوروالوتونکو دبچوچې خوري.(شيليند)
۹۱
خدای(ج) دسکولدي پسه له پاره هوا نرموي.(انګلستان)
خدای(ج) له هغه چا سره مرسته کوي ،چې په وخت (له خوبه)پاڅېږي.(اسپانيه)
خدای(ج) له کشتيوان/چلوونکي /سره مرسته کوی ،خواداره يې بايد په خپله وکړي.
خدای(ج) دامن سمندر ژمنه کړې،خونه دارامې بېړۍ چلولو(کشتيوانۍ).(انګلستان)
خداي(ج) له هغه چاسره مرسته کوي،څوک چې له ځان سره مرسته کوي.(انګلستان)
خداي يوه خزانه دروښودله،رايستل يې بايدپه خپله وکړې.(چکوسلواکيا-چکي)
خدای برکت ټولوته ويشي؛انسانان چې ورته ولاړدی ،ښايي ځيني تش لاس لاړشي. (افريقا-هاوسا(دنايجريا په شمال کې ديو شمېروګړوژبه ده)[ژ])
خدای زياتره موږګوري،خوموږ ډېر کم په کورکې ياستو.(فرانسه)
خدای داوونيوله پاره نه ورکوي،خوهغه يې په پاي کې ورکوي.(هاليند)
دخداي کارځی يې ورو انځوروي خو په ځير.(يونان)
دخداي توره يې وروسته ،خوژوريې غوڅوي.(ارمنستان)
خدای هيڅ بيړه نه کوي.(افريقا-نوپ(دنايجرياپه مرکزي کمربندکې دځينوخلکوژبه ده،چې خلک يې هم دنوپ په نامه يادېږي) [ژ])
خدای کم مه ګڼه،هغه اوږد ډانګي لري.(سوېډن)
خدای په دواړو لاسووهل نه کوي.(اسپانيه)
خداي ښه کارګردی،خوورسره مرسته کول يې خوښېږي.(اسپانيه-باسکي(ايندواروپايي ژبه ده چې داسپانيې په شمال ختيزاودفرانسې په جنوب لوېديزکې يوشمېرګړېدونکي لري[ژ])
خداي تاله درکړې،چې ماله يې راکړې.(حبشه-امهاری(دامهارخلکومورنۍ ژبه ده)[ژ])
خداي يې بې صابونه خرېولی شي.(پوليند)
خداي ددرې ډوله انسانانوساتنه کوي:داحمقانو،ماشومانواونشه کسانو.(فرانسه)
دخدای اوځمکې دمحصول مامورمخه نه شي نيول کېدې.(سوېډن)
خداي هرڅه ويني خوچاته يې نه وايي.(ارمنستان)
خداي له صابرانو(زغم لرونکو) سره دی.(قران)
خدای داحمقانومرستندوی دی.(اووم پيدر)
دايوډاردی،څوک چې له خدايه نه ډارېږي.(المان)
له هغه وډارشه،چې له خدايه نه ډارېږي.(افغانستان-پښتو[ژ])
له خداي پرته لار پراخه ده[لاره تته ده].(شوروی اتحاد-روسي)
کشيش له خدای سره،شېطان يې شاته،نوته هغه نه ګورې.
خدای هغو ته نږدې دی،چې کم ورته اړين دي.(شيليند-دنمارک)
خدای له ترټولو غښتلي سره مرسته کوي.
مخکې له دې چې يو ښه ښاغلي پېداکړې خدای ته يې مه سپاره.(سکاتليند)
۹۲
موږ ټول هغسې ياستو،څرنګه چې خدای هست کړی ياستو-نه بد.(اسپانيه)
خداي يې سهاراوماښام ترسره کوي،خوښځه يې غرمه.
خدای چې مېږي له منځه وړي وزرې ورکوي.(افغانستان-پښتو)
هغه چې خداي يوځاي کړيدي،ترکاڼ ته اړه نه شته چې سرېش يې کړي.(ناروې)
تخته چې له تختې سره برابره وي دترکاڼ حاجت نه شته.(افغانستان-پښتو[ژ])
پرخداي باورولره،خوخپل څټک له لاسه مه باسه.(اسپانيه)
پرخداي ډاډه اوسه،خو ړومبی خپل اوښ وتړه.(ترکيه)
پرخداي ډاډولره له مارسره بيده شه.(عربي)
موږ پرخدای ډاډه ياستو،نورټول يې نغدورکوي.(دامريکا متحدايالتونه)
دخداي اراده هيڅ «ځکه» نه لري.(المان)
که خدای وغواړي وچ ډانکي(لرګی) هم زرغونېږي.(سوېډن)
که خدای ونه غواړی پيران (سپېڅلي کسان)هيڅ هم نه شي کولی.(کولمبيا-اسپانوي)
سړي وويل:«که خدای وغواړي»، خپله ښځه به يې ونه پوښتي.
«خدای راپېښه کړې»،نجلۍوويل اودکشيش لاندې پرېوته.(سوېډن)
خدايان
بالاخره يې له زړوخدايانوسره وکتل.
دننه راشه،دلته هم ډېرخدايان موندل کېږي.(لاتين)
هغه چې له خدايانوڅخه نه ډارېږي،يوډاردی.(پخوانی يونان)
څه چې يوخدای ته جواز دی يو غوايي ته نه دي.لاتين)
هغه خدای چې خبرې کوي،هغه غوښه ترلاسه کوي.(افريقا-ايلا)
دخدايانو سرونه په ورېځوکې پټ دي.(هاواي-پولنزي(د ارام سمندرپه يوټاپوکې ديوې ډلې نوم دی)[ژ])
په خدای پسې مه ځورېږه ،خدای يې نه ويني.(افريقا-کيکانګو(دازموږ دعقيدې مخالفه خبره اوددغوخلکو له ميلاددمخه مهال متل دی ،چې خپل بتان يې ترې مقصددی) [ژ])
هغه،چې خدايانو ته ګران وي،ځوان مري.(لاتين)
هغه چې دخدای بدايسي دښوونځي ښوونکی کېږي.(سوېډن)
هغه،چې خدايان يې له منځه وړي،ړومبی يې له عقل نه بې برخې کوي.(لاتين)
خدايان يې ورو خوښه يې انځوروي.(لاتين)
داډاردی چې ړومبی يې په نړۍ کې خدايان هست کړي دي.(لاتين)
که تاداديوخدای په توګه وپېژند،نوستاخدای دی،که نه نودايوازې يوه ټوټه رنګ شوې خټه ده.(هند-بهوجپوري)
هغوۍ،چې دخدای انځورونه کاږی خپله يې پرستش نه کوي.(شوروي اتحاد-اوکراين)
داارزي چې خدای وي اوپر ټولومهربان وي.
ټول يوخدای لري،مګر ټول يوه خوښي نه لري.(سوېډن)
۹۳
له مشتري(دستوري نوم[ژ])نه وړاندې له برېښنانه وړاندې.(لاتين)
دآتنا(دعقل اوښکلا الاهه[ژ]) له پاره دعا کوه خووسله کاروه.(پخوانی يونان)
سره اوسپين زر
سره زر ښه دي چې ويې لري خوډوډۍ ترې غوره ده.
هغه چې سره زريې نه وي ليدلي هيڅکله ورپسې نه ژاړي.(اووم پيدر)
سره زراووياړ په يوه کڅوړه کې وده نه کوي.(اسپانيه)
سره اوسپين زردهرانسان دبدن حالت دی.
هغه چې سپين اوسره زرورکوي دښځې دبدن واک هم لري.(سوېډن)
سره زرسره زر راکاږي.(سوېډن)
دسروزروله پاره په خپله ټولواک هم خولۍ لېري کوي.(المان)
دسروزروله پاره په خپله شېطان هم ناڅي.(سويس-الماني)
هغه،چې سره زرلري ،دزورکارولوته اړه نه لري.(عربي)
يوه طلايي کلي ټولې دروازې پرانيزي.(روسيه)
دسرو اوسپينو زروکلۍ ګانې ټولې دروازې پرانيزي،پرته له يوې.(سوېډن)
دسپينو زروڅټک زياتره اوسپنيزې دروازې پرانيزي)
کله چې سړی دسپينو زرو په ګوليو ډزې کوي کلا/ماڼۍ ژرفتح کېږي.
يوګرام سره زرله سل ګرامه عدالت نه زيات وزن لري.
کله چې سره زرخبرې کوي غريبان راټولېدی شي.
کله چې په بټوه کې سره زرنه لرې،بايدخوله کې شات ولرې.
هغه چې به بټوه کې سپين زرنه لري ،ښايی خوله کې سپين زرولري..
دسروزرو ارزښت سره زردي.(لاتين)
سړی کولی شي سره زر ډېرګران هم واخلي.(اووم پيدر)
سره زرځليږی،که څه هم په ډبره کې وي)
داټول چې ځلېږي،سره زر نه دي،داټول داورګاډي پټلۍ داتي(فيل) غاښونه نه دي.(اووم پيدر)
ټول ژېړ سره زرنه دي.(انګلستان)
سپين زر ځلېږي خوسپوږمۍ هم ځلېږي.
سره زراومرغلرې نه راورېږي.
سره زر په غره کې پراته دي،خاورې په لارکې.
سره زريوازې پسته خاوره ده.
که سړی دسروزرو مېده ګي نه شی کارولی،نوشګې به ورته وايي.(افريقا-اشانتي)
سره زر په اورازمويل کېږي،انسان په سروزرو.(چين)
اصيل سرره زرداورله ازمايښت نه ډارېږي.(چين)
۹۴
اورسره زرازمالوموي اوبده پېښه زړورسړی.(لاتين)
سره زر په ځلېدوکې وازمايه اودوست په بدمرغۍ کې.
هرڅوک فکرکوي،چې دهغه مس سره زردي.
دهغه سره زربه ژېړو (برنج) بدل شول.
هغه دسروزرو اوشنوځنګلونو ژمنه کوي.
هغه سره اوشنه باغونه ښيي.(افغانستان-پښتو[ز])
طلايي خُسی/خوسکی
دطلايي خُسي په اړه نڅا.(بيبل)
طلايي کټۍ
هغه په طلايي کټۍ کې کبان نيسي.(سوېډن)
دسروزروګوتمۍ/کړۍ
بې احساسه ښايسته ښځه لکه دخوګ په پزه کې دسروزرو کړۍ.(بيبل)
دسرزروګوتمۍ هيڅکله دومره سره نه ده چې،ماته نه شي.
دسرزرو هګۍ
هغه چرګه مه حلالوه چې دسروزرو هګۍ اچوي
طلايي
طلايي قېضه اس نه ښه کوي.(سوېډن)
طلايي زولنې هم زولنې دي.
طلايې دارڅه مرسته کوی،چې سړی په خپله پرې ځړول کېږي.
يوه طلايي کلي ټولې دروازې پرانيزي.(يهودي)
طلايي جامې زياتره دزړه په اوسېليوککړې وي.
کوږوږ تلل
هغه چې په څرخونو(دمېلې څرخونه) يې ګټلي په ټالونويې بايلي.(انګلستان)
پور
هغه شتمن دی،چې پوروړی نه دی.(فرانسه)
داچې کټ کې تش نس څملې تردې ښه ده چې پوروړی راويښ شې.
پوردژوندجرړې خوري،لکه خاڼی(موش خرما) چې دونودانې(پيرګي،غوزان،غوزې) خوري.(سوېډن)
يوناروغ سړی ارام بېدېدې شي،پوروړی نه شي.(اسپانيه)
کوچنی پورسړی پوروړی کوي،غټ پورسړی دوښمن کوي.(لاتين)
هغه چې په خوښۍ يې اخلی،په خپګان يې ورکوي.
وريې کړه په سيوري بيا ګرځه په غرموپسې.(افغانستان-پښتو[ژ])
۹۵
ډاکټرحنیف بکتاش
منلی علمي اوفرهنګي شخصیت
ملګری اولارښودډاکټرمجاوراحمدزیار
------------------------------------
دروان کال داپریل په پنځمه نېټه په لندن کې دېوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې دافغانستان دویاړلي علمي
اوفرهنګي شخصیت پوهاندډاکټرمجاوراحمدزیاردزیږېدوپنځه اویا ومه کلیزه ولمانځل شوه.ما له ډېره وخته
ددغه فرهنګي ویاړلي یاردکلیزې درسېدونېټې ته انتظار ایسته اوغوښتل مې دلمانځنې په غونډه کې دپوهاند
زیاردعلمي اوفرهنګي هڅو،نوښتونواوخوځښتونوپه هکله خبرې وکړم.بلاخره دا نېټه راورسېده خوله بده
مرغه چې هلته مې نه یواځې خبرې ونشوې چې زماله بدوطالعوپه غونډه کې مې ګډون هم ناشونی شـــو.
زه اوس نه غواړم په دې هکله کوم عذریادلیل وړاندې کړم ځکه چې باورلرم هېڅ څوک ېې راسره نه مني
نو دا به مې په ګټه وي چې ځان غلی ونیسم.خو اوس غواړم دګران ډاکټرصاحب په ویاړداڅوکرښې ولیکم
چې له یوې خواددغه خواږه دوست اوغمخور،لارښودملګري دکلیزې په لمانځنه کې مې برخه اخیستې وي
او له بلې خوامې دهغو اوږدواړیکودرناوی کړی وي چې زموږترمنځ دتېرودېرشوکلونوپه ترڅ کې موجودې
وې اوکه خدای کول په راتلونکي کې به هم بې خلله پاتې شي.
لکه څنګه چې مې وویل مانږدې دېرش کاله وړاندې له زیارصاحب سره پېژندګلوي ومونده.هغه وخت دی
دکابل پوهنتون دژبې اوادبیاتودپوهنځي استاد و اوزه دکابل دحبیبیې لېسې زده کوونکی وم.تردې دمخه ما
په هلمند کې ژوند کاوه اوهلته کله ناکله په کابل کې خپرېدونکې ورځپاڼې او مجلې ترګوتوکېدې اودهمدغو
رسنېوله لارې وچې زه دډاګټرمجاوراحمدزیارله نوم اوشعرسره اشناشوم.
کابل ته په راتلوزما مینه اوپاملرنه دادبیاتونړۍ ته زیاته شوه،په کابل کې خپرېدونکومجلواوورځپاڼوته مې
لاره وموندله او دهغه دوران په تول له روښان اندوسره مې هم اړیکې پراخې شوې.په کابلي رسنېوپه تېره
دژوندون،پښتون ژغ اودکابل په مجلې کې به مې دهغه وخت دشاعرانواولیکوالوشعرونه او کیسې لوستلې او
په تېره دډاکټرزیارله شعري نوښتونو نه به مې خونداخیست.زما په همغه وخت کې هم پام شوی وچې دزیار
شعرونه له نوروسره توپیر لري.ده په همغه وخت کې هم ازادشعرلیکه اودشعرپه نړۍ کې ېې نوې تجربې
ازمويلې.
په۱۳۵۵کال کې له ماسره بخت یاري وکړه اوزه په یوه ادبي کانکورکې دپښتوشعردیوې جایزې ګټونکی وبلل
شوم.له دې سره دهېواد دفرهنګي اوسیاسي کړیوپاملرنه ماته زیاته شوه اوپه دې لړکې دهېواد دمعاصرشعرله
پیاوړواستازواومخکښانوښاغلوسلیمان لایق،بارق شفیعي اوډاکټر زیارسره زمااړیکې ټینګې شوې.ماته له همغه
وخت نه ډاکټرزیارنه یواځې د یوه علمي اوفرهنګي شخصیت په حیث مطرح دی بلکه زما دځوانۍ دپیچلي
پړاودیوه درون اوګران مشرپه ډول هم په سترګوکې دی.
دپوهاندزیارپه هکله خبرې کول ماته یوڅه ګران ښکاري،ځکه چې دی هرکاره اوزه که بېکاره نه یم چندان
دکارسړی هم نه یم.دی یو ژب پوه،توکم پوه دادبیاتوڅېړونکی،تاریخ پوه،لغت جوړوونکی،منتقد شاعراولیکوال
او......دی.زه به دده په هکله ډېرڅه نه وایم که څه هم دی دډېروستاینو وړدی خو غواړم په لنډ ډول دوه درې
ټکي دده د دبریالېوهڅوپه هکله بیان کړم.
۱-دی دپښتوژبې اوادبیاتوپه نړۍ کې یوه اکادمیکه څېره ده، له وچواوتعبدي انګېرنوراوتی اوماسېوا اودیوه نوي
اوپراخ نړۍ لیدخاوند دی.دده همدغې ځانګیړنې په ژبنیزواو تاریخي څېړنو کې ده ته جلا او له امتیازه برخمن
موقعیت ورکړی دی او دی ېې ددودیزوپوهانوله ډلې څخه چې هغوی هم په خپل وار ژبې اوابیاتوته نه هېرېد-
نکي خدمتونه کړي دي بېل کړی دی.
۲-ده دپښتواوپښتنو د تاریخ په راسپړلو،دژبنیزې پانګې په پراخولواوپخولواو دعلمي اومیتودیکوبنسټونوپه
ټینګښت کې لویه اوځانګړې ونډه اخیستې ده.
۳-دی دپښتو دازادشعریوپوخ هډوکی،کلک پلوی اوهڅوونکی دی. پر دې برسېره دی یوزړه سواند ملګری
همکاراولارښود دی. دی ډېرې نورې ښېګڼې هم لري چې خدای دې نور هم پرې برکت کړي.خو په ځانګړي
توګه غواړم دده له بې پایه مرستواومشورواوپه تېره له هغه وخته چې ما په لندن کې د پښتواودري ژبې په تدریس
پیل کړی دی مننه وکړم.دپوهاند ډاکټرمجاوراحمد زیار پنځه اویاومه کلیزه دې مبارک، دژوندډیوه ېې روښانه
اوتذکره دې له ویاړونوډکه وي.